د وحيدالله مصلح لیکنی

د وطن خپلواکي او بلواکي؛ ملا چرته دى؟

دا مې خپل يو قدرمن ملګري ته زما (غازي او ملا؛ د خپلواکۍ دوه مخونه!) پر ليکنې يوه کمنټ ته په ځواب کې ليکلى. ملا هم انسان دى او زه د محض ملا ننګه نه کوم، ملا لکه بل هر انسان غوندې د خير او شر دواړو برخمن دى، لکه د بل هر انسان د تنقيد وړ دى، همغه اوه جهادي مشران چې تا ياد کړي د هغوى داخلي جګړو ته ما تل په ليکنو کې د جنايت او خيانت نه اخوا ډېر لغتونه لټولي او استعمال کړي... خو ځېنو حقيقتونو نه به نه تېرېږو، د دې ملک شاه شجاع او ببرک کارمل ملا نه و، د دې ملک د ګندمک او ډېورنډ تړونونه ملا نه دي کړي، د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې د ډېورنډ تائيدوونکى د پنډۍ تړون هم ملا نه دى کړى، دې ملک ته انګليسان ملا نه دي راوړي، دلته شورويان ملا نه دي راوړي او دلته ناټوګان ...
نور ولوله

د سليمان لايق شاعري؛ ارزښتي جاج!

لسيزې مخکې استاذ جليل ځلاند لاندې شعر ته طرز جوړ کړ او خپله يې وويلو، دا آهنګ وروسته بيا هر چا ترنم کړ خو په کوم انداز او جنون او په کومې ادا چې استاد ځلاند ويلی و هيچا بيا هغسې ونه ويلو: ای شعله ی حزين ای عشق آتشين ای درد واپسين اين شور تست يا که جنون سرشکها يا شعر من که ميدهدم سوز جاودان ديگر نبويمش شبها نجويمش رازی نگويمش تا در فراق و ناله و درد و شکنجه ها آهسته طی کنم ره خاموش رفتگان... عشق د ژوند د خوږو ترخو برخه ده، څوک په کې لار ومومي او څوک په کې غرق شي او همدا غرق شوي په کې عاشقان وي، کله چې پر انسان دنيا تنګه شي، کله چې نه مور ته راز ويلای شې، نه دې پلار ناز...
نور ولوله

استاد مزمل؛ د اسلامپالو د تجربو شريک او منتقد!

د سټراټيژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز په يو مجلس کې استاد محمد زمان مزمل صاحب د سولې په برخه کې خبرې وکړې، هغه د طالبانو د بدلون خبرې کولې او د سولې په برخه کې يې د طالبانو موقف حمايه کولو. دغه مهال استاد څه موده مخکې د اختريز اوربند پر مهال د لوګر په څرخ کې د طالبانو مشاعرې ته هم تللی و، استاد بايد له يو شمېر کابلي ځوانو شنونکو سره تللی وای، خو هغوی استاد ته انتظار نه و کړی او بيا استاد په کرايي موټرو کې په زحمت ځان د مشاعرې ځای ته رسولی و، زه پوهېدم چې د دې وطن د ازادۍ او هويتي کشمکش د ځلانده نهضتي جريان سپينږيری استاد مزمل په خپله سينه کې لا هم همغه تپېدلی زړه او حماسه لري او استاد په همدې عاطفي تړاو کې سره له دې چې هغو ځوانانو ورته صبر نه و کړی خو دی د زاړه عمر په ځوانه شېتۍ کې د مشاعرې ځای ته بيا هم تللی و، ما بيا يو...
نور ولوله

بابا؛ ولسي او حکومتي کليشې! لنډ تأثر...

زمونږ په تاريخ کې د لويو شخصيتونو لقبونه رسمي نه دي ورکول شوي، د افغانانو دا زيږ خوى او نامداحه مَړه سوله داسې ده چې د چا صفت په درباري فرمايشونو او نخرو کې نه مني، دا ورته غوړه مالي او يا يې نومولى بابا وړ نه ښکاري. احمد شاه بابا، عبدالرحمن بابا، زرغونه انا او ميرويس نيکه دا ټول په کوم رسمي فرمان نه دي تپل شوي، دا خو ولسي منښته وه چې دوى په کې بې نسبه باباګان شول. دا نن چې مونږ د کوم قلندر او ملنګ بابا يادونه کوو دا ستره اروا په همداسې ولسي رنګ کې لګيا دى بابا کېږي، تاريخ او روايتونه به په راتلونکي کې يو مېړنى مشر او يو ستر نوم د خالص بابا په اختصار کې يادوي، دا په رسمي تپنې نه کېږي دا ولسي منښته ده او ورکړه ده... زه په خپله پخواني پاچا محمد ظاهرشاه مرحوم...
نور ولوله

واکمن او ملا؛ د ټکر او التيام خبرې!

دلته له لسيزو دا حکومتي دود راغلى، چې حاکم او عالم سره په ټکر کې راغلي دي، په ځېنو مرحلو کې به ملا هم ملامت وي، خو له ملا سره د ټکر قضيه تل د واکمنو په ماڼيو کې طرحه شوې ده، دا د پېړۍ نه ډېره زمانه ده، چې ملا په ارتجاع، وروسته پاتې او غير ملي رمز کې  تشهير او ساتل شوى دى. تر هغه چې دلته په يوې سياسي تنوع کې ديني جريانونه د نظام پر محور عملي بوختيا ونه لري، دلته به ثبات او پرمختګ د مرغۍ پۍ وي. هغه مهال چې دلته اهداف لوى وو، او ديني ارزښتونه د واکمنو محور و، نو افغانستان په سيمه کې امپراتوري وه، دا خاوره په تاريخي لحاظ د ديني سياسي مرجعيت خاوره پاتې شوې ده، سلطان محمود غزنوي، ميرويس نيکه او احمد شاه بابا د همدې مرجعيت لوى تاريخونه دي....
نور ولوله

باګرام؛ د تاريخ لويه تعذيبګاه او د ارامۍ ساه!

نن د تاريخ لويه تعذيبګاه له بهرنيانو خالي شوه، باګرام اډه د افغانانو د شکنجو او تعذيب يو خونړى تاريخ دى، د هېواد دا برخه تېر شل کلونه له ملي حاکميته په فراغ کې وه، نن چې د وطن دا برخه بېرته خپل خاصيت ته راستنېږي نو دا د خوشحالۍ مقام دى. واقعيت دا و چې په 2001 کال کې امريکا د خبرو له لارې د سپتامبر د پېښو قضيه مخته وړلاى شوه، د هغه مهال اسلامي امارت دې غوښتنې منطق درلود، چې اسامه بن لادن په يوه دريم اسلامي هېواد کې محاکمې ته وړاندې کېداى شي. د سپتامبر يوولسمې پېښه تر پايه ازادو او پياوړو څېړنو ته پرېنښودل شوه، هلته ډېرې پوښتنې وې چې بايد ځواب شوې واى. د بوش زوروره جګړه! بوش د ظلم نوى حد وک...
نور ولوله

ميرويس خان نيکه ناول؛ لنډ تأثر!

ځينې شخصيتونه داسې دي چې کتاب او اثر يې زه رانيسم، حتى دېته نه ګورم چې فهرست به يې څه وي او محتوا يې څومره کيفي ده! محمد زبير شفيقي زمونږ د هېواد همداسې يو ليکوال او ژباړن دى چې د پښتو نثر او ادب پر لوست يې ډېر ځوانان روږدي کړل، د نسيم حجازي د کتابونو ژباړې يې دومره په خواږه اسلوب ترسره کړې چې کله ما د "تروږمۍ مسافر" او "اندهيرى رات کى مسافر" پرتله کوله نو خواږه په تروږمۍ کې وو. ما د نسيم حجازي په هر ناول کې د ماضي پسې ژړلي دي، سلګۍ به مې وهلې او سينې به مې اواز کولو... ما او زما په شان ډېرو مينه والو دا غوښتل چې شفيقي صاحب د افغانستان تاريخي پېښې ناولونه کړي، مونږ ډېرو شفيقي صاحب ته د افغانستان نسيم حجازي وايه......
نور ولوله

قومي ملېشې؛ نابودوونکې تجربه!

قومي ملېشې زمونږ د هېواد يوه نابودوونکې تجربه ده، دا تجربه د شورويانو پر ضد ولسي مقاومت او مجاهدينو پر خلاف نجيب او کارمليانو يو ځل تر سره کړې ده، پايلې يې همغه وې چې بسته اردو او نظامي بنسټونه يې پرې نابود کړل، او حتى خپله نجيب يې خارج ته له تېښتې وتمبولو! اوسنۍ ملېشه سازي يوه بې سره لوبه ده او له اور سره لوبه ده، له حالاتو داسې ښکاري چې سولې سر خوړلى، خو يوه خبره ده، چې که خبره د جنګ شوه نو دې ملېشو د طالبانو په مقابل کې زور ازمويلى دى او ازموده را ازمودن خطاست! د ولسواليو ارام سقوط او د ملېشو بسيجول د کومې پټې معاملې برخې ښکاري، ظاهراً موخه همدا ده چې د وطن برخليک له جنګ سره غوټه شوى، يو دوامداره جنګ چې خوراک به يې افغانان وي او ګټه به يې د منطقې او نړۍ...
نور ولوله

ډېرو يارانو کې تنها سړي؛ لنډ تأثر!

د دې وطن يو شمېر ورک نومي خادمان شته چې لکه د سمندر په خپل تل کې ډېره خدمتګاره پانګه لري، مصطفی عمرزی مې چې د مرګ په چغه وپېژانده او بيا يې فېسبوک ته ننوتم نو دې ګمنام انسان چې د افغانستان ملي ادب ته کوم کار کړی هغه ډېرو څرګندنومو کړی نه دی... اخوا په کوزه پښتونخوا کې د طاهر افريدي مړينه هم هم مهاله وه، هغه هم پښتو ادب ته يو عمر کار کړی او ډېر پښتانه ليکوالان يې پر صفت بوخت دي. خو ما لپاره چې څه بوږنوونکي ښکاره شول؛ دا دي چې: د عمرزي په جنازه کې هم څلور پنځه کسان وو او د افريدي تابوت هم ډېر بې کسه په جومات کې پروت و، دا هغه کسان وو چې په ژوندانه او ځوانۍ کې به يې بنډار ته ډېرو تلوسه لرله خو نن يې مړي په هغو ډېرو يارانو کې يوازې د څو زړه خوږو کسانو په اوږو بار دي، که دا کار د کرونا وايروس ...
نور ولوله

پښتو ورځ او د موسى شفيق ياد!

د پښتو ژبې د ورځې په خاطر بايد د شهيد محمد موسى شفيق يادونه وشي. نوموړي د پښتو شعرونو ټولګه "پيغام"، پښتو او دري کيسې "عبقريان او نورې کيسې"، د ننګرهار د شاعرانو تذکره "د ننګرهار شاعران" او همدا راز ګڼې مقالې او ليکنې لکه د لور قاتل، د شيطان برى، د پسرلي اختر او عرف د اسلامي فقهې له نظره په ميراث پرېښي. موسى شفيق لوړې زده کړې او د حقوقو ماسټري په مصر کې کړي، او بيا يې د بين الدول حقوقو ماسټري د نيويارک د کولمبيا پوهنتون څخه اخېستې او په نړيوالو مسايلو کې يې هم بل سند له هارورډ پوهنتون څخه ترلاسه کړى. موسى شفيق د افغانستان خارجه وزير او صدراعظم پاتې شوى. دغه ملي ...
نور ولوله

حماس د فلسطين د ازادۍ رمز دى

دا د فلسطين او اقصى د ازادۍ قهرمانان دي، دوى د اسر ائيل او غرب د تعدي او نيواک په وړاندې د خپلې خاورې د ازادۍ او شرف جهاد کوي، او دوى د غلامې اسلامي نړۍ د بې غيرتۍ په ډوب ماحول کې د غيرت او صمود شهکارۍ کوي. د نړۍ تاريخ په دې ګواه دى چې نه خو اشغال په مدني مزاحمت تمبېږي او نه خو کومه نظريه د زور او قوت په خلا او تش لاسۍ کې د بري مزلونه کوي. حماس د فلسطين د ازادۍ رمز دى، د اسلامي هېوادونو د ازادۍ لپاره د مبارزې همغه کلاسيکه او روايتي حللاره ده؛ اشغال په ډب ووځي او ازادي په زور اخېستل کېږي. ...
نور ولوله

اقصى کوم لومړيتوب؟

يوه ستونزه او يو پېغور چې په افغانستان کې تل د خپل فکر پر مخالف ورتپل کېږي د اولويت لفظ دى، دې تپنه کې نو سکولار دواتشه ګان او درباري شيخان لکه د کنځلو سخت ناميان دي. لومړيتوبونه معمولاً د چارو د ښه سنبالښت په موخه په پلانَونو کې کارېږي، دغه انتخاب د کارونو د مهموالي او عاجلتوب او غير مهموالي او ناعاجلتوب له مخې ترسره کېږي. لومړيتوبونه د کاري ماحول اصطلاح ده او دغه لومړيتوبونه د فرد له ژونده نيولې د حکومت او ملت تر دايرې خپل وسعتونه لري. زمونږ ارزښتونه! مونږ د يو ملت په توګه د خپلو ارزښتونو دوه په خپلو کې جوړ جوړښتونه لرو؛ اسلامي او ملي. د ارزښتونو په دې اډانو کې مونږ تل د عمل او عکس العمل ...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک