د وحيدالله مصلح لیکنی

ښځه؛ د دريمې کرښې اړتيا!

په هرات کې د حجاب په اړه د مولوي مجيب الرحمن انصاري عامه پوهاوي پيغامونو د حجاب او ښځې په اړه ارزښتي بحثونه رامنځته کړي دي، حجاب او نقاب په جزياتو کې د اسلامي علماو تر منځ د اختلاف موردونه دي، او په دې اړه د ثقه علماو بحثونو او څېړنو ته رجوع په کار ده. هغه بحث چې په دې منځ کې ډېر جدي او د تمدني مدونو په تقابل کې مهم دى، هغه په کورنۍ او ټولنه کې د ښځې ارزښتي موقعيت دى. له بده مرغه زمونږ د وطن په ډېرى نارينه و کې د ښځې په اړه تصور د افراطيت ښکار دى، يوه ډله په کې ښځو ته درسېدو ازادي غواړي خو نوم ورته د ښځو ازادي ورکوي، د کچه ازادۍ دا تعبير د يو مشهور عالم دى چې خورا رياليسټيک دى. بله ډله ښځه يوازې د سړي خادمه بولي او ټول انس...
نور ولوله

صالح محمد زېرى؛ د تاريخ د ژورو سړى!

صالح محمد زېري خپل پور پرې کړ او سترګې يې د ابد لپاره پټې شوې. زېرى له داسې تاريخ سره اړه لري چې اغېزې يې زموږ د وطن په هر شر کې څرګندېږي، د مارکسېزم، لېننېزم نظرياتي توريد او د خپلو خلکو پر اعتقادونو، باورونو او دودونو راګرځېدل د دوى معنوي انحراف او پرديتوب ؤ... هغه چې دوى په کې وطن په فزيکي ډول ړنګ کړ هغه د دوى کودتاګانې او د شوروي د څنګ او نيابت جنګونه وو. سرطان کودتا د دوى پرچم څانګې وکړه او بيا د ثور په کوتا کې سره له دې چې د کوتا د پيل کوډ ح. امين ورکړ خو په نتايجو کې يې د زېري خلقي او د کارمل او نجيب پرچم بانډونه ګډ وو، وروسته بيا پر تره کي کودتا، پر امين کودتا، پر کارمل د ګورباچف په لمسون د نجيب کودتا، پر نجيب د تڼي کودتا او وروسته پر نجيب د نبي عظ...
نور ولوله

جيلاني ګل ماما؛ يو مخلص او عابد انسان!

جيلاني ګل ماما د هجرت د سختو خواريو يو ټسېدلى افغان چې ځواني يې د چپيانو په جنګي او قهري انتخاب کې لو لپه شوه او په ارزښتي مخامخېدنه کې يې ژوند ټول د پردي وطن په بې وسيو کې تېر کړ، دا بې وسي او دا پردېسي د هغه انتخاب نه و بلکه دا د ثور کودتا جبر و چې په سلګونو زره افغانان يې د خپل عتاب په بټ کې نينې کړل. هغه يو عابد او ذاکر انسان هم و او يو خواريکښ شخصيت هم، هغه د عمر په ټول مسير کې د لاس په تڼاکو روزي ګټله، همدا د هغه د ژوند غرور و او هغه په کې د بل تمې ته خپله اروا ايل نه کړه. له کار نه به چې ستړى راغى نو په همغه ستړتيا کې به يې د خداى کور ته په حاضرۍ کې ستوماني ويستله. جيلاني ګل ماما په خپل همدې پردېس ژوند کې خپل اولادونه پر علم او صالحيت سنبال کړل، د ...
نور ولوله

استاد قانت؛ د انساني ځانګړتياو د کمال سړی!

ځېنې شخصیتونه داسې وي چې شخصيت يې د فرديت له دايرو وتلي وي او لکه يوه لويه اجتماع چې په فرد کې ځای شوې وي، ځينې شخصيتونه داسې وي چې د شخصيت بعدونه يې په يوه مميزه کې نه راټولېږي، مرحوم استاد صفت الله قانت په همدغسې جامع انساني ځانګړتياو کې د انساني کمال د پړاو سړی و. په غريبۍ کې چې شاهي کا! ځېنې شخصيتونه داسې وي چې هغوی په غريبۍ کې شاهي کوي، هغه چې کله له دې دومره لوی معنوي شخصيت سره ملکوتي کېده نو ترې پاتې سرمايه ۳۰۰۰ افغانۍ وه... انسان حيران شي چې د مادياتو په دې سرګردانه نړۍ کې استاد څومره ارام او متين و، هغه چې د معنوياتو د ميدان شهسواري کوله نو د قناعت اس يې پر دغه معنويت او دغه قانع برخه زين کړی و. که نه هغه وخت چې په کابل کې ډېرو دولسم پاسانو او لس...
نور ولوله

علامه اقبال؛ يو تاثر!

