په تودو شګو کې مزل
د روان کال د اسد میاشتې په لومړیو کې له خپلې مېرمن سره عربي متحده اماراتو ته لاړم او له هغه ځایه بیا ترکیې ته ، له پوهنتون څخه مې شل ورځې رخصت اخیستی و او د همدې میاشتې پر شلمه نېټه باید بېرته کابل ته راغلی وای . ټاکل شوې وه د اسد پر (۲۵ )مه له معمول سره سم د خپلواکې د کلیزې په مناسبت غونډه جوړه کړو او دوه ورځې وروسته یې نشر کړو. غونډې ته مو له همغه ځایه ترتیبات ونیول.خو د اسد تر (۸ )مې وروسته هېواد کې پوځي بدلونونه دومره چټک شول چې د اسد تر (۲۴) مې پورې خبره د کابل نیونې ته راورسېده ، نو په دې ډول هغو افغانانو چې غوښتل یې له هېواد څخه بهر ووځي او هغوی چې غوښتل هېواد ته راشي، ټول پر خپل ځای بند پاتې شول. تګ راتګ دومره سخت شو چې دې هېواد په خپل تاریخ کې نه و لیدلی.
هره ورځ یوې الوتنې یا رڼایي ته منتظر وو ،خو هېڅ چانس او مجال نه برابرېده. خپل هېواد او ولس ته دومره ځورېدلو ، لکه دا نورو عاموافغانانو چې په خپل وطن کې د درد لمبې احساسولې. دې کې نو د فیسبوکي پېغورونو باران شروع شو : چا ویل چې وتښتېدل ، چا ویل چې هانیمون ته لاړل ، چا ویل چې دغسې نظام یې غوښته اوس ترې خپله وتښتېدل ، چا ویل چې قطر ته د ط. ا . ل. ب.ا . ن . و لیدو ته ورتلل اوس دې راشي دلته دې ورسره وګوري ، ولې تښتي ؟ چا ویل چې د جمهوریت پر وخت یې چې مظاهرې ویستلې رادې شي اوس دې وباسي چې د خولې خوند یې برابر شي ، چا ویل چې پخوا به یې چغې وهلې چې اشرف غني داسې دی او هسې خو اوس دې نویو واکمنو ته ولې چوپه خوله دي؟ خو دوه سوه تورونه او پېغورونه ، لکه چې د تېر نظام تګ او د نوي راتګ ټول زموږ پر انتقادونو پورې تړلی وي او موږ په حال او ماضي کې داسې کوم مقام درلود چې د نظامونو برخلیک ور سره تړلی و.
په دې لیکنه کې غواړم د یو هدفمن افغان په توګه خپلی پرونی ، نننی او سبانی لید لوری در سره شریک کړم:
۱-پرونی نظام او زموږ لیدلوری :
زه اساساً یو ملي دیموکرات افغان او معتدل مسلمان یم ، د بهرنیو ځواکونو تر یرغل وروسته د ط. ا. ل.ب. ا. نو نظام ړنګ شو. د حکومت مرکزي هسته د داسې ډلو لاس ته ورغله چې نه یوازې د پښتنو ضد وه ، بلکې د افغانستان له ماهیت او جوړښت سره هم مخالفه وه. دوی د نړیوالو په زور د پښتون ولس عاموژنه پیل کړه او د ط. ا. ل. ب مخالفت نو بیا دوی ته د پښتون مېشتو سیمو د ځپنې لپاره یوه پخه پلمه وه او تر اخري بریده یې له دې وسیلې څخه کار واخیست ، ان خبره د ملي هویت تغیر او تحقیر ته هم ورسېده ، موږ سره له دې چې نه مو د بهرنیو ځواکونو چلند خوښېده او نه د هغوی شتوالی ، خو دا مو غوره وبلله چې له وسلوالې مبارزې پرته له نسبي دموکراسۍ او خلاصې فضا څخه ګټه پورته کړو او په ولسي پروسو کې شریک شو، په ټاکنو کې مو د کرزي صیب ملاتړ ځکه وکړ چې عیني منطق دا و چې مقابل جهت یې تر ده ډېر خراب و ، د ډاکتر صیب غني په ټاکنه کې هم له ورته ستونزې سره مخ وو ، د دواړو په ټاکنه کې مو یو څه زیان زغمه خو که مخالف کاندیدان یې بریالي شوي وای ، بیا نو د تاوان کچه نوره هم زیاتېدله ، موږ په هر حالت کې په تاوان کې وو ، خو هڅه مو دا وه چې د تاوان کچه راټيټه کړو.کله چې کرزي صیب او غني صیب له ټلوالې سره د واک د شراکت لمن ونیوه او خپلې ژمنې یې تر پښو لاندې کړې ، نو زموږ په شان په زرګونو افغانان یې جبري مخالفت ته اړ کړل ، د شرم خبره خو بیا دا وه چې دا مضر ایتلافونه او هېواد ضد شراکتونه د جمهوریت تر چتر لاندې تر سره کېدل ، خو که تا هر څومره چغې وهلې چې دا خپله د جمهوریت خلاف عمل دی ، نو دکرايي فیسبوکیانو له خوا به یو دم د کنځلو باران پیل شو ، موږ به بې ږیرې او نېکټایي داره طالبان و ګڼل شو او په حکومت شامل لنډغر چې نه یې اساسي قانون مانه او نه هم افغانستان ، هغوی به ټول د جمهوریت پالونکي و ګڼل شول . غوره بېلګه یې نور ، محقق ، دوستم او داسې په زرګونو نور قاتلین دي .
۲- قطر ته سفر :
قطر ته ط.ا.ل. ب. ا. نو د درېمګړو په وساطت یو شمېر افغانان دعوت کړل ، یو تن په کې زه هم وم ، ما تر تګ وړاندې د جمهور رییس له سلاکار ډاکټر صیب حمدالله محب سره مشوره وکړه . که څه هم زړه مې نه غوښتل چې دا خبره ورسره شریکه کړم خو بیا مې وویل کېدی دوی هغوی او هغوی دوی ته د سولې یو ښه پیغام ولري او زموږ تګ د یو نېک تفاهم سبب شي ، ما ډاکټر صیب محب ته وویل چې د حکومت ورځني تلفات تر جلب او جذبه پنځه ځله زیات دي ؛ نو که حالات داسې روان وي دا حکومت تر دوه دریو کلو زیات دوام نه شي کولای ، هغه وخت د حکومت تلفات د ورځې په اوسط ډول سل کسان وو چې په کال کې د تلفاتو ټولیزه شمېره (۳۶) زره کسانو ته رسېده او جګړې ته د روزل شویو استخدامېدونکو عسکرو شمېر د ورځې شلو کسانو ته رسېده چې په کال کې یې منځنی حد (۷۲۰۰) تنو ته رسېده. ډاکټر صیب محب ماته وویل چې د جمهور رییس په استازۍ هم درته وایم چې لاړ شئ دا سفر وکړئ.
قطر کې مېشتو ط. ا. ل. ب . مشرانو ډېر نېک چلند وکړ ، په سړه سینه یې زموږ نظرونه ، نیوکې او وړاندیزونه واورېدل ، خپل نظرونه یې هم موږ سره شریک کړل ، هغوی ته مو وویل چې د خدای په خاطر د نظام او پوځ د ړنګونې تجربه بیا مه تکراروئ، دا نظام او پوځ په ډېر تکلیف حوړ شوی دی، دا سمه ده چې هم پوځ او هم ټول نظام دقیق او پوره سمون ته اړتیا لري ، خو ړنګول یې د هېچا په ګټه نه دي او بیا حوړول یې هم د هېچا په وس کې نه دي . هغوی موږ ته وویل : موږ په هېڅ وجه د دې پلویان نه یو چې نظام او پوځ دې ړنګ شي ان موږ به په بعدي مذاکراتو کې پر دې ټینګار کوو ؛ که امریکایانو سره توافق ته ورسېدو ، نو دوی ته موږ د سوله ییزو وتو زمینه برابروو او دوی به خپلې وسلې دلته پرېږدي چې موږ پرې اینده کې خپل ملي پوځ سمبال کړو. د نظام د ړنګونې د اندېښنې په باب دوی وویل : امریکایانو سره تر توافق وروسته ټولو افغاني جهتونو سره خپرې پیلوو او د شپږو میاشتو په بهیر کې د امریکایانو تر وتلو وړاندې پر یو توافقي حکومت نتیجې ته رسېږو . هغوی دا مهال تر جنګ سولې ته ډېر لېواله ښکارېدل ، خو د جنګي ظرفیت د درلودلو واقعیت یې هم څرګنداوه ؛ مانا دا چې زور هم لرو ، خو کاروو یې نه.
بېرته کابل ته راغلو ډاکټر صیب محب سره مې بیا ملاقات وکړ، ما ورته وویل چې کوم څه چې واقعیت دي هغه دا دي چې ط.ا.ب.ا.ن په زور نه شئ ماتولی ، زه خو داسې فکر کوم چې د هغوی پوځي ځواک ورځ پر ورځ زیاتېږي او د حکومت کمزروی کېږي ، اوس لا هغوی په ډېر قوي دریځ کې نه دي ، که دوی احیاناً له امریکایانو سره توافق ته ورسېږي او بهرني ځواکونه هم ووځي او تر هغه وړاندې دلته یو توافق رامنځته نه شي ، نو بیا همغه د ډاکتر نجیب او د مجاهدینو تجربه تکرارېږي ، نو د خدای په لحاظ دا ځل هېواد له دغه بحرانه وژغورئ .
زه فکر کوم زموږ خبرې همدلته له ښاغلي محب سره پاتې شوې او تر جمهور رییسه و نه رسېدې. دا ځل نو د جمهوریت په واکمنه بدنه کې د لنډغرو او ټامیانو د جمهوریت ضد ایتلاف د کرايي لیکوالو له خوا موږ ته داسې کنځلې وشوې چې حد نه لري ، همدا به یې ویل چې راشئ اول دا کابل مېشتي ږیرخرییلي ط په دار کړو چې هغه نورو ته د عبرت سبب شي . نور نو د سولې پر ضد دوه سوه ډوله توطیې پیل شوې ، هدفي وژنې شروع شوې ، چا چې به د سولې نوم پر خوله اخیست د جمهوریت او نظام خلاف ګڼل کېده ، لنډغرو او کوڅه ډبو به موږ ته د جمهوریت درس را کاوه!؟جمهور رییس یې د ځان غوښتنې او واکخوښوونې د جنون داسې یو پړاو ته ورساوه چې ټول نظام یې ځان پورې وتړه ، یا به زه د نظام په راس کې یم او یا به ټول نظام د ړنګونې داسې یو حالت ته رسوم چې تر ما وروسته یې څوک بیا د جوړونې وس و نه لري او نوي واکمن دومره ذلیل او ناکام شي چې خلک پر تېر نظام شکر وکاږي ، نو ځکه خو یې تر وروستي بریده د سولې د هر چانس او هر امکان مخالفت وکړ او خبره د شرموونکې تېښتې او ولس ته د وروستي تاوجن حالت دې پړاو ته راورسېده.
۳- نوی نظام او نوي چارواکي:
غني چې په واک کې د پاتې کېدو له ګډون پرته د واک د سوله ییز لېږد له هر ډول بهیر سره مخالفت کړی و ، په وروستي ځل یې هم خپل وسلوال مخالفین او ان د خپل واک شریکباڼي ناخبره او په ډاک پرېښودل ، د ولایتونو تر سقوط وروسته ټاکل شوې وه چې ط . د واک د یو سوله ییز لېږد له لارې کابل ته داخل شي ، خو دا بهیر یې هم د خپل مرګ له وېرې ګډوډ کړ ، په داسې حال کې چې څو موده وړاندې یې ویلي وو چې زه د ډار سړی نه یم، ان چې مرمۍ مې له غوږه تېرېږي هم ماته داسې ښکاري چې ماشی مې له غوږه تېرېږي ، یو څوک چې پر خپلو اعصابو واکمن وي او نورمال وي هغه هېڅکله هم داسې خبره نه کوي ، انسان د احساس او درک قوه لري او د هر چا چې دا قوې فعالې وي د خطر وېره احساسولی شي ، خو کله چې حالت یو څه نور هم تریخ شو مرمۍ لا کابل ته نه وه رسېدلې چې اعلی سر او ادنا سر قومندان هر یو له کابله پښې سپکې کړې ، وسلوال. ط. اړ شول چې د ګډویو د مخنیوي په خاطر کابل ته راننوزي . کابل کې یو څه لوټ او تلان وشو ، خو څنګه چې د ډاکتر غني او د هغه د ټامي ګروپ او لنډغر ایتلاف هیله وه هغسې و نه شول ، عامه شتمني او دولتي تاسیسات تر ډېره حده خوندي پاتې شول ، یوازې همغه برخې ډېرې خرابې شوې چې د امریکایي ځواکونو او د هغو د اړوندو صفري قطعاتو په لاس کې وې.
