د حکمتيار صاحب څلورمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د جوزا ۲۸مه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار او د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي
د صحيح البخاري د کتاب البيوع (پېر پلور)
په ١٦باب او د خپل مخکني درس په دوام وويل؛ (قسم برکت له منځه وړي) هلته چي فرمايي:
999 ـ عَن أَبَي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «الْحَلِفُ مُنفِّقَةٌ لِلسِّلْعَةِ مُمْحِقَةٌ لِلْبَرَكَةِ». (بخاري: 2087)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: ((لوړه د مال رواجېدو او خرڅلاو سبب دئ؛ د برکت له منځه وړونكى دئ)).
نوموړي زياته کړه؛ د بخاري باب اصلاً داسي دئ: باب: يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لاَ يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ [البقرة: 276]؛ دا آيت د سود په اړه دئ؛ نه د لوړي؛ او وايي: الله تعالى سود له منځه وړي او صدقاتو ته وده وركوي. ابو داؤد دا باب ورته غوره كړى: بَابٌ فِي كَرَاهِيَةِ الْيَمِينِ فِي الْبَيْعِ؛ او مسلم دا باب: بَابُ النَّهْيِ عَنِ الْحَلِفِ فِي الْبَيْعِ؛ د دواړو باب د بخاري تر باب له روايت سره ډېر مناسبت لري. په مسند احمد كي دا روايت په دې صيغه راغلى:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "الْيَمِينُ الْكَاذِبَةُ مَنْفَقَةٌ لِلسِّلْعَةِ مَمْحَقَةٌ لِلْكَسْبِ
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((دروغجنه لوړه د مال رواجېدو (خرڅلاو) سبب دئ؛ د كسب له منځه وړونكى دئ)).
ښاغلی حکمتيار وايي؛ كه لږ ځير شو نو د مسند احمد روايت نسبت نورو ته جامع او واضح دئ؛ دروغجنه لوړه ئې د كسب له منځه وړونكې ښودلې؛ يعني كه څه هم دا قسم خور سوداگر موقتاً مشتريان پيدا كړي؛ خو ډېر ژر ئې درواغ خلكو ته څرگند شي، خپل اعتبار له لاسه وركړي او كسب ئې له كساد سره مخ شي.
نوموړی همداراز په ١٧ باب کي (د آهنگرۍ کسب) پر عنوان بحث وکړ او وئې ويل:
1000 ـ عَنْ خَبَّابٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كُنْتُ قَيْنًا فِي الْجَاهِلِيَّةِ وَكَانَ لِي عَلَى الْعَاصِ بْنِ وَائِلٍ دَيْنٌ، فَأَتَيْتُهُ أَتَقَاضَاهُ، قَالَ: لا أُعْطِيكَ حَتَّى تَكْفُرَ بِمُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ . فَقُلْتُ: لا أَكْفُرُ حَتَّى يُمِيتَكَ اللَّهُ، ثُمَّ تُبْعَثَ، قَالَ: دَعْنِي حَتَّى أَمُوتَ وَأُبْعَثَ فَسَأُوتَى مَالاً وَوَلَدًا، فَأَقْضِيكَ فَنَزَلَتْ: أَفَرَأَيْتَ الَّذِي كَفَرَ بِآيَاتِنَا وَقَالَ لأُوتَيَنَّ مَالاً وَوَلَدًا أَطَّلَعَ الْغَيْبَ أَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا. (بخاري: 2091)
له خَبَّاب رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: د جاهليت په زمانه کي پښ (آهنگر) وم او پر عاص بن وائل مي پور وو؛ ورغلم چي ترې وئې غواړم؛ وئې ويل: تر هغه ئې نه درکوم چي په محمد صلى الله عليه و سلم کافر شې؛ ومي ويل: كافر به نشم؛ حتى که الله تعالى تا مړ او بېرته را ژوندى هم کړي؛ وئې ويل: نو تر هغه مي پرېږده چي مړ او بېرته را ژوندی شم؛ نو مال او اولاد به راكړل شوى وي او بيا به ستا پور پرې کړم؛ همغه وه چي دا آيتونه رانازل شول (أَفَرَأَيْتَ الَّذِي كَفَرَ بِآيَاتِنَا وَقَالَ لأُوتَيَنَّ مَالاً وَوَلَدًا أَطَّلَعَ الْغَيْبَ أَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمَنِ عَهْدًا) مريم: ٧٧، ٧٨)
تكرار: دا روايت په بخاري كي 4 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2091 - 4732 - 4733 -4734 –
توپيرونه: په يوه كي كُنْتُ قَيْنًا فِي الجَاهِلِيَّةِ په بل كي كُنْتُ قَيْنًا بِمَكَّةَ، په يوه كي وَكَانَ لِي عَلَى العَاصِ بْنِ وَائِلٍ دَيْنٌ فَأَتَيْتُهُ أَتَقَاضَاهُ، په بل كي جِئْتُ العَاصَ بْنَ وَائِلٍ السَّهْمِيَّ أَتَقَاضَاهُ حَقًّا لِي عِنْدَهُ په بل كي فَعَمِلْتُ لِلْعَاصِ بْنِ وَائِلٍ السَّهْمِيِّ سَيْفًا فَجِئْتُ أَتَقَاضَاهُ په يوه كي قَالَ: قَال دَعْنِي حَتَّى أَمُوتَ وَأُبْعَثَ په بل كي قَالَ: وَإِنِّي لَمَيِّتٌ ثُمَّ مَبْعُوثٌ؟ او په بل كي قَالَ: إِذَا أَمَاتَنِي اللَّهُ ثُمَّ بَعَثَنِي وَلِي مَالٌ وَوَلَدٌ راغلي.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير د پورتني روايت په اړه وايي چي دا روايت په صحيح مسلم کي تر دې باب لاندي راغلى: باب في نزول {أَفَرَأَيْتَ الَّذِي كَفَرَ بِآَيَاتِنَا} امام بخاري يو ځل تر دې باب لاندي (بَاب ذِكْرِ الْقَيْنِ وَالْحَدَّادِ) راوړى او درې ځلي ئې تر داسي بابونو لاندي راوړى چي د هر يوه خوا ته ئې د مريم د سورې يو يو آيت هم راوړى.
