د غني ثبت شوې وينا؛ لنډ تأثر!
مخکيني ولسمشر غني له کابل او واک نه د وتلو وروسته، ملت ته لومړۍ وينا وکړه، د غني په خبرو کې مهم ټکي دا وو:
لومړى:
نوموړي د ده د حکومت له خوا د پيل شويو سولې خبرو اترو له تداوم نه حمايت اعلان کړ، چې دا مهال يې پخوانى ولسمشر کرزى او د سولې شورا مشر عبدالله عبدالله پر مخ وړي. دا يو مثبت پيغام دى او د صالح له هغه موازي سرپرستۍ نه هم مشروعيت اخلي چې هغه پرون د مخکيني ولسمشر په نه شتون کې ځان سرپرست ولسمشر اعلان کړى و، هغه چې نوموړي په کې د مقاومت د بلې هستې اعلان ته لفاظي کوله.
دويم:
د سولې په خبرو کې يې درې ملامت لوري وښودل؛ حکومت، طالبان او نړيوال شريکان.
دريم:
په خبرو کې يې دا اشارې ورکړې، چې هېواد ته به بيرته راستنېږي، هغه د ملا محمد عمر مجاهد، امير شېرعلي خان، امير دوست محمد خان او امير عبدالرحمن خان مثالونه ورکړل او په پاى کې يې واضح وويل، چې پر مشورو بوخت دى تر څو هېواد ته بېرته ستون شي؛ که هغه واقعاً راځي نو په زور او جنګ نه شي راتللى او چې راځي نو د طالبانو له نوي جوړېدونکي حکومت او مشرتابه سره به په تفاهم کې راځي، که دغسې وي نو د پردې تر شا شايد څه تفاهمات او جريانونه موجود وي.
څلورم:
په دې اړه چې هغه برحال ولسمشر دى که نه؟ ساکت پاتې شو، دا په دې معنى اخېستل کېداى شي چې هغه د راتلونکو تحولاتو په وړاندې مزاحم نه واقع کېږي.
هغه په کابل کې د وينو تويدلو پر مخنيوي حساب کاوه او دا چې هغه د پراخو ويجاړيو د مخنيوي په خاطر کابل پرېښود؛ خوشحاله و.
