د اوږدې غمیزې یو دردوونکی تصویر
دلته یو افغان ځوان ( ډاکټر میوند نجرابی) پر ابدي خوب ویده دی ؛ د البېروني پوهنتون ځوان استاد او ځوان ډاکټر . تر څنګ یې پلار ( ډاکټر فاروق نجرابی) د درد په بستره کې تاو او د غم پر خوب ویده دی. د یوه شهید مړي او د یو ژوندي مړي لپاسه یوه دردوونکې رڼا په دې خاطر خوره ده ، چې د دې دردوونکي حالت یو ویرجن تصویر زموږ سترګو ته را ورسوي. ډاکټر فاروق نجرابی عادي سړی نه دی، هغه د دې وطن یو طبیب دی ، یو رنځپوه دی، یو سیاستوال دی او یو سیاستپوه دی، هغه دوه درې ځله د وطن د مالکیت د احساس له مخې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړ، خو نن هماغه نوماند ولسمشر جګړې داسې پر ملا مات کړ چې د خپل شهید ګلاب تر څنګ داسې پاڼې پاڼې رژېدلی، چې د نړۍ هېڅ طبیب یې د رغېدو او ډاډګېرنې وس نه لري.دا دی د ادیانو او ايډیالوژیو په نوم د ساده ، بېسوه او بېکسه ولس د ژوند او مبارزې د نتیجې وروستی تصویر. د ډاکټر فاروق نجرابي دا تصویر د ده تصویر نه دی ، دا زما تصویر هم دی، د تا هم دی، د غني هم دی، د هیبت الله هم دی، دا د هر افغان او زموږ د هېواد د هر کور تصویر دی.د هغو کسانو د اینده تصویر هم دی چې د واک لپاره جګړه غځوي او د هغو انځور هم دی چې د واک د نیولو لپاره جګړه کوي. ډاکټرصیب ډېر دې وځورولم، ډېر دې وژړولم، خدای دې زموږ د مظلولم ولس له اوښکو داسې یو سېلاب جوړ کړي چې نه یوازې د جګړې اورونه مړه کړي، بلکې ظالمان هم پسې لاهو کړي.
جګړه ډېره بدرنګه ده،مینه، سوله او عاطفه ډېره ښکلا لري. نور هېڅ نه شم ویلی، دې تصویر نه به څوک په ځیر ځیر وګوري؟ډاکټر صیب خدای دې مل شه..
