د وحيدالله مصلح لیکنی
ملت او امت؛ تحريکي زاويه!
په افغانستان کې د اسلامي نهضت د پيل په مشرتابه کې اصلاً قومي تفکر ځاى نه درلود، په دغه پاک نهضت کې پښتانه، تاجيک، ازبيک او نور په نظرياتي بنيادونو راټول شوي وو، خو کله چې نهضت د بېلابېلو عواملو له امله وويشل شو او د نهضت پر بستر تنظيمونه خواره شول سره له دې چې دوى د شوروي پر ضد د خپلواکۍ مبارزه د شورويانو د ماتولو په حد کې بريالۍ کړه خو د نجيب تر سقوط وروسته ډېرى يې له نظرياتي افقه د قومي ژورو په تيارو کې روان شول، دا د اسلامي نهضت ډېره ژوبله مرحله وه.
اسلامي تحريک او د امت تصور!
کله چې د اسلامي ويښتابه او اسلامي حرکت خبره کېږي نو هلته بيا طبيعاً له څو خبرو سره تعامل ته اړتيا پيدا کېږي، لومړنی هغه يې ارماني حالت دی، دا لرليد يا وېژن دی چې اسلامي حرکت يې ...
نور ولوله
اردوغان؛ د ترکي ملت پرلپسې انتخاب!
زه اردوغان ګورم، هغه خپل ملت ته تر برياليتوب وروسته وينا کوي، ډېر ستومانه معلومېږي او اواز يې ناست دی. دا هغه اردوغان دی چې خپل مقابل مد ته يې اوازونه سخت درانه وي، هغه چې کله له خپلو سيالانو سره ودرېږي نو تل تر سيال په لوړ موقف کې وي، د هر کبر ځواب په غرور ورکوي، هغه چې کله په لومړي ځل د اسرائيل ولسمشر شېمون پېرېز ته د فلسطيني کوچنيانو د قاتل په توګه خطاب کاوه او اواز يې په وار وار جيګېده دا د ترکيې د لومړيو سياسي جرائتونو پړاو وو، وروسته چې هغه له اسرائيلو سره د ترکيې اړيکې تر ټولو ښکته کچې ته ورسولې، د غزې، ټول فلسطين او اقصی قضيه يې مخته وړله نو په دې ټول کشمکش کې يې د امت ننګيالۍ استازولي کوله... اردوغان چې په کوم سترتوب له اروپايي او غربي سيالانو سره تقابل کوي دا هر څه د يوه عثماني سلطان د جلال شان دی، خو همدا اردو...
نور ولوله
اخواني مشرتابه او په وابسته محکمو کې اعدامونه!
د اخوان المسلمين مرشد عام دوکتور محمد بدېع، د اخوان سرپرست لارښود دوکتور محمود عزت، محمد البلتاجي، صفوت حجازي او يو شمېر نورو مشرانو د اعدام دوسيې د مصر ستر مفتي ته د هوکړې/رد په خاطر لېږل شوي دي. د اخوان المسلمين دغو مشرانو قضيه د "أحداث المنصة" په نوم يادېږي.
پېښې او د محکمې معکوسې پلټنې!
په ۲۰۱۳ جولای کې د مصر پوځ د مصر د سکولار سياسي ګوندونو په رضايت او تفاهم د مصري ولس پر انتخاب شوي حکومت کودتا وکړه، دفاع وزير عبدالفتاح السيسي د مصر منتخب ولسمشر زندان ته واچولو او خپل لاسپوڅی کودتايي رژيم يې اعلان کړ.
په لسګونو زره مصري ولس په رابعه څلور لارې کې راټول شوی و، او له مصري کودتايي رژيمه يې غوښتنه کوله چې محمد مر...
نور ولوله
پټه خزانه او ناشناس؛ د قومي مريضانو حصار!
څلور کاله مخکې صبور سياسنګ له ناشناس سره بنډار کړى و او ناشناس چې مخ ماتې بنيه لري نو د سياسنګ تورو پوښتنو ته يې د سپينو پر ځاى تور ځوابونه ويل، يوې مريضې متعصبې حلقې ناشناس ته داد ورکولو او ناشناس د چکچکو په نشه کې تاريخ په کولنګونو وهلو، بېخي غير مسلکي کيندنې او بېخى غلچکي توږنې، ناشناس له علامه حبيبي سره د تربورولۍ هغه دښمنه رشته پالله او هغه په دغه بحث کې د وېلن رول ولوباوه.
وروسته بيا ناشناس بي بي سي ته ځان په دغه بحث کې ډېر کم وښوده، ويې ويل چې د ده خبرې يوازې حدس او ګومان و، هغه وويل چې حتى پټه خزانه يې لوستې نه ده، هغه خپله دوکتورا هم ډېره سطحى وبلله او خپله علمي سويه يې د املوکو په تول کړه.
ناشناس دا څو ورځې مخکې له حبيب هوتکي سره بيا ځلې پټه خز...
نور ولوله
دا درې ديکتاتوران؛ غرب او سکولارېستان چېرته دي؟
غرب له دې ديکتاتورانو سره ستونزه نه لري، خپل وطني سکولارېستان يې هم ورسره نه لري. تاسو دې انځور ته شئ:
دا يو د مصر مستبد او کودتايي مشر جنرال سيسي دى، چې مصر يې ولکه کړى او پر ارواګانو او لوى زندان واکمني کوي.
دا بل د شام د لسګونو کلونو ديکتاتور واکمن بشار دى چې د خپل ولس سوله ييزې مظاهرې يې دومره خوني وځپلې چې هغوى د ده د خونخوارې واکمنۍ پر ضد وسله وال قيام ته اړ شول، ده سوريه برباده کړه او خپل ملت يې وواژه او در په در يې کړ.
دا دريم ظالمه نانځکه د تونس حکومت مشر قيس دى، دې د تونس پر ډيموکراسۍ کودتا وکړه، اساسي قانون يې معطل کړ، پارلمان يې ړنګ کړ او حکومت يې نسکور کړ، ده ګوندي پلورالېزم عملاً نابود کړ او د تونس د لوى فکري...
نور ولوله
اردوغان او داود اوغلو؛ د اختلاف غوټې!
داود اوغلو او علي بابه جان د ترکيې عدالت او پراختيا ګوند ډېر مهم مشران وو، دوى په بېلابېلو وختونو کې له رجب طيب اردوغان نه لارې بېلې کړې. داود اوغلو او علي بابه جان د خپل پخواني ګوند پر ضد د اتاتورک له ګوند سره ايتلاف وکړ، دلته به د اختلاف لنډ بحث وکړو.
داود اغلو او علي بابه جان دواړه د اردوغان ښى او چپ لاسونه وو، اغلو د اردوغان د بهرني سياستونو طراح و، د هغه د بهرني سياست منطق او فلسفه پر "صفر شخړه" ولاړه وه، او علي بابه جان بيا د اردوغان د اقتصادي طرحو طراح و.
دوى په نظرياتي لحاظ نه بلکه په سټراټيژيو او اقتداري سياليو کې سره وران شول، داود اغلو غوښتل چې:
د ترکيې د استخباراتو مشر هاکان فيدان دې د استخباراتو...
نور ولوله
مطالعه؛ فکري پختګي او تاريخي سپيناوی!
يادونه:
دا ليکنه مې پخوا د مطالعې د څرنګوالي په اړه کړې وه، پرون اکسوس کتابخانې د کتابونو تخفيف اعلان کړى و، ورسره د کتابونو تنوع او د ازادې او بندې مطالعې يو نرى بحث هم راپورته شوى و، کېداى شي دا ليکنه په دې بحث کې ممده واقع شي.
په اتم ټولګي کې وم، ملي هنداره کتاب مې اخېستی وو، دا د پښتنو په فرهنګي خنډونو او بندونو کې د پېچلي رومانس فولکلور کيسې وې، طالب جان او ګلبشره، موسی جان او ګل مکۍ، فتح خان او رابعه، خشکيار او شاترينه، جلات خان او شمايله دا کيسې خورا له مينې او ګدازه ډکې وې، تر نيمو شپو به ورته ناست وم، د شپې به سپوږمۍ پر هسک وه او زه به د ګروپ او يا لالټين تتې رڼا ته د فولکلور په هر پېچ و خم کې ښکته پورته تلم، هرې تراژيدۍ ته يې غريو نيولم او ...
نور ولوله
کوزني قامپرستان او برني حکومتونه!
دا ډېر وخت کېږي چې د افغانستان د تحولاتو په اړه د کوزنيو پښتنو ملتپالو موقفونه ګورم او تحليلوم يې، هغوی په يوه نظرياتي محاذ ارايۍ کې واقع دي، دغسې موقفونه د کوزنيو ملتپالو په مبارزه کې تاريخي ريښې لري او دوی په خپلو فکري او نظرياتي توپيرونو کې د موقفونو دا جبر منلی دی.
د افغانستان په اړه کوزني ملتپالي پرله پسې په دوه لويو تېروتنو کې روان دي، او دې تېروتنو هغوی دلته د ټولمنلتوب پر ځای تل متنازع ساتلي دي:
حکومتي او ولسي اړيکې!
په تاريخي لحاظ کوزنيو نېشنليانو دلته د ملت او ولس په کچه روايات او اړيکې کمې پاللي، يوازې باچاخان په کې داسې وو چې هغه د انګليس پر ضد مبارزه کې دلته په وطن او ولسونو ګرځېده او قامي اړيکې يې پاللې، خو ور...
نور ولوله
اسلامپالي او ترکي ټاکنې؛ نظرياتي او عملګرا جاج!
کله چې په ۱۹۷۰ کال کې استاد نجم الدين اربکان په ترکيه کې د ارواښاد سعيد نورسي حرکت سره په ګډه د "ملي نظام" ګوند جوړ کړ؛ دغه ګوند د مصطفی کمال اتاتور د معاصرې ترکيې په تاريخ کې لومړنی هغه و چې د اسلامي سياست ريښې يې درلودې، دغه ګوند د نهه مياشتو په دننه کې منحل شو او علت يې دا و چې د اردو مشرتابه دا حزب د هېواد د سکولار نظم په وړاندې ګواښ باله او له محکمې يې وغوښتل چې ګوند وتړي.
د اسلامي سياسي نهضت اړتيا او درې جغرافيې!
په ۱۹۲۴ ميلادي کال کې عثماني دولت ړنګ شو، دغه دولت چې په وروستيو کې يې د اروپا او غرب له خوا د مريض جسم لقب اخېستی و په پراخو داخلي کمزوريو، غداريو، او بهرنيو توطيو کې په تدريج سره له منځه ولاړ، دلومړۍ نړيوالې جګړې يوه موخه د عثما...
نور ولوله
اقصی مسجد په انساني او اسلامي محورونو کې!
بېګا او ابل بېګا پر تش لاسو عبادت کوونکو د اسرائيلي پوځيانو بريدونه او ناتار يو لوی حقيقت ته نغوته کوي، او هغه دا چې د ازادۍ د کلاسيکې لارې مبارزينو ته يو غربزده انسان وړانديز لري چې په نننۍ نړۍ کې د ازادۍ کلاسيکې او تاريخي لارې تړلې دي، يعنې استعمار سره به سوک څپېړه نه کوې او هغه به پرېږدی چې درباندې زور و ازمايي، په همدې منظر کې هغوی د ازادۍ غوښتونکو غورځنګونو لارويان د ازادۍ په پلمه د خپلو وطنونو ويجاړوونکي بولي او استعمار ته د تنقيد ګوته نه نيسي، حتی په همدې فلسطين او د قدس په چاپېريال کې د ازادۍ مبارزين پړ کوي چې له اسرائيل سره يې وس بر نه دی او هسې پرې فلسطيني ولس وژني، دا بېګا او ابل بېګا خو په اقصی مسجد کې نه ټوپک و او نه د جنګياليو هدفونه، هلته تش لاسي مسلمانان وو چې د رمضان اعتکاف ته ناست وو او اسرائيل پر د عبا...
نور ولوله
د امام حسن البنا د شهادت ورځې په مناسبت!
ليکوال: مرحوم مرشد عام حامد ابوالنصر
ژباړه: وحيدالله مصلح
د نظم او ډسپلين کيسه!
د ۱۹۳۷ اوړي موسم وو، د مصر په زخیله سيمه کې څلویښت ورځینی مخیم جوړ شو، نوموړي مخیم ته زه هم بلل شوی وم، د سيند په غاړه د خیمو یو ښار ګوټی اباد شوی وو، په لومړي سر کې استقبالیه او امنیتي خیمې وې، له هغې نه لږ مخکې خوړنځای وو، ورپسې د لمانځه او د اجتماع ځای وو، له دې سره په خوا کې د اجتماع د ناظم او مرستیالانو خیمې وې، او د ټولو خیمو په منځ کې یوه وړه خیمه د مرشد عام امام حسن البناء د دفتر او اوسیدانې لپاره ځانګړې شوې وه.
د مخیم ګډونوال ټول ۴۰ تنه وو، دوی د ...
نور ولوله
خان عبدالغفار خان؛ په سولېدلو کليشو کې د پېړۍ تجربه!
نه پوهېږم ولې؟ خو سره له دې چې د باچاخان او لارويانو ضد ټولنه کې يې رالويېدم، په دغه ټوله محدوده کې مې باچاخان بدې نه راتلو، په زړه کې مې شکونه ضرور وو، خو په شکونو کې مې د ښو ګومانونو خوندي خواوې هم لږې نه وې.
د تحريکونو او شخصيتونو د پېژندنې او تحليل لپاره پر تنظيمي او کورني موقف بسنه نه ده په کار، کله چې مونږ غواړو د مهمو قضيو په اړه ژور او دقيق نظر ولرو نو اړينه ده چې د نوموړو تحريکونو او شخصيتونو د لومړي لاس سرچينو ته ورشو، د خان عبدالغفار خان په اړه تنظيمي ليد يو سوليدلی او کليشه يي ليد دی، باچا خان د پخواني هند، ويشلي هند، افغانستان او کوزې پښتونخوا د سياستونو لويه قضيه او د پېړۍ تجربه ده. پر هغه ليکل، لوستل او تنقيد د خان او د نوموړي د ګوند ادبياتو مطالعه غواړي او پر هغه د نقد اثا...
نور ولوله
