د افغانستان د استحکام اتل
د هېواد د شلمې پېړۍ په سیاسي او پوځي تاريخ کې محمد ګل خان مومند هغه ستر شخصيت و، چې په ډېر دقت، پوځي مهارت، فرهنګي قـوت او ولسي ذکاوت يې د افغانستان د بقا لپاره کار وکړ. ده د يوه مسلکي پوځي په توګه، په ملي پوځ کې خدمت وکړ، عسکري پوړۍ يې ترلاسه کړې او بيا چې کله د انګرېزانو په مقابل کې د جګړې وخت راورسېد، نو په مېړانه يې په دې غزا کې برخه واخيسته. محمد ګل خان مومند د هېواد په ختيزه جبهه کې هغه مهال چې د صالح محمد خان د ډار او وېـرې له امله په
(ختيزه جبهه) کې د جګړې ليکې ماتې شوې او انګرېزان د چټک پرمختګ په حال کې وو، نـو محمد ګل خان مومـند د ولسي او منظمو لښکرو په زور د هغوی د پرمختګ مخه ډب کړه. د استقلال تر بريا وروسته يې د غونډ مـشر، فـرقه مشر او نورو لوړو عسکري دنـدو د مشر پـه توګه کار وکړ. کله چـې د سقاو د زوی (حبيب الله کلکاني) او د تورې ارتجاع له لورې هېواد له لوی بحران سره مخامخ شو، نو محمد ګل خـان مومند لـه اعليحضرت غازي محمد نادرخان سره لاس يو او هېواد يې له سقاوي اړودوړ او بحران څخه وژغوره. تر هغه وروسته يې د هېواد په شمال او کندهار کې د تنظيمه رييس، د کورنيو چارو د وزير او نـورو دولـتي مقامونو د مشر په توګه دنده ترسره کړه، د خپلو دندو پرمهال يې په شمال؛ کندوز، بغلان، سمنګان، بلخ او نورو سيمو کې پراخ پرمختيايي کارونه پيل کړل، ښارونه، سړکونه او عامه تاسيسات يې جوړ کړل او د دې ترڅنګ يې د ټولنيز سمون لپاره لاره اواره کړه. شاړې ځمکې يې د يوې ځانګړې دولتي لايحې له مـخې د يـو ټاکل شوي قيمت په مقابل کې پر بېوزلو هېوادوالو ووېشلې او په دې ډول يې شاړو ځمکو ته د ابادۍ لاره اواره کړه. د هغه وخت د حکومت له دې ملي پلان سره، هم شاړې ځمکې ابادې شوې، هم ټولنيز سمون رامنځته شو او هم د هېواد د کورنيو او بهرنيو دښمنانو شوم نيتونه له ناکامۍ سره مخ شول. غازي محمد ګل خان مومند، په کندهار او د هېواد په نورو سيمو کې پراخ ټولنيز او فرهنګي اصلاحات پيل کړل، د هېواد تاريخي څلي، د ملي اتلانو مزارونه او تاريخي ابدات يې جوړ او ورغول، سيمه ييز اخبارونه او ادبي انجمنونه يې رامنځته کړل او د پښتو ژبې د ودې، پراختيا او تعميم لپاره يې پراخې هلې ځلې وکړې، وروسته يې بيا کابل کې د پښتو ټولنې تاسيس ته لاره اواره کړه، خپله يې هم ګڼ شمېر اثار وليکل او د نورو ګڼو ليکوالو اثار يې هم چاپ او خپاره کړل ، ليکوال او فرهنګيان يې وهڅول او د هېواد د رښتيني تاريخ د ثبت لپاره يې هم ګټور ګامونه پورته کړل.
وزيـر محمد ګل خان مومنـد هغه شخص و، چې د ده په مشرۍ جوړې شوې لويې جرګې پرېکړه وکړه چې د ډيورنډ کرښه د انګرېزانو له خوا پر افغانانو په زوره تپل شوې او افغانانو ته په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده.
د سنبلې (۹) نېټه يې له پښتنو او بلوڅو سره د پيوستون ورځې په توګه د هېواد په رسمي تقويم کې ثبت کړه او د کابل ښار په زړه کې يې يو واټ د (پښتونستان واټ) په نامه ونوموه.
