No-IMG

علامه اقبال؛ يو تاثر!

حمزه بابا په عقيدوي او ادبي لحاظ له څو مرحلو تېر شوی، هغه يو مهال له خدايه منکر شو، په کامله معنی ملحد وو، خو لټون يې کاوه، رب يې لټاوه او بالاخره يې څو کاله وروسته وموند، بيا نو کلک مسلمان شو او تر پايه يې صوفيانه او ژوندۍ ګډه شاعري وکړه... حمزه بابا مسلم ليګی شو او په درز کې په کې روان وو، په ټوله مانا پاکستانی وو، د هغه په شاعرۍ کې به د باچاخان د مبارزې او د عبدالصمد خان د ژوند رنګ او عکس ونه ګورئ، ځېنې وايي چې بيا يو وخت د خانانو په ګوند ورګډ شو...

علامه اقبال هم په فکر و شاعرۍ کې له مرحلو تېر شوی، ښايي يو وخت يې د برېتانيا ملکې ته شعر ويلې وي او دا د ۱۹۰۱ ميلادي کيسه ده، بيا يو وخت ملتپاله هندی شو، د هغه د همدې ملتپالنې یو شعر اوس هم د هندوستان په ملي ترانو کې شته... خو وروسته چې بيا هندي ملتپاله زعامت په هغه مهال کې د تنوع او زغم ظرفيت لږ درلود، علامه اقبال د همدې مرحلو په پېچ و خم کې ژوند او فکر تجربه کړ او بيا په کې د اسلامي تمدن د احيا هغه وارث او امين شاعر او مفکر شو، چې د اسلامي دورې د احيا ټول جريانونه لږ تر لږه د همده د فلسفي او متعهدې شاعرۍ په کتار کې سره ګډ ځي او ټول يې خپل ګڼي.

د علامه په اړه ستونزه دا نه ده چې ګنې هغه د پاکستان تصور وړاندې کړی وو او دا چې هغه د پاکستان خوب ليدلی وو... دا خبره خپله د ماخذونو په سپيناوي کې لا تياره ده، د علامه خپل زوی دا خوب او دا تصور ريښتيا نه بولي، ريښتيا خبره دا ده چې له دې سکولرانو نه د خپل افغان سيد پوښتنه ولې نه کوئ؟ والله تاسو ترې په شخصي محفلونو کې د احمد شاه بابا پوښتنه وکړئ نو شامتونه پرې وايي... پوهېږئ ستونزه چرته ده؟ د دوی ستونزه له اسلام سره ده، دوی کله هم احمد شاه بابا په دې منظر کې نه مني چې هغه د شاه ولی الله دهلوي رحمة الله عليه په غوښتنه د هندي مسلمانانو مرستې ته ورغلی، دوی کله هم د ميرويس نيکه د جګړو لپاره د مدينې د عالمانو فتوای د بنسټ په توګه نه شي منلی، دوی د افغان سيد پان اسلامېزم څنګه ومني؟ نو چې ستا خپل درسره نه مني نو اقبال پرې څنګه منې؟

دوی چې د هندوستان د خاورې اقبال د وروسته زيږيدلي پاکستان په ګناه ګوښې کوي، دوی ولې د اسفنديار دا پاکستاني لړموني نه نقدوي، د هغوی جنون او لېونتوب ورته فلسفه ښکاري، هغه چې د لفظونو په ګډوډۍ او يوازې د اسلام او ملا په دښمنۍ کې يې د بغاوت ادبيات د فلسفې په نوم پر خلکو ورتپلي... دوی ته دا ليونۍ شاعري چې د اسلامي تمدن له لومړي پيله تر دې دمه په هر مهال کې يې لکه د مار ولونه خوړلي، تکرار نه ښکاري... نو خو د اسلام نه بغاوت وکړه، تاريخ يې رد کړه، احکام يې په زميو ومينځه، ملا او حورې او جنت و دوزخ وښکنځه بس ته فلسفي يې، او دا فلسفه ورته په هر حال کې نوې ښکاري، تکرار نه... خو که اقبال راجيګېږي او نظامونه ننګوي، پر ميدان ودرېږي او د يو تصور او يو بل نظام خبره کوي او د يو بل تمدن د احيا غږ پورته کوي نو دا ورته يوازې يو شاعر ښکاري، ځکه هغه د اسلامي ويښتابه حامل اقبال وو...

اقبال چې د افغانستان له خاورې او ملت سره کومه مينه لري هغه لکه جنون وو او هغه د اقبال د عشق مرکز وو، اقبال چې احمد شاه بابا، سيد جمال الدين افغان، غازي امان الله خان، نادرخان او نور مشاهير په کومو لفظونو کې اوډلي دا د کوزې پښتونخوا په ټوله شاعرۍ کې نه شته، که نه دا يې ګز او دا يې ميدان...

سکولرېستان خپله شخړه لري، دوی يې په دې هم نه تلي چې ته کوم اسلامي جريان سره يې، دوی د اسلامي جريانونو له هر مطرح لوري سره ډزې کوي، ملا ټکوي، تبليغي توهينوي، سیاسي اسلاميونو سره يې شخړه ده، دوی داسې ټولنه غواړي چې هلته دې يوازې دوی منظم وي او نور هر څه دې ناتنظيم شوي اوسي... دا شخړه اسانه نه ده، دوی به پای په کې څملي، ملتونه هيڅکله له خپلو اصالتونو نه شکېږي...دوی کله هم له نور ملت او جريانونو سره ګډ ځکه نه شي تللی، چې د ملت نور استازي خوځښتونه په ملي او اسلامي دواړو محورونو کې مطرح دي...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک