د حکمتيار صاحب درې څلويښتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د سرطان ۱۱مه؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ
د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله
دري څلوېښتمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د ننني درس تر پيل وړاندي وويل:
اجازه راكړئ تر ننني درس وړاندي له تاسو يوه پوښتنه وكړم: آيا په دې مو كله فكر كړى چي تاسو به هره ورځ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په څومره حديثونو عمل كوئ؟ كه غور وكړئ او وئې شمېرئ نو ښايي هره ورځ په سلگونو حديثونو عمل كوئ؛ له خوب پاڅېدو سره سم اودس كوئ؛ د اودس فرائض، سنن او مستحبات؛ لمونځ؛ فرائض، واجبات، سنن او مستحبات ئې، ناشتا ته لاسونه مينځل، په بسم الله ئې پيلول او په الحمد لله ئې ختمول؛ پنځه وختونه لمونځونه، جامه او څرنگوالى ئې، له هر چا سره مخامخېدو كي سلام اچول او مصافحه او معانقه، په خوراك كي د حلال، حرام، مكروه او مباح مراعات؛ په خبرو كي ټول اسلامي آداب مراعاتول؛ او ډېر نور؛ په دې ټولو كي تاسو د قرآن په آيتونو او د رسول الله صلى الله عليه و سلم په احاديثو عمل كوئ؛ خو زموږ ډېرى داسي دي چي نه ئې له اړوند آيتونو خبر دي او نه ئې له احاديثو او رواياتو؛ او نه د دې رواياتو د اعتبار او صحت له څرنگوالي؛ په يوه مؤمن او ثقه عالم، فقيه او محدث مو باور كړى او په هغه پسي مو اقتداء كړې؛ دا اقتداء نه يوازي جائزه ده او د انسانو ډېرى پرې عمل كوي؛ بلكي د الهي لارښووني مطابق دئ؛ چي فرمايي:
وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ... 15 لقمان
(او كه دوى دواړو (مور او پلار) ستا په اړه دا هڅه كوله چي له ما سره داسي څه شريك كړې چي د هغه په اړه علم نه لرې؛ نو اطاعت ئې مه كوه؛ او په دنيايي چارو كي په ښه توگه مصاحبت ورسره كوه؛ او د هغه چا متابعت كوه چي زما لوري ته ئې انابت كړى...)
ځيني نه يوازي دا نه مني؛ بلكي د شرك په سترگه ورته گوري؛ د مذاهبو پلويان هم مشرك گڼي او او ائمه ئې هم د حديث منكر!! په داسي حال كي چي دوى تر نورو زيات په شخصيتونو پسي درومي؛ دومره چي د يوه فرد داسي غريب روايات به هم مني او متابعت به ئې كوي چي نه په قرآن كي ورته شاهد لري او نه راوي په خپلي طبقې كي شاهد. د سند له پلوه غريب او د متن له پلوه له قرآن سره متعارض؛ د دوى هنر تكفيرول دي؛ نه مسلمانول؛ د چا د مسلمانولو وړتيا او ظرفيت نه لري؛ خو د مسلمان په تكفيرولو كي جرئ او جسور دي؛ د كفر او انكار حديث ټاپې ئې په جيب كي او د هر هغه چا په تندي ئې وهي چي د ده غلط مذهب او مسلك ورسره نه مني؛ اما موږ خپل اهل قبله نه تكفيروو؛ څوك چي له موږ سره په قبلې كي شريك وي له تكفير ئې ډډه كوو؛ زموږ احنافو مذهب؛ د كوم شخص او امام مذهب نه دئ؛ د خاصو اصولو مذهب دئ؛ په دې اصولي او په قرآن او سنت ولاړ مسلك كي؛ آحاد روايات؛ هغه چي راويان ئې لږ وي او د تواتر حد ته نه وي رسېدلي؛ يوازي په هغه صورت كي معتبر گڼي چي له قرآن سره مطابقت ولري؛ كه نه نو په قرآن اكتفاء كوي؛ له قرآن سره متعارض روايات؛ د اعتبار او استناد وړ نه گڼي. دا د غوڅ اكثريت فقهاءو، محدثينو، ائمه وو او محققينو رأى ده؛ توافق ئې د شبه اجماع په حد كي دئ؛ د امت په علماءو كي يو وړوكى ټولى؛ د دې خلاف شاذ رأى لري؛ هغوى د روايت د صحت لپاره يوازي د راوي اعتبار او ثقه والى كافي گڼي؛ د صحت لپاره ئې نه له قرآن سره مطابقت شرط بولي او نه د راوي تر څنگ شاهد!! او دا ناقص او غير صحيح اسلوب؛ له شك پرته چي د قرآن له لارښوونو سره قطعاً اړخ نه لگوي؛ قرآن د يوه مدعي ادعاء په هغه صورت كي د منلو وړ بولي چي دوه، درې او څلور شاهدان وړاندي كړي؛ د يوه صحابي ادعاء د خپلي مېرمني په اړه هم له څلورو شاهدانو پرته؛ نه يوازي د اعتبار وړ نه گڼي بلكي وايي: كه ئې څلور شاهدان وړاندي نه كړل؛ نو د الله په نزد كي او د اسلام له نظره دروغجن او فاسق دئ؛ اتيا درې به وهل كېږي او له دې وروسته به ئې هيڅ شهادت نه منل كېږي. كه څه هم دئ په خپلي ادعاء كي رښتينى وي؛ او پر خپلي مېرمني ئې دروغجن تور نه وي لگولى؛ له دې سزا په دې شرط ژغورل كېږي چي څلور ځلي لوړه وكړي چي رښتينى دئ او پنځم ځل ووايي: پر ما دي لعنت وي كه دروغجن وم.
