اذان
وزرماتی زړه مې بیا د ځان په ویر دی
تړل شوی د خپل عقل په زنځیر دی
په یوه دانه غنم چې جنت بایلي
زما قام کې د ادم دغه تاثیر دی
نور په واک کې د دنیا مزي را لنډ کړي
د پښتون فکر لا ږیره کې راګیر دی
د قیامت له نښانو څخه یې بوله
پښتنو که وویل دغه زموږ پیر دی
له دېواله سر راهسک کړي راته ګوري
ګاونډی مې بې ادبه دی ، شریر دی
دا چې ورور د ورور پر ستوني چاړه کاږي
له ادمه تر دې دمه دا بهیر دی
له خبرو نه چې ده ته پناه وړمه
په دې شعر کې مې ارامه خپل ضمیر دی
لکه مور چې پر اولاد باندې کړېږي
پر وطن باندې مې داسې زړه زهیر دی
چې بېوخته اذان بیا درنه ونه شي
ملا ! تا سره تړلی مو تقدیر دی
دې وطن کې چې مې پلی سړیتوب کړي
پر دې کار باندې نو یو الله قدیر دی
د امو او اباسین مینه یوه ده
د خیبر سکنی ورور ګوره پامیر دی
زما هر نظر په څو رنګه تعبیر کړي
دا رقیب څومره اوزګار دی ماته ځیر دی
د ولس د سوکالۍ لارې دي ډېرې
سړیتوب یې بیا تر ټولو ښه مسیر دی
نوم یې نه اخلي ، خو سم پر چا مین دی
دغه زړه دې یونه څومره شرمګیر دی؟.
۲۹/۱۱/۱۴۰۰
کابل
