جيلاني ګل ماما؛ يو مخلص او عابد انسان!
جيلاني ګل ماما د هجرت د سختو خواريو يو ټسېدلى افغان چې ځواني يې د چپيانو په جنګي او قهري انتخاب کې لو لپه شوه او په ارزښتي مخامخېدنه کې يې ژوند ټول د پردي وطن په بې وسيو کې تېر کړ، دا بې وسي او دا پردېسي د هغه انتخاب نه و بلکه دا د ثور کودتا جبر و چې په سلګونو زره افغانان يې د خپل عتاب په بټ کې نينې کړل.
هغه يو عابد او ذاکر انسان هم و او يو خواريکښ شخصيت هم، هغه د عمر په ټول مسير کې د لاس په تڼاکو روزي ګټله، همدا د هغه د ژوند غرور و او هغه په کې د بل تمې ته خپله اروا ايل نه کړه. له کار نه به چې ستړى راغى نو په همغه ستړتيا کې به يې د خداى کور ته په حاضرۍ کې ستوماني ويستله.
جيلاني ګل ماما په خپل همدې پردېس ژوند کې خپل اولادونه پر علم او صالحيت سنبال کړل، د هغه اولادونه د نوموړي هغه ثمر و چې دى يې د عمر په پاى کې سيوري ته دمه شو، اولادونو يې په ډېر اخلاص خدمت وکړ او د هغه هېڅ ارمان يې نيمګړى پرېنښود.
جيلاني ګل ماما د مرکې او مجلس انسان و، ډېرې خوږې خبرې يې کولې او خبرو به يې راساً زړه ته لار کوله.
هغه ډېر مينه ناک انسان و، له لويانو او وړو سره يې خپل خپل انداز درلود، يو رک او راست انسان و او منافقت يې پر کاڼو ويشته.
دغه عابد انسان بالاخره په پردېسۍ کې خپل روح رب ته وسپاره، روح دې يې ښاد وي.
د جيلاني ګل ماما د مړينې تسليت د نوموړي کورنۍ او په ځانګړي ډول مولوي صاحب واحد الله عاصم ته وايو.
اللهم اغفرله وارحمه ولا تعذبه ونور قبره واجعل الجنت مثواه
انا لله و انا الیه راجعون
