No-IMG

صالح محمد زېرى؛ د تاريخ د ژورو سړى!

صالح محمد زېري خپل پور پرې کړ او سترګې يې د ابد لپاره پټې شوې.

زېرى له داسې تاريخ سره اړه لري چې اغېزې يې زموږ د وطن په هر شر کې څرګندېږي، د مارکسېزم، لېننېزم نظرياتي توريد او د خپلو خلکو پر اعتقادونو، باورونو او دودونو راګرځېدل د دوى معنوي انحراف او پرديتوب ؤ...

هغه چې دوى په کې وطن په فزيکي ډول ړنګ کړ هغه د دوى کودتاګانې او د شوروي د څنګ او نيابت جنګونه وو. سرطان کودتا د دوى پرچم څانګې وکړه او بيا د ثور په کوتا کې سره له دې چې د کوتا د پيل کوډ ح. امين ورکړ خو په نتايجو کې يې د زېري خلقي او د کارمل او نجيب پرچم بانډونه ګډ وو، وروسته بيا پر تره کي کودتا، پر امين کودتا، پر کارمل د ګورباچف په لمسون د نجيب کودتا، پر نجيب د تڼي کودتا او وروسته پر نجيب د نبي عظيمي، اصف دلاور، دوستم، مؤمن، مزدک، وکيل او نورو کارملېستاتو کودتا دا وطن له خپل عظمت نه پړاو په پړاو وغورځولو.

د افغانستان منظمه اردو او جوړ بنسټونه چې له اعليحضرت  له محمد ظاهرشاه د شاهي او محمد داودخان له جمهوريت نه دوى ته پاتې وو، دوى په خپلو کودتاګانو او شوروي پرديتابه او جګړه کې مات، مات او رېزه رېزه کړل، پاى په کې نجيب د قومي ملېشو په مټ د اردو بېخ وويست او دى په کې حتى ونه توانېد چې د قومى شوې اردو د کارملي جنرالانو او دوستم ملېشو په محاصره کې له کابل نه تېښته وکړي او دى په کې له ناچارې د ملګرو ملتونو د دفتر نابللى مېلمه او پناهنده شو. په دې ډول د سرطان او ثور کودتاګانو څخه مخکې جوړ افغانستان دوى په خپل سقوط سره په معنوي، اروايي او مادي لحاظ ويجاړ پرېښود.

پر شوروي د وطن خرڅون د دوى تر ټوله لويه ملي سودا وه، د خرڅون دا دلالى او خيانت په تاريخ کې د خلق او پرچم بانډونو ګډه برخه ده او دوى د تاريخ په سړو او نه سړو کې دويم ځاى ځانونو ته خوندي کړى.

د افغان تاريخ د چپي کودتا مشران او بوخت فعالان به ټول د خداى په حضور کې پوښتنو ته درېږى، او الله تعالى عدل کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک