د حکمتيار صاحب پنځه دېرشمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د جوزا ۱۰مه؛ ۱۴۰۲:
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله پنځه دېرشمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:
٣٢ باب: د روژې وصلوونکي سزا
956 ـ عَنِ أبي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: نَهَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الْوِصَالِ فِي الصَّوْمِ فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ مِنَ الْمُسْلِمِينَ: إِنَّكَ تُوَاصِلُ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «وَأَيُّكُمْ مِثْلِي إِنِّي أَبِيتُ يُطْعِمُنِي رَبِّي وَيَسْقِينِ». فَلَمَّا أَبَوْا أَنْ يَنْتَهُوا عَنِ الْوِصَالِ وَاصَلَ بِهِمْ يَوْمًا ثُمَّ يَوْمًا ثُمَّ رَأَوُا الْهِلالَ فَقَالَ: «لَوْ تَأَخَّرَ لَزِدْتُكُمْ» كَالتَّنْكِيلِ لَهُمْ حِينَ أَبَوْا أَنْ يَنْتَهُوا. وفي رواية عنه قال لهم: «فَاكْلَفُوا مِنَ الْعَمَلِ مَا تُطِيقُونَ». (بخاري: 1965 ـ 1966)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د روژې له وصلولو نهي وکړه؛ نو له مسلمانانو يوه سړي ورته وويل: يا رسول الله! ته خو ئې وصلوې؟ وئې فرمايل: ((له تاسو کوم يو زما په څېر دئ؟ زه چي د شپې ويده شم رب مي هم خواړه راکوي او هم اوبه)) خو کله چي هغوى له دې ډډه وكړه چي له وصلولو لاس واخلي؛ نو يوه ورځ ئې پرې وصل كړه او بيا بله ورځ؛ بيا ئې د نوې مياشتي سپوژمۍ وليده؛ نو وئې فرمايل: ((كه ځنډېدلې وى نو درباندي زياتوله مي))؛ كله چي ئې له عدم وصلولو ډډه وكړه نو د دوى د ترټلو لپاره ئې همداسي وكړل؛ او په بل روايت کي راغلي چي وئې فرمايل: ((هغه کار پر ځان لازم كړئ چي توان ئې لرئ)).
ښاغلي حکمتيار د موضوع په دوام زياته کړه چي دا روايت په بخاري كي 5 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1965 - 1966 - 6851 - 7242 - 7299 –
د دې رواياتو په اړه دا مطالب په پام كي ولرئ:
الف: د ټولو راوي يو (ابو هريره رضي الله عنه) دئ؛ يعني روايت غريب دئ.
رسول الله صلى الله عليه و سلم صحابه د روژو له وصلولو منع كړي.
ب: گواكي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له ممانعت سره سره؛ صحابه وو دا كار كړى؛ د دې خبري منل ځكه گران دي چي صحابه د قرآن د وينا له مخي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دومره مطيع وو چي په سختو سختو كارونو كي ئې هم د ده له لارښوونو مخالفت نه دئ كړى؛ ولي به په داسي كار كي مخالفت كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ترې ممانعت كړى؛ نه مستحب كار دئ او نه د ثواب؟!
ج: د دې منل هم گران دي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د غصې له كبله او د صحابه وو د ترټلو په موخه؛ هغوى په دوو ورځو مسلسل روژو گمارلي وي او كه سپوږمۍ نه وى رابره شوې نو نوري ئې هم پرې زياتولې!!
ح: د دې فقرې (إِنِّي أَبِيتُ يُطْعِمُنِي رَبِّي وَيَسْقِينِ)؛ په اړه دا توجيه وړاندي شوې: معناه يجعل الله تعالى فِيَّ قوة الطاعم والشارب: معنى ئې دا ده چي الله تعالى په ما كي هومره توان او قوت اچوي چي د طعام خوړونكي او اوبو څښونكي په برخه كېږي؛ په دې توجيه كي ډېر تكلف شوى.
نوموړي همداراز په ٣٣ باب کي پر دې عنوان بحث وکړ (څوک چي بل ته د نفلي روژې د ماتولو قسم ورکړي) لکه چي وايي:
957 ـ عَنْ أَبِي جُحَيْفَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: آخَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْنَ سَلْمَانَ وَأَبِي الدَّرْدَاءِ، فَزَارَ سَلْمَانُ أَبَا الدَّرْدَاءِ، فَرَأَى أُمَّ الدَّرْدَاءِ مُتَبَذِّلَةً فَقَالَ لَهَا: مَا شَأْنُكِ؟ قَالَتْ: أَخُوكَ أَبُو الدَّرْدَاءِ لَيْسَ لَهُ حَاجَةٌ فِي الدُّنْيَا، فَجَاءَ أَبُو الدَّرْدَاءِ فَصَنَعَ لَهُ طَعَامًا، فَقَالَ: كُلْ، قَالَ: فَإِنِّي صَائِمٌ، قَالَ: مَا أَنَا بِآكِلٍ حَتَّى تَأْكُلَ، قَالَ: فَأَكَلَ فَلَمَّا كَانَ اللَّيْلُ ذَهَبَ أَبُو الدَّرْدَاءِ يَقُومُ، قَالَ: نَمْ، فَنَامَ، ثُمَّ ذَهَبَ يَقُومُ، فَقَالَ: نَمْ، فَلَمَّا كَانَ مِنْ آخِرِ اللَّيْلِ قَالَ سَلْمَانُ: قُمِ الآنَ فَصَلَّيَا، فَقَالَ لَهُ سَلْمَانُ: إِنَّ لِرَبِّكَ عَلَيْكَ حَقًّا: وَلِنَفْسِكَ عَلَيْكَ حَقًّا: وَلأَهْلِكَ عَلَيْكَ حَقًّا، فَأَعْطِ كُلَّ ذِي حَقٍّ حَقَّهُ، فَأَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرَ ذَلِكَ لَهُ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «صَدَقَ سَلْمَانُ». (بخاري: 1968)
ابو جُحَيفه رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د سلمان او ابو درداء تر منځ د ورورۍ تړون وکړ؛ بيا سلمان د ابو درداء کور ته ورغى او هلته ئې ام درداء رضي الله عنها د كار جامه كي وليده؛ ورته وئې ويل: څه درباندي شوي؟ هغې وويل: ستا ورور ابو درداء؛ دنيا ته هيڅ حاجت نه لري؟ بيا ابو درداء راغى او ده ته ئې خواړه تيار کړل؛ سلمان ورته وويل: وخوره؛ وئې ويل: زه روژه يم؛ سلمان وويل: تر هغه ئې نه خورم چي ته ئې وخورې؛ نو وئې وخوړل؛ او چي شپه شوه؛ ابو درداء وغوښتل چي لمانځه ته پاڅي؛ ورته وئې ويل: ويده شه؛ نو ويده شو؛ بيا ئې وغوښتل چي لمانځه ته پاڅي؛ ورته وئې ويل: ويده شه؛ نو ويده شو؛ کله چي شپه پاى ته رسېدلې وه؛ سلمان وويل: اوس پاڅه؛ دواړه پاڅېدل او لمونځ ئې وکړ؛ بيا سلمان ورته وويل: ستا رب پر تا خاص حق لري، ستا نفس پر تا خاص حق لري، ستا اهل (مېرمن) پر تا خاص حق لري؛ نو هر حقدار ته خپل حق ورکوه؛ بيا ابو درداء رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغى او دا کيسه ئې ورته بيان کړه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((سلمان رښتيا ويلي)).
