درې نامثمره معجزې
افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ډېرې جګړې کړي ، چې اکثره یې ګټلي او ځینې یې بایلولي هم دي.
افغانانو نږدې ټولې هغه جګړې ګټلي چې د خپلې عقیدې له مخالفانو سره یې کړي ، لکه د انګرېزانو ، روسانو او اوس د امریکایانو پر ضد جنګونه، خو یو شمېر هغه جنګونه یې بایلولي چې د دوی خپل همدینه په کې په مستقیم او نا مستقیم ډول را ښکېل وو، لکه د مغلو پر وړاندې جګړه او د پنجاب له خوا د افغانستان پر ضد اویا کلنه پټه او نا اعلان شوې جګړه.
د اسلام د مخالفو او مغایرو زبرځواکونو پر ضد جګړې که څه هم ډېرې خونړۍ وې ، خو افغانان یې د میدان داسې بریمن وو ، چې زیان یې دوی ، خو ګټې یې نورو ته ورسېدلې.
د شلمې پېړۍ په سر کې د انګرېزانو ماتې یوه پوځي معجزه ګڼل کېدله ، دا معجزه افغانانو وپنځوله ، ثمر یې نور وخوړ ، خو زیان یې افغانانو وزغمه.
د همدې شملې پېړۍ په پای کې د شوروي د امپراتورۍ ماتې هم تر تصوره پورته کار ګڼل کېده ، دا جګړه په تاریخ کې د افغانانو د یوې بلې معجزې او تورې په توګه ثبت شوه ، شوروي هم په کې ړنګ شو، ختیزه اروپا په کې ازاده شوه ، خو افغانستان په کې ړنګ شو او افغانان په کې برباد شول.
د یویشتمې پېړۍ په پیل کې امریکايي امپراتوري له نوي رنګ او جنګ سره راغله ، حقیقت خو دا دی چې امریکا هم د همدغو دوو امپراتوربو برخلیک ته نږدې ده، د امریکایانو داسې ماتې ، داسې سپېره وتل او خپل کورني متحدین په دې ډول په ډاګه پرېښودل د تاریخ یو بله ننداره ده او د یووشتمې پېړۍ بله معجزه .
دا معجزه او جنګ هم افغانانو ته په ډېر غټ قېمت پرېوته او امریکایانو ته هم د نړۍ د یو بې مثاله قېمتي جنګ په بیه ناتماپاتې شو.
اوس پوښتنه دا ده چې تر دومره پوځي معجزو وروسته بیا هم ولې افغانان نه د پوره خپلواکۍ او نه هم د سوکالۍ خاوندان شول؟
علتونه به یې ډېر وي ، خو کېدی یو اساسي علت یې دا وي چې له پوځي مبارزې سره سیاسي تدبیر او فرهنګي ملاتړ همغاړي او موازي نه وو. د جګړې په برخه کې بری د ژوند په ډګر کې د بري مانا نه لري. د جګړې بریمن تر جګړې وروسته دومره ځپل شوی او ټوکر ټوکر وي چې ډېر وخت ایله د خپلو هډوکو پر کوشېر بوخت پاتې شي ؛ د ابادۍ او سوکالۍ ظرفیت له لاسه ورکوي.
د تاریخ څرخ ګرځي ، خو د تاریخ او ښکېلاک محتوا نه بدلېږي ، البته شعارونه او شکلونه به یې بدلېږي، انګرېزانو به یو هېواد په دې پلمه ښکېلاوه چې دلته تمدن او پرمختګ راولو، شورویانو د غریبو د حقوقو تامین او دانټرنېشنلیزم شعار ورکاوه، امریکایانو او غربیانو بیا د بشر حقوق او ولسواکي د خپل نیواک لپاره وسبله ګرځوله، د دې ټولو زبرځواکونو د غلامانو رنګونه او شکلونه بدل وو ، خو محتوا یې کټ مټ یو شان وه، هغه حکومت چې د انګرېزانو ، هغه چې د شورویانو او هغه چې د امریکایانو له خوا واک ته رسول شوی او بېدرېغه مالي او پوځي ملاتړ یې هم شوی ، یو هم پر دې نه دی بریالی شوی چې د خپل ولس د یوې برخې مخالفینو پر وړاندې مقاومت وکړي . د حکومتونو تر ړنګونې وروسته بیا ګوریلایي مبارزین واک ته رسېدلي ، له هغوی څخه خبره نوره هم پسې خرابه شوې، هغوی د جنګ مهارت درلود، خو د ابادۍ هنر یې نه لاره . اوس زموږ هېواد یوځل بیا د یوې بلې نامثمرې تاریخي معجزې په درشل کې دی ؛ د پردیپالو ، بې کفایته او مفسدو دولتي چارواکو د بې غورۍ او فساد له امله حکومت او ټول نظام د ګړنګ څنډو ته رسېدلی، مخالف ګوریلایان (طالبان ) په سخته مذهبي جذبه او ولوله کې دي ، ورځ پر ورځ ولسوالۍ نیسي او ټوله شوې ابادي په کې د اور تر ستوني تېرېږي ، که خبره د کابل تر نیونې هم په همدې ډول را ورسي ، نو په هېواد کې به د ابادۍ یو څرک هم پاتې نه شي ، بیا نو که اوسنی طالب یا مجاهد د پوځي بري جام پر سر واړوي نو څه ؟ پر مړو او کنډوالو حکومت؟ ایا کومې تاسیسات چې د سترګو په رپ کې ورانېږي بیا ابادي یې په څو کلونو او کومو امکاناتو ممکنه ده؟ له بلې خوا بیا دې بل پلو یو څو پردیپال د واک په نشه کې داسې مست دي ، چې تر څو ورته طالب د ارګ دروازې ور و نه ټکوي ، له واکه لاس نه اخلي ، ملت د داسې ډلو تر منځ ګیر دی چې له داسې سترو نامثمرو تاریخي تجربو څخه هم ګټه او عبرت نه اخلي ، سالم فکر نه کوي ، سولې ته غاړه نه ږدي او د تاریخي لېونتوب په څپو کې ډوب دي . خدای دې د دې ولس مل شي.