هغه آيتونه چي دلته راوړل شوي؛ دا دي:
أَفَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي كَفَرَ بَِٔايَٰتِنَا وَقَالَ لَأُوتَيَنَّ مَالٗا وَوَلَدًا ٧٧ أَطَّلَعَ ٱلۡغَيۡبَ أَمِ ٱتَّخَذَ عِندَ ٱلرَّحۡمَٰنِ عَهۡدٗا ٧٨
آيا هغه دي وليد چي زما له آيتونو ئې انكار وكړ او وئې ويل: حتماً به مال او اولاد راپه برخه شي!، آيا له غيبو خبر شوى او كه له رحمن رب ئې كومه ژمنه تر لاسه كړې؟!،
ښاغلی حکمتيار د پورتنيو آيتونو د تفسير په اړه وايي چي په دې مباركو آيتونو كي د هغو وگړو خوشې او بې بنسټه هيلي او طمعي انځور شوې چي گمان كوي د كفر او كافرانو غېږ ته په پناه وړلو سره به د مال خاوند شي او اجتماعي وجاهت او اعتبار به ئې په برخه شي!! وايي: آيا هغه چا ته دي پام كړى چي د الله تعالى له آيتونو ئې انكار وكړ او وئې ويل: حتماً به مال او اولاد راپه برخه شي!، آيا دا انگېرنه ئې له دې امله ده چي له غيبو خبر شوى؟! او كه له دې امله چي له الله تعالى ئې كومه ژمنه تر لاسه كړې؟!، څنگه گمان كوي چي د كفر او كافرانو په غېږ كي به د ده هيلي تر سره او مال، وجاهت او اقتدار به ئې په برخه شي؟ چا له غيبو خبر كړى او په كوم الهي كتاب كي ئې دا لوستلي؟!! داسي نه ده؛ حتماً به هغه څه وليكو چي دى ئې وايي؛ او د مال پراخوالي او د وجاهت زياتوالي پر ځاى به له ځانگړي پراخ عذاب سره مخامخ شي. همدغه غلطه وينا او كچه انگېرنه به په ميراث ترې پاته شي او الله تعالى ته به تش لاس، يوازى او گوښى وړاندي شي.
هغه زياتوي؛ لكه چي گورئ په دې آيتونو كي د داسي چا يادونه شوې چي د كفر په غېږ كي د مال او وجاهت تر لاسه كولو قطعي طمع لري؛ د قرآن په ځينو نورو آيتونو كي هم ويل شوي چي د مال او ثروت خاوندان وايي: قيامت نشته او كه وي نو هلته به هم زما برخه او نصيب د خداى خوا ته همداسي وي لكه په دنيا كي؛ ((... وَمَا أَظُنُّ السَّاعَةَ قَائِمَةً وَلَئِنْ رُجِعْتُ إِلَى رَبِّي إِنَّ لِي عِنْدَهُ لَلْحُسْنَى ....) فصلت 50؛ اما په روايت كي دا خبري د عَاصِ بْنِ وَائِل گڼل شوې او گواكي هغه پر خَبَّاب رضي الله عنه يا د ملنډو په توگه ويلې (فَسَأُوتَى مَالاً وَوَلَدًا،)؛ او يا د پوښتني په توگه (وَإِنِّي لَمَيِّتٌ ثُمَّ مَبْعُوثٌ؟) او له دې په څرگنده توگه دوه خبري معلومېږي:
1- د آيتونو شأن نزول قطعاً دا نه دئ.
2- كه عاص بن وائل دا خبري كړې وي نو د دغو آيتونو له نزول وروسته ئې كړې؛ نه وړاندي؛ د آيت همدا الفاظ ئې د ملنډو په توگه كارولي.
ورته مهال ښاغلي حکمتيار په ١٨م باب کي (د خياطۍ کسب) تر عنوان لاندي لاندينی روايت په تفصيلي توگه تشريح کړ، لکه چي وايي:
1001 ـ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال: إِنَّ خَيَّاطًا دَعَا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِطَعَامٍ صَنَعَهُ، قَالَ أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ: فَذَهَبْتُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى ذَلِكَ الطَّعَامِ، فَقَرَّبَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خُبْزًا وَمَرَقًا فِيهِ دُبَّاءٌ وَقَدِيدٌ، فَرَأَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَتَتَبَّعُ الدُّبَّاءَ مِنْ حَوَالَيِ الْقَصْعَةِ قَالَ: فَلَمْ أَزَلْ أُحِبُّ الدُّبَّاءَ مِنْ يَوْمِئِذٍ. (بخاري: 2092)
له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: يوه خياط رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي خوړو ته دعوت کړ چي په خپله ئې جوړ كړى وو؛ انس وايي: زه هم له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره دې خوړو ته ولاړم؛ خياط رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ډوډۍ او داسي شوروا وړاندي كړه چي لاندى (وچه غوښه) او کدو په کي وو، رسول الله صلى الله عليه و سلم مي وليد چي د کاسې په ژيو کي ئې کدو لټولو؛ انس رضي الله عنه وايي: له همغي ورځي مي کدو ډېر خوښېږي.
نوموړی د خپل وضاحت په دوام وايي چي دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو: 2092 - 5379 - 5436 او تر دغو بابونو لاندي راغلى: بَابُ ذِكْرِ الخَيَّاطِ، بَابُ مَنْ تَتَبَّعَ حَوَالَيْ القَصْعَةِ مَعَ صَاحِبِهِ، إِذَا لَمْ يَعْرِفْ مِنْهُ كَرَاهِيَةً او بَابُ المَرَقِ؛ خو په بخاري كي دا روايت هم راوړل شوى:
وَقَالَ أَنَسٌ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ، وَلْيَأْكُلْ كُلُّ رَجُلٍ مِمَّا يَلِيهِ»
او انس ويلي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د الله نوم ياد كړئ او هر سړى بايد له هغه لوري وخوري چي ورنژدې دئ.
نوموړی زياتوي چي په دغو رواياتو كي تعارض تر سترگو كېږي؛ يو وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم امر كړى چي هر سړى بايد د لوښي له هغه لوري وخوري چي ورنژدې دئ او بل وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپله په لوښي كي كدو لټولو!! امام بخاري دا توجيه وړاندي كړې چي: كه هم كاسه ئې بد ونه گڼي نو پروا نه لري؛ ځينو دا توجيه وړاندي كړې چي گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم كاسې ته يوازي ناست وو؛ خو دا توجيه ځكه نه ده منل شوې چي انس ويلي: كله چي ما له كدو سره د رسول الله صلى الله عليه و سلم علاقه وليدله نو په خپله مي د هغه مخي ته كښېښودل؛ ناچار به له دغو رواياتو يو ترې غوره كوو؛ او همغه چي هر څوك بايد د لوښي له هغه لوري خوراك وكړي چي ده ته نژدې دئ؛ د بل روايت په اړه به ناچار وايو چي مطلب په سمه توگه نه دئ انتقال شوى؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم خپلي خوا ته د غوښي په ځاى كدو لټولو؛ نه په ټول لوښي كي.
ښاغلي حکمتيار د موضوع د لا وضاحت په اړه دا هم وويل؛ چي دا روايت په صحيح مسلم كي؛ تر دې باب لاندي راوړل شوى: بَابُ جَوَازِ أَكْلِ الْمَرَقِ، وَاسْتِحْبَابِ أَكْلِ الْيَقْطِينِ، وَإِيثَارِ أَهْلِ الْمَائِدَةِ بَعْضِهِمْ بَعْضًا وَإِنْ كَانُوا ضِيفَانًا إِذَا لَمْ يَكْرَهْ ذَلِكَ صَاحِبُ الطَّعَامِ؛ روايت دا دئ:
(2041) عَنْ مَالِكِ بْنِ أَنَسٍ، «إِنَّ خَيَّاطًا دَعَا رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِطَعَامٍ صَنَعَهُ»، قَالَ أَنَسُ بْنُ مَالِكٍ: «فَذَهَبْتُ مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى ذَلِكَ الطَّعَامِ، فَقَرَّبَ إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خُبْزًا مِنْ شَعِيرٍ وَمَرَقًا فِيهِ دُبَّاءٌ وَقَدِيدٌ»، قَالَ أَنَسٌ: «فَرَأَيْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَتَتَبَّعُ الدُّبَّاءَ مِنْ حَوَالَيِ الصَّحْفَةِ»، قَالَ: «فَلَمْ أَزَلْ أُحِبُّ الدُّبَّاءَ مُنْذُ يَوْمَئِذٍ»
هغه زياتوي چي؛ راشئ دا هم وگورو چي قرآن په دې ارتباط څه لارښوونه لري:
... لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَنْ تَأْكُلُوا جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا ... 61 النور
.... پر تاسو په دې كي څه گناه نشته چي په گډه خوراك وكړئ يا بېل بېل ...
له گډ او بېل بېل دوه تعبيرونه كېدى شي:
1- پر يوه دسترخان يو ځايي يا بېل بېل.
2- په گډه له يوه لوښي يا په بېل بېل لوښي كي؛ په دې روايت كي په گډه له يوه لوښي؛ خوراك بيان شوى؛ شرعي ادب ئې دا ښودلى چي هر څوك به د لوښي له هغي برخي خوري چي ده ته نژدې وي.
په بسم الله سره خوراك پيلول، لاسونه تر خوراك وړاندي او وروسته مينځل، په ښي لاس خوراك كول، د تكيې حالت كي خوراك نه كول، لاس په لوښي كي نه څنډل، په پاى كي الحمد لله ويل او دا هم چي د گډ خوراك په وخت كي د سكوت په ځاى خبري كول؛ د آدابو په ضمن كي دي.
ورپسي ئې په ١٩ باب کي (د څارويو اخستل) عنوان د لانديني روايت په استناد سره تشريح کړ؛ هلته چي فرمايي:
1002 ـ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ رضي الله عنه قَالَ: كُنْتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي غَزَاةٍ، فَأَبْطَأَ بِي جَمَلِي وَأَعْيَا، فَأَتَى عَلَيَّ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: «جَابِرٌ»؟ فَقُلْتُ: نَعَمْ، قَالَ: «مَا شَأْنُكَ»؟ قُلْتُ: أَبْطَأَ عَلَيَّ جَمَلِي وَأَعْيَا فَتَخَلَّفْتُ، فَنَزَلَ يَحْجُنُهُ بِمِحْجَنِهِ، ثُمَّ قَالَ: «ارْكَبْ» فَرَكِبْتُ فَلَقَدْ رَأَيْتُهُ أَكُفُّهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «تَزَوَّجْتَ»؟ قُلْتُ: نَعَمْ. قَالَ: «بِكْرًا أَمْ ثَيِّبًا»؟ قُلْتُ: بَلْ ثَيِّبًا، قَالَ: «أَفَلا جَارِيَةً تُلاعِبُهَا وَتُلاعِبُكَ»؟ قُلْتُ: إِنَّ لِي أَخَوَاتٍ، فَأَحْبَبْتُ أَنْ أَتَزَوَّجَ امْرَأَةً تَجْمَعُهُنَّ، وَتَمْشُطُهُنَّ، وَتَقُومُ عَلَيْهِنَّ، قَالَ: «أَمَّا إِنَّكَ قَادِمٌ فَإِذَا قَدِمْتَ فَالْكَيْسَ الْكَيْسَ» ثُمَّ قَالَ: «أَتَبِيعُ جَمَلَكَ»؟ قُلْتُ: نَعَمْ، فَاشْتَرَاهُ مِنِّي بِأُوقِيَّةٍ، ثُمَّ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَبْلِي، وَقَدِمْتُ بِالْغَدَاةِ، فَجِئْنَا إِلَى الْمَسْجِدِ، فَوَجَدْتُهُ عَلَى بَابِ الْمَسْجِدِ، قَالَ: «أَالآنَ قَدِمْتَ»؟ قُلْتُ: نَعَمْ. قَالَ: «فَدَعْ جَمَلَكَ، فَادْخُلْ فَصَلِّ رَكْعَتَيْنِ». فَدَخَلْتُ فَصَلَّيْتُ، فَأَمَرَ بِلالاً أَنْ يَزِنَ لَهُ أُوقِيَّةً، فَوَزَنَ لِي بِلالٌ فَأَرْجَحَ لِي فِي الْمِيزَانِ، فَانْطَلَقْتُ حَتَّى وَلَّيْتُ، فَقَالَ: «ادْعُ لِي جَابِرًا» قُلْتُ: الآنَ يَرُدُّ عَلَيَّ الْجَمَلَ، وَلَمْ يَكُنْ شَيْءٌ أَبْغَضَ إِلَيَّ مِنْهُ، قَالَ: «خُذْ جَمَلَكَ، وَلَكَ ثَمَنُهُ». (بخاري: 2097)
له جابر بن عبدالله رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: په يوه غزا کي له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ملگرى وم؛ اوښ مي له تگ ولوېد او وروسته پاته شوم؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم راورسېد او وئې فرمايل: ((جابر يې؟)) ومې ويل: هو؛ وئې فرمايل: ((څه درباندي شوي؟)) ومي ويل: اوښ مي راته سست شوى او له پښو لوېدلى؛ نو وروسته پاته شوم؛ نو راکوز شو او زما اوښ ئې په خپلي لکڼي چي يو سر ئې كوږ وو؛ چوخولو؛ بيا ئې وفرمايل: ((سپور شه))؛ نو سپور شوم؛ نو ليدو مي چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم به مي راتمولو؛ (چي خوا ته ئې ونه رسېږي يا ترې وړاندي نه شي)؛ وئې فرمايل: ((واده دي کړئ؟))؛ ومي ويل: هو؛ وئې فرمايل: ((کونډه که پېغله؟)) ومي ويل: کونډه؛ وئې فرمايل: ((ولي پېغله نه؛ چي تا له هغې او هغې له تا سره لوبي کولې؟)) ومي ويل: زما څو خوېندي دي؛ دا مي خوښه كړه چي له داسي مېرمني سره واده وكړم چي غونډي ئې وساتي، سرونه ئې ږمنځوي او پالنه ئې كوي؛ وئې فرمايل: ښه؛ اوس ته ستنېدونكى يې؛ كله چي ستون شوې نو هوښيار هوښيار اوسه)) بيا ئې وفرمايل: آيا اوښ دي پلورې؟)) ومي ويل: هو؛ نو له ما ئې په يوه اُوقِيَه (٤٠ درهمه) واخيست؛ بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم تر ما وړاندي مدينې ته ورسېد؛ او زه سبا ورسېدم؛ جومات ته راغلو؛ نو د جومات له دروازې سره مي وليد؛ وئې فرمايل: ((اوس راورسېدې؟)) ومي ويل: هو؛ وئې فرمايل: ((اوښ دي خوشى کړه، جومات ته ننوځه او دوه رکعته لمونځ وکړه))؛ نو ننوتلم او لمونځ مي وکړ؛ نو بلال ته ئې امر وکړ چي ده ته يوه أُوقيه وتله؛ نو بلال راته وتلله؛ لږ ئې درنه راته وتلله، بيا زه روان شوم تر هغه چي شا مي واړوله؛ وئې فرمايل: ((جابر راوغواړه))؛ له ځان سره مي وويل: اوس به مي اوښ بېرته راکوي او تر دې زيات مي هيڅ څه بد نه ايسېدو؛ وئې فرمايل: ((اوښ دي واخله او بيه ئې ستا)).
قدرمن مشر د پورتني روايت د مزيد وضاحت په اړه وايي؛ چي د روايت يوه برخه لږ مزيد دقت ايجابوي؛ دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم جابر ته ويلي: ((فَإِذَا قَدِمْتَ فَالْكَيْسَ الْكَيْسَ)): نو كله چي ستون شوې هوښيار هوښيار اوسه؛ په دې اړه عجيب عجيب تعبيرونه شوي؛ چي ځيني ئې اصلاً په يادولو نه ارزي؛ ساده او له تكلف پرته تعبير دا دئ: هم خپلو وړو خوېندو او له هغوى سره چلن كي او هم له خپلي مېرمني سره تعامل كي دقت كوه.
دا هم بايد وويل شي چي دا روايت يوازي په بخاري او مسند احمد كي راغلى؛ مسند احمد مفصل او مشرح دئ؛ ډېر مطالب ئې د بخاري په روايت كي نه مومو.
په ٢٠م باب کي نوموړي (د رنځور اوښ اخستل) عنوان د لانديني روايت په استناد سره تشريح کړ او وئې ويل:
1003 ـ عن عَمْرٍو: كَانَ هَا هُنَا رَجُلٌ اسْمُهُ نَوَّاسٌ وَكَانَتْ عِنْدَهُ إِبِلٌ هِيمٌ، فَذَهَبَ ابْنُ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، فَاشْتَرَى تِلْكَ الإِبِلَ مِنْ شَرِيكٍ لَهُ، فَجَاءَ إِلَيْهِ شَرِيكُهُ، فَقَالَ: بِعْنَا تِلْكَ الإِبِلَ فَقَالَ: مِمَّنْ بِعْتَهَا؟ قَالَ: مِنْ شَيْخٍ كَذَا وَكَذَا، فَقَالَ: وَيْحَكَ، ذَاكَ وَاللَّهِ ابْنُ عُمَرَ، فَجَاءَهُ فَقَالَ: إِنَّ شَرِيكِي بَاعَكَ إِبِلًا هِيمًا، وَلَمْ يَعْرِفْكَ قَالَ: فَاسْتَقْهَا، قَالَ: فَلَمَّا ذَهَبَ يَسْتَاقُهَا، فَقَالَ: دَعْهَا، رَضِينَا بِقَضَاءِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لاَ عَدْوَى»، (بخاري: 2099)
له عمرو روايت دئ چي دلته يو سړى وو؛ نوم ئې نَوَّاس؛ تندي وهلي بېمار اوښان ئې ول؛ عبدالله بن عمر رضي الله عنهما ولاړ او د ده له شريك ئې دا اوښان وپېرل؛ شريك ئې ورته راغى او وئې ويل: اوښان مو وپلورل؛ وئې ويل: په چا دي وپلورل؟ وئې ويل: په داسي داسي سپين ږيري؛ وئې ويل: افسوس پر تا؛ دا خو والله چي ابن عمر دئ؛ نو راغى او وئې ويل:: شريک مي په تا باندي رنځور اوښان پلورلي او له عيب ئې نه يې خبر کړى. ابن عمر ورته وويل: نو اوښان دي بوځه؛ خو کله چي هغه د اوښانو بېرته بېولو ته ورغى؛ ابن عمر وويل: پرېږده ئې؛ موږ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په فيصله راضي يو: ((له يوه بل ته د مرض سرايت نشته))
دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى او دوه برخي لري:
1- د مال عيب بايد پېرونكي ته وښودل شي. 2- له يوه بل ته د مرض سرايت نشته.
نوموړی زياتوي چي دوهمه برخه ئې د سلفي شم كه مذهبي پاته شم كتاب دوهم جلد كي په تفصيل سره څېړل شوې چي خلاصه ئې داسي ده:
دا هم يوه بله لانجمنه اختلافي مسئله ده چي عامل ئې متعارض روايات دي؛ ځيني باور لري چي مرض له يوه بل ته سرايت نه كوي؛ په مقابل كي ئې ځيني نور په دې باور دي چي ساري امراض شته او ځان ترې ساتل واجب دي؛ دواړه لوري په ځانگړو رواياتو استناد كوي. روايات دا دي:
عن أَبي سَلَمَةَ بْنُ عَبْدِ الرَّحْمَنِ، أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: إِنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لاَ عَدْوَى وَلاَ صَفَرَ وَلاَ هَامَةَ» فَقَالَ أَعْرَابِيٌّ: يَا رَسُولَ اللهِ، فَمَا بَالُ إِبِلِي، تَكُونُ فِي الرَّمْلِ كَأَنَّهَا الظِّبَاءُ، فَيَأْتِي البَعِيرُ الأَجْرَبُ فَيَدْخُلُ بَيْنَهَا فَيُجْرِبُهَا؟ فَقَالَ: «فَمَنْ أَعْدَى الأَوَّلَ؟» البخاري
له أبو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: نه عدوى (له يوه بل ته د مرض سرايت) شته، نه هامة (د شپې مرغه يا كونگ سپېره گڼل) شته او نه صفر (د نس ناڅاپي درد سپېره او سبب ئې كوم وهمي چنجى يا مار گڼل؛ يا د صفر مياشت سپېره گڼل) شته؛ يو صحرائي عرب پاڅېد او وئې ويل: يا رسول الله! نو زما د اوښانو ولي دا حال وي چي په شگلني صحراء كي به داسي ځغلي لكه غرڅه؛ خو ناڅاپي به اجرب (پمن) اوښ ورته راشي (اجرب د اوښانو په يو ډول بېمارۍ اخته)؛ او په دوى كي به داخل شي او ټول به بېمار كړي. رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: نو دا لومړى چا بېمار كړ؟
همدې ابوهريره رضي الله عنه ته داسي بل روايت منسوب شوى چي لومړۍ برخه ئې له وروستۍ سره تعارض لري؛ روايت دا دئ:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " لَا عَدْوَى، وَلَا هَامَةَ، وَلَا صَفَرَ، وَفِرَّ مِنَ الْمَجْذُومِ فِرَارَكَ مِنَ الْأَسَدِ "، أَوْ قَالَ: " مِنَ الْأُسُودِ " أَخْرَجَهُ الْبُخَارِيُّ فِي الصَّحِيحِ
له ابوهريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: نه عدوى شته، نه هامه او نه صفر؛ او له مجذوم داسي تښته لكه له زمري ستا تېښته او يا ئې وويل: "له زمريو"
ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ گورئ چي د روايت لومړۍ برخه ئې وايي: له يوه بل ته د مرضونو سرايت او انتقال نشته؛ اما وروستۍ برخه ئې وايي: له مجذوم (په جذام اخته بېمار) داسي تښته لكه چي له زمري تښتې. دا تېښته ښيي چي د مرضونو انتقال شته.
د بخاري نور روايات بيا له مخكينيو سره تعارض لري؛ او تأكيد كوي چي په بيمارۍ اخته دي په روغو كي نه ننيستل كېږي. لكه دا:
وعَن أَبي سَلَمةَ سَمعَ أَبا هُرَيْرَةَ بَعْدُ يقُولُ: قالَ النبيُّ صلى الله عليه وسلم: "لا يُورِدَنَّ مُمْرِضٌ على مُصحٍّ". وَأَنْكَرَ أَبُو هُرَيْرَةَ حَدِيثَ الأَوَّلِ، قُلْنَا: أَلَمْ تُحَدِّثْ أَنَّهُ لَا عَدْوَى؟ فَرَطَنَ بِالْحَبَشِيَّةِ. قَالَ أَبُو سَلَمَةَ: فَمَا رَأَيْتُهُ نَسِىَ حَدِيثًا غَيْرَهُ. بخاري
له أَبي سَلَمة روايت دئ چي له ابو هريره ئې اورېدلي چي وروسته ئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د بيمارو پالونكى دي خپل بېماران د روغو منځ ته نه ننباسي؛ او ابو هريره له لومړي حديث انكار وكړ؛ ومو ويل: آيا تا نه وو ويلي چي له يوه بل ته د مرض سرايت نشته؟ په غير واضح خبرو سر شو؛ (له ډېري غوصي ئې داسي څه وويل چي څوك نه پرې پوهېدو)؛ أبو سلمه وويل: ابو هريره مي تر دې وړاندي نه دئ ليدلى چي له دې پرته ئې بل حديث هېر كړى وي.
محترم مشر زياتوي چي دا مطلب په نورو رواياتو كي هم راغلى او دا نتيجه ترې اخيستل شوې چي ابو هريره رضي الله عنه دا ادعاء نه ده منلې چي ده د (لا عدوى) حديث ويلى؛ تر پايه په بل حديث "لا يُورِدُ مُمرِضٌ على مُصِحِّ" ثابت پاته شوى.
د نوموړي پر وينا؛ آيا عجيبه نه ده چي د روايت اصلي راوي؛ ابوهريره؛ وايي: ما دا خبره نه ده كړې؛ او سخت غصه كېږي چي څوك دا خبره ده ته منسوبوي؛ اما بل راپاڅي او ټينگار كوي چي نه؛ تا اشتباه كړې او خپله خبره دي هېره كړې؟!! په دې دواړو كي به اصولاً د چا خبره منو؛ د اصلي راوي كه د اورېدونكي مدعي؟! د عقل او شريعت حكم دا دئ چي د راوي وينا معتبره وگڼل شي نه د مدعي؛ حتیّٰ كه احياناً راوي داسي خبره كړې هم وي؛ زړه خبره ئې اعتبار نه لري دوهمه ئې بايد معتبره وگڼل شي. ولي بايد يو محدث؛ راوي ته داسي خبره په زور منسوب كړي چي دى ترې انكار كوي او په مقابل كي خپله بله او د هغي خلاف وينا سمه گڼي؟!!
هغه دا هم وويل چي په بخاري كي دغه روايات سره له دې ټولو ستونزو؛ په مكرره توگه دولس ځلي په دغو شمېرو تكراراً راغلي: 5707، 5717، 5753، 5756، 5757، 5770، 5771، 5772، 5773، 5774، 5775، 5776؛
آيا څوك دا حق لري چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي وينا منسوب كړي چي يو شاهد لري او دې شاهد په خپله ويلي چي ما دا وينا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته نه ده منسوب كړې؟!!
رسول الله صلى الله عليه و سلم به يا دا ويلي وي چي عدوى (له يوه بل ته د مرض سرايت نشته) او يا دا چي له جذامي بېمار داسي تښته لكه چي له زمري تښتې او طاعون ځپلې سيمي ته مه ننوځئ او مه ترې وځئ؛ دواړه هممهاله پيغمبر عليه السلام ته منسوبول؛ هم جسارت دئ او هم جهالت؛ او خپل پيغمبر ته د متضاد او متعارضو ويناوو منسوبول دي!! کله چي گورو دين، قرآن او حديث ته دوه متضادي خبري منسوب شوې دي، د دې په وړاندي بايد غصه وښيو؛ ځکه دا يو تور او اتهام دئ؛ د هر دين، مذهب او مفکوري لوی عيب دا دئ چي په هغه کي متعارضي خبري وي، قرآن وايي: که دا کتاب (قرآن) له الله تعالی پرته د بل چا له لوري وی نو حتماً به په هغه کي ډېر اختلاف ليدل کېدی؛ په قرآن کي داسي اختلاف نشته، په كوم كتاب كي چي اختلاف وی نو معنی ئې دا ده چي د الله تعالی له لوري نه دئ راغلی، قرآن موږ ته همدا وايي؛ پيغمبر عليه السلام د رسالت په 23 کلونو کي متعارضي خبري نه دي کړې، يوه خبره ئې هم د بلي ضد نه وه؛ او که چېري تاسو داسي څه وموندل چي د يوې قضيې په اړه دوه متضادي ويناوي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوبوي؛ نو پوه شئ چي يا به دواړه ويناوي دروغ وي او يا ئې يوه؛ د پيغمبر عليه السلام شأن له دې ډېر ډېر لوړ دئ چي په ويناوو كي ئې تضاد او تناقض وي.
د صحابه وو يوه لوى لښكر د عمر رضي الله عنه په شمول؛ په دې اجماع كړې چي عدوى (له يوه بل ته د مرض سرايت) شته؛ نو ځكه ئې عملاً شام ته له ننوتلو ډډه وكړه، شام قرنطين شو او هستوگنو ئې له وتلو ډډه وكړه.
ښاغلی حکمتيار وايي چي داسي متعارض روايات رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوبول؛ دښمنانو ته تبليغاتي حربه او وسله په لاس وركول دي؛ موږ بايد خلكو ته ثابته كړو چي نه په قرآن كي تعارض، نه په صحيح احاديثو او نه د قرآن او صحيح حديث تر منځ؛ هغه حديث صحيح نه دئ چي له قرآن سره تعارض ولري؛ دا د يوه شخص خبره كېدى شي نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث؛ ستونزه له هغو راويانو راولاړه شوې چي غير صحيح روايات ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوب كړي؛ او هغو راولاړه كړي چي د إسنادو او راويانو له مخي ئې د روايت د صحت او عدم صحت په اړه پرېكړه كړې نه د روايت د متن او محتوى له مخي؛ دا چي د يوې موضوع په اړه؛ يوه راوي ته بېل بېل او يو له بل خلاف روايات منسوب شوي؛ وجه ئې همدا ده چي ځينو له هغو راويانو چي دوى ته ثقه او معتبر برېښي؛ هر څه چي اورېدلي؛ كه څه هم په الفاظو كي ئې توپيرونه وو او كه په محتوى كي ئې؛ په خپل كتاب كي ئې راوړي؛ لكه چي تاسو د مرضونو د سرايت او عدم سرايت په اړه متعارض روايت وليدل.
نوموړی زياتوي چي كه نن يو ډاكټر؛ چي د حق دين په لټه كي دئ؛ د داسي ډاكټرانو شمېر هم ډېر زيات دئ او هره ورځ ئې شمېر زياتېږي؛ د مطالعې په نتيجه كي نور اديان او مذاهب رد كړي؛ په غرب کي خلك له مسيحيت ستړي شوي، او په قرآن قانع شوي، اسلام ته ئې مخه كړې؛ هغوی که له كوم روايت ځپلي دغه روايات واوري؛ او تر منځ ئې دا تعارضات؛ او له همدې كبله له ځان سره ووايي: اسلام هم هغه دين نه دئ چي زه ئې په لټه كي يم؛ مسئوليت به ئې د چا پر غاړه وي؟!! هغوی چي واوري چي په رواياتو کي راغلي چي مرض له يوه بل ته سرايت نه کوي او هغوی هلته پخپلو سترگو ليدلي وي چي مرض له يوه بل ته سرايت کوي نو څنگه به ومني چي اسلام د هرې پوښتني ځواب او حل لري؟! موږ د همدې لپاره د درسي حلقاتو، ليکنو او تحقيق لړۍ پيل کړه چي د قرآن او حديث خدمت وکړو، نه ددې لپاره چي د احاديثو کوم مشهور کتاب نقد کړو، محدثينو ته له الله تعالی نه أجر غواړو، الله تعالی دې هغوی ته غوره بدلي ورکړي چي صحيح او موضوعي احاديث ئې د خپل توان په اندازه له يو بله بېل کړي. خو البته؛ دا يوه پوښتنه شته چي ځيني روايات له واقعيتونو سره اړخ نه لگوي، نور ئې راسره نه مني، هغوی يوازې په علمي دلائلو او آني واقعيتونو قانع کولی شو، مجبور يو چي د داسي رواياتو د صحت او عدم صحت په اړه بيا کتنه او تحقيق وکړو او ثابته کړو؛ هر هغه خبره چي له عيني، آني او علمي واقعيتونو سره اړخ نه لگوي هغه زموږ د دين او پيغمبر خبره نشي کېدی، ځکه چي زموږ دين او پيغمبر هيڅکله داسي خبر نه کوي چي هغه دې له علم او عقل سره تصادم ولري او د نورو د اشکال سبب شي. په دې اړه پوښتني بايد په علمي او عقلي توگه ځواب شي. دا ستونزه د ارتداد، تکفير او انکار حديث په ټاپو نه حلېږي. که ځيني د خلکو پوښتنو ته ځواب ويلی نشي، نو پرې دې ږدي چي نور ئې ځواب ورکړي. موږ ئې ځواب وايو. د ځينو سترگي تعصب ړندي کړي، د نورو اجيران او هغوی استخدام کړي، خو موږ له دين دفاع کوو، غواړو خلك قانع کړو، پوښتنو او شبهاتو ته ئې علمي او منطقي ځواب ووايو. دا کار مو کړی او هغه مهال مو کړی چي ځيني لا پيدا هم نه وو؛ او دې کار ته به إن شاء الله د ژوند تر پايه دوام ورکوو او له خپل دين به په هر صورت دفاع کوو او دې پوښتنو ته به قانع کوونکي ځوابونه وايو؛ هغوی چي زموږ په دې خدمت اعتراض لري، نران دې شي، د همت ملا دې وتړي او دې پوښتنو ته دې علمي او قانع کوونکي ځوابونه ووايي؛ که دوی رښتيا د اسلام په درد دردمن وي او پخپل پيغمبر ايمان لري نو دې پوښتنو ته دې حتماً ځوابونه ورکړي. خو متأسفانه دوی پټه خوله دي، علمي ځوابونه نلري، اصلاً د ځواب ويلو اهليت نلري يوازې د تکفير ټاپو ته تکړه دي او... هو؛ موږ ځواب وايو، مسائل څېړو او گورو چي دا روايت صحیح دی که نه؟ د اعتبار وړ دی که نه؟ کوم روايت د کومو دلائلو له مخي راجح او صحيح دی؟ او کوم يو ئې ضعيف، ناسم او مرجوح؟ قضاوت مو هم د خپلي سليقې له مخې ندی، بلکي د دليل له مخې دی. موږ د بخاري هر روايت په بشپړ امانت سره راخيستي، په ترجمه کي مو هم په پوره احتياط مفهوم انتقال کړی داسي چي په يو لفظ کي ئې معمولي څه هم د امانت خلاف ونشي. په کامل احترام او أدب مو بحث ورباندي کړی، ويلي مو دي چي دا روايت څو ځل په بخاري کي راغلی؟ له کومو توپيرونو سره؟ إسناد ئې څنگه دي؟ د متن محتوی ئې څه ده؟ له قرآن سره اړخ لگوي، که نه؟ موږ فقط همدا کار کړی، له دې ماسېوا بل کار مو نه دی کړی.
قدرمن مشر د خپل وضاحت په دوام زياتوي چي سلفيان هم له هغي ډلي دي چي د ساري مرضونو په عدم سرايت باور لري؛ مُستَمسَك ئې د بخاري ځيني روايات دي؛ كه څه هم د بخاري روايات متعارض دي؛ له ځينو ئې د امراضو عدم سرايت او له ځينو له ساري امراضو ځان ساتنه معلومېږي؛ خو يوې ډلي يوازي هغه روايات منلي چي د امراضو عدم سرايت ترې معلومېږي؛ موږ او زموږ په څېر ډېر نور به د داسي متعارضو رواياتو په اړه څه وايي او کوم يو به مني؟! هغه چي وايي له يوه بل ته د مرض سرايت شته او که هغه چي وايي نشته؟! په داسي حال کي چي دواړو ته صحیح ويل شوي. د داسي رواياتو په اړه خو پکار دا وه چي إمام بخاري رحمه الله موږ ته ويلی وی چي چي کوم يو أصح او راجح دی؟ کله چي د يوې موضوع په اړه دوه متعارض راځي نو بايد وويل شي چي پدې دواړو کي دا صحيح دی او دا ئې ضعيف؛ موږ فقط همدا کار کوو، هغه چي إمام بخاري رحمه الله ندی کړی. دا وړ روايات خلکو ته سوالونه او شبهات پيدا کوي. د دين په نسبت خلك مشکوك کوي او له دين ئې متنفر کوي. دا بايد حتماً ورته وويل شي چي پدې دواړو کي دا يو يې صحيح دی او دا ئې ناسم. دواړه هممهال صحيح نشي کېدی. پدې اړه اسلام موږ په دې مأمور کړي وو چي احتياط وکړو.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ موږ غواړو دغو ته عملاً وښيو چي دا د ضعيفو راويانو ستونزه ده نه د اسلام ستونزه؛ غواړو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په صحيح خپله هم پوه شو او نورو ته ئې ورسوه؛ دا تر نيمي پېړۍ زياته مبارزه مو د همدې لپاره وه. هغه مهال چي د ځوان نسل او مخكينيو مذهبي مشرانو او علماءو تر منځ ژور واټن وو؛ ځوان نسل د خطيب منبر خوا ته نه يوازي د خپلو پوښتنو ځواب نه موندلو؛ بلكي يو د بل په ژبه نه پوهېدل؛ د دوى د جذبولو لپاره ئې هيڅ څه نه درلودل؛ هغه په يوه دنيا كي او دا په بلي كي؛ د دې پېړۍ اسلامي نهضتونه وتوانېدل؛ د اسلام او نوي نسل تر منځ؛ مخكينى واټن ختم كړي؛ د ځوان نسل پوښتنو ته ځواب ووايي؛ په ډاكټرانو او انجنيرانو كي ستر او معروف دعوتگران، په اسلام پوه او دين ته ژمن سياسي او اجتماعي شخصيونه او زعماء راوټوكېدل؛ زموږ د درسونو، بحثونو او ليكنو موخه او هدف همدا دئ؛ نه د كوم كتاب نقد او نه پر كوم شخصيت اعتراض؛ هغو ته د زړه له كومي دعاء كوو چي په دې مبارزې او دعوت كي ئې يوه شېبه تېره كړې او يو گام اوچت كړى؛ دعوتگرانو، مبارزينو، فقهاءو او محدثينو ته دعاء كوو او ځان د هغوى د هڅو مرهون او پوروړي گڼو؛ او له الله تعالى ورته اجر غواړو؛ تكفيريانو او دعوتگرانو په خلاف فتوى وركوونكو ته وايو: كه همت لرئ، د مثبت كار توان او ظرفيت لرئ؛ د ځوان نسل پوښتنو ته قانع كوونكى ځواب ووايئ؛ په تكفيري فتوى گانو او د منكر حديث په ټاپو سره؛ يوازي خپل شيطان راضي كولى شئ؛ نه ستاسو سلف له دې څه تر لاسه كړي او نه ئې تاسو تر لاسه كولى شئ. د متعارضو رواياتو ستونزه؛ يو څرگند واقعيت دئ؛ جاهل او ناپوه به ترې انكار كوي؛ دا ستونزه بايد حل كړو.
نوموړی همداراز د لانديني روايت د پيل او پاى په اړه وايي چي پخپلو کي سره تعارض او تناقض لري؛ لکه چي وايي:
5772 - حَدَّثَنَا سَعِيدُ بْنُ عُفَيْرٍ، قَالَ: حَدَّثَنِي ابْنُ وَهْبٍ، عَنْ يُونُسَ، عَنِ ابْنِ شِهَابٍ، قَالَ: أَخْبَرَنِي سَالِمُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، وَحَمْزَةُ، أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ عُمَرَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ، إِنَّمَا الشُّؤْمُ فِي ثَلاَثٍ: فِي الفَرَسِ، وَالمَرْأَةِ، وَالدَّارِ " بخاري
5753 - حَدَّثَنِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مُحَمَّدٍ، حَدَّثَنَا عُثْمَانُ بْنُ عُمَرَ، حَدَّثَنَا يُونُسُ، عَنِ الزُّهْرِيِّ، عَنْ سَالِمٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " لاَ عَدْوَى وَلاَ طِيَرَةَ، وَالشُّؤْمُ فِي ثَلاَثٍ: فِي المَرْأَةِ، وَالدَّارِ، وَالدَّابَّةِ " بخاري
د دواړو رواياتو په سر كي راغلي: نه د مرض سرايت شته او نه بدفالي؛ خو د يوه په پاى كي ويل شوي: شئوم او بد فالي (سپېره توب)په دريو شيانو كي شته: په ښځي، كور او څاروي كي.
