جنګسالاران په کوم قېمت!؟
یادښت: دا لیکنه د ننني او سباني نسل او تاریخ لپاره لیکل شوې ، څوک چې وخت او اوسېله نه لري، نه دې لولي.
د دې اوسني حکومت د ژوند تداوم د امریکا په ژمنو ، مرستو او لېوالتیا پورې تړلی ، نه یې جنګسالاران ساتلی شي او نه یې بې ریښې ټامیان . د ولس او نظام خبره له منځه وتلې ده، نه دا ولس له دې حکومت څخه ملاتړ کوي او نه هم دا حکومت د جمهوریت او نطام اصولو ته ژمن دی . د حکومت واکمنو لا وختي د جمهوري نظام او ولس پر مخ څپېړه ورکړې : څلور ځله یې ولس تېروېستی او بیا یې له جنګسالارانو او مافیایي کړیو سره ګډوله حکومت جوړ کړی دی .
د جمهوري نظام او اساسي قانون تر ټولو ستر مخالفین اکثره همدغه حکومتي چارواکي دي چې هم د حکومت او نظام له مالي ، سیاسي، پوځي او نورو امکاناتو ګټه اخلي او هم بېرته د دې نظام مټې او پښې غوڅوي. د طالب خطر او ضرر بیا بله مسله ده ، هغوی د حکومت او نظام مخالفین دي ، خو معاشخواره او پیاړمه خواره یې نه دي.
پر جنګسالارانو او ملېشو ډاکټر نجیب ډه ډه ولګوله، په نتیجه کې پر هغه برخلیک اخته شو . د بن په کنفرانس کې امریکا او نړیوالو بیا همدا جنکسالاران واک ته ورسول، په نتیجه کې د هغوی د ناکامۍ او شرم سبب شول . حامدکرزي هم تر وروستي بریده پر دوی ډه ډه ولګوله ، تر پایه یې په حکومت کې شر، فساد ، غصب او بې عدالتۍ څپې ووهلې، خبره ډاکټر غني ته راورسېده ، ده له خپل غوراوپش او ژمنو سره سره بیا هم تر نه انکارېدونکي حده له جنګسالارانو سره د بوجۍ خوله ونیوه، دوه ځله یې پر اساسي قانون معامله وکړه او بیا یې یو چینجن او ګډوله حکومت ته لاره اواره کړه.
طالبانو له همدغه مزخرف حالت څخه ګټه پورته کړه، خبره د کلیو تر نیولو وروسته ولسوالیو او ان د لویو ښارونو نیولو ته راورسېده.
اوسنی حکومت اصلاً د څو متضادو ډلو ټپلو او افرادو یو متضاد او نامتجانس ترکیب دی ؛ مخکې تر دې چې د خپل بهرني دښمن او رقیب په مقابل کې ودرېږي ، خپله لکه د ګور چینجي یو بل سره پر جګړه او رقابت اخته دي.د حکومت اساسي برخه او بدنه د شمالټلوالې له لنډغرو او جنګسالارانو جوړه ده ، چې د پرېکړو او په ځینو برخو کې د ویتو حق هم لري.دویمه برخه یې له غربه راغلي ځینې تکنوکراتان دي چې نه په دې وطن کې ریښه لري، نه د جنګ او مبارزې انکېزه ؛ وخت او حاکمیت یې غنمیت ګڼلی ، دوی نو د غني په پوټکي کې ور ننوتي او هغه یې داسې تلقین کړی چې ټولو وطن ګلی ګلزار دی او ته یو ټولمنلی محبوب القلوب او بې بدیله مشر یې.د حکومت درېیمه برخه ملي او دیموکرات خلک دي چې هم يې پر دې وطن زړه سوزي او هم ملي فکر او انګېزه لري ، خو دا کته ګورۍ خلک په اصلي پرېکړو کې شریک نه دي ، څلورمه برخه یې عادي مامورین او یو زیات شمېر غوړه مالان دي چې له معمول سره سم په هر حکومت کې ځای لري.
اوس اصلي ایتلاف د جنګسالارانو او ټامیانو تر منځ دی ، دوی فکر کوي چې په دې ایتلاف به د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي او دوی به په حکومت کې خپل محسوس او نامحسوس لوټ ته دوام ورکړي.
د دې خبرې څرګندول هم په کار دي چې په اوسنیو حالاتو کې هېڅوک هم د ولس د رښتینې استازۍ دعوه نه شي کولای، که ولس رښتیا هم په غوڅه توګه د کوم لوري ملاتړ کولای ، نو حالاتو په دې ډول دوام نه شو کولای، ولس یوازې پر خپل غم او جنازو مصروف دی . طالبان د خپلې قهریه قوې او وسلې په زور مطرح دي او اوسني حکومتي چارواکي او جنګسالاران بیا د حکومتي مقام ، پیسو او حکومتي وسلو په زور. که بهرني ځواکونه پر خپل وخت ووځي او له اوسني حکومته پراخ مالي او نظامي ملاتړ و نه کړي، نو دا حکومت له فیسبوکي دوړو ، تبلیغاتو او دومره مالي امکاناتو سره سره له طالبانو سره د مقابلې تاب نه لري ، د طالبانو انقلابي بری هم ولس ته مطلوب حالت نه دی، ولس غواړي چې هم نظام او هم حکومت دواړه جوړ پاتې شي او هم د جنګسالارانو او ټامیانو له منګولو وژغورل شي.دوی د طالبانو حاکمیت او د نظام د نشتوالي خلا دواړه تجربه کړي دي ، هېڅوک نه غواړي ترخې ماضي ته لاړ شي، خو له بده مرغه چې همدا مفسد چارواکي یو ځل بیا د تېرې ترخې ماضي د تکرار سبب ګرځي.
عجیبه خبره خو دا ده چې اوس حکومت امنیتي سکتورڅنډې ته کړی او خپله ټوله تبلیغاتي دستګاه یې د ټوپکوالو د زور د نندارو انعکاس ته را اړولې ده . غني چې پخوا به یې تر ټولو زیات د زورواکۍ ضد شعارونه ورکول ، تر ټولو وړاندې جنګسالارانو ته ګونډه ووهله، ټلوالې ترې په زوره تر نیم زیات حکومت راخپل کړ ، دوستم ترې په شنه زور مارشالي واخیسته، محقق ترې مشاوریت راخپل کړ او ده نو ورته د غوړه مالۍ تر کچې د ((مسعودشناسۍ او مزاري شناسۍ )) کورسونو د خلاصولو ژمنه ورکړه .دا ټول کېدی شي د غني پر زړه نه اوارېدل ، خو عمل کې داسې وشول، د دې علت دا و چې غني له خپل ولسه او له خپلو طبیعي متحدینو لرې وساتل شو.
اوس پوښتنه دا ده چې ولس ته طالبان تر جنګسالارانو بدتر دي او که جنګسالاران تر طالبانو ډېر بد دي ؟ بله پوښتنه دا ده چې ټوپکیان تر طالبانو غښتلي دي او که طالبان تر هغوی پیاوړي؟
حقیقت خو دا دی چې طالبان هم په سلګونو مشکلات لري او د ملتپالو افغانانو لپاره یې د وچ حاکمیت زغمل اسانه کار نه دی ، خو که له جنګسالارانو سره یې پرتله کړې ، بیا نو ولس کېدی شي د پخوا په شان طالبانو ته ترجیح ځکه ورکړي ، چې طالبان د جنګسلارانو په شان غله ، فسادګر او د خلکو د عزت لوټونکي نه وو، همدا جنګسالاران پخوا هم د طالبانو د ظهور سبب شوي وو او شلکلن حاکمیت یې یو ځل بیا د هغوی قوت او مشروعیت ته لاره اواره کړې ده ، ځینې بیا دا کمزوری دلیل وړاندې کوي، چې همدا طالبان دي چې د جنګسالارانو واک ته یې لاره اواره کړې ، که دوی نه وای په اسانۍ سره سمون ته لاره اوارېدله! د دې منطق سلنه ډېره زیاته نه برېښي، ځکه چې د طالبانو تر ظهور وړاندې هم دې ډلو د خلکو پر مال او عزت تېری وکړ ، کابل ښار یې ویجاړ او ټول هېواد یې د زورواکانو د ظلم په لمبو کې وسیزه، د کرزي دواک په لومړۍ او دویمه دوره کې خو طالبان کمزوري او جنګسالاران په واک وو، ایا سمون راغی ؟ فساد ورک شو ؟ عدالت تامین شو؟امنیت ټینګ شو؟ د غني د حکومت امنیتي جغرافیه او د حکومت داخل کې خو طالبان نه شته ایا غني ترې یوه شپه ارامه خوب وکړ؟
نو ایا د ټوپکوالو بیا مطرح کول به د طالبانو د ماتې سبب شي؟ تېرو تحربو ته په کتو اټکل دا دی چې جنګسالاران نه یوازې د طالبانو د ماتې سبب نه ګرځي ، بلکې د هغوی د لاپیاوړتیا او مشروعیت اسباب هم برابروي، طالبان د جنګ قوي مذهبي انګېزه لري او په ځینو سیمو کې دزورواکو د زیات ظلم او قومي تعصب له امله دخلکو ملي روحیه هم ورسره ملګرې کېږي.خو جنګسالاران کوښښ کوي دې جنګ ته قومي بڼه ورکړي، چې دا کار هم کېدی شي طالبانو ته تر یو حده په ګټه تمام شي. جنګسالاران چې پر غلا، زنا ، فساد، رشوت او لواطت روږدي شوي هغه بیا هېڅکله په مذهبي روحیه او جنګي وسله سمبال لښکر سره نه شي جنګېدلی. غوره مثال یې د طالبانو او د همدې تنظیمي ټوپکیانو تېر جنګونه دي، چې د مسعود ، رباني ، سیاف او دوستم په ګډون یې ټول تنظيمي ټوپکیان له غرونو واړول، تازه مثال یې همدا اوس له څو طالبانو څخه د غني په فرمان د جوړ شوي ((مارشال)) دوستم تېښته ده.
حقیقت خو دا دی چې غني او د هغه پر محور راټول واکمن ټامیان له جنګسلارانو ډارېږي او هغوی ته باج ورکوي او جنګسالاران بیا له طالبانو .
تر ټولو ریشخند خبره خو دا ده چې ټوپکوالو د امنیتي ځواکونو او د نظام د ملاتړ او د طالبانو د مخالفت په نامه ټوپک راپورته کړي، خو کله چې علیپور او قیصاري د ملي پوځ پیلوټان او سرتېري ووژل ، یو جنګسالار هم د هغوی پر ضد وسله څه چې غږ یې هم پورته نه کړ. د جنګسالارانو هدف نه د پوځ ملاتړ دی ، نه د نظام ، دوی له طالبانو څخه وېره احساسوي چې تېر حسابونه ورسره تصفیه نه کړي .دې پوښتنې ته به اوس څوک ځواب ورکړي چې دا دومره ناقانونه وسلوال او دومره وسله له کومه شول ؟که د حکومت وي ولې یې امنیتي سکتور ته نه ورکوي ؟ او که جنګسالارانو سره پټه ایښې وه ، نو دا خو هم ولس او نظام ته پټ او بیا محسوس خطر و ، ولې یې په شکلو کلونو کې همداسې وسلوال پرې ایښي وو؟
اوس راځم خپلو وروستیو خبرو او همدارنګه د څو وړاندیزونو برخې ته ، چې جمهور رییس غني ته متوحه دي :
۱-د جمور رییس غني د حکومت بقا اوس یوازې ، د امریکا مینې ، مهربانۍ ، مالي او پوځي مرستو پورې تړلې ده، نو که غواړې حکومت دې دوام وکړي ، امریکایان قانع کړه، چې درسره مرسته وکړي او د ګاونډیانو په تېره بیا د پاکستان او د ایران د مداخلو مخه ونیسي.
۲- د ولس د ملاتړ په هیله کېننې ، ځکه چې هغه ستا هوايي ژمنو ، حاکم فساد، نا مسولو ټوپکوالو او نورو ناخوالو دومره له تا لرې کړی چې په هېڅ وجه ستا د ګډوله حکومت ملاتړ ته زړه نه ښه کوي.څو فیسبوکي تصویرونه د ولس د حققیقي حالت انځورنه نه شي کولای.
۳-جنګسالاران د هېچا زامن نه دي ، هغه د خپلو ګټو زامن دي ، پر هغوی ډه ډه لګول دې د ډاکټر نجیب پر برخلیک اخته کوي.دوی غواړي هېواد کې قومي جنګونه پیل کړي او یو ځل بیا د تېر په څېر د نظام سقوط ، ګډوډۍ ، لوټ او تالان ته لاره اواره کړي .
۴- که فرض کړو جنګسالارانو ، طالبانو ته ماتې ورکړه، دې جنګسالارانو ته بیا په چا ماتې ورکوې؟ ایا اوس دې ترې په ارامه حکومت وکړ چې هغه وخت به یې ترې وکړې؟
۵-خپل امنیتي سکتور ناپېیلې او پیاوړی کړه چې که ته په واک نه اوسې ، هم د دې هېواد د ساتنې لپاره اساسي هیله او سرچینه موجوده وي.
۶-له هرې ممکنې لارې چې وي طالبانو سره د حکومت او نظام د خوندیتوب په تضمین سوله وکړه.
۷-د یو امتحان په توګه طالبانو سره یوازې يو څو ورځې اوربند وکړه، دا اوربند به د امنیتي سکتور او طالبانو تر منځ وي، نه د جنګسالارانو او طالبانو تر منځ ، پرېږده چې دوی سره معلومه کړي چې څوک په څومره اوبوکې دي؟ طالبان که رښتیا هم د ټوپکیانو ، شر او فساد ضد وي ، نو دې ډول یو اوربند ته دې غاړه کېږدي، د ملي پوځ تنکي ځوانان دې نه وژني ، د شر او فساد له اصلي عاملینو سره دې خپل حسابونه تصفیه کړي .
۸-جمهور رییس غني ته وروستی وړاندیز دا دی، چې که طالبان دې په جنګ سقوط هم نه کړي، نو نږدې یو زر ورځې دې د پاچاهي پاتې دي، دا پاچاهي په دومره سرټيټۍ نه ارزي چې ته په کې دوستم غوندې خاین، عطا غوندې فاسد، محقق غوندې مېخکوب او نورو ډول ډول ارزالو ته دومره سرټيټی وکړې ، دومره امتیازات ورته ومنې او خپل اینده تاریخ پرې بدرنګه کړې ؛ یوه ورځ حکومت وکړه ، خو په نره یې وکړه!
که له پیله دې زموږ د مسکینانو خبره منلی وای ، نن به د ټامیانو، زورواکو او غوړه مالانو د خبیثه کړیو تر محاصرې لاندې نه راتلې . نېت دې صفا دی ، زړه دې هم صفا ، فکر دې هم ښه دی ، خو افسوس چې د قدرت او شهرت ډېر شوقي یې او د خپلې ټولنې د حقیقتونو له درکه ډېر لرې یې ....
