د وحيدالله مصلح لیکنی
علامه حبيبي؛ پښتو ادب د تاريخ سپړونکى!
د لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي روح دې ښاد وي، د پښتو ادب د ستوري لقب به پر چا لږ او پر چا ډېر صدق کوي، خو که چېرې پښتو ادب يو ستورى لرلى نو هغه به علامه حبيبي واى.
دغه لوى استاد د افغانستان مختصر تاريخ په علمي معيارونو وليکلو، د پښتو ادب تاريخ يې وليکلو، تر اسلام وروسته افغانستان يې وليکلو او د پښتو شاعرانو تذکره يې وليکله.
د مرحوم علامه مجموعي اثار تر 130 ډېر دي، دا اثار لکه د ننني وخت د انټرنيټي جال کاپي پېسټ نه دي بلکه دا د استاد حبيبي د زړه د وينو ليک او تحقيق و.
علامه د پښتو ادب د تاريخي ريښې سپړنه وکړه، که دى نه واى نو پښتو ژبه به د مرحوم ظاهرشاه له حکومتولۍ خلکو حسابوله، دا خو علامه حبيبي و چې د پټې خزانې پر تاريخي ...
نور ولوله
د امت نر بچيه!
د امت نر بچيه نن مې بې واره په زړه راورېږې، زمريه څه د ګيدړو خوراکه شوې... ستا د وينا په انګازو کې رعب و او ستا د اواز په ټون کې زور و، دا رعب او دا زور د يوې نظريې او يو موقف له شوره و چې ستا په غږ کې به يې انګازې کولې...
د امت نر بچيه!
ته د مصري ملت لومړى او وروستى مشر وې چې د ملت په خوښه د واک مسند ته راغلې او د سکولارېسم په تشدد کې زندان ته لاړې، تا د مصر ملت ته د بيان ازادي راوړه او سکولارېسم دا ازادي د ملت په ستوني کې وربنده کړه، تا خلکو ته د لاريونونو او نيوکو ازادي ورکړه او سکولارېسم پر نيوکو قطغن ولګولو او په خلکو يې زندانونه ډک کړل، تا د رايې ازادي رامنځته کړه، تا او ستا د اساسي قانون رايو د ريښتينو ازادو ټاکنو عکاسي کوله خو د سکولارېسم کودتاچيا...
نور ولوله
شيخ ازره وال؛ د سنتي ټولنې او اسلامي ويښتيا د وصل سړی!
د اسلامي حرکت يوه لويه خاصه دا ده چې صف يې تنوع لري، په اسلامي حرکت کې د ګډې موخې لپاره مولوي، ډاکټر، انجنير او اُمي ټول شريک کار کوي، ته به حيران شې چې په اونيزه ناسته کې يو لوی عالم د عصري علومو له فارغ نه د فکر او دين خبره په شوق اوري. مونږ الحمدلله په همدغسې متنوع پييل شوي جريان کې روان يو.
په همدغسې متنوع جريان کې هغه مهال چې لا جمعيت اصلاح رسمي نوم نه درلود، مونږ به د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز ته تللو او هلته به مو شيخ الحديث مولوي صاحب امين الله ازره وال حتماً کتلو، دغه مهال چې استاد محمد نعيم جليلي زمونږ د دعوتي قافلې مشري کوله مولوي صاحب يې ښی لاس او د تربيت مسئول و. ما چې ابله ورځ د شيخ صاحب پر مړينه د ويرجن استاد جليلي صاحب غموونکي پسټونه کتل نو د دوی دواړو د خوږې يارۍ دغسې...
نور ولوله
حوت ۲۴مه؛ د هرات پاڅون او خلقي شواخون!
عام ولس د هرات پل مالان سره په خوا کې راټول شوي وو احتجاج يې کاوه، او کله چې د ښار په لور پر پله اووښتل د ښار ډډې ته ولاړو ټانکونو پرې ناببره ډزې پيل کړې، د ښار په کوڅو کې ډزو انګازې وکړې او ډېر ژر خلک خبر شول چې ټانکونو پر بېګناه او سوليز لاريون ډزې کړي او عام وژنه يې رامنځته کړې، ټول دکانونه وتړل شول او ښاريان ټول د پل مالان په لور راغلل، د تکبير نارې وې او ښار بيا ټول په لنډ وخت کې پاڅونوالو ونيو... په فرقه کې مسلمانو افيسرانو د ولس خوا ونيوله او ډېر زر يې فرقه د ملت له احتجاج سره مل کړه، هرات ټول د کودتا او کمونېزم پر ضد ودرېد، ولس او عسکر يو موټی وو...
دغه پاڅون د کودتا پر ضد او د اسلامي شعايرو پر ننګه راپورته شوی وو، پاڅون د نظام د پليسي او استخباراتي وژونکي جال پر ضد راپورته شوی وو...
نور ولوله
د شوروي په غلامۍ کې د ذوب شوى جنرال مړه جسد ته پيکر مطهر ويل د ملت پر ارزښتونو ډزې دي
د شوروي په غلامۍ کې د ذوب شوى جنرال مړه جسد ته پيکر مطهر ويل، د لوى درستيز حاضري، او په شاندارو مراسمو يې په خاورو کولو ته د کمېسيون ټاکل هغه څه دي چې د ولس او جنرالانو تر منځ د اړيکو او واټن د اندازې لپاره کفايت کوي.
نبي عظيمي؛ دغه ملي ضد څېرې ټول عمر د نظامونو په پرځولو او کودتاګانو کې په ونډو تېر شو. وروستۍ کودتا يې د ملګرو ملتونو د سولې پر طرحه وه، چې د يو شمېر معلومو قومندانانو په ملتيا يې د صلحې پر ځاى کورنۍ جګړه غوره او پيل کړه.
نبي عظيمي د هغه اردو جنرال و، چې د کارمل او نجيب په مشرۍ يې د شوروي ګټو لپاره د خپل ملت قصابي کوله، له بده مرغه په تېر کې د وطن اردو ملي پاتې شوې نه ده، نه يې د نظام ساتنه کړې، نه يې د نظام د مشر او نه د ملت د اقدارو. که په ...
نور ولوله
د استاد اربکان تلين؛ لنډ تأثر!؛ د اسلام او غرب د خبرو اترو راتلونکی!
ليکنه: مرحوم استاد نجم الدین اربکان رح
ژباړه: ډاکټر وحیدالله مصلح
يادښت:
استاد نجم الدین اربکان په ترکیه کې د عثماني خلافت تر ړنګېدو وروسته د اسلامي ویښتابه له بنسټګرو مشرانو څخه دی، نوموړی د ملي نظام، ملي سلامتي، رفاه، فضيلت،او سعادت په نوم اسلامي تنظيمونه تر هرې مصادرې وروسته جوړ کړي دي. مرحوم اربکان په ۱۹۹۶ کې د رفاه ګوند په اډانه کې په ټاکنو کې لومړی مقام واخېست او ايتلافي حکومت يې جوړ کړ، هغه ډېر زر د لويديز د اقتصادي غلامۍ نه د ژغورنې په موخه د هغوی د G 20 په مقابل کې د D 8 طرحه وړاندې کړه، او له اسلامي هيوادونو سره يې د ترکيې اړيکې تودې کړې له همدې امله لويديز ...
نور ولوله
افغان شوروي جګړه؛ لاسپوڅي او اتلان!
د شوروي پر ضد جګړه کې يو لوی ملت د خپل شرف او ازادۍ لپاه وجنګېد، شورويان له نظرياتي تيري نيولې تر نظامي اشغاله زمونږ د ملت له روان او ځان سره وجنګېدل، دوی زمونږ عقيده پر مارکسېزم او وجود پر نيپال وويشته، خو د دې ملت روان په هر ټکر کې پياوړی او وجود مو په هر نپيالم، سکاډ او اورا ورښت کې خور شو او ډېر شو.
د دلوې په شپږويشتمه د شوروي ځواکونو وروستی قومندان بوريس ګروموف د دوستۍ پر پله اووښته او خپلو مشرانو ته يې کنځلې کولې، دا داسې جګړه وه چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو ستر جنرال الکساندر ماياروف يې په اړه وايي چې: د افغانستان جګړه د شوروي اتحاد له خوا تر سره شوې وروستۍ جګړه ده، دا له هغو وروستیو ځان وژونکو ماینونو څخه یوه راوختله چې یو لوی دولت پرې والوت او دړې وړې شو...
نور ولوله
ازادۍ او بلواکۍ جګړه او ارواښاد مجددي!
د ارواښاد حضرت صاحب کورنۍ په تاريخي لحاظ د روحاني سلسلې تر څنګ د معاصر اسلامي ويښتابه په ملي او نړيوالو دواړو برخو کې ژوندى نقش لرلى دى.
مجددي کورنۍ او اخوان المسلمون!
کله چې د ارواښاد محمد هارون مجددي پلار په مصر کې د افغانستان سفير او مختار وزير وو، دغه مهال محمد هارون مجددي د زده کړو په دوران کې له اخوان المسلمون سره اړيکې پيدا کړې، شخصاً يې له شهيد امام حسن البناﺀ سره ملګرتيا شوه او د اخوان غړى شو، نوموړى په اخوان کې له اسلامي نړۍ سره د اړيکو د انجمن مشر شو. د امام تر شهادت وروسته بيا د دويم مرشد عام امام حسن الهضيبي سره د مشرانو په کچه غړى وو. ارواښاد محمد هارون مجددي د اخوان المسلمون له نورو غړيو سره يو ځاى د جمال عبدالناصر ټولې شکنجې، ظلمونه او زن...
نور ولوله
د نظم او ډسپلين کيسه!؛ د امام حسن البنا د شهادت ورځې په مناسبت!
مرحوم مرشد عام حامد ابوالنصر
وحيدالله مصلح
د ۱۹۳۷ اوړي موسم وو، د مصر په زخیله سيمه کې څلویښت ورځینی مخیم جوړ شو، نوموړي مخیم ته زه هم بلل شوی وم، د سمندر په غاړه د خیمو یو ښار ګوټی اباد شوی وو، په لومړي سر کې استقبالیه او امنیتي خیمې وې، له هغې نه لږ مخکې خوړنځای وو، ورپسې د لمانځه او د اجتماع ځای وو، له دې سره په خوا کې د اجتماع د ناظم او مرستیالانو خیمې وې، او د ټولو خیمو په منځ کې یوه وړه خیمه د مرشد عام امام حسن البناء د دفتر او اوسیدانې لپاره ځانګړې شوې وه.
د مخیم ګډونوال ټول ۴۰ تنه وو، دوی د عمر، تعلیم او مقام او مرتبې له نظره سره بېلابېل وو خو د فکر او نظر له اړخه سره ورته وو، په نوموړو ګډونوالو کې د هیواد مشه...
نور ولوله
استاد محمد عاطف؛ د وسطيت او تمدني ټکر لويه حادثه!
مونږ چې پرون د استاد پر قبر خاورې واړولې او چې د وروستي ځل لپاره مو قبر د خوېندو دعا ته پرېښوده؛ هغه وروستۍ مخه ښه تر ټولو ترخه او درنه وه، مونږ چې سلگۍ وهلې نو ايله مو زړونو ته دا ننوته چې مرشد ريښتيا هم شهيد شوی او دا چې مونږ ستنېدو او خاورو رانه قايد ايسارولو دا يوه لويه حادثه وه چې زمونږ زړونه يې ماتول، په دې ماتو زړونو کې يو قهر او بغض و چې د زړونو دا مات درزونه يې د متينو ارادو، تحريکي جذبو او قامت قامت ودرېدو پر سره لاوا بېرته رغول...
هو زمونږ په سترگو کې د يو قايد په وېر کې اوښکې وې خو د قايد په هغه حرکي قدوه کې چې د هغه منفرده خاصه وه؛ دې اوښکو د اوښکو نه، د عزم لارې جوړولې، مونږ د هغه له قبر نه په نهيلۍ نه بلکې په يو عزم، زړه ورتيا او متينو هوډونو راستانه شو، زمونږ اوښکې زمونږ ن...
نور ولوله
استاد قانت؛ د نظرياتي ژوند سپړنه!
نوی نوی مې ننګرهار طب پوهنځی پيل کړی و، څه وخت وروسته پېښور ته لاړم او موده وروسته مې نصرت مېنه کې د خپل مالت په پخواني مسجد کې لمونځ وکړ، استاد دوکتور صفت الله قانت صاحب تر روغبړ او پوښتنې ايګنې وروسته وويل چې کله تللې نو بيا ما وګوره، ما مې کارونه خلاص کړل او د استاد خوا ته ورغلم، دروازه مې ټک ټک کړه او چې استاد راووتلو نو په ورين تندي يې ښه راغلاست وويلو،او بيا يې يو ښايسته قلم را ته ډالۍ کړ.
استاد دغسې يو مهربان شخصيت درلود، هغه په ټولنه کې ځوانان په نظر کې لرل او ورسره په يوې داعيانه اړيکه کې و، د استاد دا اړيکه د اسلامي دعوت د پراختيا يوه بريالۍ او ډېره تجربه شوې سټراټيژي وه او ده.
اسلامي نظرياتي کار؛ لنډ تمهيد!
په ا...
نور ولوله
نېشنليان او نظرياتي کشمکش!
احمد شاه بابا چې کله د افغانستان حدونه ټاکل او امير عبدالرحمن چې کله يو قوي مرکزي حکومت جوړاوه نو دا يې په تعريف شوي ملتپالنه کې نه ترسره کول، دا هر څه ډېر طبيعي وو. خو په شرق کې په ځانګړي ډول په شلمه پېړۍ کې ملتپالنه په تعريف شوې اډانه کې لوستي قشر ته معرفي شوه، دې ملتپالنې ته ځانګړي عناصر وټاکل شول او د همدې عناصرو په اډانه کې پولې او حکومتونه وټاکل شول، دا عناصر پر قوم، ژبې، رنګ، نسل، تاريخ او دين راټول وو. عموماً په ملتپالنه کې دين د خلکو په عنعناتو تعبيريږي، يو څو خاص مراسم وي او نور د ژوند په چارو کې دين ته صبر وي.
نشنليان او د نظريې لټون!
په دې ډول نو ملتپالنه په دغه عناصرو کې يو داسې ظرف دی چې د ژوند لپاره کومه مشخصه نظريه او سېسټم نه لري، بلکه کې...
نور ولوله