نوموړي همداراز د لاندېنيو روایتونو په استناد په ٣٤ باب کي بيا د شعبان روژې په نېولو تفصيلي رڼا واچوله؛ هلته چي فرمايي:
958 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَصُومُ حَتَّى نَقُولَ لا يُفْطِرُ، وَيُفْطِرُ حَتَّى نَقُولَ لا يَصُومُ فَمَا رَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ اسْتَكْمَلَ صِيَامَ شَهْرٍ إلَّا رَمَضَانَ وَمَا رَأَيْتُهُ أَكْثَرَ صِيَامًا مِنْهُ فِي شَعْبَانَ. (بخاري: 1969)
له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي وو چي كله به ئې دومره روژې نيولې چي موږ به ويل: ښايي هيڅ به ئې نه خوري (تل به ئې همداسي نيسي)؛ او کله به ئې دومره ورځي نه نيولې چي موږ به ويل: نور به ئې هيڅ نه نيسي؛ نو ما رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي نه دئ ليدلى چي كومه مياشت به ئې په بشپړه توگه روژه نيولې؛ مگر د رمضان مياشت؛ او نه مي دئ ليدلى چي تر شَعْبَانَ زيات به ئې په بلي مياشتي کي زياتي روژې نيولې وي.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا روايت له مشهورو رواياتو دئ؛ په صحابه وو كي څلور راويان لري: عائشه، ام سلمه، ابن عباس، انس رضي الله عنهم؛ او د صحاح سته په شمول ټولو مهمو كتابونو كي راغلى؛ او ښيي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د روژې له مياشتي پرته بله هيڅ مياشت په بشپړه توگه روژه نه ده نيولې؛ تر ټولو زياتي روژې به ئې په شعبان كي نيولې؛ ښايي د روژې مياشتي ته د تياري او ښه چمتو والي په موخه.
959 ـ وعَنْها رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا وفي رواية زيادة وَكَانَ يَقُولُ: «خُذُوا مِنَ الْعَمَلِ مَا تُطِيقُونَ فَإِنَّ اللَّهَ لا يَمَلُّ حَتَّى تَمَلُّوا» وَأَحَبُّ الصَّلاةِ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَا دُووِمَ عَلَيْهِ وَإِنْ قَلَّتْ، وَكَانَ إِذَا صَلَّى صَلاةً دَاوَمَ عَلَيْهَا. (بخاري: 1970)
او له عائشې رضي الله عنها په بل روايت کي دا زياتوالى هم شته چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به فرمايل: ((له عملونو هغه او هومره خپل كړئ چي توان ئې لرئ؛ ځکه الله تعالى نه ستومانه كېږي تر هغه چي تاسو ستړي شئ)). او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته تر ټولو محبوب او په زړه پوري لمونځ هغه وو چي په دوامداره توگه به اداء كړى شو؛ كه څه هم لږ به وو؛ وَكَانَ إِذَا صَلَّى صَلاةً دَاوَمَ عَلَيْهَا او په خپله داسي وو چي كله به ئې كوم لمونځ وكړ نو هغه به ئې بيا بيا كولو.
د ښاغلي حکمتيار په وينا دا روايت په بخاري كي 6 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 32 - 383 - 930 - 1151 - 1970 - 5861– د ټولو لومړى راوي عائشه رضي الله عنها ده؛ يعني چي غريب دئ؛ او د احنافو د اسلوب له مخي هغه مهال معتبر گڼل كېدى شي چي له قرآن سره مطابقت ولري؛ خو په قرآن كي الله تعالى ته ملالت نه دئ منسوب شوي او ستړيا او ستومانتيا چي له ملالت سره تړلى صفت دئ؛ نفى شوى. د روايت د دې برخي (فَإِنَّ اللَّهَ لا يَمَلُّ حَتَّى تَمَلُّوا) په اړه بايد څو خبري په پام كي ولرو:
معنى ئې دا ده: كه تاسو په خپل نېك عمل كي ستومانه نه شئ نو الله تعالى په ثواب وركولو كي نه ستومانه كېږي؛ او كه تاسو ستومانه شئ يا په نه زړه نيك عمل كوئ نو له الله تعالى ئې د ثواب طمع مه كوئ.
نوموړی همداراز د پورتني روايت په اړه وايي چي متأسفانه ځينو دلته هم د خپل غلط مسلك او منهج له مخي ويلي: دا (ملال: ملالت، بېزاري او خوا بدي) هم د الله تعالى يو ثابت صفت دئ!! ملال د نشاط عكس حالت او ستومانتيا ته وايي؛ دا په داسي حال كي چي قرآن فرمايي:
(... وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَلا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ 255) البقرة
.... (د قدرت او واكمنۍ) كرسۍ ئې پر آسمانونو او زمكي حاوي ده او د دوى دواړو (زمكي او آسمان) ساتنه ئې نه ستومانه كوي او هغه ستر لوړ دئ.
ملالت يو انساني عيب او منفي تأثر او غبرگون دئ؛ الله تعالى له عيب منزه دئ؛ حق نه لرو الله تعالى ته داسي صفت منسوب كړو چي عيبجن وي؛ لكه خوب، ستړيا، لوږه، تنده، مرگ، زړښت، د مكان او زمان محدوديت؛ اجزاء، اعضاء او جوارح، پلار او اولاد درلودل او خوابدي. حتى حق نه لرو الله تعالى په داسي صفت ياد كړو چي الله تعالى په خپله ځان نه دئ پرې ستايلى؛ ځكه د الله تعالى د پېژندو لپاره موږ يوازي او فقط يوه مرجع لرو چي هغه په خپله الله تعالى او د هغه له لوري لېږل شوى كتاب دئ؛ قرآن همداسي فرمايي: ((سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ) الصافات 159؛ الله ته له هغه څه پاكي ده چي دوى ئې توصيفوي؛ په قرآن كي د دې لپاره هيڅ شاهد نه مومو چي صراحتاً يا اشارتاً ئې الله تعالى ته ملالت منسوب كړى وي.
نو د دې روايت په اړه به څه كوو چي وايي: (فَإِنَّ اللَّهَ لا يَمَلُّ حَتَّى تَمَلُّوا)؟ او له هغو سره به څه كوو چي دا معكوسه نتيجه ترې اخلي چي گواكي الله تعالى هغه مهال ملول او ناخوښ كېږي چي تاسو په خپل عبادت كي ملالت وښيئ!! ځواب دا دئ: روايت وايي: تر خپل توان زيات نوافل مه كوئ؛ دومره ئې وكړئ چي درته آسان وي او په شور شوق او نشاط سره ئې كوئ؛ هغه عبادت چي له نشاط او شوق پرته وي او له ملالت سره توأم وي؛ الله تعالى ئې نه خوښوي؛ نه دا چي ملول كېدا د الله تعالى صفت دئ!!
ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وايي چي د اهل ظاهر اصلي ستونزه دا ده چي الله تعالى له مخلوق سره تشبيه كوي؛ په ټولو انساني صفاتو ئې متصف كوي؛ له غړو نيولې تر ردا او إزار، له گوتو نيولې تر قدم او ساق، له خندا نيولې تر ملالت؛ دوى الله تعالى ته قدم هم منسوبوي او په هغه روايت استناد كي چي په كي راغلي: د قيامت په ورځ به الله تعالى دوزخ ته ووايي: آيا ډك شوې؟ هغه به په ځواب كي ووايي: هل من مزيد: آيا مزيد څه هم شته؟ په پاى كي به گواكي الله تعالى خپل قدم پرې كښېږدي او خاموش به شي!! او الله تعالى ته د ساق (پنډۍ) ثابتولو لپاره د قرآن په داسي آيت استناد كوي چي په اصل كي د مشركينو په اړه دئ او د دوى د وېري او اضطراب هغه حالت بيانوي چي د قيامت په ورځ به ئې لري؛ له وېري به تښتي، پيڅې به ئې پورته كړې وي، پنډۍ به ئې لوڅي شوې وي، سجدې ته به بلل كېږي خو نه به شي كولى... آيتونه دا دي:
يَوۡمَ يُكۡشَفُ عَن سَاقٖ وَيُدۡعَوۡنَ إِلَى ٱلسُّجُودِ فَلَا يَسۡتَطِيعُونَ ٤٢ خَٰشِعَةً أَبۡصَٰرُهُمۡ تَرۡهَقُهُمۡ ذِلَّةٞۖ وَقَدۡ كَانُواْ يُدۡعَوۡنَ إِلَى ٱلسُّجُودِ وَهُمۡ سَٰلِمُونَ ٤٣ القلم
هغه ورځ چي پونډۍ بربنډه كړى شي؛ او دوى سجدې ته راوبلل شي؛ خو توانېدى به نه شي. سترگي ئې خړي او ټيټي، ذلت پرې سيورى غوړولى؛ يقيناً چي له دې مخكي سجدې ته بلل كېدل په داسي حال كي چي روغ رمټ ول.
هغه زياتوي چي په دې آيتونو كي بحث د مشركينو په اړه شوى؛ او ترې وړاندي او وروسته؛ د الله تعالى د ذات څرنگوالي په اړه هيڅ نه دي ويل شوي؛ ډېر ناپوه انسان به نه د داسي تعبير جسارت وكړي او نه به ئې ومني؛ خو د بېمارو زړونو خاوندان؛ د خپلو ناسمو افكارو او باورونو د ثابتولو لپاره؛ هغه داسي تعبيروي چي گواكي دلته د الله تعالى ساق ته اشاره شوې؛ هغه به لوڅ كړى شي او همدا مشركين به د دغه ساق په وړاندي سجدې ته وبلل شي!!! په داسي حال كي چي د پنډۍ لوڅول او پايڅې بر وهل هم په عربي كي يوه استعاره ده او هم په پښتو كي او مراد ئې له وېري تېښته ده؛ او دا آيتونه په بشپړ صراحت او وضاحت سره ښيي چي د قيامت په ورځ د مشركينو د وېري، تېښتي.... حالت په كي انځور شوى.
قرآن د الله تعالى د ذات په اړه فرمايي: (... لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ... ) الشورى 11: د عالم هيڅ شى او مخلوق هغه ته ورته نه دئ؛ نه په ذات كي او نه په صفاتو كي؛ الله تعالى له هغو ذاتي او فعلي صفاتو منزه دئ چي په مخلوق كي ئې گورو؛ مخلوق جسم لري، له اجزاء جوړ شوى، پيدا شوى او مري، د مكان او زمان تابع دئ؛ اما الله تعالى له دې ټولو عيبونو منزه دئ. د مخلوق حالت بدلېږي؛ د وضعيت له بدلېدو سره سم په هغه كي تبديلي راځي؛ كله خوښ شي كله خفه، كله نشيط وي او كله ستومانه او خوابدى؛ كله ئې يخ كېږي او كله گرمي، كله بخارۍ ته اړ وي او كله ايركنډيشن ته؛ اما الله تعالى نه بدلېدونكى دئ؛ مخلوق په يوه وخت كي يوازي يو ځاى وي؛ د مكان په وړاندي محكوم دئ؛ له يوه مكان بل ته د رسېدو لپاره خوځېدو او زمان ته ضرورت لري؛ خو الله تعالى داسي نه دئ؛ هم په عرش كي وي او هم له موږ سره هر ځاى؛ د قرآن په يوه آيت كي همدا دواړه هممهال او يو ځاى راغلي.
أبو حاتِم رحمه الله د روايت د دغي فقرې په اړه وايي: دا هغه الفاظ دي چي د مخاطَب او اورېدونكي علم او پوهه ئې په هدف او مقصد؛ له همدغو الفاظو پرته؛ په نورو الفاظو احاطه نه شي كولى: قَالَ أَبُو حَاتِمٍ قَوْلُهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "فَإِنَّ اللَّهَ لَا يَمَلُّ حَتَّى تَمَلُّوا" مِنَ الْأَلْفَاظِ الَّتِي لَا يُحِيطُ عِلْمُ الْمُخَاطَبِ بها في نفس القصد إلا به" او همدا په متشابهاتو كي د ده مسلك دئ. او حقيقت همدا دئ چي په متشابهاتو او استعارو كي كارول شوي الفاظ قطعاً په متبادره او ظاهري معنى نه شو اخيستلى؛ كه نه نو د اهل ظاهر په څېر به اشتباه كوو او الله تعالى به له مخلوق سره تشبيه كوو. كه په روايت كي راغلي چي كبرياء زما رداء ده؛ معنى ئې دا نه ده چي الله تعالى د انسان په څېر جامه لري؛ معنى ئې فقط دا ده چي كبرياء او عظمت فقط له ده سره ښايي او بس.