غازي، مجاهد، ليکوال او مفکر وزيرمحمد ګل خان مومند په ډېر ژور او دقيق ډول د افغانستان د استحکام، پرمختګ او ټولنيز سمون لپاره ټول هغه څه چې له واکه کېدل، هغه يې ترسره کړل، خو د دې ستر انسان او ستر افغان له ډېرو زياتو کارنامو سره سره، د ده د افکارو او شخصيت په باب ډېر څه نه وو ليکل شوي او لا نه دي ليکل شوي.
زه چې د ښوونځي زده کوونکی او بيا د پوهنتون محصل وم، نو د خلکو لـه خولې مې د وزير صاحب د مبارزو په باب ډېر څه اورېدلي وو، کله چې له پوهنتون څخه فارغېدلم، نو د پايليک يا مونوګراف لپاره مې (د وزير محمد ګل خان مومند اند و ژوند ته يوه لنډه کتنه) موضوع وټاکله. کله چې مې څېړنه پيل کړه، نو له ډېرو محدودو اخځونو ؛ په خپله د وزير صاحب له چاپي کتابونو او د خپل وخت په يوه اخبار کې د ده د جنازې له اعلان پرته مې نور ډېر څه پيدا نه کړل.
هغه وخت ماته د خپلو خلکو پر حال ډېر افسوس راغی، چې ولې د خپل دومره ستر خدمتګار له افکارو او اثارو دومره ناخبره او دومره بې تفاوته دي، ما خو (د محمد ګل خان مومند اند و ژوند ته يوه لنډه کتنه) تر عنوان لاندې خپل مونوګراف بشپړ او وروسته بيا درې ځله چاپ کړ.
پر (۱۹۹۴م) کال په پېښور کې د پښتو د يو نوميالي ليکوال (صابر شاه صابر) له خوا د وزير محمد ګل خان مومند په باب لومړی علمي سيمينار جوړ شو، دويم سيمينار يې د وزير صاحب په باب پر (۱۹۹۸م) کال جوړ کړ. د ښاغلي (ګل رحمن همدرد) په هلو ځلو او شخـصي لګښت پـه بـلخ ولسوالۍ کې يوه لويه څلورلارې د وزير صاحب په نوم جوړه او ونومول شوه او همدارنګه د وزير صاحب په باب د ډاکتر ښادمن يو اثر (حکومت پوهنه، وزير محمد ګل خان) د افغانستان ملي تحريک له خوا چاپ شو، په پېښور کې بيا هم د صابر شاه صابر د رڼا ملګري له خوا د وزير صاحب په باب درېيم علمي سيمينار پر (۲۰۲۱م) کال جوړ شو. دغه راز په جرمني کې د مېشته افغانانو له خوا هم د وزير صاحب پر ژوند او مبارزې يو بل علمي سيمينار داير شو. په کابل کې هم دېته ورته يو علمي سيمينار جوړ شوی و. صابر شاه صابر د (لوی افغان) او (بابای پښتو) په نامه د وزير صاحب په باب دوه بېلابېل اثار چاپ کړل.
لنډه دا چې د وزير صاحب له حياته بيا تر مماته او له مماته بيا تر (۱۴۰۰ل) کال پورې د وزير صاحب په باب ټول څلور عنوانه اثار او پنځه بېلابېل علمي سيمينارونه جوړ شوي دي، البته يو شمېر متفرقه ليکنې هم خپرې شوې دي، چې دا ټول کارونه او اثار د وزير صاحب د افکارو او مبارزو ډېره کمه برخه روښانولی شي. موږ هيله لرله چې د وزير صاحب نور اثار هم ترلاسه شي او د هغه پر افکارو او اثارو نورې زياتې څېړنې وشي. له نېکه مرغه د وزير صاحب د فکر د روښانتيا په باب موږ ته يوه بله دريڅه هم پرانيستل شوه؛(د افغانستان د بقا محور) وليکل شو. دا اثر چې د ښاغـلي (زلـمي نصرت) له خـوا ترتيب شوی او ليکل شوی دی، د وزير صاحب د هغو يادښتونو پر بنسټ ليکل شوی چې ده د وخت واکمنو ته ليکلي دي، تراوسه چاپ شوي نه دي او د دې اثر مرتب ته په لومړي ځل لاسته ورغلي دي.
دې اثر ته (د افغانستان د بقا محور) نوم ورکړل شوی. رښتيا هم له عمل او محتوا سره يو مناسب او منطقي نوم دی، په دې يادښتونو کې چې کوم مسايل بيان شوي، هغه په رښتيا هم د افغانستان د بقا په نيت ليکـل شوي دي. افغانستان ته پېښ خطرونه، له بهرنيو کـړيـو سره يـو شمېر اقليتونو ته د منسوبو مضرو اشخاصو اړيکي، د ايران مذهبي، ژبنۍ او سياسي لاسوهنه، د ترکانو مداخلې، د قبايلي جوړښت مدني کول، سني حاکميت، د پښتو ژبې تعميم او پراختيا، د ځينو پښتون ضد چارواکو ناوړه عملونه، د پښتنو له کلتور سره سمه اسلامي ولسواکي، د ملک د استحکام لپاره د (حزب الله) په نامه د يو ګوند جوړول، د پښتنو سياسي بې کفايتي او بې اتفاقي، ايران پلوي مرکزونه او د هغوی نشراتي فعاليتونه او نـور ګڼ شمېر مسايـل په دې يادښتونو کې راغلي او پر هغو بحث شوی دی. دا ليکونه او يادښتونه له نن څخه نږدې اته لسيزې وړاندې د وزير صاحب له خوا د وخت واکمنو ته ليکل شوي دي. خو که سړی ورته دقيق شي د اوسنيو ناخوالو کومې جرړې چې اوس څېړې دا له نن څخه دوو پېړيو وړاندې حالت پورې تړلي دي. د وزير صاحب تر وفات وروسته اوس موږ په خپلو سترګو وليدل، چې مرکزي سيستم او ملي پوځ ړنګ شو، اقليت محوره قوتونه واک ته ورسول شول، ملي هويت له خطر سره مخ شو، ايراني او نورې پرديپالې کړۍ يو ځل بيا د پرديو په وسيله واک ته ورسول شوې، پښتون د ملک د يو اصلي وارث په توګه په خپل کور کې ذليل شو.نتيجه دا شوه چې ملک له بحران سره مخ شي او دا بحران بيا تر ننه نور نور اړخونه خپل کړي.
د دې اثر د ليکوال يـا مـرتب ښاغلي (انجنير زلـمي نصرت) ذکاوت او مهارت بيا په دې کې دی چې په ډېر دقيق ډول يې له اوسنيو پېښو سره د پخوانيو پېښو ارتباط ته ګوته نيولې او د هغوی ارګانيک اړيکي يې څېړلې دي. د دې اثر ليکوال خپله د يو ملي فکر او ليدلوري خاوند دی، که داسې نه و، نو اسانه نه وه چې په دومره دقيق ډول دې د پېښو تل ته کښته شوی وای. ده نورو هغو توطيو ته هم په ژوره توګه ګوته نيولې چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د خاصو کړيو له خوا، په ټوله کې د افغانستان او په ځانګړي ډول د پښتنو پر ضد ترسره شوې دي.
د دې کتاب له محتوا سره به طبعاً يو شمېر افغان ضد کړۍ حساسيت وښيي او دا به په خپل نظر د ملي وحدت پر ضد يو ګام وبولي او ترڅنګ به يې يو شمېر هغه ضعيف النفسه پښتانه، چې همېش يې پښتنو ضد کړيو سره د پښتنو پر ضد لاس يو کړی او وزير صاحب محمد ګل خان مومند هم دې ډول اشخاصو ته په خپلو دې يادښتونو کې اشاره کړې، هغوی به هم د معمول په څېر دا يادښتونه د ملي وحدت خلاف تعبير کړي، خو حقيقت دا دی چې دا د تاريخ د پاڼو داسې واقعيتونه دي، چې نننی او سبانی نسل بايد پرې پوه شي؛ خپل کورني او بهرني دښمنان وپېژني او د توطيو مخه يې ډب کړي.
زه نور د دې کتاب او لوستونکو ترمنځ حايل کېږم نه، ليکوال (زلـمي نصرت) ته کور ودانی وايم چې دا يادښتونه يې خوندي کړل او خپله علمي، سياسي او ټولنيزه شننه يې هم ورسره مله کړه.
د وزير صيب روح دې ښاد وي او د لارويانو لاره يې روښانه.
په درنښت
په افغانستان کې د ملي حاکميت د زیات استحکام په هيله
محمد اسمعيل يون
۴/۴/۱۴۰۰
کابل - افغانستان
