د کال پر وروستۍ شپه وروستۍ خبره
۱۴۰۰ل کال د افغانانو لپاره د تېرو نورو کلونو په شان یو خونړی کال و. د تېر لمریز کال په لومړۍ نیمه برخه کې افغانستان خونړیو جګړو سخت وځپه ، هره ورځ نږدې پنځه سوه افغانان د جګړې قرباني کېدل، د همدې جګړو په وروستۍ برخه کې د (اسلامي جمهوریت )په نوم نظام ړنګ شو. ځای یې ( اسلامي امارت ) ونیو، د بهرنیانو کډې بار شوې ، دې سره څلوېښت کلنه جګړه تر دې دمه ختمه شوه ، عمومي بښنه وشوه، سراسري امن ټینګ ، خو افغانستان په نړیواله کچه له سیاسي انزوا سره مخ شو . په نړۍ کې هېڅ مسلمان او نامسلمان هېواد نوی نظام په رسمیت ونه پېژنده ، نړیوالو د خپلو مشروعو او نامشروعو غوښتنو او شرطونو یو اوږد لېست نوي حکومت ته وړاندې کړ او نویو واکمنو د بېلګو د وړاندې کولو په شرط او دلیل هغه شرطونه ټول رد کړل.کال پوره شو خو نه د ولس ، نه د نوي حکومت او نه هم د نړیوالو کوم امیدونه او کوم شرطونه پوره شول. افغانستان کې کرونا او د فقر وبا دوه داسې مرضونه وو چې د خلکو ژوند یې سخت وځپه، په داسې حال کې چې نړۍ د کرونا له رنځه رنځېدله ، پر اوکراین د روسیې یرغل پیل شو ، نړۍ له یو بل بشري او اقتصادي ناورین سره مخ شوه، اوکراین د نړۍ د پاملرنې محور شو او افغانستان ورو ورو د نړیوالو د حافظې له مداره ووت.
د همدې کال په بهیر کې بیا ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې امریکايي نابغه او پانګوال ( ایلن ماسک ) پر داسې پروژې کار کوي چې نږدې یوه لسیزه وروسته به په مریخ کې یوه نوې انساني نړۍ اباده کړي ، رسنیو دا هم وویل چې د سعودي عربستان ولیعهد ( محمد بن سلمان) د خپل هېواد د خاورې په یوه څنډه کې د داسې یو ښار د جوړولو تکل کړی چې د ( خیالي جنت ) بڼه به ولري.دا ښار به تر نیویارک ښاره دوه ویشت ځله لوی وي، د ښار ټول خدماتي کارکوونکي به برېښنایي وګړي ( ربوټونه ) وي، خو دا برېښنايي وګړي یا ربوټونه به تر دې حده پرمختللي وي چې د انسان ډېر انساني حواس به احساسولی شي. په دې ښار کې به د اسلام په شمول د هېڅ دین او مذهب مذهبي اماکن او عبادتځایونه نه جوړېږي، یانې په ټول ښار کې به څوک د اذان غږ نه اوري.د ښار ټولې چارې به په لمریزې برېښنا چلېږي او د نړۍ ستر پانګوال به د سیل او چکر لپاره ورځي ، دا ښار به تر (۲۰۳۰ م) کال پورې تیارېږي او نږدې ( شپږ سوه ملیارده) ډالر لګښت به پرې راځي.
د هېڅ مذهب لارویانو تر اوسه د داسې یو خیالي ښار په باب د رد او تنقید نظر نه دی څرګند کړی. د خدای ج د پیغمبر (حضرت محمد ص ) پر ځمکه د ده په نامه د یو بل محمد ( محمد بن سلمان ال سعود ) له خوا د شریعت له دایرې لرې د خیالي جنت یا ښار د جوړولو په باب تبصره به د دین عالمانو ته پرېږدو چې دوی پرې څه فتواوې ورکوي ؟ خو دلته په خپل هېواد کې د علم ، په تېره بیا د نحونو د تعلیم پر وړاندې چې څومره مخالفتونه کېږي ، د دې خبرې غمه خوړل په کار دي . تېرې اته میاشتې وخت پر دې ضایع شو چې د نجونو تعلیم ته شرعي جواز پیدا شي. خدای دې وکړي چې راتلونکی کال د تېر په څېر پر دې بحثونو تېر نه شي، د اسلام دین څوارلس سوه کاله عملي مزل کړی او په دې کلونو کې باید د نړۍ د اسلامي علومو پوهانو دا خبره د ریاضي د فورمول په شان سپینه کړې وای ، چې اسلام د ځمکې په کره او ټوله بشري دایره کې یو شان د تطبیق وړ دی، د اسلام په اساساتو او محتوا کې د عربي ، افغاني ، ایراني او مالزیایي اسلام په نامه ډلبندي نه شته ؛ ټول یو اسلام دی، د دې خبرې د سپیناوي لپاره دې واکمن افغان اسلامپوهان له عربو دیني عالمانو سره کیني ، یو بل ته دې سم قناعت ورکړي ، اجتماعي ، تعلیمي او سیاسي چارې دې د تعریف شوي شرعي فورمول له لارې تنظیم کړي چې راتلونکي او نور کلونه مو بیا د کار پر ځای پر جنجالي بحثونو او ناندریو تېر نه شي.
تېر لمریز کال که څه هم په ځینو برخو کې مثبتې پېښې لرلې ؛ د زورواکو او فسادګرو ټغر په کې ټول شو ، خو د دې تر څنګ په ځینو برخو کې زما او اکثرو افغانانو لپاره له درده ډک کال و ، خو خدای دې وکړي چې راتلونکی کال تر دې بدتر نه وي، په هېواد کې سوله لاپسې ټینګه شي، د دین او دنیا د چارو انډول برابر شي او هېوادوالو ته د پرمختګ او سوکالۍ زمینه مساعده شي.