ښاغلي حکمتيار همداراز په ٣٥ باب کي بيا د صحيح البخاري د روژې کتاب پر دې عنوان بحث وکړ چي وايي؛ (د رسول الله صلى الله عليه و سلم د روژې او نه روژې بيان)
960 ـ عن حُمَيْد قَالَ: سَأَلْتُ أَنَسًا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنْ صِيَامِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: «مَا كُنْتُ أُحِبُّ أَنْ أَرَاهُ مِنَ الشَّهْرِ صَائِمًا إِلَّا رَأَيْتُهُ، وَلاَ مُفْطِرًا إِلَّا رَأَيْتُهُ، وَلاَ مِنَ اللَّيْلِ قَائِمًا إِلَّا رَأَيْتُهُ، وَلاَ نَائِمًا إِلَّا رَأَيْتُهُ، وَلاَ مَسِسْتُ خَزَّةً وَلاَ حَرِيرَةً، أَلْيَنَ مِنْ كَفِّ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَلاَ شَمِمْتُ مِسْكَةً، وَلاَ عَبِيرَةً أَطْيَبَ رَائِحَةً مِنْ رَائِحَةِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ» بخاري 1973
له حُمَيد روايت دئ چي له انس رضي الله عنه مي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د روژې په اړه وپوښتل؛ نو وئې ويل: که به مي زړه غوښتل چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په کومه مياشت کي د روژې په حال کي ووينم؛ نو وبه مي ليدو او نه بې روژې؛ مگر وبه مي ليدو؛ او نه د شپې په لمانځه ولاړ مگر وبه مي ليدو او نه ويده؛ مگر دا چي وبه مي ليدو؛ او نه مي د وړيو او ورېښمو په داسي نرمي ټوټې لاس راکاږلى چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر لاس زياته نرمه وي او نه مي داسي مِشک او عنبر بوى كړي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر خوږ بوى؛ زيات خوږ وو.
نوموړی زياتوي چي د دې روايت معنى دا ده چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم نفلي روژو او لمونځونو؛ نه خاصي مياشتي درلودې او نه ځانگړې شپې؛ كله مي د روژې حالت كي ليدلى او كله بې روژې؛ كله مي د شپې له لوري په لمانځه ليدلى او كله ويده. او دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم تل ښايسته عطر كارول.
961 ـ حديث عَبْدُاللَّهِ بْنُ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا تَقَدَّمَ.
د عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه حديث مخکي تېر شو.
ورته مهال ښاغلي حکمتيار د صحيح البخاري د روژې کتاب له ٣٦م باب تر ۴۱م باب پوري بابونه په پرلهپسي توگه تشريح کړل؛ لکه چي وايي:
36باب: په روژه کي د بدن حق
962 - وَقَالَ في هَذِهِ الرواية: فَكَانَ عَبْدُاللَّهِ يَقُولُ بَعْدَ مَا كَبِرَ يَا لَيْتَنِي قَبِلْتُ رُخْصَةَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ .
962 - او په دې روايت کي راغلي: کله چي عبدالله سپين ږيری شو؛ نو ويل به ئې: کاش د رسول صلى الله عليه و سلم رخصت مي منلى وی.
دلته د بخاري 1975 روايت ته اشاره شوې چي په هغه كي راغلي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له ده پوښتنه كړې وه: آيا همداسي ده چي ته هر ورځ روژه نيسي او هره شپه نفل لمونځونه؟ هغه ويلي وو: هو؛ يا رسول الله؛ ورته فرمايلي ئې وو: داسي مه كوه؛ كله روژه نيسه او كله نه، كله د شپې نفلي لمونځونه كوه او كله ويدېږه؛ جسد دي، مېرمن دي، ستا ملاقات كوونكي دوستان دي؛ پر تا حق لري؛ په مياشت كي درې ورځي روژه نيسه او همدا په ثواب كي داسي ده لكه چي ټول عمر دي روژه نيولې وي؛ ځكه هر نېك عمل لس برابره اجر لري؛ خو ده دا كافي نه ده گڼلې او تر دې زيات ئې غوښتى... خو بيا په زړښت كي پښېمان وو او ويل ئې كاش د رسول الله صلى الله عليه و سلم سپارښتنه مي منلې وى.
37 باب: په روژه کي د کورنۍ حق
963 ـ وفي رواية عنه: أَنَّهُ لما ذكر صِيَامَ دَاوُدَ عليه السلام قَالَ: وَكَانَ وَلا يَفِرُّ إِذَا لاقَى قَالَ عبدالله: مَنْ لِي بِهَذِهِ يَا نَبِيَّ اللَّهِ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لا صَامَ مَنْ صَامَ الأَبَدَ مَرَّتَيْنِ. (بخاري: 1977)
او له همده (عبدالله بن عمرو بن العاص) په بل روايت كي راغلي: كله چي ئې د داؤد عليه السلام د روژې يادونه وکړه وئې فرمايل: ((او هغه داسي وو چي کله به (له دښمن سره) مخامخ شو نو نه به تښتېدو))؛ عبدالله بن عمرو وويل: اې د الله نبي! څوک به په دې كي زما ضامن وي؟ نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((څوک چي تل روژه نيسي؛ داسي دئ لکه چي هيڅ روژه ئې نه وي نيولې))؛ دا خبره ئې دوه ځلي تکرار کړه.
نوموړی زياتوي چي په دې روايت كي پر روژتي د كورنۍ حق نه دئ بيان شوى؛ خو دا روايت د 1975 روايت يوه برخه ده چي د كورنۍ حق يادونه هم په كي شوې.
38 باب: كه څوك د نورو ليدو ته ورشي خو خپله روژه ماته نه كړي
964 ـ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ دَخَلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى أُمِّ سُلَيْمٍ فَأَتَتْهُ بِتَمْرٍ وَسَمْنٍ قَالَ: «أَعِيدُوا سَمْنَكُمْ فِي سِقَائِهِ، وَتَمْرَكُمْ فِي وِعَائِهِ، فَإِنِّي صَائِمٌ» ثُمَّ قَامَ إِلَى نَاحِيَةٍ مِنَ الْبَيْتِ فَصَلَّى غَيْرَ الْمَكْتُوبَةِ فَدَعَا لأُمِّ سُلَيْمٍ وَأَهْلِ بَيْتِهَا فَقَالَتْ أُمُّ سُلَيْمٍ: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ لِي خُوَيْصَّةً قَالَ: «مَا هِيَ؟» قَالَتْ: خَادِمُكَ أَنَسٌ، فَمَا تَرَكَ خَيْرَ آخِرَةٍ وَلا دُنْيَا إلَّا دَعَا لِي بِهِ قَالَ: «اللَّهُمَّ ارْزُقْهُ مَالاً وَوَلَدًا وَبَارِكْ لَهُ فِيهِ» فَإِنِّي لَمِنْ أَكْثَرِ الأَنْصَارِ مَالاً وَحَدَّثَتْنِي ابْنَتِي أُمَيْنَةُ أَنَّهُ دُفِنَ لِصُلْبِي مَقْدَمَ حَجَّاجٍ الْبَصْرَةَ بِضْعٌ وَعِشْرُونَ وَمِائَةٌ. (بخاري: 1982)
له انس رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د ام سُلَيم كور ته ورغى (دا ئې رضاعي خاله وه)؛ هغې خرما او غوړي ورته راوړل؛ وئې فرمايل: ((غوړي مو خپل ژي ته ئې ستانه كړئ او خرما خپلي پنډي ته ئې؛ ځکه زه روژه يم)). بيا پاڅېد او د کور په يوې گوښه کي ئې نفلي لمونځ وکړ؛ بيا ئې ام سليم او د هغې کورنۍ ته دعاء وکړه؛ نو ام سُلَيم وويل: يا رسول الله! زه خو ستا خدمت ته مختص شوى يو وړوكى او نازولی لرم! وئې فرمايل: ((هغه څه ده؟)) هغې وويل: ستا خادم انس؛ (انس وايي): نو نه ئې د آخرت كوم خير پرېښود او نه د دنيا مگر دا چي زما لپاره ئې وغوښتل؛ وئې فرمايل: ((خدايه! مال اولادونه ورکړې او په هغوى كي ده ته برکت واچوې))؛ نو نن زه له هغو انصارو يم چي تر نورو ئې مال او شتمني زياته ده؛ او لور مي ((اُمَيْنَه)) راته ويلي: بصرې ته د حَجَّاج تر راتگ وړاندي زما له اولادې څه باندي يو سل شل تنه دفن شوي.
39باب: د مياشتي د پاى روژه
965 ـ عَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَنَّهُ سَأَلَهُ أَوْ سَأَلَ رَجُلاً فَقَالَ: «يَا أَبَا فُلانٍ أَمَا صُمْتَ سَرَرَ هَذَا الشَّهْرِ؟» قَالَ الرَّجُلُ: لا يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: «فَإِذَا أَفْطَرْتَ فَصُمْ يَوْمَيْنِ» وفي رواية عنه قال: «مِنْ سَرَرِ شَعْبَانَ». (بخاري: 1983)
له عمران بن حُصَين رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له ده يا كوم بل سړي؛ وپوښتل: ((اې فلانيه! د دې مياشتې په وروستيو کي دې روژه نه ده نيولې؟)) هغه سړي وويل: نه؛ يا رسول الله! وئې فرمايل: ((کله چي دي روژه پاى ته ورسوله؛ دوه ورځي روژه ونيسه)) او په بل روايت کي ويل شوي: ((د شعبان مياشتي له وروستيو)).
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي د بخاري د دې روايت اصلي بڼه داسي ده:
1983 - حَدَّثَنَا الصَّلْتُ بْنُ مُحَمَّدٍ، حَدَّثَنَا مَهْدِيٌّ، عَنْ غَيْلاَنَ، ح وحَدَّثَنَا أَبُو النُّعْمَانِ، حَدَّثَنَا مَهْدِيُّ بْنُ مَيْمُونٍ، حَدَّثَنَا غَيْلاَنُ بْنُ جَرِيرٍ، عَنْ مُطَرِّفٍ، عَنْ عِمْرَانَ بْنِ حُصَيْنٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَنَّهُ سَأَلَهُ - أَوْ سَأَلَ رَجُلًا وَعِمْرَانُ يَسْمَعُ -، فَقَالَ: «يَا أَبَا فُلاَنٍ، أَمَا صُمْتَ سَرَرَ هَذَا الشَّهْرِ؟» قَالَ: - أَظُنُّهُ قَالَ: يَعْنِي رَمَضَانَ -، قَالَ الرَّجُلُ: لاَ يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «فَإِذَا أَفْطَرْتَ فَصُمْ يَوْمَيْنِ»، لَمْ يَقُلِ الصَّلْتُ: أَظُنُّهُ يَعْنِي رَمَضَانَ، قَالَ أَبُو عَبْدِ اللَّهِ: وَقَالَ ثَابِتٌ: عَنْ مُطَرِّفٍ، عَنْ عِمْرَانَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مِنْ سَرَرِ شَعْبَانَ»
له عمران بن حُصَين رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم له ده يا كوم بل سړي؛ وپوښتل او عمران اورېدل: ((اې فلانيه! د دې مياشتې د پاى (چي سپوږمۍ ئې د پټېدو حالت كي وي)؛ روژې دي نه دي نيولې؟)) راوي وايي: گمان كوم وئې ويل: يعني د رمضان مياشت؛ هغه سړي وويل: نه؛ يا رسول الله! وئې فرمايل: ((کله چي دي روژه پاى ته ورسوله؛ دوه ورځي روژه ونيسه)) صَلْت بن محمد دا نه دي ويلي چي گومان كوم د رمضان مياشت ئې ياده كړه؛ ابو عبد الله وويل: ثابت له مُطَرِّف او هغه له عمران روايت کړى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: «مِنْ سَرَرِ شَعْبَانَ» د شعبان له وروستيو.
د نوموړي په وينا لكه چي گورئ په دې روايت كي ډېر ابهام او اضطراب تر سترگو كېږي؛ په يوه كي د روژې مياشت د پاى روژې او په بل كي د شعبان مياشت د پاى؛ ويل شوي؛ په داسي حال كي چي نه د شعبان مياشتي د پاى روژې نيول صحيح دي؛ ځكه د شك په روژو كي راځي او نه د روژې مياشتي په پاى كي او متصل روژه نيول جائز دي؛ ځكه په دواړو عيدونو كي روژه نيول منع دي. له دقيقي شرحي پرته نه د دې روايت ابهامات رفع كولى شو او نه ئې له الفاظو په مطلب په سمه توگه پوهېدلى شو؛ اصلي مطلب ئې دا دئ چي دې سړي د هري مياشتي پاى كي دوه نفلي روژې نيولې؛ كله چي پوه شو د شك روژه به نه نيسي؛ نو دا ځل ئې د شعبان مياشتي د مياشتي هغه دوه روژې نه وې نيولې؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د پوښتني په ځواب كي همدا ويلي او هغه ورته فرمايلي: د روژې له مياشتي وروسته هغه دوه ورځي نفلي روژې دي ونيسه. يعني كه څوك كوم نفلي عبادت پر ځان لازم كړي او ونه توانېږي په خپل وخت ئې اداء كړي؛ بل وخت دي دا نقص جبيره كړي.
39 باب: د جمعې د ورځي روژه
966 ـ عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَبَّادٍ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ: سَأَلْتُ جَابِرًا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: اَنَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ صَوْمِ يَوْمِ الْجُمُعَةِ؟ قَالَ: نَعَمْ. (بخاري: 1984)
له محمد بن عباد رضي الله عنه روايت دي چي وايي: له جابر رضي الله عنه مي وپوښتتل: آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم د جمعې په ورځ له روژې نيولو نهي کړې ده؟ وئې وويل: هو.
همداراز قدرمن مشر دا هم وويل چي د دې روايت په اړه دا پوښتنه راولاړېږي چي آيا د جمعې په ورځ روژه نيول جائز نه دي؟ ښايي داسي څوك به هم پيدا شي چي گمان وكړي د روژې په مياشت كي به هم د جمعې په ورځ روژه نه نيسو؛ كه څه هم په روايت كي دا وضاحت نه دئ شوى چي د جمعې په ورځ به نفلي روژه نه نيول كېږي؛ خو په راتلونكي روايت كي دا ابهام رفع شوى:
967 ـ عَنْ جُوَيْرِيَةَ بِنْتِ الْحَارِثِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دَخَلَ عَلَيْهَا يَوْمَ الْجُمُعَةِ وَهِيَ صَائِمَةٌ فَقَالَ: «أَصُمْتِ أَمْسِ؟» قَالَتْ: لا، قَالَ: «تُرِيدِينَ أَنْ تَصُومِي غَدًا؟» قَالَتْ: لا، قَالَ: «فَأَفْطِرِي». (بخاري: 1986)
له ام المؤمنين جويريه بنت حارث رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د جمعې په ورځ په داسي حال كي د دې کور ته راغى چي دا روژه وه؛ وئې فرمايل: ((آيا پرون دي روژه نيولې وه؟)) هغې وويل: نه؛ بيا ئې وفرمايل: ((سبا روژه نيسې؟)) هغې وويل: نه؛ وئې فرمايل: ((نو روژه دي ماته کړه)).
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي له دې معلومېږي چي د جمعې په ورځ په اختصاصي او منفرده توگه روژه نيول؛ جائز نه دي.
په صحيح مسلم كي دا روايت تر دې باب لاندي راوړل شوى: باب النهي عن صوم يوم الجمعة منفردًا: دا عنوان له روايت سره ډېر مناسب دئ.
40باب: د روژې لپاره ځانگړې ورځي
968 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أنَّها سُئلَتْ: هَلْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَخْتَصُّ مِنَ الأَيَّامِ شَيْئًا؟ قَالَتْ: لا، كَانَ عَمَلُهُ دِيمَةً، وَأَيُّكُمْ يُطِيقُ مَا كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُطِيقُ. (بخاري: 1987)
له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وپوښتل شوه: آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي وو چي خاصي ورځي وټاكي؟ وئې ويل: نه؛ عملونه به ئې دائمي وو؛ او له تاسو به څوك دومره توان او طاقت ولري چي رسول الله صلى الله عليه و سلم درلود؟!
تكرار: دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1987 - 6466 – له دغو توپيرونو سره: په يوه كي قُلْتُ لِعَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا په بل كي سَأَلْتُ أُمَّ المُؤْمِنِينَ عَائِشَةَ، په يوه كي كَيْفَ كَانَ عَمَلُ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، هَلْ كَانَ يَخُصُّ شَيْئًا مِنَ الأَيَّامِ؟ په بل كي هَلْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَخْتَصُّ مِنَ الأَيَّامِ شَيْئًا؟ په يوه كي وَأَيُّكُمْ يُطِيقُ مَا كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُطِيقُ په بل كي وَأَيُّكُمْ يَسْتَطِيعُ مَا كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسْتَطِيعُ راغلي. سره له دې لفظي توپيرونو د رواياتو اصلي موضوع دا ده چي آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم د نفلي عباداتو لپاره خاصي ورځي ټاكلې وې كه نه؛ د عائشې رضي الله عنها ځواب داسي گڼل شوى چي نه؛ نوافل ئې هم دائمي وو؛ خو دا وضاحت ته ضرورت لري؛ ځكه په نورو رواياتو كي دا مومو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم هم په خپله خاصي ورځي او وختونه د نوافلو لپاره درلودل او هم ئې خپل امت ته د دې سپارښتني كړې؛ لكه چي ده د شعبان مياشت كي تر نورو زياتي روژې نيول؛ روايت ئې لږ وړاندي تېر شو؛ راوي ئې هم عائشه رضي الله عنها، د عرفې روژه، د ايام بيض درې ورځي، د شوال مياشت شپږ ورځي، د هري اونۍ په دوه نۍ (دوشنبه) او پنځنۍ (پنجشنبه) روژې؛ ما ته داسي برېښي چي د دې رواياتو د تلفيق؛ يو صورت كېدى شي او هغه دا چي ورځي به ئې داسي نه مختص كولې چي په يوې اونۍ، مياشت او كال كي ئې مراعات كړي او په نورو اونيو، مياشتو او كلونو كي نه؛ او دا هغه څه دي چي ده ئې توان درلود او موږ ئې نه لرو؛ موږ ته ئې سپارښتنه دا ده چي پر ځان ئې لازم نه كړو.
41باب: د تشريق د ورځو روژه
969 ـ عَنْ عَائِشَةَ و ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالا: لَمْ يُرَخَّصْ فِي أَيَّامِ التَّشْرِيقِ أَنْ يُصَمْنَ إلَّا لِمَنْ لَمْ يَجِدِ الْهَدْيَ. (بخاري: 1997ـ 1998)
٩٦9 – له عائشې او ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم هيچا ته د تشريق په ورځو کي د روژې اجازه نه ده ورکړې مگر هغه قارن او متمتع حاجي ته چي د هدي (حج د قربانۍ) توان نلري.
قدرمن مشر د يادې موضوع په دوام وويل: ايام تشريق هغو دريو ورځو ته ويل کېږي چي د لوى عيد تر لومړۍ ورځي وروسته دي؛ يعني د ذي الحجې 11-12-13؛ احناف او شوافع په دغو ورځو کي روژه نيول مکروه تحريمي گڼي؛ د هغو رواياتو په استناد چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په دغو ورځو كي د روژې له نيولو ممانعت كړى؛ خو د امام بخاري له نظره هغه حاجي كولى شي په دغو ورځو كي روژه ونيسي چي د تمتع اوقران حج نيت ئې كړى؛ گواكي دوى ايام تشريق؛ له هغو ورځو مستثناء كړې چي روژه به نه په كي نيول كېږي؛ دا استثناء د هغو په اړه گڼي چي د يوه څاروي ذبح كولو توان نه لري؛ نو درې ورځي به د حج په دوران كي روژه نيسي او اوه ورځي خپل كور ته له ستنېدو وروسته؛
احناف په هغه روايت هم استناد كوي چي په سنن ترمذي كي راغلى: (عن عُقبة بن عامر رضي الله عنه أنّ النبيّ صلى الله عليه و سلم قال: (يومُ عرفةَ ويومُ النحرِ وأيامُ التشريقِ عيدنا أهلَ الإسلامِ، وهيّ أيامُ أكلٍ وشربٍ)؛ يعني رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: د عرفې ورځ، يوم النحر او ايام تشريق د اهل اسلام عيد دئ؛ او دا د خوراك او څښاك ورځي دي؛ او په دې روايت هم: عن أمّ عمر بن سُلَيم: (بعث رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ عليَّ بنَ أبي طالبٍ رضيَ اللهُ عنه في أواسطِ أيامِ التشريقِ يُنادِي في الناسِ لا تصومُوا في هذه الأيامِ فإنها أيامُ أكلٍ وشربٍ)): له ام عمر روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم علي رضي الله عنه د ايام تشريق په منځ كي ولېږو چي د خلكو منځ كي دا اعلان وكړي: په دغو ورځو كي روژه مه نيسئ ځكه دا د خوراك او څښاك ورځي دي. او امام شافعي رحمه الله په هغه روايت استناد كوي چي په صحيح مسلم كي راغلى (أنّ النبيّ صلى الله عليه و سلم قال: (أَيَّامُ التَّشْرِيقِ أَيَّامُ أَكْلٍ وَشُرْبٍ))
د دغو رواياتو راويانو كي عمر بن الخطاب، علي بن ابي طالب، ابو هريره، ابن عباس، نُبَيْشَةَ، عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرٍو، مَعْمَرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ الْعَدَوِيِّ شامل دي؛ له صحيح بخاري او سنن ابو داؤد پرته نورو ټولو مهمو كتابونو راوړي.
امام مالك او امام احمد حنبل؛ هغه متمتع او قارن حاجي ته په ايام تشريق كي د روژې نيول جائز گڼي چي د هدي (څاروي ذبح كولو) توان نه لري؛ دوى په هغه روايت استناد كوي چي په بخاري كي راغلى: عن أمّ المؤمنين عائشة رضي الله عنها و ابن عمر رضي الله عنهما؛ أنّ النبيّ صلى الله عليه و سلم قال: (لَمْ يُرَخَّصْ في أيَّامِ التَّشْرِيقِ أنْ يُصَمْنَ، إلَّا لِمَن لَمْ يَجِدِ الهَدْيَ)، او عن عائشة رضي الله عنها: (أنَّ النَّبيَّ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّمَ رخَّصَ للمتمتعِ إذا لم يجدِ الهديَ ولم يصمْ الثلاثةَ في العشرِ: أن يصومَ أيامَ التشريقِ). د دواړو رواياتو خلاصه دا ده چي گواكي هغه متمتع حاجي ته په دغو ورځو كي د روژې نيولو رخصت وركړى شوى چي د هدي توان نه لري.
د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير په وينا د بخاري د روايت راويان په صحابه وو كي يوازي عائشه او ابن عمر رضي الله عنهما دي. او له صحاح سته يوازي په صحيح بخاري او سنن ابي داؤد كي راغلى؛ مصنف ابن ابي شيبه او سنن الكبرى للبيهقي كي هم راغلي خو داسي چي په هغوى كي دواړه متعارض روايات راوړل شوي.
دې ته په پام سره چي احنافو په هغه روايت استناد كړى چي هم ئې په صحابه وو كي راويان اته تنه او د بخاري په پرتله څلور ځله زيات دي او هم په هغوى كي دوه ستر شخصيتونه؛ دوه امير المؤمنين؛ عمر او علي رضي الله عنهما دي او د دوى د امارت په وخت كي پرې عمل شوى؛ نو دا رأى ارجح او اصح ده. ځينو په تكلف سره هڅه كړې چي د بقره سورې د 196 له دې برخي (... فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ وَسَبْعَةٍ إِذَا رَجَعْتُمْ...)؛ داسي څه راوباسي چي د بخاري د رأى لپاره مستمسك ترې جوړ شي؛ حال دا چي په دې كي (ثَلاثَةِ أَيَّامٍ فِي الْحَجِّ) راغلي نه (ايام التشريق)؛ هيڅوك په دې كي اختلاف نه لري چي داسي حاجي به د حج په ټولو ورځو كي درې ورځي روژه نيسي؛ اختلاف په دې كي دئ چي احنافو او شوافعو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ډېر مشهور روايت استناد كړى او ايام التشريق كي ئې د روژو نيول مكروه تحريمي گڼلي؛ اما بخاري په مرجوح او د سند له پلوه كمزوري روايت استناد كړى.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ آيا ډېره عجيبه نه ده چي ځيني داسي څرگند حقائق له پامه غورځوي او د تعصب او تعنت له مخي احناف او جليل القدر ائمه او فقهاءو ته ئې كله د اهل الرأى خطاب كوي او كله د متروك او د حديث منكر؟!!! په ټول يقين سره ويلى شو چي په ټولو او لږ تر لږه په اكثرو دغسي مواردو كي د احنافو ائمه وو په هغو رواياتو استناد كړى چي د بخاري تر رواياتو اصح او ارجح دي.
امام ابو حنيفه رحمه الله او احنافو ته دوى ځكه اهل رأى او د حديث منكر وايي چي
1- احناف قرآن اصل گڼي او حديث فرع او د قرآن شرح او تفسير؛ هغه روايات چي راويان ئې يو يا لږ وي؛ په هغه صورت كي ئې معتبر گڼي چي له قرآن سره مطابقت ولري، د عدم مطابقت په صورت كي د قرآن په صريح نص اكتفاء كوي؛ د بخاري اكثر روايات آحاد دي؛ پورتنى روايت ئې يو مثال دئ؛ ډېر ئې غريب دي چي په يوه طبقه كي يوازي يو يو راوي لري؛ احناف غريب روايات د استناد وړ نه گڼي او يوازي په هغه صورت كي ئې مني چي په قرآن كي ورته شاهد ومومي. امام بخاري رحمه الله او استادان ئې له دې سره حساسيت لري؛ دا خبره نه مني چي د روايت د صحت لپاره له قرآن سره ئې مطابقت شرط دئ؛ دوى د ثقه راويانو لپاره خپل معيارونه لري او له مخي ئې د هغوى يو فهرست جوړ كړى؛ له دوى چي كوم روايت تر لاسه كوي؛ هغه ته صحيح وايي؛ حتى هغه هم چي له قرآن سره په څرگنده توگه تعارض لري؛ خو د دوى له دې فهرست سره نه يوازي ټول محدثين موافق نه دي بلكي ورسره اختلاف لري او ډېر راويان ئې متروك، ضعيف او غير ثقه گڼي؛ هغوى د ثقه راويانو ځان ته نوملړ او فهرست لري؛ ځيني همداسي دي؛ كه څوك د دوى په معيارونو برابر كوم روايت ورسره ونه مني نو د حديث منكر، زنديق او حتى مرتد په نامه ئې يادوي؛ عادي افراد خو پرېږدئ حتى داسي ائمه او فقهاء هم تكفيروي چي په مليونو مؤمن پلويان لري!! تكفيري ډلي له همدې تفكير راټوكېدلې دي. احناف د رواياتو د صحت لپاره اصولي شرائط لري؛ اما ابو حنيفه وايي: كوم روايت چي صحيح ثابت شي؛ همدا زما مذهب دئ؛ يعني كه كوم روايت له قرآن سره مطابقت ولري او د صحت په ټولو شرائطو برابر وي؛ همدا به زموږ مذهب وي. د اهل روايت يو مبلغ مي د منبر پر ليدو چي ويل ئې: آيا ابو حنيفه دا نه دي ويلي: كوم روايت چي صحيح ثابت شي؛ همدا زما مذهب دئ؟ او آيا ټول دا نه وايي او په دې ټول امت اجماع نه ده كړې چي بخاري او روايات ئې ټول صحيح دي؟ نو معنى ئې دا ده چي صحيح بخاري د ابو حنيفه مذهب دئ!! مغالطه هم يو حد لري؛ دا د تعصب په بېمارۍ اخته؛ له ټولو پولو اوړي؛ حقيقت دا دئ چي امام ابو حنيفه د بخاري ډېر روايات غير صحيح او مرجوح گڼي؛ لكه پورتني روايات ئې او امام بخاري ډېر هغه روايات نه دي منلي او نه ئې په خپل كتاب كي راوړي چي احناف ئې د بخاري تر رواياتو اصح او ارجح گڼي.
2- د اهل روايت دوهمه ستونزه دا ده چي احناف د قرآن او صحيح حديث تر څنگ؛ او ترې وروسته؛ رأى (درايت او فراست) هم مهم او معتبر گڼي؛ هغه راوي ته ترجيح وركوي چي د صائب رأى خاوند او په درايت او فراست كي تر نورو وړاندي وي؛ هغه روايت مني له عقل سره اړخ لگوي؛ د عقل او علم خلاف خبره نه مني او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې له انتساب ډډه كوي؛ خو امام بخاري او استادان ئې درايت او په مرسته ئې د روايت د صحت په اړه د قرآن او صحيح حديث په رڼا كي قضاوت او پرېكړه نه يوازي نه مني بلكي دې ته له حديث د انكار په سترگه گوري؛ او د دې فكر او اسلوب خاوند د منكر حديث او اهل رأى په تكفيري فتوى استقبالوي!!!
نوموړی د خپل وضاحت په دوام زياتوي چي متأسفانه دا اهل روايت داسي دي چي كله څوك ووايي: قرآن كافي او كامل دئ؛ هر څه ئې په تفصيل سره بيان كړي؛ حق په قرآن كي خلاصه شوى؛ نو داسي غبرگون ښيي چي وېښتان ئې ځيږ شي؛ دا په داسي حال كي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپله، په خپلي آخري مهمي خطبې؛ حجة الوداع خطبې كي؛ چي ډېرو مهمو او اساسي مسائلو ته ئې په كي اشاره كړې ده؛ فرمايي: په تاسو كي هغه څه پرېږدم چي كه منگولي پرې ولگوئ؛ هيڅكله به بې لاري نه شئ؛ چي هغه د الله كتاب دئ؛ د كتاب الله تر څنگ د بل څه نوم نه اخلي؛ يعني چي فقط همدا د الله تعالى كتاب ستاسو د هدايت لپاره كافي دئ؛ دا روايت د إسناد له پلوه دومره دروند او معتبر دئ چي د صحيح بخاري لږ روايات ورسره برابري كولى شي؛ تر اتو زياتو صحابه وو روايت كړى؛ او د حديث په ټولو كتابونو كي راغلى؛ په دې صيغه راعلى:
... أَيُّهَا النَّاسُ، قَدْ تركت فيكم ما إن اعْتَصَمْتُمْ بِهِ لَنْ تَضِلُّوا: كِتَابَ اللَّهِ:
اې خلكو! په تاسو كي مي هغه څه پرېښود چي كه منگولي پرې ټينگي كړئ هيڅكله به بې لاري نه شئ: د الله كتاب.
دا ئې په هغي خطبې كي ويلي چي تر يو لك زيات خلك په حج كي راغونډ شوي وو؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم آخري خطبه ئې اورېدله؛ او له دې لنډه موده وروسته ئې له دې نړۍ رحلت وكړ.
قرآن په مكرره توگه او په گڼ شمېر آيتونو كي همدا وايي چي قرآن كافي دئ؛ حتى په تعجب سره رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وايي: آيا دا كتاب چي پر تا نازل شوى؛ دوى ته كفايت نه كوئ؟!!
أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّا أَنْزَلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ يُتْلَى عَلَيْهِمْ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَرَحْمَةً وَذِكْرَى لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 51 العنكبوت
همد راز فرمايي:
وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلا تَفَرَّقُوا 103 آل عمران
او ټول د الله په رسئ (قرآن) منگولي ولگوئ او مه متفرق كېږئ.
يعني قرآن ستاسو د يووالي ضامن دئ؛ كه منگولي پرې ولگوئ نو متحد به وئ او كه نه نو متفرق او په اختلاف اخته.
د درس په پای کي گډونوالو په اجتماعي توگه دعاء وکړه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
