No-IMG

ملي بیرغ ، تدبیر ، مبارزه او د حالاتو حساسیت

ملي بیرغ د ټول ولس مشترک ویاړ او ملکیت دی، حکومتونه یې د پالنې او ساتنې مسولیت لري ، سیاستوال یې پر درناوي مکلف دي ، هېڅوک حق نه لري چې د هېڅ ډول زور او جبر د کارونې له لارې ملي ارزښتونه توهین او  پالونکي یې د خپلې لارې بدلولو ته اړ کړي . د هغو سیاستوالو برخلیک تر ټولو بدتر دی چې د تاریخ په اوږدو کې یې خپلو دیني او ملي ارزښتونو ته په سپکه سترګه کتلي دي.

اوس چې د سپین بیرغ تر سیوري لاندې نوي واکمن واک ته رسېدلي دي ، د دوی په لیکو کې د ملي بیرغ پر وړاندې ځینې حساستیونه ، مصلحتونه او نزاکتونه رامنتځه شوي دي ، خو دا ټول ترکیب او مسیر تر اوسه پورې عملاً داسې تعبیرېږي چې نوي واکمن خپل بیرغ ، چې دوی یې اسلامي او محمدي بیرغ ګڼي ، غواړي او پخواني ملي او دولتي بیرغ سره مخالفت څرګندوي .

د ملي بیرغ د توجیه لپاره پوره دیني ، قانوني او  منطقي دلایل شته، خو دا دلایل بیا هغه وخت عملي بڼه خپلولای شي چي په هېواد کې جنګي فضا خپل ځای څه ناڅه نورمال او قانوني حالت ته پرېږدي. اوس چې په هېواد کې لا هم حالات اضطراري دي او هدف  هم مهم دی ، نو په داسې یوه پېچلي او کړکېچن حالت کې څه کول په کار دي چې یار هم و نه رنځېږي او لعل هم تر لاسه شي !؟

دلته غواړم یو څو لارو چارو او وړاندیزونو ته په لنډیز سره اشاره وکړم:

۱-تدبیر:

ملتپال او هېوادپال افغانان په ښه دریځ کې نه دي ، نه زر لري او نه زور، د جمهوریت په نامه د ټامیانو او لنډغرو یو مزخرف ایتلاف هم د رښتینې ولسواکۍ او جمهورت په مخ کې ډېر ګلشالي دوړولي ، دلته اوس هر سوله ییز او ملي لاریون نه یوازې د واکمنو له یوې قهرجنې څپې سره مخامخېدلی شي ، بلکې دا ډول یو ملي حرکت د ځینو غرضي کړیو له خوا په اتومات ډول د تېر حکومت له فاسدو کړیو سره تړل کېږي او د ځپنې لپاره یې پوره اسباب برابرېږي ، نو د ملي داعیې د پلویانو لپاره دامهال په کار ده چې له پوره تدبیر او زغم څخه کار واخلي ، د شعاري او احساساتي خبرو او څرګندونو پر ځای له نویو چارواکو سره د خبرو ، او منطقي تفاهم له لارې پرمخ لاړ شي. په نویو چارواکو کې هم یو شمېر داسې کسان تر سترګو کېږي چې د ملي بیرغ له ملي داعیې سره نه یوازې مخالف نه دي ، بلکې همنظره او ملاتړي یې هم دي . نو هر ډول ټکر د دواړو خواوو په زیان پرېوزي. ط. ا.ل.ب . چارواکي ادعا لري چې د دوی دا سپین بیرغ اسلامي دی، موږ وایو افغانان خو د اسلامي بیرغ مخالفت نه کوي ، دا خو اسلامي شو ، هغه ملي بیرغ چې هر ملت یې لري هغه بیا کوم دی ؟ موږ همغه بیرغ غواړو چې اوس نه شته او له دې شته سره هم د چا څرګند مخالفت نه شته.  نویو واکمنو ته باید دا تلقین شي چې د ملي بیرغ  له پلویانو سره د مخالفت پر ځای باید خپله ټوله پاملرنه د داعش او لنډغرو پر وړاندې پر مباررزې متمرکزه کړي او د نړۍ په کچه  دخپل حکومت د رسمیت او د هغه پېژندنې بحران حل کړي . ملي بیرغ په خپله په دې برخه کې له نوي حکومت سره یو مر ستندوی عنصر ګڼل کېدی شي.

۲- مبارزه:

ملي عناصر باید خپلې مبارزې ته دوام ورکړي ، خو دا مبارزه باید ډېره نرمه ، ملایمه ، منطقي ، قانوني او له هر ډول خشونته لرې وي ، که ملي مبارزین یو ځل له نویو واکمنو سره د تفاهم له لارې په دې باب یو ملي بحث ته داخل شول ، نو پوره یقین دی چې له ډېرې ځورېدنې او وینې تویېدنې پرته به خپل هدف ته ورسېږي . څومره چې نوي واکمن یوې قانوني پروسې ته داخلېږي ، هماغومره د ملي بیرغ په شمول نورو ملي مسلو ته په ښه توګه ور رسېدی شي. هدف دای چې مبارزه باید جاري وساتل شي ، خو نرمه ، سوله ییزه او منطقي مبارزه.

۳- د حالاتو حساسیت:

له ملي بیرغ او ملي مسایلو سره چې یو واټن ، تضاد او حساسیت له ځینو نویو چارواکو او د هغوی د پوځي لیکو له ګڼ شمېر سرتېرو سره شته ، هغه دا دی چې دوی تصور کوي ، تر همدې درې رنګه بیرغ لاندې پر موږ بمبارد شوی ، موږ وژل شوي یو ، فراري شوي یو او بیا مو تر خپل سپین لاندې قرباني ورکړې ، نو اوس ولې له خپل دې سپین بیرغه تېر شو او هغه درې رنګه بیرغ ومنو؟

دلته باید هغه رښتینی او سم پوهاوی رامنځته شي ؛ دوی ته باید وویل شي چې تاسې ملي بیرغ نه وژلي یاست او نه یې هم رټلي یې، تاسې خو هغه چا وژلي او رټلي یاست چې هغوی سره خپله وسله وه او خپل بیرغ او له ډېر لرې ځایه درپسې راغلي وو او کوم  اصلي کسان چې په کور دننه ورسره ملګري وو، هغوی هم تر هر چا زیات د دې درې رنکه ملي بیرغ مخالف وو : ایا جمعیت او نظارشورا همدا ملي بیرغ غوښته ؟ وحدت حزب ددې بیرغ پلوی و؟ لنډغرو او نورو راټاله جنګسالارانو همدا ملي بیرغ غوښته؟ هغوی د ټول هېواد او ټول ملت له ملي هویت سره مخالف وو، نو ملي بیرغ خو یې یوه برخه وه. ټامیانو خو نه نسب درلود او نه یې ذات معلوم و، هغوی نو بیا له دې ملت او ملي بیرغ سره څه رواني رابطه درلوده؟ د کرزي صیب او غني صیب په ټوله شلکلنه واکمنۍ کې په سوونو ځله ملي ارزښتونو ته سپکاوی وشو، ملي بیرغ ته څو ځله د همدې لنډغرو له خوا اور واچول شو ، هرې ډلې یې خپل خپل بیرغ درلود ، نو که په هغو واکمنو کې دومره متره وای ، د هغو لنډغرو مخه به یې نیولی وای، د حنګسالارانو او لنډغرو مشرانو به ټول ملت ته کنځلې کولې ، خو دوی به ورته د اتلانو لقبونه ورکول او د مارشالۍ په رتبو به یې نازول.نویو واکمنو ته په کار دي چې ملي بیرغ او ملي  هویت له جنګسالارانو او د غني له ټامیانو سره د د نامنطقي رابطې په ټس کې زیانمن نه کړي. د ملي هویت او ملي بیرغ له پلویانو هم هیله کوو چې په تدبیر او ژورتیا ، ټامیان ، لنډغر او یا د هغوی ګډ ترکیب د ملي بیرغ له داعیې لرې وساتي . هغه مبتذل ترکیب خو جمهوریت له ګړنګونو ګوزار کړ ، اوس غواړي زموږ د ملي هویت  له زاویې څخه پر نویو واکمنو خپلې زړې او وروستې عقدې سړې کړي ؟ نه ښاغلو مهرباني وکړئ تاسې د خپلو غلاوو، غدیو او عیاشیو حساب او کتاب ورکړئ ، ملي هویت او ملي بیرغ خپل وارث ته پرېږدئ ؛ افغان ولس د خپل هویت ساتندوی او پالندوی دی. د هغوی چې خپله هویت معلوم نه دی ، هغه به  په کومه متره د ملي هویت ننګه وکړي؟

۴-نیتجه:

زه هم د یو شمېر نورو افغانانو په شان هیله من یم او فکر کوم چې نوي چارواکي د حالاتو نزاکت او حساسیت ته متوجه دي ؛ اکثره یې نه غواړي چې ځان د ملت د عامې څپې په مقابل کې ودروي ، خو دوی هم یو څه خفیف او شدید مجبوریتونه لري ، اټکل کېږي چې د یو څه وخت په تېرېدو سره به په دوی کې د سختو افکارو پلویان يو څه نرم شي او د ولس او همدارنکه په نظام کې د موجودو سمونپالو چارواکو منطق ته ، چې هم د دوی او هم د ټول ولس په ګټه دی ، غاړه کېږدي. لکه څنګه چې یې د پاسپورت او تذکرو وېش د وخت او ملت ضرورت وګاڼه ، دغسې  به د ملي بیرغ  داعیه هم ومني .

مبارزه به هم کوو ، اوسېله به هم کوو او له تدبیر څخه به هم کار اخلو . انشاالله چې خپل ملي ارمان ته به رسېږو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک