د حكمتيار لیکنی

حکمتيار: نن افغانانو ته دا فرصت په لاس ورغلى چي خپل برخليك په خپله او د پرديو له گواښ او فشار پرته وټاكي

د لوى اختر رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالىٰ پر افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت؛ د خپل وسيع رحمت او پېرزوينو سيورى وغوړوي؛ د دوى عبادات او دعاءگاني قبولي او نېكي هيلي ترسره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو او د پرديو له سلطې او اشغال ئې وساتي، واقعي او دائمي آزادي، عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د واقعي اسلامي نظام په قائمولو او تلپاته كولو سره د افغان ولس د ټولو شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو سپېڅلي آرمانونه محقق كړي. إن شاء الله افغانستان؛ دا د شهيدانو په وينو سور هېواد؛ او دا د إيمان او عزت كلك سنگر به زموږ مهربان رب د ټولو دښمنانو له شرارتونو ساتي؛ د هغو ناولي عزائم به شنډوي چي د سرلوړي، خپلواك او اسلامي افغانستان تأسيس د خپلو سپېرو عزائمو او موخو خلاف گڼي...
نور ولوله

حکمتيار: د اساسي قانون تشه بايد ژر ډكه شي؛ موږ بايد داسي اسلامي قانون ولرو چي د ټول امت لپاره مثال شي

بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم د لوى اختر پيغام الله اكبر الله اكبر لا إله الله و الله اكبر الله اكبر و لله الحمد ... وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا 2 وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا 3  الطلاق وروڼو خوېندو! گرانو وطنوالو! د لوى اختر رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالىٰ پر افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت؛ د خپل وسيع رحمت او پېرزوينو سيورى وغوړوي؛ د دوى عبادات او دعاءگاني قبولي او نېكي هيلي ترسره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو او د پرديو له سلطې او اشغال ئې وساتي، واق...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب درې څلويښتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د سرطان ۱۱مه؛ ۱۴۰۲: د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله دري څلوېښتمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو. نوموړي د ننني درس تر پيل وړاندي وويل: اجازه راكړئ تر ننني درس وړاندي له تاسو يوه پوښتنه وكړم: آيا په دې مو كله فكر كړى چي تاسو به هره ورځ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په څومره حديثونو عمل كوئ؟ كه غور وكړئ او وئې شمېرئ نو ښايي هره ورځ په سلگونو حديثونو عمل كوئ؛ له خوب پاڅېدو سره سم اودس كوئ؛ د اودس فرائض، سنن او مستحبات؛ لمونځ؛ فرائض، واجبات، سن...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب دوه څلويښتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د سرطان ۴مه؛ ۱۴۰۲: د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۴۲مه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو. نوموړي تر ننني درس وړاندي وويل؛ يوه مهمه ضمني موضوع يادول راته ضروري برېښي او هغه دا چي د قرآن له آيت انكار او نه منل كفر دئ؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم له صحيح حديث انكار كفر دئ؛ خو تر دې ستر كفر هم شته؛ الله تعالى او د هغه كتاب؛ قرآن ته؛ دروغجنه او عيبجنه خبره منسوبول ستر كفر دئ او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دروغجنه او عيبجنه خبره منسوبول هم ستر كفر دئ؛ الله تعالى د قرآن په اړه همداسي فرمايلي او...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب څلورمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د جوزا ۲۸مه؛ ۱۴۰۲:   د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار او د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو. نوموړي د صحيح البخاري د کتاب البيوع (پېر پلور) په ١٦باب او د خپل مخکني درس په دوام وويل؛ (قسم برکت له منځه وړي) هلته چي فرمايي: 999 ـ عَن أَبَي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «الْحَلِفُ مُنفِّقَةٌ لِلسِّلْعَةِ مُمْحِق...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب درېيمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د جوزا ۲۴مه؛ ۱۴۰۲: د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار او د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله درېيمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو. نوموړي د خپل مخکيني درس او د صحيح البخاري د کتاب البيوع (پېر پلور) د ٩م باب په دوام وويل: (د رسول الله صلى الله عليه و سلم له خوا په قرض پېرل) هلته چي فرمايي: 992 ـ  عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ مَشَى إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِخُبْزِ شَعِيرٍ...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب دوهمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د جوزا ۲۱مه؛ ۱۴۰۲: د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله دوهمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.   نوموړي د خپل نوي درس تر پيل وړاندي وويل: د الله تعالى كتاب او د رسول الله حديث او سنت زموږ دين او مذهب دئ؛ له هر چا او په هر كتاب كي چي صحيح حديث ومومو؛ منو ئې او عمل پرې كوو؛ د حديث د صحت لپاره زموږ شروط او معيارونه همغه دي چي د حديث او فقه ائمه وو وضع كړي؛ هم د روايت او هم د راوي په اړه؛ د روايت د صحت په اړه د هغوى شرائط دا دي: له قرآن سره به مطابقت لر...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب لومړی درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د جوزا ۱۷مه؛ ۱۴۰۲: د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس د پيل په لړۍ کي خپله لومړنۍ درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.  نوموړي خپل نوی درس د صحيح البخاري د کتاب البيوع (پېر پلور) پر عنوان پيل کړ او وئې ويل: د الله تعالى دا قول: ((فاذا قُضيت الصلاة. . . )) ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ تر دې وړاندي چي د باب اړوند روايت وڅېړو؛ ښه به وي چي دا آيت او يو ترې وړاندي له نظره تېر كړو؛ آيتونه دا دي: يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓا...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب شپږ دېرشمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د جوزا ۱۴مه؛ ۱۴۰۲: د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله شپږ دېرشمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو‌. نوموړي د خپل مخكيني درس په دوام وويل: د مؤمن انسان درايت او عقل ته چي كوم ارزښت او اعتبار وركړى شوى؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم چي په دې ارتباط كومي لارښووني كړې؛ ځيني ئې دا دي: 23443- عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عُبَيْدِ اللهِ الثَّقَفِيِّ، قَالَ: لَمَّا بَعَثَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُعَاذًا إ...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب پنځه دېرشمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د جوزا ۱۰مه؛ ۱۴۰۲:   د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله پنځه دېرشمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو. نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل: ٣٢ باب: د روژې وصلوونکي سزا 956 ـ عَنِ أبي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الْوِصَالِ فِي الصَّوْمِ فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ مِنَ الْمُسْلِمِينَ: إِنَّكَ تُوَاصِلُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «وَأَيُّكُمْ مِثْلِي إِنّ...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب څلور دېرشمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د جوزا ۷مه؛ ۱۴۰۲: د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار او د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار څلور دېرشمه درسي حلقه دائره شوه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.   نوموړي د صحيح البخاري(د روژې كتاب) او د عاشوراء اړوند مخكيني درس په دوام وويل: د عاشوراء په اړه متعارضو رواياتو ته په پام سره؛ زه دې نتيجې ته رسېدلى يم چي نه په خپله په دې ورځ روژہ نيسم او نه بل ته د روژې نيولو مشوره وركوم، دا راته غوره برېښي چي نفلي روژې يوازي په دې توگه وي: د عرفې ورځ، د شوال مياشتي شپږ ورځي، ايام بيض (د هري مياشتي ديارلسمه، څوارلسمه ...
نور ولوله

د حکمتيار صاحب درې دېرشمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د جوزا ۳مه؛ ۱۴۰۲:   د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار او د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله ۳۳مه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.   نوموړي د صحیح البخاري د روژې كتاب په ۹باب کي تر دې عنوان لاندي چي (د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا قول: نه ليک کولی شو او نه حساب) وويل: 931 ـ عن ابْن عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: «إِنَّا أُمَّةٌ أُمِّيَّةٌ لا نَكْتُبُ وَلا نَحْسُبُ الشَّه...
نور ولوله

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک