د حکمتيار صاحب دوه څلويښتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د سرطان ۴مه؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله ۴۲مه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي تر ننني درس وړاندي وويل؛ يوه مهمه ضمني موضوع يادول راته ضروري برېښي او هغه دا چي د قرآن له آيت انكار او نه منل كفر دئ؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم له صحيح حديث انكار كفر دئ؛ خو تر دې ستر كفر هم شته؛ الله تعالى او د هغه كتاب؛ قرآن ته؛ دروغجنه او عيبجنه خبره منسوبول ستر كفر دئ او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دروغجنه او عيبجنه خبره منسوبول هم ستر كفر دئ؛ الله تعالى د قرآن په اړه همداسي فرمايلي او رسول الله صلى الله عليه و سلم د خپل حديث په اړه همداسي فرمايلي؛ هلته چي فرمايي:
وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ 78 آل عمران
او د دوى يوه ډله داسي ده چي په خپلي ليكني او كتاب خپلي ژبي داسي اړوي چي ته هغه د الله د كتاب يوه برخه وبولې؛ په داسي حال كي چي هغه د الله د كتاب برخه نه ده، دوى وايي: دا خبري ټولي د الله له لوري دي په داسي حال كي چي د الله له خوا ندي، په الله پوري دروغ تړي سره له دې چي ښه پوهېږي.
او رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: «مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا، فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ»: چا چي عمداً ما ته دروغ خبره منسوب كړه؛ خپل ځاى دي په جهنم كي ولټوي. دا حديث په بخاري كي 13 ځلي راغلى.
علماءو د حديث په اړه ويلي له صحيح حديث انكار كفر دئ؛ خو د قرآن په اړه ئې دا شرط نه دئ وضع كړى؛ ځكه په قرآن كي غير صحيح آيت نشته؛ اما په احاديثو كي د صحيح تر څنگ هم جعلي او موضوعي شته او هم متواتر، مشهور، عزيز او غريب؛ صحيح حديث هغه دئ چي: نه ئې په متن كي د قرآن، عقل، علم او فطرت خلاف خبره وي؛ او نه ئې په سند كي ضعف او عيب؛
د ښاغلي حکمتيار پر وينا د قرآن د كوم آيت په اړه د يوه چا تفسير او تعبير نه منل هم د كفر مترادف نه دئ؛ د ډېرو آيتونو په تفسير كي د مفسرينو تر منځ د رأى اختلاف مومو؛ د ځينو تفسير او تعبير نه منلو سره څوك نه كافر كېږي؛ همدا اوس موږ د ذي الحجې په لومړۍ لسيزي كي يو؛ ځينو مفسرينو ويلي چي په قرآن كي د دې لسيزي يادونه شوې او پر دې آيت استناد كوي: (وَلَيَالٍ عَشْرٍ): او په هرو لسو شپو قسم؛ خو نور مفسرين په دې رأى كي ورسره موافق نه دي؛ او وايي: دلته د خاصو لسو شپو يادونه هم نه ده شوې؛ بلكي د هرو لسو شپو صيغه كارول شوې او د ذي الحجي مياشت هم نه ده ياده شوې؛ اطلاق ئې د ذي الحجي په كومي لسيزي؛ صحيح نه ده؛
وَٱلۡفَجۡرِ ١ وَلَيَالٍ عَشۡرٖ ٢ وَٱلشَّفۡعِ وَٱلۡوَتۡرِ ٣ وَٱلَّيۡلِ إِذَا يَسۡرِ ٤ هَلۡ فِي ذَٰلِكَ قَسَمٞ لِّذِي حِجۡرٍ ٥
1- قسم په سباوون. 2- او په هرو لسو شپو. 3- او په دغه جفت او طاق. 4- او په شپې چي شي روانه. 5- آيا دې كي به قسم وي پوهياليو ته؟
هغه زياتوي چي په دې آيتونو كي په لاندي شيانو لوړه شوې: په سباوون، په هرو لسو شپو، په جفت او طاق او په شپې چي روانه شي.
له قسمونو وروسته دا خبره شوې: هَلْ فى ذَلِك قَسمٌ لِّذِى حِجْرٍ: آيا پوهياليو ته به په دې كي څه قسم وي؟
د قسمونو په سر كي د الفجر (سباوون) ذكر او ورپسې ليال عشر (لسگونې شپې) او په پاى كي ئې والليل اذا يسر (او په شپې چي شي روانه) دا ښيي چي په منځنيو قسمونو كي هم بايد د شپې په اړه خبره شوې وي او له (الشفع و الوتر) هم بايد جفت او طاق شپه مراد وي نه بل څه، د بيان له فحوى په ټول صراحت سره معلومېږي چي له سباوون هر سباوون، له لسگونو شپو د هري مياشتي لسگوني شپې او له جفت او طاق هره جفت او طاق شپه مراد ده. او د قسم له جواب سره ئې مناسبت دا چي هره شپه، هر ډول ئې، پاى لري؛ درومي او ځاى ئې فجر نيسي.
د الهي بليغ كلام دقيق نظم او يووالى همدا ايجابوي، په بل څه د هغوى اطلاق، بې بنسټه او بې ځايه تعبير دئ چي هيڅ دليل ورته نه شو وړاندي كولى.
شرح ئې د قرآن پلوشې؛ د الفجر سورې په تفسير كي وگورئ.
ښاغلی حکمتيار همداراز وايي: هغه چي د حديث كتابونه ئې لوستلي او يو ئې له بل سره مقايسه كړى؛ د بخاري او مسلم په اړه ئې قضاوت دا دئ: صحيح مسلم پر صحيح بخاري دوه امتيازات لري: د رواياتو تنظيم او ترتيب ئې تر بخاري غوره دئ او د رواياتو متن ئې تر بخاري جامع او واضح؛ او د صحيح بخاري امتياز پر صحيح مسلم په دې كي دئ چي په راويانو كي ئې اكثر ثقه دي او لږ ئې ضعيف. دا د بخاري د هغو شارحينو رأى ده چي بخاري ته پر صحيح مسلم ترجيح وركوي. اما هغه چي صحيح مسلم ته ترجيح وركوي؛ لكه امام نووي؛ هغه وايي: تر آسمان لاندي تر صحيح مسلم غوره او صحيح كتاب نشته.
قدرمن مشر د خپل وضاحت په دوام دا هم وويل؛ دا بايد تل په پام كي ولرو چي د حديث د هر كتاب په اړه؛ يوه او بل د خپلي پوهي، علم، سليقې او مذهب له مخي قضاوت كړى او يوه ته ئې پر بل ترجيح وركړې؛ يوه لږ او بل ډېره مبالغه كړې؛ د حديث د هيڅ كتاب په ارتباط نه ټولو محدثينو په گډه كومه پرېكړه كړې او نه د دوى كومي مجموعې او هيئت؛ حتى داسي محدث هم نه مومو چي بېل كتاب ئې ليكلى وي او د خپل استاد كتاب ته ئې د اصح كتاب نوم وركړى وي؛ امام مسلم د صحيح بخاري له نږدې 6000 رواياتو سره توافق نه دئ كړى؛ يا ئې له متن سره او يا له سند سره؛ اختلاف كړى. يعني د خپل استاد له 6000 رواياتو سره د اخلاف په صورت كي هم څوك د حديث منكر نه شي گڼل كېدى؛ له روايت انكار او له صحيح حديث انكار؛ ژور توپير لري؛ جاهلان ئې له توپير بې خبره دي؛ هر روايت ورته سپېڅلى او د رسول الله صلى الله عليه و سلم صحيح حديث برېښي.
له پورتني وضاحت وروسته نوموړي د کتاب البيوع (پېر پلور) په ٢١ باب کي (د ويني ايستونكي يادونه) عنوان د لاندينيو روايتونو په استناد په تفصيلي توگه تشريح کړ، لکه چي وايي:
1004 ـ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: حَجَمَ أَبُو طَيْبَةَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَمَرَ لَهُ بِصَاعٍ مِنْ تَمْرٍ وَأَمَرَ أَهْلَهُ أَنْ يُخَفِّفُوا مِنْ خَرَاجِهِ. (بخاري: 2102)
له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: ابو طيبه پر رسول الله صلى الله عليه و سلم (د ويني ايستلو) ښکر ولگولو؛ نو امر ئې وکړ چي يوه صاع خرما ورکړل شي او د هغه مالک ته ئې حکم وکړ چي په خراج کي ئې هم تخفيف وکړي.
دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2102 - 2277 –
دوهم ځل تر دې باب لاندي راغلى:
بَابُ ضَرِيبَةِ العَبْدِ، وَتَعَاهُدِ ضَرَائِبِ الإِمَاءِ: د مريي خراج او د وينځو د خراج ژمنه
2277 - عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: «حَجَمَ أَبُو طَيْبَةَ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَمَرَ لَهُ بِصَاعٍ - أَوْ صَاعَيْنِ - مِنْ طَعَامٍ، وَكَلَّمَ مَوَالِيَهُ فَخَفَّفَ عَنْ غَلَّتِهِ أَوْ ضَرِيبَتِهِ»
له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: ابو طيبه پر رسول الله صلى الله عليه و سلم (د ويني ايستلو) ښکر ولگولو؛ نو امر ئې وکړ چي يوه صاع يا دوه پيمانه خوراكي توكي ورکړل شي او د هغه له مالک سره ئې خبري وکړې؛ نو د هغه په خراج او اجوره کي ئې تخفيف وکړ.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دلته له خراج مراد هغه مبلغ دئ چي مالک به ئې هره ورځ له خپل غلام اخستل.
1005 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: احْتَجَمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَعْطَى الَّذِي حَجَمَهُ، وَلَوْ كَانَ حَرَامًا لَمْ يُعْطِهِ. (بخاري: 2103)
له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ښکر ولگاوو او ښکر لگوونکي ته ئې اجوره هم ورکړه؛ که د ښکر لگولو اجوره حرامه وى؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به نه ورکوله.
د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير په وينا دا متعارض روايات تلفيق ته ضرورت لري؛ ښايي غوره تطبيق او توجيه ئې دا وي چي له دې دندي ځان ته د معاش وسيله جوړول؛ سم كار نه دئ؛ خو هغه ته اجوره وركول مانع نه لري.
ورته مهال نوموړي په ٢٢ باب کي دا عنوان چي (د هغو شيانو تجارت چي اغوستل ئې د نارينه او ښځو لپاره ناروا وي) هم په تفصيلي توگه توضيح کړ او وئې ويل:
1006 ـ عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ الْمُؤْمِنِينَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا: أَنَّهَا اشْتَرَتْ نُمْرُقَةً فِيهَا تَصَاوِيرُ، فَلَمَّا رَآهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَامَ عَلَى الْبَابِ فَلَمْ يَدْخُلْهُ، فَعَرَفْتُ فِي وَجْهِهِ الْكَرَاهِيَةَ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَتُوبُ إِلَى اللَّهِ وَإِلَى رَسُولِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَاذَا أَذْنَبْتُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَا بَالُ هَذِهِ النُّمْرُقَةِ؟» قُلْتُ: اشْتَرَيْتُهَا لَكَ لِتَقْعُدَ عَلَيْهَا وَتَوَسَّدَهَا، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ أَصْحَابَ هَذِهِ الصُّوَرِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ يُعَذَّبُونَ، فَيُقَالُ لَهُمْ: أَحْيُوا مَا خَلَقْتُمْ» وَقَالَ: «إِنَّ الْبَيْتَ الَّذِي فِيهِ الصُّوَرُ لا تَدْخُلُهُ الْمَلائِكَةُ». (بخاري: 2105)
له ام المؤمنين عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي داسي يو بالښت ئې اخستى وو چي تصويرونه په کي وو؛ کله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وليدو نو په دروازه کي ودرېد او داخل نه شو؛ نو د ده څېرې كي مي د خفگان آثار وليدل او ومي ويل: يا رسول الله! الله تعالى او د ده رسول صلى الله عليه و سلم ته مي توبه ده؛ څه گناه مي کړې؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((د دې بالښت څه حال دئ؟)) ومي ويل: دا مي ستا لپاره اخستى چي پرې كښېنې او تکيه پرې کوې؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((د دې تصويرونو خاوندان به د قيامت په ورځ تعذيبېږي او ورته ويل کېږي به: دا څه چي مو جوړ کړي؛ ژوندي ئې کړئ)) او بيا ئې وفرمايل: ((په کوم کور کي چي عکسونه وي هلته ملائکي نه ننوځي)).
تكرار: دا روايت په بخاري كي 6 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2105 - 5181 - 5957 - 5961 – 7557 - 7558 – ځيني ئې په دريو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: نَافِعٍ، قَاسِمِ بْنِ مُحَمَّد او عَائِشَةَ رضي الله عنها او په څلورمي طبقې كي دوه راويان لري؛ مالك او جُوَيْرِيَة؛ يو ئې له ابن عمر رضي الله عنه راوړى چي راويان ئې دا دي: حَمَّادُ بْنُ زَيْدٍ، أَيُّوبَ، نَافِعٍ، ابْنِ عُمَرَ؛ او دا ښيي چي نافع په يوه سلسله كي له قاسم او بل كي له ابن عمر روايت كړى.
توپيرونه: په يوه كي أَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مِمَّا أَذْنَبْتُ او په دريو كي أَتُوبُ إِلَى اللَّهِ، وَإِلَى رَسُولِهِ؛ مَاذَا أَذْنَبْتُ؟ راغلي.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي په روايت كي ويل شوي چي داسي كور او خوني ته ملائكي نه ننوځي چي په هغه كي تصوير وي؛ د دې روايت له هر اورېدونكي او لوستونكي سره دا پوښتنه راولاړېږي چي آيا كراما كاتبين هم داسي كور ته نه داخلېږي؟ دا وضاحت ايجابوي؛ ځكه ځيني ملائكي داسي دي چي تل له انسان سره وي؛ هغه چي اعمال ئې ليكي؛ شارحينو كراما كاتبين ترې مستثنى كړي؛ خو د روايت په متن كي دا استثناء نه مومو؛ د دې معنى دا ده چي كوم راوي نه دئ توانېدلى مطلب په سمه او دقيقه توگه انتقال كړي؛ دا وضاحت ځكه ضروري دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د ناقص كلام منسوبول؛ د ايمان او ادب خلاف كار دئ.
د لاس رسم او تصوير او د كامرې عكس؛ توپيرونه لري؛ يو په بل قياسول سم او معتبر قياس نه دئ؛ نوې فتوى ايجابوي؛ په دې اړه مو مفصل بحث كړى.
نوموړي همداراز په ٢٣ باب کي د (اخستل شوی څيز بل ته هديه کول) پر موضوع بحث وکړ او زياته ئې کړه:
1007 ـ عَنِ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: كُنَّا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ، فَكُنْتُ عَلَى بَكْرٍ صَعْبٍ لِعُمَرَ، فَكَانَ يَغْلِبُنِي، فَيَتَقَدَّمُ أَمَامَ الْقَوْمِ، فَيَزْجُرُهُ عُمَرُ وَيَرُدُّهُ ثُمَّ يَتَقَدَّمُ، فَيَزْجُرُهُ عُمَرُ وَيَرُدُّهُ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِعُمَرَ: «بِعْنِيهِ» قَالَ: هُوَ لَكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ. قَالَ: «بِعْنِيهِ». فَبَاعَهُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هُوَ لَكَ يَا عَبْدَاللَّهِ بْنَ عُمَرَ تَصْنَعُ بِهِ مَا شِئْتَ». (بخاري: 2115)
له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: په يوه سفر کي له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ملگري وو؛ او زه د عمر رضي الله عنه پر يوه نوي (سپرلۍ ته رسېدلي) سر غړاوي اوښ سپور وم، زما له واکه به ووت او له ټولو به مخکي شو، عمر به وواهو او وروسته به ئې کړ؛ خو اوښ به بيا مخکي شو، عمر به بيا وواهو او وروسته به ئې کړ؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم عمر رضي الله عنه ته وويل: ((پر ما ئې وپلوره))؛ عمر رضي الله عنه وويل: هغه ستا شو يا رسول الله! وئې فرمايل: ((پر ما ئې وپلوره))؛ او پر رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې وپلورلو؛ نو نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((دا اوښ دي ستا وي؛ يا د عمر زويه! خوښه دي چي هر څه پرې کوې)).
په ٢٤ باب کي ئې بيا د لاندينيو روايتونو په استناد پر هغه شيانو تفصيلي رڼا واچوله (چي په پېر پلور کي كركجن دي) لکه چي وايي:
1008 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ رَجُلاً ذَكَرَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ يُخْدَعُ فِي الْبُيُوعِ، فَقَالَ: «إِذَا بَايَعْتَ فَقُلْ: لا خِلابَةَ». (بخاري: 2117)
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي: يوه سړي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وويل: په پېر پلور كي غولول کېږي؛ وئې فرمايل: ((کله چي د پېر پلور معامله كوې نو وايه: دوکه به نه وي)).
ځينو ويلي چي دا سړى په سترگو ړوند وو او ځينو ويلي سمي خبري ئې نه شوى كولې؛ نوم ئې حَبَّان بن مُنقِذ وو. روايت كي دا وضاحت نه مومو چي د دې وينا (لاَ خِلاَبَةَ: دوكه او خدعه به نه وي) گټه او پر بيعي ئې تأثير څه دئ؛ ځينو ويلي: كه غبن او دوكه شوې وي نو مبايعه باطله ده؛ مال مسترد كېدى شي؛ ځيني وايي: ړوندوالى د بطلان وجه نه شي كېدى؛ ځينى نور بيا د بيعي بطلان؛ د غبن حد او مقدار پوري مشروطوي؛ چا ثلث او چا سدس ټاكلى. په بخاري كي د دې ټولو ابهاماتو وضاحت نه مومو.
تكرار: دا روايت په بخاري كي 5 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2117 - 2407 - 2414 - 6964 –
توپيرونه: په يوه كي أَنَّهُ يُخْدَعُ فِي البُيُوعِ په بل كي إِنِّي أُخْدَعُ فِي البُيُوعِ؛ د يوه پاى كي دا هم ويل شوي فَكَانَ يَقُولُهُ په نورو كي نه دي ويل شوي.
بايد ووايو چي په تجارت او بيعي كي د جانبينو رضايت شرط دئ؛ قرآن فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا 29 النساء
اې مؤمنانو! مالونه مو په خپل منځ كي په ناروا مه خورئ، مگر دا چي ستاسو د رضامندۍ تجارت وي؛ او ځان وژنه مه كوئ؛ يقيناً چي الله درباندي مهربان دئ.
يعني په ناروا به يو د بل مال نه خورئ؛ په دې كي ټولو هغو ناراوو لارو ته اشاره شوې چي اسلام حرامي كړې: ربا، قمار، احتكار، دوكه، رشوت، د حرامو شيانو تجارت او نور.
تجارت درته جائز دئ؛ په دې سره كولى شئ يو له بل جائزه گټه تر لاسه كړئ؛ خو په تجارت كي به د طرفينو رضايت په پام كي نيسئ، يو به د بل له مجبوريتونو ناروا گټه نه اوچتوي؛ د معاملې د دواړو لوريو له توافق او رضايت پرته معامله باطله ده؛ كه پلورونكى د خپل مال عيب پټ كړى وي؛ كه پېرونكى ړوند وي؛ ده يو شىء غوښتى او پلورونكي بل شىء وركړى؛ ده جاپاني مال غوښتي خو هغه چينايي وركړى؛ نو دا مبايعه باطله ده او پېرونكى حق لري هغه مسترد كړي؛ همدا راز كه پېرونكي په ماته گوډه ژبه يو څه ويلي وي؛ يوه خپله خبره سمه نه شوى كولى يا ئې د دواړو د ژبو تر منځ تفاوت وو؛ او پلورونكي د هغه د قصد او مطلب خلاف كار كړى؛ دا معامله باطله ده. دا ځكه چي د رضايت شرط فوت شوى. نو په حديث كي د (لا خِلابَةَ: دوکه به نه وي)؛ معنى همدا ده چي د دې كلام ويونكي ته د معاملې د فسخي اختيار وركوي.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي په آيت كي دا فقره: له ځان وژلو ډډه وكړئ؛ كه څه هم په عامه توگه ئې معنى دا ده چي مبادا د فقر له وجهي او يا د فقر له وېري ځان يا خپل اولاد ووژنئ؛ د الله له رحمت مه مأيوس كېږئ؛ خو دلته او د تجارت په ارتباط ئې معنى دا ده چي كه دا انسان وژنه له ظلم او تېري راولاړه شوې وي او د انسانانو د مرگ او وژل كېدو عامل ظلم، تېرى او په تجارتي معاملاتو كي غبن او دوكه وي، نو دا ظالمان او تېرى كوونكي دي د الله عذاب ته انتظار وكړي. د دې معنى دا ده چي مبادا كوم انسان په ظلم او تېري سره ووژنئ او يا داسي اقتصادي نظام رائج كړئ چي د نېستمنو د مزيد نېستمن كېدو باعث شي او د دوى په تدريجي مرگ منتج شي. دا اوس چي غربي استعمار پر نړۍ كوم اقتصادي نظام مسلط كړى؛ نړۍ ئې په بډايو او فقيرو هېوادو وېشلې، يو له ډېرو خوړو چوي او بل د يوې گولې وچي ډوډۍ له نه موندلو مري، يو د پړسوب او پرېړتوب بيماريو لپاره دواگاني او علاجونه لټوي او بل سِل او ملاريا وهلى، د هډوكو له پاسه ئې له پوستكي پرته بل څه نشته، يو په سترو سترو مجللو افسانوي بنگلو كي هم قانع نه وي او بل يا له زړوكو جوړي شوې خېمې كي يا له ټيم جوړي شوې گوډلي كي د ژمي سړې شپې يا د دوبي تودې ورځي تېروي؛ د غرب ظالمانه پانگوال نظام د ژوري په څېر د وروسته پاته هېوادونو د مظلومو ولسونو ويني زبېښلې، ظالم او بې رحم حكومتونه، جنرالان او پاچايان ئې پرې مسلط كړي، د دوى شتمنۍ ئې غارت كړې، يوه ټوټه اوسپنه او پلاسټيك د سرو زرو په بيع پرې پلوري، جنرالان ئې شتمنۍ په وسلو مصرفوي؛ خو دا وسلې د دې پر ځاى چي د دښمن په ضد استعمال شي په خپله د ولس د ځپلو لپاره كارول كېږي، په تېري پېړۍ كي به استعماري ځواكونو د خپل فوځ په زور ملكونه نيول او خپلو كمپنيو ته به ئې سپارل؛ خو اوس د دغو هېوادونو خپل فوځونه دا كار ورته كوي. څو جنرالان په ارزانه بيع واخلي؛ هم فوځ د دوى په ولكه كي راشي او د قيامونو د ځپلو لپاره ترې كار اخلي او هم د كودتاگانو له لاري نظامونه او چارواكي ئې يو په بل بدلوي. د قرآن په دغه وينا كي دا ټول حقائق توضيح شوي، واقعاً چي په ناروا سره د خلكو مال خوړل، د انسانانو د مرگ او هلاكت لوى عامل دئ.
قدرمن همداراز په ٢٥ باب کي (د بازارونو په اړه) هم تفصيلي بحث درلود او د وضاحت لپاره ئې په لاندينيو روایتونو استناد وکړ؛ هلته چي فرمايي:
1009 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَغْزُو جَيْشٌ الْكَعْبَةَ، فَإِذَا كَانُوا بِبَيْدَاءَ مِنَ الأَرْضِ يُخْسَفُ بِأَوَّلِهِمْ وَآخِرِهِمْ». قَالَتْ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، كَيْفَ يُخْسَفُ بِأَوَّلِهِمْ وَآخِرِهِمْ، وَفِيهِمْ أَسْوَاقُهُمْ، وَمَنْ لَيْسَ مِنْهُمْ؟ قَالَ: «يُخْسَفُ بِأَوَّلِهِمْ وَآخِرِهِمْ ثُمَّ يُبْعَثُونَ عَلَى نِيَّاتِهِمْ». (بخاري: 2118)
له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((يو لښکر به پر مکه بريد كوي؛ خو کله چي بيداء (بېديا) ته ورسېږي؛ ټول به له اول تر آخر په زمکه کي ښخ شي)) وايي: ومي ويل: يا رسول الله! څنگه به ټول له اول تر آخر؛ په زمکي كي ښخېږي؛ په داسي حال کي چي په دوى كي به د بازارونو اهل وي (د پېر پلور لپاره به ورسره ملگري شوي وي)؛ او هغه هم چي د بريد كوونكو له ډلي به نه وي؟ نو وئې فرمايل: ((دوى به ټول له اول تر آخر په زمكي كي ښخ شي؛ بيا به د خپل نيت مطابق راپاڅول كېږي)).
نوموړی وايي چي دا روايت په همدې صيغه له بخاري پرته د صحاح سته په هيڅ كتاب كي نه دئ راغلى؛ له باب سره ئې تړاو هم غير واضح دئ؛ د روايت اصلي موضوع پر مكې بريد دئ؛ نه د بازار په اړه بحث.
د ښاغلي حکمتيار پر وينا چي؛ دا پوښتنه هم راولاړېږي چي قرآن په ډېر تأكيد او تكرار سره او ډېرو آيتونو او مثالونو كي وايي: په زمكي او آسمان كي له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي؛ دا هم غيب دئ چي سبا او په لري او نژدې مستقبل كي به څه كېږي؛ خو دا روايت وايي: پر مكې به يو لښكر بريد كوي؛ ټول به خسف شي؛ دا نه دي ويل شوي چي دا بريد به كله وي؛ له كوم لوري به وي؛ دا موضوع هم د قرآن له گڼ شمېر آيتونو سره تعارض لري او هم د رسول الله صلى الله عليه و سلم له هغي وينا سره چي زما په امت كي به خسف او مسخ نه وي؛ ځواب به مو څه وي؟! ځواب به مو دا وي چي نه په داسي مواردو كي غريب روايات د اعتبار وړ دي او نه له قرآن سره متعارض روايات.
1010 ـ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي السُّوقِ، فَقَالَ: رَجُلٌ يَا أَبَا الْقَاسِمِ، فَالْتَفَتَ إِلَيْهِ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: إِنَّمَا دَعَوْتُ هَذَا، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «سَمُّوا بِاسْمِي وَلا تَكَنَّوْا بِكُنْيَتِي». (بخاري: 2120)
له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: يو ځل رسول الله صلى الله عليه و سلم په بازار کي وو چي يوه سړي وويل: يا ابا القاسم! نو نبي صلى الله عليه و سلم ورته متوجه شو؛ هغه سړي وويل: ما خو دغه بل ته چيغه وکړه؛ نو نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: «زما په نوم ځانونه نوموئ؛ خو زما کُنْيَه نوم (ابوالقاسم) پر ځانونو مه ږدئ)).
دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2120 - 3114 - 3115 – له دې توپيرونو سره: په يوه كي فَإِنِّي إِنَّمَا جُعِلْتُ قَاسِمًا أَقْسِمُ بَيْنَكُمْ يا «بُعِثْتُ قَاسِمًا أَقْسِمُ بَيْنَكُمْ»، راغلي، په بل كي نه دي راغلي؛ په يوه كي وَلاَ تَكَنَّوْا بِكُنْيَتِي په بل كي وَلاَ تَكْتَنُوا بِكُنْيَتِي راغلي. د روايت دا فقره (بُعِثْتُ قَاسِمًا أَقْسِمُ بَيْنَكُمْ) هم له موضوع سره اړخ نه لگوي؛ ځكه كنية (ابوالقاسم: د قاسم پلار) ده؛ نه قاسم؛ او دا د دې لپاره چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم زوى قاسم نومېدو؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم نه نوم قاسم وو او نه د قاسم په صفت ياد شوى؛ له همدې كبله امام مسلم دا روايت په دې صيغه راوړى:
(2131) عَنْ أَنَسٍ، قَالَ: نَادَى رَجُلٌ رَجُلًا بِالْبَقِيعِ يَا أَبَا الْقَاسِمِ فَالْتَفَتَ إِلَيْهِ رَسُولُ اللهِ فَقَالَ يَا رَسُولَ اللهِ، إِنِّي لَمْ أَعْنِكَ إِنَّمَا دَعَوْتُ فُلَانًا، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: تَسَمَّوْا بِاسْمِي وَلَا تَكَنَّوْا بِكُنْيَتِي "
له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: په بقيع كي يوه سړي بل سړي ته نارې كړې: اې ابوالقاسمه! رسول الله صلى الله عليه و سلم مخ ورواړولو؛ هغه وويل: يا رسول الله! مقصد مي ته نه وې فلانى وو؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: «زما په نوم ځانونه نوموئ؛ خو زما کُنْيَه نوم (ابوالقاسم) پر ځانونو مه ږدئ)).
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ امام مسلم د بخاري له باب سره هم توافق نه دئ كړى او دا روايت ئې تر دې باب لاندي راوړى: بَابُ النَّهْيِ عَنِ التَّكَنِّي بِأَبِي الْقَاسِمِ ... بخاري د بَابُ مَا ذُكِرَ فِي الأَسْوَاقِ لاندي راوړى؛ چي له روايت سره هيڅ مناسبت نه لري؛ ځكه د روايت اصلي موضوع دا ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: زما نوم (محمد) پر ځان او اولاد كښېښودى شئ خو زما كنيه مه كاروئ.
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