ط. یو ستر کار دا وکړ چې خپلو مخالفانو ته یې عمومي بښنه اعلان کړه چې په هر ولایت کې له ځینو انفرادي متواترو پېښو پرته لا هم د ټول هېواد په کچه په عام ډول پلې برېښي ، د ط . دا کار ځکه ستر برېښي چې که د هغوی کورنیو او بهرنیو مخالفینو ته دا ډول پوځي بریا ور په برخه شوې وای ، هېڅکله به یې دومره ستر انساني زغم او سړیتوب نه وای کړی، موږ شل کاله وړاندې د ټلوالې او د هغوی د امریکايي ملاتړو سړیتوب هم لیدلی و چې له تخاره تر لیلیې دښتې پورې پر ط، څه ظلمونه ونه شول ، د څرخي پله ، بګرام او ګوانتنامو زندانو ظلمونه خو د ظلمونو په تاریخ کې افسانې ښکاري.
نوي واکمن که په پوځي ډګر کې هر څومره بریمن ښکاري او ډېرې سوبې و ګټلې ، غله ، لوټمار او تجزیه غوښتونکي یې ټول له مخې جارو کړل ، تر څلوېښتو کلونو وروسته یې هېواد بیا سره یو موټی کړ ، د قدرت مختلفې جزیرې یې ختمې کړې او ګڼ شمېر نور ګټور کارونه یې وکړل ، خو لا هم په سیاسي ، ټولنیز او فرهنګي ډګر کې د کامیابۍ نومرې نه لري ؛هېواد له نړیوالې انزوا سره مخ دی، اقتصادي فقر په ډېرېدو دی، ډېری علمي او فرهنګي مرکزونه لا هم تړلي پاتې دي ، حکومت لاهم یوازې یوازې د مذهبي قشر او هفه هم د یوه تحریک د لارې د لارویانو په لاس کې دی او ګڼ شمېر نورې ستونزې ، نو که دا ټولې ستونزې یوه پر بله پسې غوټه شي او لاپسې دوام وکړي ، نو نه یوازې دا واکمن تحریک به یو ځل بیا له ناکامۍ سره مخ کړي ، بلکې ټول هېواد به له ستر ناورین سره مخ شي ، موږ د همدغې وېرې د احساس له کبله د دې لپاره چې وخت ضایع نه شي پر سختو لارو بېرته هېواد ته راغلو چې نویو چارواکو ته د امکان تر بریده د مظلوم ولس فریاد ور ورسوو، که خدای وکړي د سمون او پرمختګ کوم څرک ولګوو.
۴- هېواد ته راتګ او زموږ لیدلوری:
د سپټمبر پر نهمه مې له خپلې مېرمنې سره له ترکیې نه د هېواد پر لوري حرکت وکړ، تر درې ورځني سفر او مهال وروسته کابل ته ورسېدو ، په بهر کې چې مې هېوادوالو ته ویل ؛ کابل ته ځم ، هغوی به یوه نرۍ خندا وکړه ویل به یې له پوهې سره سره بیا هم د لېونتوب خبرې کوې ، خلک له هېواده تښتي دی ورته منډې وهي ، کله چې له کوره راوتلو نو اولادونو مې له خپلې مور لاسونه تاو کړل ، مورې چېرته ځې ؟ تا خو موږ وران بلد کړي یو ، ته خو موږه ته خوله کې ډوډۍ را کوې ، ته چې نه یې موږ ته به ډوډۍ څوک راکوي ؟ د مور په سترګو کې یې اوښکې راتاوې شوې ، خپل اولادونه یې ټینګ په غېږ کې ونیول ، په ډېره سختۍ یې ترې خپله غېږه خلاصه کړه ، یو زوی مې تر هوايي ډګره راسره راغی ، د خدای پر مهال یې د مور ستونی غریو ونیو.
کله چې کابل ته راغلو دلته بیا خلکو وویل عجیبه خلک یاستئ لېونتوب تور وي که سپین ؟خلک په زرګونو ډالر ورکوي له دې خوا اخوا ځان باسي ، تاسې له اخوا را منډې وهئ ، کله چې حالات سم شوي وای بیا به راغلي وئ.
زموږ هدف دا و چې راشو دلته له نږدې نویو واکمنو سره وګورو چې د حکومت کولو او اصلاحاتو وړتیا یې څومره ده ؟ مشوره اوري او کنه ؟ څومره وخت کې به سمون راشي؟ له نویو چارواکو سره د هېواد د کادري او روښانفکره قشر ګوزاره شونې ده که نه؟ ایا موږ غوندې خلک په کې کوم مثبت رول یا د پله حیثیت لوبولی شي که نه؟ عام ولس د نوې واکمنۍ تر بار لاندې څومره د نړیوالو تر فشار لاندې راتلای شي.ایا د واکمنو د نرمښت او د هېواد د پرمختګ چانس شته او کنه ؟ بله مهمه خبره دا ده چې د نظام د بقا لپاره کوم تدابیر شته کنه ؟ دا نظام سره له دې چې ډېرې نیمګړتیا لري ، خو بیا هم تر نشت نظامه ښه دی ، د غني نظام چې د جمهوریت په نامه مشهور ، خو په واقعیت کې د غلو ، مفسدینو ، ټامیانو او لنډغرو یوه ټلواله وه ، خو بیا به هم موږ د نظام د بقا لپاره چغې وهلې چې غله باید ترې لرې او نظام باید خوندي پاې شي ، چارواکو داسې کار وکړ چې له ځان سره یې نظام هم ختم کړ. د اوسنیو چارواکو له چلندونو هم داسې ښکاري چې که ژر تر ژره په ځان او حکومت کې تغیر رانه وړي ، د دې احتمال شته چې یو ځل بیا تېره تجربه تکرار شي او یو ځل بیا یې حکومت ړنګ شي. د دې نظام په ترکیب کې که څه هم تر دې دمه یوازې ملا او ط شامل دي ، خو په تاوان کې به یې ټول ولس شریک وي ، په تېره بیا خوار او بد قسمته پښتون به یو ځل د ملا او ط د لنډ مهالي واک اوږد مهالی تاوان پرې کوي.د دې نویو واکمنو یا دې نظام بدیل عام ولس یا د هغه استاري نه دي، بلکې یا د ټلوالې لنډغر دي او یا داعش ډله ، د هغوی اعمال خو ټولو ته څرګند دي چې چا سره یې څه کړي او څه به کوي؟
اوس زموږ ولس داسې درد نیولی چې پر تبې هم راضي دی ، خو چې تر دې زیات ژور درد ته ور داخل نه شي.
د غني د بې کفایتو او د ټامیانو د عیاشیو کفاره نن ټولو دولتي مامورینو ته ور پر غاړې ده او د دې اوسنیو واکمنو د نظام د بیا سقوط پېټی به د څپل شوي پښتون ولس پر اوږو بار وي، نو په همدې خاطر هېواد ته راغلم چې له خپلو خلکو او اوسنیو چارواکو سره مشورې وکړو چې د نظام د بقا ، اصلاح او پیاوړتیا لپاره څه کول په کار دي او څه شي زموږ په وس پوره دي؟
دلته چې راغلم په دوو ورځو کې مې د ولس د بېلابېلو پرګنو له مخورو څېرو او ځینو ط،ا.ل.ب.ا.نو او د هغوی ملاتړو سره وکتل ، ولسي خلک سخت نهیلې او خواشیني وو، په سلو کې اویا کسان د دې هیله لري چې که شرایط ورته برابر شي له هېواده ځان وباسي ، په چارواکو کې هم ځینې د واقعیتونو حساسیت ته متوجه دي او د ژوربدلون پلویان دي ، له ښاغلي شیخ عبدالحمید حماسي سره مې ملاقات وشو ، کتنه ډېره هیله بښونکې وه ، هغه خبرې چې د ملي هویت په باب زموږ له ګڼو هېوادوالو سره مطرح دي پر هغو مو سره صمیمي بحث وکړ ، هغه وویل چې زه له نورو مشرانو سره د خپل چینل له لارې دا خبرې مطرح کوم تاسې یې په خپله ورسره مطرح کړئ خدای مهربانه دی مشران پوره اوسېله لري او حساسو مسایلو ته متوجه دي .
د ټيټې کچې او متوسط لېول ځینو ط سره مې هم وکتل هغوی کې نرم مزاجه کسان هم وو ، خو ځینې بیا داسې هم وو، لکه پر ګرمه تبۍ چې وازده کېږدې یو دم یې لمبه کوله. مقصد مې دا دی چې دلته د مثبت بدلون د راوستو لپاره مبارزه داسې ده لکه په ګرمو شګو کې چې پښې ابله مزل کوې او اوبه هم درسره نه وي چېرته لرې د یو سراب څرک ولګي ، هلته چې ور نږدې شي هغه نور هم در څخه لرې لاړ شي. هدف مې دا دی چې زه د خپل ولس د سوکالۍ او د نظام د بقا لپاره د داسې یو سراب په لټه کې یم چې خدای دې وکړې په پای کې د خپل ولس لپاره یو نوش دارو او د ژوند اوبه پیدا کړم ، خو وېرېږم چې داسې نه شی چې دا نوش دارو څو پیدا کېږي زما سهراب سهراب ولس د ژورو ټپونو او تندې له لاسه ساه ور کړې وي.ډېر سخت مزل دی د اور پر لیکه تګ دی ، هره شېبه د مرګ استازي ګرځي ، هره شېبه یوې ماشې ته ګوته ورتلی شي. دا خطر هم شته چې د مرګ له بلا سره مخ شې او دا احتمال هم شته چې یو ځل بیا د نویو واکمنو په یارۍ تورن شې ، داټکل هم شته چې دبدې پېښې په حالت کې پر سیاسي حماقت ګرم شې ، لکه څنګه چې د یو شمېر امریکا مېشتو ټامیانو او د هغوی د اړوندو کرايي لیکوالو له خوا په دې عمر کې ترکیې ته پر تګ پر هانیمون تورن شوم ، خپله چې امریکا کې د شپې په نایټکلپبونو کې په نڅاوو او د ورځې له خوا د وطن د ارزښتونو په سپکولو مصروف دي او خپله نڅا ورته د کلیسا عادت او عبادت ښکاري ، خو د نورو یو عادي ، کاري او ضروري سفر ورته هانیمون.
یتیم په ژړا پوخ دی: کابل ته تر را رسېدو دوه ورځې وړاندې ما ته د اوسنیو چارواکو یو مهم کس د تېلفون په لیکه وویل : (( کابل ته راشه خو تر راتګ وړاندې باید داسې فکر وکړې چې نه دي ټولې خبرې منل کېږي نه دا حالت داسې دې چې ټولې خبرې دې ومنل شي ، که څه هم معقولې به وې ، خو د دې په خاطر چې ژر مایوسه نه شې یو څه به د دوی منې ، یو څه به یې زغمې ، خو یو څه به د تاسو مني. ، مقصد ترخې او خوږې په کې شته.))
د دې چارواکي دا خبرې د کاڼي کرښې وې ، په دې دوو ورځو کې مې هم ډېر څه تجربه کړل. نو زه خپل سفر ته دوام ورکوم که خدای مه کړه کومه بده پېښه رامنځته شوه او یا هم د کوم مثبت تحول جوګه نه شوم، خوله او قلم مې دواړه و تړل شول ، زه مخکې تر مخکې له خپلو مظلومو هېوادوالو څخه بښنه غواړم. که ژوند و نورې خبرې به بیا....