حمزه بابا په عقيدوي او ادبي لحاظ له څو مرحلو تېر شوی، هغه يو مهال له خدايه منکر شو، په کامله معنی ملحد وو، خو لټون يې کاوه، رب يې لټاوه او بالاخره يې څو کاله وروسته وموند، بيا نو کلک مسلمان شو او تر پايه يې صوفيانه او ژوندۍ ګډه شاعري وکړه... حمزه بابا مسلم ليګی شو او په درز کې په کې روان وو، په ټوله مانا پاکستانی وو، د هغه په شاعرۍ کې به د باچاخان د مبارزې او د عبدالصمد خان د ژوند رنګ او عکس ونه ګورئ، ځېنې وايي چې بيا يو وخت د خانانو په ګوند ورګډ شو... علامه اقبال هم په فکر و شاعرۍ کې له مرحلو تېر شوی، ښايي يو وخت يې د برېتانيا ملکې ته شعر ويلې وي او دا د ۱۹۰۱ ميلادي کيسه ده، بيا يو وخت ملتپاله هندی شو، د هغه د همدې ملتپالنې یو شعر اوس هم د هندوستان په ملي ترانو کې شته... خو وروسته چې بيا...
نور ولوله

د خصوصي روغتيايي سکتور نظارتي څرنګوالى!

له خصوصي روغتونونو، روغتيايي مرکزونو او درملتونونو نظارت د عامې روغتيا وزارت او اړوندو ادارو مسئوليت او مکلفيت دى، که روغتيايي مرکزونه نظارت نه شي نو خپلسرۍ به رامنځته شي، د روغتيايي خدمتونو کيفيت به راټيټ شي او روغتيايي خلاګانې به ژورې شي او انحرافونه به سم نه شي. د روغتيايي خدمتونو د نظارت او ښه کېدو په موخه لاندې موردونو ته پاملرنه په کار ده: لومړى؛ د نظارتي ادارو بنسټيزه کول! د عامې روغتيا وزارت په اډانه کې د نظارت رياست او د قوانينو او بررسۍ رياست شتون لري، د روغتيايي مرکزونو د سم نظارت په موخه بايد دغه رياستونه په تخنيکي، بشري، مسلکي او تعهدي معنويت پوره کړاى شي، دغو رياستونو ته بايد اړينې سرچينې او صلاحيتونه ورکول ش...
نور ولوله

بارور بايد له خپلو متنوع افکارو سره په کابل کې خوندي وي

نجيب بارور د جمهوريت تر سقوط وروسته د جلا او منفردو تجربو په لور روان دى، هغه چې پخوا د پارسي جغرافيې په نوسټالژي کې سرګردان و اوس تازه د فرهنګي پله پر ځاى د خپل کاله دېوال ته ارزښت ورکوي، اوس نو مهمه دا ده چې دې دېوال ته راستنېدونکي بارور ته د هغه د ماضي پېغور ورنه کول شي.. بارور بايد له خپلو متنوع افکارو سره په کابل کې خوندي وي، او زمونږ وطن بايد دغسې لويه سينه ولري، هغه شايد د خراسان د فرهنګي حوزې پر ادبياتو بوخت وي خو تر دې وروسته شايد د يو وطنپاله انسان په توګه تبارز وکړي، مونږ ټول پر خپل وطن ښايسته يو او پردى وطن د مېړو قدر کموينه! ...
نور ولوله

انجنير احمد شاه احمدزي د اسلامي نهضت د لومړي نسل مبارز انسان

انجنير احمد شاه احمدزي د اسلامي نهضت د لومړي نسل مبارز انسان خپل روح رب ته وسپاره. د اسلامي نهضت د زلميتوب په احمدزي کې مبارزه هېڅکله زړه نه شوه، نوموړى تر مرګه يو فعال او مبارز انسان پاتې شو. کله چې د اسلامي نهضت ستر مشر عبدالرحيم نيازى د سرطان له رنځه کړېده او د نهضت په چندو هند ته د درملنې لپاره لېږدېده نو انجنير احمدزى ورسره و او دى د نيازي د ژوند وروستيو شېبو ملګرى و، نيازى وفات شو او دې ځوان احمدزي يې جنازه بېرته د کابل هوايي ډګر ته راوړله او بيا هغه ورځ د هوايي ډګر لوى سړک تر پل خشتي مسجده د جوانان مسلمان پر انقلابي حضور ښورېده، کابل دغسې منظمه او پرشوره او د لوى حضور جنازه نه وه ليدلې... هغه مهال چې شيخ احمد ياسين ...
نور ولوله

ډاکټر منيب؛ د يو فکري ملګري ياد!

دوه لسيزې مخکې چې کله ډاکټر حبيب الرحمن منيب د ننګرهار له طب پوهنځي فارغېده، نو هلته دا دستور و، چې فارغېدونکو محصلينو به د پنځم ټولګي په جريان کې د خاطرو کتابچه جوړوله او په دې کتابچه کې به يې د ملګرو خاطرې راټولولې، کله چې ما ته ډاکټر منيب کتابچه راکړه نو اوس مې هم يادېږي چې هلته مې د اسلامي نهضت له انجنير حبيب الرحمن شهيد سره د ډاکټر حبيب الرحمن د شريکو مناسبتونو خبره کړې وه، ډاکټر منيب د همدې مناسبتونو سړى و او د نهضتي مناسبتونو دا سړى د ژوند تر پايه د جمعيت اصلاح په اډانه کې د نهضت پر ميراثي مسير پاتې شو. ډاکټر منيب د اسلامي فکر يو داسې لاروی و، چې الله تعالی په کې د يو لوړ شخصيت خاصيتونه ايښي وو، نوموړی يو متواضع او خاکسار انسان و، په دا دومره اوږده ملګرتيا کې يې ما د ځان غوښتنې او ...
نور ولوله

د نجيب نرېټيف؛ پاکستان او پښتون سياست!

له څلرويشتو کلونو وروسته د شوروي اشغال د وروستي حکومت مشر ډاکټر نجيب الله د تلين مراسمو ته د دولتي پروټوکول ژمنه او شاندار پوښښ بې څه نه دی، دا مهال چې په قطر کې بين الافغاني خبرې اترې روانې دي، د لويې جرګې په خېمه کې د پلان شوي تلين موخه څه وه؟ د سولې د خبرو په تناظر کې له خپل ملت سره په جنګ کې د يوه مات شوي کرکټر دغسې ناڅاپه ياد څه معنا لري؟ نظرياتي بحثونه او مرجعيتونه!   يوازې په افغانستان کې نه بلکه په نړۍ کې نظرياتي بحثونه لکه د پخوا تاوده نه دي، بس د ګټې وټې او اقتصادي ظلم او مظلوميت کيسې دي، او هغه د فوکوياما خبره چې د کمونېزم په ماتېدو سره تاريخ هم پای ته رسېدلی، سره له دې چې دا خبره خورا بې اساسه ده خو په لنډ مهال کې نظري...
نور ولوله

د مرشد پر مړينې يو تأثر!

مرشده جنت دې ځای شه, ځواني دې د سکولار استبداد په زندانونو کې زړه کړه او په زړښت کې يې هم رحم در ونه کړ... زهیر زعیمه! ته یوازینی نه یې, امام بنا یې شهید کړ, سید قطب يې اعدام کړ, حسن الهضیبي یې په کلونو زنداني کړ, عمر تلمساني, حامد ابو النصر, مصطفی مشهور او ټولو مرشدانو ژوند په زندانونو کې تېر کړ... دا نن چې د مصر په زندانونو کې په لسګونو زره اخوانیان بندیان دي دوی پر خپلو ژمنو وفا کوي خو دا نړۍ ډېره دروغجنه ده, په نړۍ کې د بشر حقونه, د رای ازادي, د بیان خپلواکي او ولسواکي تر ټولو ستر درواغ دي. پر اخوان او مصري ملت د ظلم په دې چوکرو کې سیسي یوازې نه دی, ستا د مظلومیت پوښتنه به خدای د سعودي له غدار سلطنت او د النور ګوند له باعوریانو هم وکړي, والله پر تا په...
نور ولوله

د غني ثبت شوې وينا؛ لنډ تأثر!

مخکيني ولسمشر غني له کابل او واک نه د وتلو وروسته، ملت ته لومړۍ وينا وکړه، د غني په خبرو کې مهم ټکي دا وو: لومړى: نوموړي د ده د حکومت له خوا د پيل شويو سولې خبرو اترو له تداوم نه حمايت اعلان کړ، چې دا مهال يې پخوانى ولسمشر کرزى او د سولې شورا مشر عبدالله عبدالله پر مخ وړي. دا يو مثبت پيغام دى او د صالح له هغه موازي سرپرستۍ نه هم مشروعيت اخلي چې هغه پرون د مخکيني ولسمشر په نه شتون کې ځان سرپرست ولسمشر اعلان کړى و، هغه چې نوموړي په کې د مقاومت د بلې هستې اعلان ته لفاظي کوله. دويم: د سولې په خبرو کې يې درې ملامت لوري وښودل؛ حکومت، طالبان او نړيوال شريکان. دريم...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک