د وحيدالله مصلح لیکنی
اسرائيل او په ګاونډ کې يې تپل شوې واکمنۍ!
واقعيت دا دی چې په عربي منطقه او په ځانګړي ډول د فلسطين ګردچاپېره د غرب د لاسپوڅو ديکتاتورۍ تپل شوې دي، دا تپل شوې واکمنۍ پخوا د امپريالېستي غرب او سوسياليستي شرق تر منځ د زور په توازن کې ويشل شوې وې، کله چې شوروي اتحاد ړنګ شو نو د سوسياليستي بلاک تړلو ديکتاتورانو يا تسليمي او روغه جوړه غوره کړه او يا يې څپېړو ته مخونه ونيول. خو د غرب تپل شوي ديکتاتوران تر اوسه په واک کې دي او دوی د خپلو ملتونو پر ارمانونو او ارزښتونو پراته د غرب نيابتي بدمعاشان دي، په سټراټيژيک ډول به غرب هيڅکله دا ونه زغمي چې په سيمه کې دې د ملتونو په خوښه زعيمان واک ته راشي، اسلامپالي د همدې سټراټيژيک برخورد قربانيان دي، دوی که په ټاکنو کې بريالي هم شي؛ واک ته يې نه پرېږدي، محمد مرسي او استاد راشد الغنوشي يې د همدې لنډ عربي بهار او ارواښاد استاد نجم ا...
نور ولوله
افغان کډوال او د قامپرستو او چپيانو غدۍ!
افغانان راشړل کېږي او يو شمېر ګونديمار په خپلو نظرياتي دښمنيو کې د خير ښېګڼې له جادې اوړي او په کنځلو او تومتونو خپلې ګوندي بازۍ کوي. کوزنی خان زمان کاکړ او چپي قامپرستان د دې پر ځای چې له پاکستانه ويستل کېدونکو افغانانو لاسنيوی وکړي او د خير ښېګڼې په لارو يې غور وکړي دوی سرباري ورته د لويو ملي او اسلامي قضيو په ماضي کې د پېغور ترخه لټوي.
واقعيت دا دی چې کوزنيو نېشنليانو نه پرون د شوروي په شر کې دغه لوی حشر افغان ملت سره د عزيزولۍ رشته پاللې او نه يې نن ورسره د خداى پامانۍ کومه عاطفي شېبه لرلې ده. خان زمان کاکړ د دې پر ځای چې په خپل اسټبلشمنټ تنقيد وکړي او د خپل ګوندي لومړيتوب د کډوالو قضيو ته راوڅرخوي، کډوالو ته پېغورونه ورکوي چې ولې مو جهاد کولو او ولې دلته راتلئ، هغه د تاريخ نيمګړی رو...
نور ولوله
غزه د لوى تمدني ټکر وړه تړانګه او څو درسونه!
غزه د اور لاندې ده، قيامتونه پرې ورېږي، اس-رائيل د خپلې دولتي ترهګرۍ، وحشتونو او ټول وژنو د پوښښ کمولو په خاطر په غزه کې انټر نېټ قطع کړى دى. الجزيره بيا هم په ځانګړو وسايلو د اس-رائيل جنايتونه نړۍ ته رسوي.
ښايي پر غزې د وچې بريد پيل شي، دوى به دې لپاره ديسانت او بحري نفوذ نه تر ډېره ګټه واخلي، خو ازاديپالو دغه ټولې مرحلې تحليل کړي دي او پر پايلو او پړاونو اګاه دي، تر دې دمه يې هره هڅه شنډه کړې ده، ازاديپال د غلچلکيو بريدونو، او د اشغالګرو بريدونو د دفع کولو لوړ ظرفيت لري، له همدې امله اس-رائيل په ډېره وېره او بايللې روحيه د مخامخ جګړې خرپ او ترپ کوي. داسې ويل کېږي چې اس-رائيل به په زمکنۍ جګړه کې له خطرناکو غازونو ګټنه هم وکړي، دا غازونه به د غزې د ازاديپالو ځواکونو په زمکتلو مېټروګانو کې...
نور ولوله
ځواکمن او حاکم مدنيتونه او د مغلوبيت سير!
پروفيسور خورشېد احمد
ژباړه: وحيدالله مصلح
تاريخ په وار وار ليدلي چې تر ټولو ستر ځواک او تمدن هم يو ورځ پر زوال اخته شوی:
• د يوناني تمدن د غلبې په زمانه کې له يونانيت نخ متاثره خلکو همدا يونانيت د انساني تمدن وروستی حرف ګاڼه، او ورڅخه انحراف او اختلاف يې لېونتوب، پرېشاني او کفر ګڼلو، ليکن بيا يوه ورځ دا تمدن راوپرځېد او اوس يوازې د پخوانيو اثارو حيثيت لري.
• د روم د عروج پر مهال رومي تمدن هم دغسې و، ليکن باالاخره د دې تمدن تختې هم ماتې شوې او نن يې اثار پر زمکه نه بلکه د زمکې لاندې پلټل کېږي.
...
نور ولوله
سپورت او تمدني بحث!
سپورت او ښايسته فنونه د يو تمدن په فرهنګي بعد کې اساسي توکي دي، زمونږ په اسلامي تمدن کې د نېزو، غشو، اسونو، غېږ نيولو سيالۍ او نورې سپورتي برخې دي چې تل پالل شوي او انکشاف ورکول شوى دى.
د نړۍ په تمدنونو کې ځېنې شيان داسې دي چې ګډ دي او ټول بشر په کې شريک دى، او دغه تمدنونه د خپل شناخت ځانګړي شاخصونه هم لري، په سپورت کې بشر ټول شريک دى او پولې نه پېژني. زموږ په هېواد کې بزکشي بېخي وطنۍ سيالي ده.
په نبوي مسجد کې نېزه بازي روانه وه او بي بي عايشه رض د نبي عليه السلام شاته ولاړه وه د دغې لوبې سيل يې کولو او تر هغه پر خوږ نبي عليه السلام تکيه وه چې خپله يې سيل پرېښود.
اوس به يو څوک را جيګېږي چې هله دومره دقيقې او ثانيې يې پر دې...
نور ولوله
غزه او د صبر او مېړانې اوږد سفر، لنډ تأثر!
دا غزه ده، دلته د ازادۍ روحيه، جذبه او شعور پرونى او ابل پرونى نه دى، دا شعور او دا جذبه د اس-رائيل د اشغال نه مخکې هلته و او د اشغال په تمهيد کې واغږل شو او بيا چې د ازادۍ نورې چپي جبهې څومره ستړې کېدې نو د ازادۍ دا جبهه د مقاومت په تقابل کې غرونه غرونه دنګېده.
غزه او څو پوښتنې!
ايا کله تاسو ته پوښتنه پيدا شوې چې د اس-رائيل په دا روانې عام وژنې او جنوسايډ کې د غزې اوسېدونکي ولې کورونه نه پرېږدي، دوى ولې د اس-رائيلو په لارښوونه د غزې جنوب ته نه ځي؟ ډاکټران او روغتيايي کارکوونکي د اس-رائيلي دولتي ترهګرو د تهديدونو سره سره ولې روغتونونه نه پرېږدي؟ هلته عام ولس ولې د مقاومت د غورځنګ پر ضد نه راپورته کېږي او ولې ورسره په سخته او اسانه کې همغږي دي؟ او ولې په ...
نور ولوله
غزه؛ ورک وجدان او د بشر شنډه عاطفه!
غزه د باليووډ وحشتناکو فلمونو ريښتينی ډګر دی، کله چې په تلوېزيون ګورې د ص-هيونېسټانو بنګنې ګرځي، لږ وروسته بيا د اس-رائيلۍ طيارې لوېدلي بمونه انګازې وکړي، د تلوېزيون د کمرې عدسيه تاوه شي او په تورو لوګيو کې پټ ړنګ کورونه فوکس کړي، همدا مهال چې موږ تور پورته شوي لوګي د يوې صحنې په شکل ګورو، همدا شېبه هلته مېرمنې، کوچنيان، زاړه او ځوانان په همدې لوګو کې لو لپه کېږي، وروسته چې ژغورونکي د ړنګو کورونو پلټنو ته ورځي نو دغه ستړي ستړي وګړي په لاسي لوډسپېکرونو کې غږونه کوي چې څوک ژوندي شته؟ تيږې او سېمټي تختې لټ په لټ اوړي او د انسانانو غوښې ترې شکول کېږي...
اس-رائيل الوتکې راوالوځوي، پر غزې پاڼې وشيندي او ورته وايي چې د غزې جنوب ته لاړ شئ، يو شمېر وګړي پرې باور وکړي، بسونه ډک کړي او په مشخص شوي م...
نور ولوله
فلسطين او اسلامي نړۍ؛ ګوښې حکومتونه او څښتن ملتونه!
که د فلسطين په اړه د حکومتونو اړيکې د اس-رائيل او غرب له کانالونو فلټر کېږي، خو د ملتونو او ديني ادرسونو خبره جلا ده، دا په لسيزو غصب شوي ملتونه او دا په حدونو کې ساتل شوي ديني مراجع بيا هم د فلسطين د قضيې څښتنان دي.
سره له دې چې د ازهر قيادت په وطنيو پېښو کې د پوځيانو د کودتا او استبداد ملاتړى پاتى شوى خو چې د غزې او فلسطينيانو بهادرۍ او غزاګانو ته په ډکه خوله دعا کوي او پرې وياړي؛ همدا د اقصى معنوي اړيکه او څښتنواله ده.
د ازهر امام شيخ احمد الطيب پر اسرائيل د ح-ماس د وروستيو بريدونو په اړه غبرګون يو ډېر مناسب او له مفاهيمو، عواطفو او انګېزو ډک غبرګون و، هغه وويل:
موږ د فلسطين د وياړلي ولس زړونو او لاسونو ته متوسل کې...
نور ولوله
د حماس لوړپوړي چارواکي خالد القدو-مي د مقالې لنډيز!
ژباړه او لنډيز: وحيدالله مصلح
اسرائ-يليانو د فلسطين په مقابل کې يوه پېړۍ فاجعې او وحشتونه ترسره کړي دي، او نړيوالې ټولنې يې منافقانه ښه راغلاست کړی دی.
داخلي او نړيوالې مؤلفې وروستي بري ته د نژدې کېدو څرګندونه کوي، دې بري ته تنها لږ وخت او د سختيو تحمل پاتې دی.
مونږ په خپله د خپلو مشروع حقونو د ترلاسه کولو په لار کې بوخت يو، دا هغه حقونه دي چې نړيواله ټولنه يې مونږ ته په راستنولو کې ناکامه شوې ده. د همدې لپاره د "مسجد الاقصی" له شعار سره مبارزې ته ننوتي يو، تر څو نړۍ ته اعلان کړو چې دا مونږ يو چې له اشغالګرو سره مبارزه ترسيموو او له ص-هيونيستي جنايتونو سره د تعامل قوانين تدوينوو. ...
نور ولوله
د غزې بريدونه؛ سولېدلي سوالونه، ژوندي وضاحتونه!
په غزه او مجموع کې په فلسطين کې دوه جهتونه دي، يو فلسطيني ملت دى او بل له ټولې نړۍ را ټول شوي ص-هيونېسټان/اس-رائيليان دي، په بله معنى يو د فلسطين ملت دى او بل د فلسطين اشغالګران دي. دا دوه خوا په خوا ګاونډي هېوادونه او دولتونه نه دي.
کله چې موږ د فلسطين او اس-رائيل د حالت خبره کوو له همدې پيل نه بايد د وطن د مالک او اشغالګر تصوير واضح وي که نه د فلسطين د قضيې په تحليل کې خطا کېږو.
ح-ماس ولې بريد وکړ؟
دا بله ورځ که د ح-ماس غازيانو د اشغال دېوالونه وڅيرل او د زمکې، هوا او سمندر له لارې لسګونه کيلومتره اخوا د اشغال پر سينه وختل نو دوى کوم اشغالګر ځواک نه و، دوى د خپلې غصب شوې خاورې په طول کې تلل، دا د اسلامي لارښوونو، ملي عرف او ملګرو ملتونو د منشو...
نور ولوله
فلسطين او وزيرستانونه؛ د خونړيو زخمونو سرچپه تعبيرونه!
د ودان افغانستان ګوند پخواني مشر عبدالغفور لېوال د وزيرستان په اړه د هغه په اصطلاح کوشنۍ ليکنه "وزیرستان، د ستراتيژيکې لوبې خونړی زخم" کړې وه، په دې يادښت کې نوموړي د وزيرستان او فلسطين قضيې سره ورته بللې وې، د وزيرستان پېښو ته يې د فلسطين د حال لنډه مقدمه ايښې وه، او وروسته يې د وزيرستان پر پېښو تبصره کړې وه، په دې لنډ تأثر کې ما هڅه کړې چې د فلسطين او وزيرستان د قضيو خپلو خپلو تاريخي او نظرياتي ريښو ته ورشم او د عبدالغفور لېوال پر يادښت تنقيدي جاج له لوستونکو سره شريک کړم.
د فلسطين په اړه د لېوال خبره له تناقضونو راوتلې مقدمه ده، نوموړى د عربي ملتپالنې په وړاندې د فلسطين خونړي زخم يادوي چې ګنې ښکېلاک دا زخم د عربي ملتپالنې د ماتې لپاره ايجاد کړ. د لېوال دا ادعا له دوه و تاريخي...
نور ولوله
ژوندون او يوبل ته په سنګر پراته ملګري!
يو وخت دې خلکو ډکي اغستي وو او په يوې قضيې کې يې ډۍ کولې، دا ټول په هغه پېښه کې يوه خوله وو، يو به ويل چې ياره مړ شې وه نانا ننا او بل به يې ويل چې ياره لوى شې وه لې لې لې، يو به يې سر ويلو او بل اخر.
هغه پېښه د غازي امان الله خان په اړه د شيخ القرآن يو ځانګړى نظر و، او دوى په دې نظر شيخ نه بلکه يو لوى فکر او نظريه کنځله. په همغه توده کې د دوى د پَرې يو داسې کس چې فکراً له دوى سره و خو له شيخ سره يې هم يو ډول اړيکه ساتله، هغه په جلال اباد کې د دوى مجلس ته ورغلى و، دوى ټولو غازي ته کنځلې کولې، دې کس ورته وويل چې خپله ورته کنځلې کوئ او مولوي صاحب ته بيا د هغه په خبرو يوه خوله يئ او غندنې يې کوئ... هغوى ورته ويلي وو چې دا خو مولوي صاحب او غازي هسې يوه بهانه ده، مونږ اصلاً د دوى دا نظرياتي ج...
نور ولوله