څوك چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته كومه وينا او كلام منسوبوي؛ كه اعتبار ئې د يوه صحابي په څېر هم وي؛ د قرآن د دې لارښووني له مخي به ئې ادعاء په هغه صورت كي منو چي تر دې زيات شاهدان وړاندي كړي.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دې ته هم بايد متوجه وئ چي تاسو د خپل ورځني ژوند په ډېرو مواردو كي په هغو رواياتو عمل كوئ چي د احنافو له نظره د دقيقو معيارونو له مخي صحيح او معتبر دي؛ اما په صحيح بخاري كي ئې نه مومو؛ ما چي كله په بخاري كي تحقيق پيل كړ او متوجه شوم چي په صحيح بخاري كي هغه روايات نه دي راوړل شوي چي د احنافو له نظره صحيح او معتبر دي؛ نو حيران شوم؛ نن د امت نژدې اويا سلنه احناف او پاته نژدې تر 26% زيات د نورو مذاهبو پلويان؛ داسي دي چي په صحيح بخاري كي د لمانځه په ډېرو برخو كي هغه روايات نه مومي چي دوى پرې عمل كوي!!
له پورتني وضاحت وروسته نوموړي د خپل تېر درس پر دوام زياته کړه؛ لکه چي وايي:
1011 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ الدَّوْسِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: خَرَجَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي طَائِفَةِ النَّهَارِ، لا يُكَلِّمُنِي وَلا أُكَلِّمُهُ، حَتَّى أَتَى سُوقَ بَنِي قَيْنُقَاعَ، فَجَلَسَ بِفِنَاءِ بَيْتِ فَاطِمَةَ، فَقَالَ: «أَثَمَّ لُكَعُ أَثَمَّ لُكَعُ؟» فَحَبَسَتْهُ شَيْئًا، فَظَنَنْتُ أَنَّهَا تُلْبِسُهُ سِخَابًا أَوْ تُغَسِّلُهُ، فَجَاءَ يَشْتَدُّ حَتَّى عَانَقَهُ وَقَبَّلَهُ، وَقَالَ: «اللَّهُمَّ أَحْبِبْهُ وَأَحِبَّ مَنْ يُحِبُّهُ». (بخاري: 2122)
(له ابوهريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د ورځي په يوه برخه کي ووت؛ نه ئې له ما سره خبري کولې او نه ما ورسره خبري کولې؛ تر هغه چي د بني قينقاع بازار ته ورسېد؛ او هلته د فاطمې رضي الله عنها د کور مخي ته ميدان كي کښېناست او وئې فرمايل: ((وړوکى چېري دئ؛ وړوکى چېري دئ؟))؛ هغې لږ وځنډولو؛ گمان مي وكړ چي ښايي د معطرو بوټو كوم امېل وراغوندي او يا ئې لمبوي؛ نو په منډه راغى؛ غاړه ئې وركړه او ښكول ئې كړ؛ وئې فرمايل: ((خدايه! محبت ورسره ولره؛ او له هغه چا سره هم محبت وکړه چي له ده سره محبت کوي)).
ښاغلی حکمتيار وايي چي دا روايت په همدې صيغه او له همدې راوي؛ يوازي په بخاري كي يو ځل راغلى؛ له صحيح مسلم پرته په بل كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ د مسلم روايت داسي دئ. هلته چي فرمايي:
56 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، أَنَّهُ قَالَ لِحَسَنٍ: «اللهُمَّ إِنِّي أُحِبُّهُ فَأَحِبَّهُ وَأَحْبِبْ مَنْ يُحِبُّهُ»
(له ابو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم حسن ته وويل: خدايه! زه ورسره محبت لرم؛ ته ورسره محبت كوه او له هغه سره هم محبت كوه چي له ده سره محبت كوي.)
د بخاري په روايت كي څو ابهامات دي: د حسن رضي الله عنه نوم نه دئ اخستل شوى؛ نه دي ويل شوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له كوم ځاى ووت؟؛ د مسلم په روايت كي د حسن رضي الله عنه نوم اخستل شوى او ويل شوي: اللهُمَّ إِنِّي أُحِبُّهُ فَأَحِبَّهُ وَأَحْبِبْ مَنْ يُحِبُّهُ؛ په دې وينا كي رسول الله صلى الله عليه و سلم هم حسن رضي الله عنه ته دعاء كړې، هم ځان ته او هم د هغه مور او پلار ته؛ ځكه په دې دعاء كي تر ټولو وړاندي دوى درې شامل دي: له هغه سره هم محبت كوه چي له ده سره محبت كوي.
نوموړي همداراز د صحيح البخاري د کتاب البيوع (پېر پلور) له کتاب لاندينی روايت هم په تفصيلي توگه تشريح کړ، هلته چي فرمايي:
1012 ـ عَنْ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّهُمْ كَانُوا يَشْتَرُونَ الطَّعَامَ مِنَ الرُّكْبَانِ عَلَى عَهْدِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَيَبْعَثُ عَلَيْهِمْ مَنْ يَمْنَعُهُمْ أَنْ يَبِيعُوهُ حَيْثُ اشْتَرَوْهُ، حَتَّى يَنْقُلُوهُ حَيْثُ يُبَاعُ الطَّعَامُ. وقَالَ ابْنُ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما: نَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ يُبَاعَ الطَّعَامُ إِذَا اشْتَرَاهُ حَتَّى يَسْتَوْفِيَهُ. (بخاري: 2124)
(له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي: دوى به د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه کي د لاري په سر له کاروانيانو خوراکي توکي اخستل، رسول الله صلى الله عليه و سلم به څوک لېږل چي هغوى له دې منع كړي چي د پېرلو ځاى كي ئې وپلوري؛ تر هغه چي د خوراکي شيانو د خرڅولو ځاى (منډيي) ته ئې ورسوي؛ او ابن عمر رضي الله عنهما وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له دې منع کړې چي خوراکي شيان له اخستلو سره متصل وپلورل شي؛ تر دې وړاندي چي تر لاسه ئې کړي.)
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي پورتنی روايت صحيح مسلم تر دې باب لاندي راوړى: بَابُ بُطْلَانِ بَيْعِ الْمَبِيعِ قَبْلَ الْقَبْضِ:
(1525) عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنِ ابْتَاعَ طَعَامًا فَلَا يَبِعْهُ حَتَّى يَسْتَوْفِيَهُ»، قَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ: وَأَحْسِبُ كُلَّ شَيْءٍ مِثْلَهُ،
(له ابن عباس روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له دې منع کړې چي خوراکي شيان له اخستلو سره متصل وپلورل شي؛ تر دې وړاندي چي تر لاسه ئې کړي. او ابن عباس وويل: گمان كوم چي هر څه همداسي دي. يعني مختص په خوراكي توكيو پوري نه دئ؛ هر څه پرې قياس كېدى شي.)
نوموړی دا هم وويل: لكه چي گورئ؛ د مسلم باب له روايت سره مناسبت لري؛ مسلم دا روايت له ابن عباس راوړى او بخاري له ابن عمر؛ د مسلم په روايت كي دا وضاحت هم شته چي نور شيان هم بايد د طعام په څېر وگڼل شي او پېر پلور ئې له هغه وروسته وشي چي مخكينيۍ سودا عملي شوې او مال تر لاسه شوى وي.
هغه دا هم وويل: دا موضوع هم وضاحت ايجابوي چي ولي به څوك حق نه لري چي جنس ماركيت او بازار ته تر رارسېدو وړاندي؛ په نيمه لار كي وپېري او هملته ئې وپلوري؟ په دې كي كوم مصلحت مضمر دئ؟ په بخاري كي دا وضاحت نه مومو؛ شارحينو ئې خپل خپل دلائل او توجيهات وړاندي كړي؛ غوره توجيه دا ده: اسلام احتكار او انحصار او هر هغه كار چي د غريبانو په زيان او د شتمنو په گټه وي او د نرخو د غير عادلانه لوړېدو باعث كېږي؛ تحريم كړي؛ بايد پر ماركيټ د شتمنو د تسلط مخنيوى وشي او دا موقع او فرصت په لاس ورنه شي چي ماركيټ ته د اجناسو آزادانه راتگ كنټرول كړي؛ دا د اجناسو غير واقعي او تحميلي نرخ رامنځته كوي؛ صدمه ئې عام ولس او محتاجو پېرونكو ته رسي؛ همدا راز هر څومره چي اجناس له خپل لومړي محل تر ماركيټ پوري زيات لاس په لاس شي؛ او د شتمنو تر سلطې لاندي ماركيټ ته ورسېږي يا له ماركيټ بهر په نيمي لاري كي وپېرل شي او هملته وپلورل شي؛ قيمت ئې لوړېږي. د دې حديث له مخي دا د اسلامي حكومت دنده ده چي د قيمتونو د لوړېدو مخنيوى وكړي؛ داسي تدابير ونيسي چي اجناس د توليد له لومړي محل مخامخ ماركيټ ته ورسېږي.
قدرمن مشر همداراز په ٢٦ باب کي (په بازار کي د غالمغال کراهيت) عنوان د لانديني روايت په استناد هم په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ لکه چي وايي:
1013 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنه: أنَّهُ سُئِلَ عَنْ صِفَةِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي التَّوْرَاةِ، قَالَ: أَجَلْ، وَاللَّهِ إِنَّهُ لَمَوْصُوفٌ فِي التَّوْرَاةِ بِبَعْضِ صِفَتِهِ فِي الْقُرْآنِ: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا وَحِرْزًا لِلأُمِّيِّينَ، أَنْتَ عَبْدِي وَرَسُولِي، سَمَّيْتُكَ: المتَوَكِّلَ، لَيْسَ بِفَظٍّ، وَلا غَلِيظٍ، وَلا سَخَّابٍ فِي الأَسْوَاقِ، وَلا يَدْفَعُ بِالسَّيِّئَةِ السَّيِّئَةَ، وَلَكِنْ يَعْفُو وَيَغْفِرُ، وَلَنْ يَقْبِضَهُ اللَّهُ حَتَّى يُقِيمَ بِهِ الْمِلَّةَ الْعَوْجَاءَ، بِأَنْ يَقُولُوا: لا إِلَهَ إلَّا اللَّهُ، وَيَفْتَحُ بِهَا أَعْيُنًا عُمْيًا، وَآذَانًا صُمًّا، وَقُلُوبًا غُلْفًا. (بخاري: 2125)
(له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه روايت دئ چي په تورات کي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د صفت په اړه پوښتنه ترې وشوه؛ وئې ويل: هو؛ قسم په خداى چي په تورات کي په ځينو هغو صفتونو ستايل شوى چي په قرآن کي دي؛ لكه: اې نبي! ته مو شاهد، زيرى وركوونكى، گواښونكى، د امي ولس لپاره حِرز او ساتونكى لېږلى يې؛ ته زما بنده او رسول يې، ما په دې نومونو او صفتونو نومولى يې: متوكل، نه بد خوى، نه سخت او توند، نه په بازارونو كي چيغي وهونكى، نه بدي په بدي دفع كوونكى، بلكي عفو كوونكى او بخښونكى؛ او الله تعالى به ئې تر هغه روح نه قبضوي چي کوږ شوى او بې لاري شوی ولس پرې سم او سيده لاري ته برابر کړي؛ داسي چي لا اله الا الله ووايي او په همدې سره هم ړندې سترگي پرانستل شي، هم كاڼه غوږونه او هم بند زړونه.)
دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ له بخاري پرته د صحاح سته په بل كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ وايي رسول الله صلى الله عليه و سلم په تورات كي په داسي صفاتو ياد شوى چي په قرآن كي راغلي؛ خو نه ئې الفاظ په قرآن كي مومو او نه ئې معنى؛ لكه حِرْزًا لِلأُمِّيِّينَ، وَلا سَخَّابٍ فِي الأَسْوَاقِ؛ دا الفاظ هم په قرآن كي نشته: سَمَّيْتُكَ: المتَوَكِّلَ؛ هيڅوك دا نشي ثابتولى چي په تورات كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اړه دا وړاندوينه له همدومره صفاتو سره شوې؛ قرآن ويلي چي په تورات او انجيل كي ئې نوم احمد دئ؛ (... يَأْتِي مِنْ بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ ... 6) الصف؛ محققين وايي: په تورات كي داسي عبري لفظ راغلى چي معنى ئې احمد دئ؛ قرآن وايي: په تورات او انجيل كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي يادونه شوې؛ هلته چي فرمايي:
(الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الرَّسُولَ النَّبِيَّ الأُمِّيَّ الَّذِي يَجِدُونَهُ مَكْتُوبًا عِنْدَهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنْجِيلِ يَأْمُرُهُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَاهُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ) الأعراف 157
(هغه چي د امي رسول او پيغمبر متابعت كوي، هغه چي دوى ئې نوم په تورات او انجيل كي له ځان سره ليكلى مومي، هغه چي دوى په نېكي گماري او له بدي ئي منع كوي او پاك شيان ورته حلال او ناولي ورته حرام گرځوي او بارونه ئي د دوى له اوږو راكوزوي او هغه زنځيرونه (شلوي) چي د دوى په لاسونو او پښو كي لوېدلي وو، نو چا چي پر هغه ايمان راوړ، د ده مرسته ئې وكړه او په هغي رڼا پسي ولاړل چي پر ده نازله شوې، همدا كسان برلاسي او بريالي دي.)
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي تر دې آيت وړاندي الله تعالى د موسى عليه السلام د دعاء په ځواب كي فرمايلي: خپل عذاب به د هغه چا په برخه كوم چي زه ئې غواړم او رحمت مي پراخ او هر څه ته شامل دئ، هغه خلك به حتماً له خپلو پېرزوينو او رحمت برخمن كوم چي تقوى كوي، زكات وركوي او زما پر آيتونو ايمان راوړي او د هغه امى پيغمبر متابعت كوي چي ځانگړتياوي ئې دا دي: دوى ئې نوم په تورات او انجيل كي له ځان سره ليكلى مومي، خلك په نېكي گماري او له بدي ئي منع كوي او پاك شيان ورته حلال او ناولي ورته حرام گرځوي او بارونه ئي ترې كوزوي او هغه زنځيرونه شلوي چي د دوى په لاسونو او پښو كي لويدلي.
چا چي پر دې پيغمبر ايمان راوړ، د ده ملگرتيا ئې وكړه، د ده مرسته ئې وكړه او په هغي رڼا پسي ولاړل چي په ده باندي نازله شوې؛ همدا كسان برلاسي او بريالي دي.)
گورئ چي پيغمبر د خلكو بارونه سپكوي، زنځيرونه شلوي، انسانان آزادوي، ټول پاك شيان چي پخوا د دوى ټگمارو مذهبي مشرانو يوه برخه ورته حرام كړي وو؛ حلال گرځوي او ټول ناولي شيان حراموي، خلكو ته داسي نور او څراغ وركوي چي له تيارو او خرافاتو ورباندي ووځي او د حقيقت روښانه دنيا ته لاړ شي. د قرآن له دې وينا په ډېر صراحت سره معلومېږي چي د مخكينيو امتونو مذهبي مشرانو په دين كي زيادت كړى، له خپل لوري ئې مذهبي مراسم راايستلي، ډېر حلال شيان ئې پر خلكو حرام كړي، د خلكو آزادي ئې محدوده كړې، نوي قيود ئې وضع كړي او دا ئې د الله تعالى د دين برخه معرفي كړې، د بايبل ډېري خبري د قرآن د دغي وينا مصداق دئ.
د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير پر وينا؛ د قرآن دا آيت موږ ته د دې لارښوونه كوي چي پر پيغمبر د ايمان څو غوښتني دي: د ده ملگرتيا، د ده مرسته، د ده متابعت او هغه مشعل او رڼا لارښود نيول چي ده راوړې، يوازي دغه كسان به برلاسي او بريا به ئې په برخه وي.
خو دا چي په تورات او انجيل كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم نوم ذكر شوى كه نه؟ او آيا دا نوم په بايبل كي چي د تورات او انجيل مجموعه ئې گڼي شته كه نه؟ په دې اړه څو خبري په پام كي ولرئ:
الف• د دې آيت له الفاظو په صراحت سره دا نه معلومېږي چي په تورات او انجيل كي د محمد صلى الله عليه و سلم نوم ذكر شوى، البته د الصف د سورې په پنځم آيت كي داسي راغلي:
وَإِذۡ قَالَ عِيسَى ٱبۡنُ مَرۡيَمَ يَٰبَنِيٓ إِسۡرَٰٓءِيلَ إِنِّي رَسُولُ ٱللَّهِ إِلَيۡكُم مُّصَدِّقٗا لِّمَا بَيۡنَ يَدَيَّ مِنَ ٱلتَّوۡرَىٰةِ وَمُبَشِّرَۢا بِرَسُولٖ يَأۡتِي مِنۢ بَعۡدِي ٱسۡمُهُۥٓ أَحۡمَدُۖ:
(او كله چي عيسى د مريمي زوى وويل: اې بني اسرائيلو! يقيناً چي زه تاسو ته د الله رسول يم، د هغه تورات تصديقوونكى چي تر ما مخكي وو او د داسي يوه پيغمبر زېرى وركوونكى چي تر ما به وروسته وي او نوم ئې احمد دئ.)
په رواياتو كي راغلي چي دا هم د پيغمبر عليه السلام نوم وو؛ د احمد معنى هم ډېر ستايونكى ده او هم ډېر ستايل شوى. د عربو تاريخ په دې شهادت وركوي چي د محمد نوم تر پيغمبر عليه السلام مخكي په هيچا نه دئ اېښودل شوى.
ب• تورات او انجيل په عبري او سرياني ژبو وو، نه په عربي ژبه چي د (احمد) يا (محمد) صلى الله عليه و سلم دا عربي الفاظ په كي راغلي وى.
ج• يهودان تر نن پوري د يوه ناجي پيغمبر راتلو ته منتظر دي.
كه تاسو بايبل ته په دقت سره ځير شئ نو دا حقيقت به درته جوت شي چي د مسيح منتظر په اړه د بحث لړۍ د اشعيا له كتابه پيل شوې، د بايبل په مخكينيو كتابونو كي په دې اړه هيڅ نه دي ويل شوي، په يهودانو كي د (انتظار) عقيده هغه وخت راپيدا شوه چي دوى د ذلت او اسارت په ډېر دردناك حالت كي ژوند كاوو، هېواد ئې د پلازمېنې په شمول د دښمنانو په لاس كي پرېوتى وو، دوى له خپل كور كلي شړل شوي وو، ځيني ئې په اسارت ونيول شول او ځيني ئې تبعيد شول، د غلامۍ او خوارۍ په دې بد حالت كي او د دې حالت د فطري غوښتنې په توگه، په دوى كي يوه ناجي او ژغورونكي ته د (انتظار) عقيده راولاړه شوه، په ظلم ځپلو او جهل وهلو قومونو كي د داسي يوې عقېدې راپيدا كېدل او يوه داسي چا ته انتظار كول چي راشي؛ د يوې گوتي په خوځولو سره او د سترگو په رپ كي؛ د دوى حالت بدل كړي، له ذلت او سپكاوي ئې وژغوري او د عزت لوړو څوكو ته ئې ورسوي؛ يوه فطري طمع او انتظار دئ؛ په ډېرو قومونو كي د انتظار عقيده د دې پر ځاى چي مذهبي بنسټ ولري؛ ذهني بنسټ لري؛ د دې پر ځاى چي بې وزلو قومونو دا عقيده له خپلو مذهبي كتابونو اخيستې وي؛ برعكس همدا د مظلوميت او بې وزلۍ حالت د هغو كتابونو د رامنځ ته كېدو سبب شوى چي د (انتظار) عقيده ئې وړاندي كړې!! هيڅ الهي كتاب چا ته نه وايي چي د يوه ناجي راتلو ته انتظار وكړه، برعكس ورته وايي: ستا نجات په دې كي دئ چي په الله ايمان راوړې، له الله پرته بل ته سر ټيټ نه كړې، له الله پرته نه له بله طمع ولرې او نه وېره، ظلم ته تسليم نه شې، د ظالمانو په ضد جهاد ته ملا وتړې او د مظلومانو ملگرتيا وكړې. قرآن پيغمبران عليهم السلام داسي معرفي كوي چي هر يوه ئې د تر ځان د مخكيني پيغمبر تصديق كړى او تر ځان د وروستني تأييد؛ خو دا تأييد هيڅكله د انتظار په معنى نه ده، قرآن په دې بيان سره د پيغمبرانو عليهم السلام يوه مهمه ځانگړتيا او له نورو مشرانو د دوى يو اساسي توپير په گوته كوي، نور زعماء او مشران داسي وي چي مخكيني محكوموي او په خپل څنگ كي د بل قيادت او زعامت د راولاړېدا ټول امكانات له منځه وړي؛ د چا په اړه چي گمان وكړي د دوى ځاى به ونيسي او د دوى قيادت به له گواښ سره مخامخ كړي؛ د هغوى د ختمولو او وژلو لپاره له هيڅ جنايت دريغ نه كوي؛ هغوى هر د استعداد خاوند ځان ته رقيب او حريف گڼي او د ختمولو هڅه ئې كوي؛ خو پيغمبرانو او د دوى له لاري د دوى امتونو ته ويل شوي چي تاسو به د هر هغه چا ملا تړ كوئ چي له تاسو وروسته راځي او په هغه لار درومي چي تاسو پرې روان يئ:
دا مو په پام كي وي چي د يهودانو هيڅ مذهبي كتاب؛ د تورات، زبور او انجيل په شمول؛ روغ نه دئ پاته شوى؛ ټول په بشپړه توگه له منځه تللي، د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه كي نه اصلي تورات پاته وو او نه انجيل او نور كتابونه؛ پر بني اسرائيلو داسي سختي ورځ راغلې؛ كله د روميانو له لوري او كله د ساسانيانو له لوري؛ چي ټول معابد ئې وران شوي؛ ټول كتابونه ئې سوزول شوي، له خپلو كورونو تش لاس او د اسيرانو په توگه ايستل شوي؛ په نړۍ كي خواره شوي؛ بايبل د دوى د دښمنانو په لاس په يوناني ژبه ليكل شوى او بيا عبري ته ژباړل شوى؛ او دا ټول د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر بعثت وړاندي؛ هيڅوك نشي كولى د تورات اصلي عبراني نسخه وړاندي كړي؛ په دې روايت كي د عَبْدِاللَّهِ بْنِ عَمْرِو خبري د ده خپلي خبري دي؛ نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث؛ د داسي خبرو لپاره له قرآن پرته بله مرجع نه مومو؛ يوازي هغه برخي ئې صحيح گڼلى شو چي په قرآن كي ورته اشاره شوې.
نوموړي همداراز په ٢٧ باب کي (د تللو (وزن کولو) مزدوري په خرڅونکي ده) عنوان هم د لانديني روايت په استناد سره توضیح کړ، لکه چي وايي:
1014 ـ عَنْ جَابِرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: تُوُفِّيَ عَبْدُاللَّهِ بْنُ عَمْرِو بْنِ حَرَامٍ وَعَلَيْهِ دَيْنٌ، فَاسْتَعَنْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى غُرَمَائِهِ أَنْ يَضَعُوا مِنْ دَيْنِهِ، فَطَلَبَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَيْهِمْ فَلَمْ يَفْعَلُوا، فَقَالَ لِيَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اذْهَبْ فَصَنِّفْ تَمْرَكَ أَصْنَافًا، الْعَجْوَةَ عَلَى حِدَةٍ، وَعَذْقَ زَيْدٍ عَلَى حِدَةٍ، ثُمَّ أَرْسِلْ إِلَيَّ» فَفَعَلْتُ، ثُمَّ أَرْسَلْتُ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَجَاءَ فَجَلَسَ عَلَى أَعْلاهُ أَوْ فِي وَسَطِهِ ثُمَّ قَالَ: «كِلْ لِلْقَوْمِ» فَكِلْتُهُمْ حَتَّى أَوْفَيْتُهُمِ الَّذِي لَهُمْ، وَبَقِيَ تَمْرِي كَأَنَّهُ لَمْ يَنْقُصْ مِنْهُ شَيْءٌ». (بخاري: 2127)
(له جابر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: کله چي زما پلار عبدالله بن عمرو بن حرام وفات شو؛ څه قرض ورباندي وو؛ له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي په دې اړه مرسته وغوښته چي د قرض خاوندان څه برخه وبخښي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم دا غوښتنه ترې وكړه؛ خو هغوى ونه منله؛ نو نبي صلى الله عليه و سلم راته وفرمايل: ((ولاړ شه؛ خرما دي سره بېلي کړه؛ عَجْوَةَ جلا او عَذْقَ زَيْد جلا؛ بيا څوك راولېږه؛ همداسي مي وكړل؛ بيا مي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته خبر ولېږو؛ راغى او له پاسه ئې يا منځ كي ئې كښېناست؛ بيا ئې وفرمايل: ((دوى ته ئې وتله)) ما وروتلل؛ تر هغه چي د دوى حق مي ورپوره كړ؛ خو كجوري مي همغسي پاته وي لكه چي هيڅ څه نه وي ترې كم شوي.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا روايت له بخاري او نسائي پرته د صحاح سته په نورو كتابونو كي؛ د صحيح مسلم په شمول؛ نه دئ راغلى؛ غريب دئ؛ په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري او دا دي: جَرِير، مُغِيرَة، الشَّعْبِيِّ او جَابِر رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ هيڅ راوي ئې په خپلي طبقې كي شاهد نه لري!!
ويل شوي چي دا قرض لرونكي يهودان وو؛ ځكه ئې د رسول الله صلى الله عليه و سلم سپارښتنه نه ده منلې؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي څه منسوب شوي چي معجزه ده؛ په خپله او د يهودانو له مطالبې پرته ئې ښودلې؛ څو پوښتني راولاړېږي؛ چي ځواب ايجابوي:
1• دا خو يوه ستره حيرانوونكې پېښه وه؛ په ليدو سره به ئې ټولو يهودانو يا لږ تر لږه ځينو خو حتماً ايمان راوړى وى؛ ولي دا كار نه دئ شوى؟
2• له دې پېښي خو به ټوله مدينه خبره شوې وه؛ ولي په څلورو نسلونو كي يوازي يوه يوه تن دا خبره كړې؟
3• قرآن خو په مكرره توگه او په گڼ شمېر آيتونو كي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هغه معجزې نه وې وركړى شوې چي مخكينيو پيغمبرانو ته وركړى شوې؛ د ده معجزه قرآن دئ؛ آيا كولى شو او صحيح ده چي د قرآن له ډېرو آيتونو سره يو متعارض غريب روايت ومنو؟! ټول معروف او منلي ائمه او فقهاء وايي: غريب او آحاد روايات په عقائدو، احكامو، حلال او حرام كي د استناد او منلو وړ نه دي؛ او په دې كي شبه اجماع ده چي له قرآن سره متعارض روايت قطعاً د منلو وړ نه دئ؛ په امت كي يوازي يوه وړه ډله دا شاذ رأى لري چي وايي: كله چي راوي ثقه او د اعتبار وړ وي؛ نه ئې قرآن ته راجع كول او د قرآن له لارښوونو سره مطابقت؛ د صحت شرط دئ او نه د شاهد حضور او شتون؛ نو د دې روايت په اړه به موږ څه كوو؟ دا روايت به منو كه د قرآن گڼ شمېر څرگند او مكرر آيتونه؟!
ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وايي؛ راشئ په همدې اړه د قرآن ځيني آيتونه له نظره تېر كړو:
وَمَا مَنَعَنَا أَنْ نُرْسِلَ بِالآيَاتِ إِلا أَنْ كَذَّبَ بِهَا الأَوَّلُونَ ... 59 الإسراء
او له دې پرته بل څه موږ د څرگندو نښو (معجزو) له لېږلو منع نه كړو چي مخكينيو هغه تكذيب كړې؛ ...
هغه زياتوي چي له دې آيت په ډېر صراحت او وضاحت سره معلومېږي چي الله تعالى رسول الله صلى الله عليه و سلم د مخكينيو پيغمبرانو په څېر معجزې نه وې وركړې. قريشو له رسول الله صلى الله عليه و سلم د داسي معجزو وړاندي كول غوښتل چي مخكينيو پيغمبرانو ته وركړى شوې وې، ويل ئې: څنگه ومنو چي ته د الله تعالى پيغمبر يې حال دا چي يوه داسي معجزه دي وړاندي نه كړه چي مخكينيو پيغمبرانو لرلې!؟ د دې مبارك آيت په ترڅ كي دوى ته ويل شوي: معجزې د الله تعالى له لوري ښودل كېږي، د معجزې ښودل د پيغمبر ذاتي كار نه وي؛ الله تعالى له دې كبله رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هغه معجزې نه دي وركړې چي مخكينيو پيغمبرانو ته ئې وركړې وې؛ چي مخكينيو قومونو هغه تكذيب كړې؛ كه مخالفينو د معجزو په ليدو سره ايمان راوړلى نو پر مخكينيو پيغمبرانو به ئې ايمان راوړى وو او د دوى معجزې به ئې نه تكذيبولې.
وَقَالُوا لَوْلا أُنْزِلَ عَلَيْهِ آيَاتٌ مِنْ رَبِّهِ قُلْ إِنَّمَا الآيَاتُ عِنْدَ اللَّهِ وَإِنَّمَا أَنَا نَذِيرٌ مُبِينٌ 50 أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَى عَلَيْهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَى لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 51 العنكبوت
او وئې ويل: ولي د ده د رب له لوري څرگندي نښي (معجزې) نه دي پرې نازلي شوې؟ ووايه: يقيناً چي نښي (معجزې) خو له الله سره دي؛ او زه يوازي يو څرگند نذير يم؛ آيا دا ورته كفايت نه كوي چي موږ پر تا هغه كتاب نازل كړى چي پر دوى لوستل كېږي؟! يقيناً چي په دې كي د ايمان راوړونكو لپاره حتماً رحمت او ذكر دئ.
يعني قريشو دا اعتراض درلود چي ولي محمد عليه السلام ته معجزې نه دي وركړى شوې؟ الله تعالى د دوى په ځواب كي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته لارښوونه كوي چي ورته ووايي: يقيناً چي معجزې له الله تعالى سره دي؛ او زه يوازي يو څرگند نذير يم؛ له ما سره نه معجزې شته او نه ئې د ښودلو واك؛ زه فقط يو نذير يم چي د كفر، شرك، ظلم او فساد له بدو پايلو تاسو ته خبردارى دركوم. همدا راز الله تعالى فرمايي: آيا د دوى د قناعت لپاره دا له اعجازونو ډك كتاب چي ته ئې پرې لولې؛ كفايت نه كوي؟! يقيناً چي په دې كي د ايمان راوړونكو لپاره حتماً (رحمت) او (ذكر) دئ؛ هغه چي د ايمان راوړو استعداد او وړتيا ئې نه ده ځپل شوې؛ هغوى به هرومرو دا كتاب د الله تعالى يوه ستره معجزه او لويه پېرزوينه گڼي او له هغه به پند اخلي؛ خو چا چي له حق سره د مخالفت پرېكړه كړې وي، نه په دلائلو قانع كېږي او نه په معجزو؛ دا دئ گورئ چي د قريشو په وړاندي د رسول الله صلى الله عليه و سلم په څېر ستر شخصيت ولاړ دئ، د الله تعالى لوري ته بلنه وركوي، د قرآن په څېر له معجزو ډك كتاب ورته وړاندي شوى؛ خو هغوى نه يوازي له ايمان راوړو ډډه كوي بلكي د داسي خارق العاده معجزو غوښتنه كوي چي شيطان ئې پرې قانع شي.
هو؛ په چا كي چي د ايمان راوړلو استعداد وي؛ هغه ته دا كتاب په خپله د معجزې او دليل په توگه كافي دئ؛ تر دې لويه او ستره معجزه نشته. كه څوك لږ له شفاف ذهن سره او د حق موندلو له تلوسې او تندي سره؛ قرآن ته رجوع وكړي؛ نو يقيناً چي د قرآن هره وينا به د دې عالم او د عالم د هر څه په اړه هومره علمي او دقيقه ومومي چي ورته ثابتوي دا كتاب هغه چا نازل كړى چي د دې ټول عالم او د عالم د هر څه په اړه جامع علم لري، دا كتاب د هغه چا له لوري راغلى چي علم ئې په زمان او مكان پوري محدود نه دئ، هيڅ شى او حقيقت ئې ترې پټ نه دئ، د ده د علم په وړاندي داسي حجاب نشته چي د يوه شي په حقيقت د پوهېدو مانع شي، موږ په دې كتاب كي گورو چي د هر څه په باب ئې هره وينا او قضاوت دقيق او صحيح دئ؛ دا دقيق او سل په سلو كي صحيح او علمي قضاوتونه او پرېكړي موږ ته ثابتوي چي د دې كتاب لېږونكى د هر څه په اړه جامع او كامل علم لري، له دې ناحيې قرآن معجزه ده او د پيغمبر عليه السلام په حقانيت شهادت وركوي.
قدرمن مشر د خپل وضاحت په دوام وويل: پوښتنه كوو: ولي په ټول قرآن كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم يوه معجزه هم نه مومو؛ په داسي حال كي چي د ابراهيم، صالح، موسى او عيسى عليهم السلام گڼ شمېر معجزې په تفصيل سره يادي شوې؟!! قرآن ئې ځواب ويلى: د مخكينيو پيغمبرانو د معجزو له امله منكرينو ايمان رانه ووړ؛ ځكه نو الله تعالى؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د هغو معجزو د تكرار په ځاى قرآن وركړ؛ چي تر قيامت پوري د ټولو انسانانو لپاره دائمي معجزه وي.
فَلَمَّا جَاءَهُمُ الْحَقُّ مِنْ عِنْدِنَا قَالُوا لَوْلا أُوتِيَ مِثْلَ مَا أُوتِيَ مُوسَى أَوَلَمْ يَكْفُرُوا بِمَا أُوتِيَ مُوسَى مِنْ قَبْلُ قَالُوا سِحْرَانِ تَظَاهَرَا وَقَالُوا إِنَّا بِكُلٍّ كَافِرُونَ 48 القصص
نو كله چي زموږ له لوري حق ورغى وئې ويل: ولي ده ته هم د هغو (معجزو) په څېر (معجزې) نه دي وركړى شوې چي موسى ته د وركړى شوې وې؟! آيا تر دې د مخه په هغه څه كافران نه شول چي موسى ته وركړى شوي وو؟ وئې ويل: دوه كوډي (سحر) چي يو د بل ملاتړ كوي؛ او وئې ويل: موږ له هر يوه انكار كوونكي يو.
دا آيت د هغو په اړه نازل شوى چي ويل به ئې: كه پيغمبر راشي؛ نو ايمان راوړو؛ خو چي د الله تعالى له لوري پيغمبر ورغى؛ وئې ويل: ولي ده ته هغه معجزې نه دي وركړى شوې چي موسى عليه السلام ته وركړى شوې وې؟!! دوى ته ويل شوي چي آيا د موسى عليه السلام له ټولو معجزو سره سره له ده او معجزو ئې انكار ونه شو؟ ستاسو پلرونو د هغه معجزو ته د سحر په سترگه وكتل او تاسو د محمد عليه السلام دعوت ته؛ دواړه مو كوډي او سحر او يو د بل مؤيد وگڼل.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ آيا دا څرگند آيتونه كافي نه دي چي باور ولرو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هغه معجزې نه دي وركړى شوې چي مخكينيو پيغمبرانو ته وركړى شوې وې؟! عجيبه ده چي څوك له دې آيتونو سره سره رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د وړو وړو معجزو ثابتولو هڅه كوي او هغه هم د غريبو رواياتو په مټ؟!!
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