او د بل په پاى كي راغلي: شئوم او بد فالي (سپېره توب) په دريو شيانو كي شته: په آس، ښځي او كور كي.
په مقابل كي ئې عائشې رضي الله عنها ته منسوب روايت داسي دئ:
أنَّ رَجُلَينِ دَخَلا على عائِشةَ فقالا: إنَّ أبا هُرَيرةَ يُحدِّثُ أنَّ نَبيَّ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ كان يقولُ: إنَّما الطِّيَرةُ في المَرأةِ، والدَّابَّةِ، والدارِ، قال: فطارَتْ شِقَّةٌ منها في السماءِ، وشِقَّةٌ في الأرضِ، فقالَتْ: والذي أنْزَلَ القُرآنَ على أبي القاسِمِ ما هكذا كان يقولُ، ولكِنَّ نَبيَّ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ كان يقولُ: كان أهلُ الجاهِليَّةِ يقولون: الطِّيَرةُ في المَرأةِ والدارِ والدَّابَّةِ، ثم قَرَأتْ عائِشةُ: {مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ} [الحديد: 22] إلى آخِرِ الآيةِ. مسند احمد
دوه سړي عائشې رضي الله عنها ته راغلل او وئې ويل: ابوهريره دا خبره كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به ويل: يقيناً چي بدفالي يوازي په دريو شيانو كي ده: په مېرمني، څاروي او كور كي؛ راوي وويل: له ډېري غصې داسي شوه چي د مخ يو لورى ئې آسمان او بل زمكي ته شو او وئې ويل: پر هغه ذات لوړه چي قرآن ئې پر ابوالقاسم صلى الله عليه و سلم نازل كړى؛ داسي ئې نه دي ويلي؛ بلكي رسول الله صلى الله عليه و سلم به ويل: د جاهليت په دوران كي به خلكو ويل: بدفالي او سپېره توب په مېرمني، كور او څاروي كي وي. بيا هغې د الحديد سورې دا آيت ولوستلو: "نه په زمكي كي كوم مصيبت رامنځته كېږي او نه ستاسو په ځان كي؛ مگر دا چي په كتاب كي ئې يادونه شوې؛ تر هغه وړاندي چي دا مصيبت پيدا كړي" يعني مصيبت د كوم څه د سپېره توب له كبله نه وي بلكي د هغو سننو او عواملو له كبله وي چي په الهي كتاب كي راغلي؛ عوامل او اسباب ئې لا د مصيبت تر راتلو ډېر وړاندي د الله تعالى په كتاب كي ذكر شوي؛ قرآن د انسان خپل اعمال د مصيبتونو سبب گڼي؛ او وايي:
وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ30 الشورى 30
او په كوم مصيبت چي تاسو اخته كېږئ نو دا ستاسو د خپلو كړنو او كسب له كبله دئ او له ډېرو ئې (الله ) تېرېږي.
ښاغلی حکمتيار د خپل وضاحت په دوام وايي چي دا مبارك آيت په ډېر صراحت او قاطعيت سره وايي چي مصيبتونه ستاسو د كړنو په سبب راځي او دا چي دا ستاسو د گناهونو يوازي د يوې برخي سزا ده، كه الله عفو ونه كړي او له تاسو سره د فضل او عفوي پر ځاى د عدل له مخي معامله وكړي نو تر دې به ئې ستر ستر مصيبتونه درباندي نازل كړي وو.
بخاري د آس په اړه دا روايات هم راوړي چي له مخكينيو سره تضاد لري:
عن عبد الله بن عُمَرَ رضي الله عنهما قالَ: قالَ رسولُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم -: "الخيلُ في نَواصِيها الخيرُ إلى يومِ القيامَةِ". بخاري
1265 - عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «البَرَكَةُ فِي نَوَاصِي الخَيْلِ» ، (وفي روايةٍ: الخَيْلُ مَعْقُودٌ فِي نَوَاصِيهَا الخَيْرُ ". بخاري
44 - بابٌ الجهادُ ماض مع البَر والفاجِرِ؛ لقولِ النبيُّ - صلى الله عليه وسلم -: " الخَيْلُ مَعْقُودٌ فِي نَوَاصِيهَا الخَيْرُ إِلَى يَوْمِ القِيَامَةِ " بخاري
1266 - عن عُروةَ [بنِ الجعدِ] البارِقي أن النبي - صلى الله عليه وسلم - قالَ: "الخيلُ مَعقود في نواصيها الخيرُ إلى يومِ القيامةِ؛ الأجْرُ والمَغْنَمُ ".
دا روايات وايي: د آسونو له تندي سره خير او بركت غوټه شوى؛ خو د بخاري نور روايات بيا د دې عكس وايي چي آس سپېره دئ!!!
او ابن ماجه بيا وايي:
1993 - عَنْ مِخْمَرِ بْنِ مُعَاوِيَةَ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: " لَا شُؤْمَ، وَقَدْ يَكُونُ الْيُمْنُ فِي ثَلَاثَةٍ: فِي الْمَرْأَةِ، وَالْفَرَسِ، وَالدَّارِ " ابن ماجه
له مِخْمَرِ بْنِ مُعَاوِيَةَ روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي واورېدل چي ويل ئې: شئوم (سپېره والى) نشته؛ او كېدى شي چي ستانه توب او بركت په دريو شيانو كي وي: په ښځي، آس او كور كي.
ابن ماجه دا روايت نه مني چي وايي:
لا عَدْوَى ولا طِيَرَةَ وإنَّما الشُّؤْمُ في ثَلاثَةٍ: المَرْأَةِ، والْفَرَسِ، والدَّارِ.
په مقابل كي ئې وايي: اسلام راغلى چي د شئوم باورونه نفي كړي.
د درس په پای کي قدرمن مشر په اجتماعي توگه دعاء وکړه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
