No-IMG

د بېکسه غره سفر

یوازې پرون یې له ناروغۍ خبر شوم ، په وټساپ مې ورته پیغام پرېښود ، ما ویل بهر کې یم کنه ضرور دې پوښتنې ته درتلم، خو د دفتر ملګرو ته مې ویلي نن دې ضرور لیدو ته درځي . نن یې په فیسبوک کې د مرګ خبر خپور شو، وټساپ مې چک کړ ، لکه چې دردونو او نهیلۍ ډېر پسې ستړی کړی و؛ زما د غږیز پیغام د کتلو مجال یې نه و پیدا کړی.

مصطفی عمرزی صیب یادوم ، د اوسېلې ، سړیتوب ، کار او زیار یو لوی غر. هغه تر پنځوسو عنوانونو زیات کتابونه لیکلي او ژباړلي وو چې اکثره یې چاپ شوي دي . زه خو یې ځکه د زیات احسان پوروړی یم چې یوازې تر لسو عنوانو زیات یې زما کتابونه په داسې دري ژباړلي وو ، چې له اصل سره یې پوره پوره سیالي کوله. هغه ته خدای پاک داسې یو خارق العاده  استعداد ورکړی و، چې څنګه یې به یې پښتو متن وکوت ، نو سم له لاسه به یې دري ژباړه چالان شوه.له ګړني پلوه د ده پښتو ټکنۍ وه ، خو کله چې به یې دري ته و ژباړله ، نو ان د لیکوال لفظي او ګرامري تېروتنې به یې هم ورسمې کړې . په دري ادب او د افغانستان په سیاسي او ټولنیز تاریخ کې یې مطالعه دومره زیاته وه چې  افغانستان مېشتي ستمیان او ایرانپالي خو یې د ځواب نه وو چې نه وو، ان د ایران د مذهبي فاشیزم په رنګ کې را ټوکېدلي لیکوال یې هم د ځواب جوګه نه وو . د ایران د تاریخ د جعلي او تصنعي برخو په باب د ده وروستۍ تنقیدي او څېړنیزې لیکنې د زیات ارزښت وړ دی. عمرزي صیب خپلې دا لیکنې په (( دانشنامه افغان)) وېبپاڼه کې چې ده خپله جوړه کړې ده ، خپرې کړې دي. د دې تر څنګ یې تر یو زر عنوانو زیات نور مهم اثار هم د دې وېبپاڼې په کتابتون کې خوندي کړي دي.

عمرزی به شپه او ورځ پر لیکنې، ژباړې او مطالعې بوخت و، نه یې حکومتي دنده درلوده او نه کومه بله داسې عایداتي سرچینه چې د ده ژوند دې خړوب کړي.

ده یوازې ژوند کاوه ؛ د کورنۍ غړي یې لا پخوا دانه دانه له لاسه ورکړي وو، دی په خپل لوی وطن کې د کوم کور نه ، یوازې د یوه کرایي اتاق خاوند و، بې کسه و ، خو بېوسه نه و، ډېر لوړ همت یې درلود ، نه یې چا ته طمع درلودله ، نه یې چا ته لاس غځوه ، د غره غوندې اراده یې درلودله . زه هېڅ فکر نه کوم چې د غره په شان دا فلموال ورور مې له موږه خپله لاره بېله کړې وي ، تر ټولو ستر ارمان خو مې پر زړه دا پاتې شو چې د ده جنازې ته مې اوږه ور نه کړای شوه، کرونا ډېره بده وبا ده ، سړی اول نهیلی کوي او بیا یې وژني ، نو زما ورور به د ژوند په ورستیو شېبو کې څومره د بېوسۍ او بېکسۍ احساس کړي وي؟ دا حالت مې ډېر ځوروي ، پر مخه دې ګلونه وروره ! ټول درپسې یو ، هلته به بیا سره ګورو او د خپلو وطن د غمونو داستانونه به بیا سره لیکو....

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک