No-IMG

انجنير احمد شاه احمدزي د اسلامي نهضت د لومړي نسل مبارز انسان

انجنير احمد شاه احمدزي د اسلامي نهضت د لومړي نسل مبارز انسان خپل روح رب ته وسپاره.

د اسلامي نهضت د زلميتوب په احمدزي کې مبارزه هېڅکله زړه نه شوه، نوموړى تر مرګه يو فعال او مبارز انسان پاتې شو.

کله چې د اسلامي نهضت ستر مشر عبدالرحيم نيازى د سرطان له رنځه کړېده او د نهضت په چندو هند ته د درملنې لپاره لېږدېده نو انجنير احمدزى ورسره و او دى د نيازي د ژوند وروستيو شېبو ملګرى و، نيازى وفات شو او دې ځوان احمدزي يې جنازه بېرته د کابل هوايي ډګر ته راوړله او بيا هغه ورځ د هوايي ډګر لوى سړک تر پل خشتي مسجده د جوانان مسلمان پر انقلابي حضور ښورېده، کابل دغسې منظمه او پرشوره او د لوى حضور جنازه نه وه ليدلې...

هغه مهال چې شيخ احمد ياسين شهيد شو؛ دلته په کابل کې د بهرنيانو په نظامي شتون او د نهضت په بايللي شان او سقوط کې د شيخ غايبانه جنازه يو جرائت و او دا جرائت ارواښاد انجنير احمدزي وکړ، دا جنازه د نهضت شعوري او نظرياتي لارويانو ته د مورال حادثه وه، نهضتي انسان پر دې پوهېږي.

انجنير احمد شاه احمدزى د افغانستان د خپلواکۍ، سولې او ثبات او پرمختګ ارمانجن مبارز و. الله تعالى دې يې فردوس جنت په برخه کړي او کورنۍ او خواخوږو ته دې يې جميل صبر او ستر اجرونه ورکړي.

اللهم اغفرله وارحمه ولا تعذبه ونور قبره واجعل الجنت مثواه

انا لله و انا الیه راجعون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک