ساندې
چې څومره په سکروټو دې ویشتلی دی وطن
خو بیا مې هم د زړه کور کې کرلی دی وطن
ای خدایه چې کعبه دې دلته جوړه وای نو څه؟
د تا په ننګ مې هر وخت درېدلی دی وطن
کاڼه یې کړې ړانده یې کړې لاسونه یې کړې شل
د چا له بدنېتۍ چې کړېدلی دی وطن
راوځي به دوزخ نه ، شي زرغون به یوه ورځ
له ډېرو ازموینو مې ، وتلی دی وطن
اخر به ورته راشي ، پیغمبر د محبت
د خدای تر کوره نور مې رسېدلی دی وطن
همغو لولپه کړ ، په جنګونو کې د اور
پر چا چې په هر وخت کې نازېدلی دی وطن
دا سوې لوې ساندې ، خو یو وخت لري بدل
دا اوس چې په لمبو کې لمبېدلی دی وطن
چې ډز مې پر وطن شي نو له زړه مې ویني ځي
قران غوندې مې زړه باندې نیولی دی وطن
غریب به وي ، بېکسه او بېوسه به وي هم
خو ډېرو وطنو کې مې ښاغلی دی وطن
یو وخت به شي پر خپلو عملونو پښېمان
کوم چا چې مې پر زړه باندې داغلی دی وطن
چې څومره پر کعبې باندې مین وي مسلمان
همدمره مقدس دی او سپېڅلی دی وطن
د هر بچي نادودې یې شمېرلي دي په وار
د مور بي بي په شان مې ورته غلی دی وطن
کوم څوک که د دوزخ ننداره ګوري پر دنیا
نو ګوري دې چې چېرته سوزېدلی دی وطن
ای خدایه ته یې وساته په شان د ابراهیم
که نه نو د دوزخ کومي ته تلی دی وطن
راوځه مومن خانه ، ښه تېره توره تر ملا !
بېګاه مې د ښامار خوله کې کتلی دی وطن
پیدا به شي میرویس او احمدخان غوندې یو څوک
هغوی چې یې پخوا کې هم ګټلی دی وطن
جنت راشي دنیا ته ، نوم یې شي افغانستان
په خوب کې مې یو خوب داسې لیدلی دی وطن
۱۴/۵/۱۴۰۰
