No-IMG

د حکمتيار صاحب دوهمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د جوزا ۲۱مه؛ ۱۴۰۲:

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله دوهمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

 

نوموړي د خپل نوي درس تر پيل وړاندي وويل:

د الله تعالى كتاب او د رسول الله حديث او سنت زموږ دين او مذهب دئ؛ له هر چا او په هر كتاب كي چي صحيح حديث ومومو؛ منو ئې او عمل پرې كوو؛ د حديث د صحت لپاره زموږ شروط او معيارونه همغه دي چي د حديث او فقه ائمه وو وضع كړي؛ هم د روايت او هم د راوي په اړه؛

د روايت د صحت په اړه د هغوى شرائط دا دي: له قرآن سره به مطابقت لري، هيڅ برخه به ئې له قرآن سره متعارض نه وي، له بل صحيح حديث سره به تعارض نه لري، د عقل، علم، فطرت او الهي سننو خلاف خبره به په كي نه وي، داسي شاذ او ناآشنا څه به نه وي په كي ويل شوي چي له يوه شخص او يوه كتاب پرته بل هيچا نه وي ويلي او په بل هيڅ كتاب كي نه وي ليدل شوي.

د راوي د اعتبار په اړه ئې شرائط دا دي: إيمان او عدالت، داسي صداقت چي د سيمي ډېرى ئې د صادق په توگه پېژني او په همدې صفت ئې يادوي، داسي بشپړ امانت چي اورېدلى روايت له هر راز تصرف او لاسوهني پرته؛ انتقال كړي؛ نه د روايت په الفاظو او كلماتو او د هغوى په ترتيب كي د تغيير مرتكب شي او نه ئې په معنى كي، داسي نه چي په خپلو الفاظو د روايت معنى انتقالولو هڅه وكړي، د ضبط او حافظې قوت، د قرآن او حديث علم، درايت او هوښيارتيا، داسي څه ونه وايي چي په ډېرو پوري مربوط وي خو له ده پرته بل چا نه وي ويلي.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي د رواياتو او راويانو په اړه زموږ تگلاره همدا وه او وي به؛ د صحيح بخاري په شرح كي مو مراعات كړې او إن شاء الله تر پاى به ئې مراعاتوو. كه د حديث هر كتاب مو د تشريح او تدريس لپاره غوره كړى وى نو يقيناً چي همدا كار به مو كولو چي د بخاري په ارتباط ئې كوو.

هر شارح چي د حديث پر كوم كتاب شرح ليكلې؛ ډېريو ئې د همدغو اصولو په رڼا كي د كتاب روايات څېړلي، چڼلي، ارجح او مرجوح؛ معتبر او غير معتبر ئې په گوته كړي، خو متأسفانه ځينو يوازي د روايت إسناد او د راويانو حالت او كيفيت ته په پام سره دا پرېكړه كړې چي روايت ئې د اعتبار وړ دئ كه نه؛ ځيني راويان ئې د خپلو معيارونو له مخي ثقه او د اعتبار وړ گڼلي او دوى ته منسوب هر روايت ئې صحيح گڼلى؛ د روايت متن او محتوى ته له پام پرته او قرآن ته ئې له راجع كولو او په رڼا كي ئې د صحت او عدم صحت په اړه له قضاوت كولو پرته؛ دا پرېكړه كوي چي صحيح دئ كه ضعيف!! او ځيني په دې ناسم او ناقص اسلوب كي دومره غرق شوي چي كه څوك ووايي: د روايت د صحت تر ټولو مهم او اساسي شرط دا دئ چي له قرآن سره مطابقت ولري؛ نو وېښتان ئې ځيږ او تندى ئې تريو شي او د انكار حديث د فتوى په غښو ئې په نښه كوي!!! دا په داسي حال كي چي دا د الله تعالى او د رسول الله لارښوونه ده چي قرآن به د ټولو قضاوتونو لومړنۍ او وروستنۍ مرجع وي.

 

د نوموړي پر وینا؛ په داسي حال كي چي دا د ټولو درنو ائمه او فقهاءو؛ او په سر كي ئې د امام ابوحنيفه او امام شافعي رحمهم الله؛ رأى ده چي آحاد روايات د احكامو او عقائدو په ارتباط يوازي هغه مهال او په دې شرط د منلو او استناد وړ دي چي له قرآن سره مطابقت ولري؛ په دې كي نه هيڅ امام او فقيه اختلاف كولى شي او نه هيڅ مؤمن؛ چا چي بخاري لږ په دقت سره لوستلې وي پوهېږي چي د بخاري غوڅ اكثريت روايات آحاد دي؛ له همدې كبله؛ ده د احنافو ائمه وو ته اهل رأى خطاب كړى او تكفيري ډلو د ټولو مذاهبو ائمه او پلويانو ته د منكر حديث او حتى مرتد خطاب!!!

 

هغه زياتوي چي حقيقت دا دئ: هر محدث چي نوى كتاب ئې تصنيف كړى او پر مخكينيو كتابونو ئې بسنه نه ده كړې؛ د هغوى پر رواياتو او راويانو ئې ملاحظات او اعتراضونه درلودل؛ نو ځكه ئې بيل كتاب ليكلى؛ امام مسلم، امام ترمذي،امام  ابو داؤد، ابن ماجه او نسائي همدا كار كړى؛ امام بخاري د خپلو استادانو كتابونه كافي نه دي گڼلي او صحيح بخاري ئې تصنيف كړه؛ امام مسلم د ده شاگرد پاته شوى او تر ټولو نورو محدثينو ده ته ورنږدې دئ؛ د بخاري له نږدې 7500 رواياتو يوازي په 1519 كي له امام بخاري سره متفق دئ او په 6000 كي نه يوازي موافق نه دئ بلكي د بخاري 414 روايت ئې په خپل كتاب كي د راوړلو وړ نه دي گڼلي؛ او امام بخاري بيا د صحيح مسلم 574 په خپل كتاب كي نه دي راوړي!! د نورو ائمه وو اختلاف له امام بخاري سره تر دې هم ډېر پراخ دئ.

 

نوموړي دا هم وويل چي د غريب روايت نه منل د ثواب كار دئ نه د گناه كار؛ وجه ئې دا وي چي نه غواړي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي څه منسوب كړي چي معلومه نه ده هغه ويلي كه نه؛ له شاهد پرته د يو چا ادعاء منل او نورو ته كول د اسلامي لارښوونو او آدابو خلاف عمل دئ؛ قرآن فرمايي:

وَلا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولا 36  الإسراء

او په هغه څه پسي مه ځه چي په اړه ئې علم نه لرې؛ يقيناً چي غوږونه، سترگي او زړونه؛ د هر يوه به پوښتنه كېږي.

يعني تر هغه د چا خبره او ادعاء مه منه او متابعت ئې مه كوه چي د دلائلو او شواهدو له مخې پرې پوه شوى نه وې؛ كه له خپل عقل او درايت پرته د چا خبره ومنې؛ د قيامت په ورځ به حتماً پوښتل كېږې.  

د اسلام له نظره هغه څوك لوى دروغجن دئ چي له هر چا څه اوري مني ئې او بل ته ئې كوي؛ امام مسلم په دې ارتباط دا باب ايښى: بَابُ النَّهْيِ عَنِ الْحَدِيثِ بِكُلِّ مَا سَمِعَ: او دا روايت ئې ترې لاندي راوړى:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «كَفَى بِالْمَرْءِ كَذِبًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ» مسلم

له أبو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: د يوه سړي لپاره دا درواغ كافي دي چي هر څه واوري وئې وايي.

لاندي ټول روايات همدا خبره كوي:

قَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللهُ تَعَالَى عَنْهُ: «بِحَسْبِ الْمَرْءِ مِنَ الْكَذِبِ أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ» مسلم

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «كَفَى بِالْمَرْءِ إِثْمًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ» سنن ابي داؤد

عَنْ أَبِي أُمَامَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «كَفَى بِالْمَرْءِ مِنَ الْكَذِبِ أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ» مسند الشهاب القضاعي

عَنْ حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «كَفَى بِالْمَرْءِ إِثْمًا أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ» مسند الشهاب القضاعي

عَنْ عُمَرَ قَالَ: " بِحَسْبِ الْمُؤْمِنُ مِنَ الْكَذِبِ أَنْ يُحَدِّثَ بِكُلِّ مَا سَمِعَ " شعب الإيمان

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا لكه چي گورئ دا يو له ډېرو مشهورو رواياتو دئ او له گڼ شمېر صحابه وو روايت شوى؛ ځيني راويان ئې دا دي: عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ، أَبو هُرَيْرَةَ، أَبو أُمَامَةَ،

حَفْصِ بْنِ عَاصِمٍ.

ستاسو له نظره د بخاري 2062 روايت هم تېر شوى چي وايي: عمر رضي الله عنه د ابو موسى اشعري رضي الله په څېر ستر صحابي هغه وينا قبوله نه كړه چي وئې ويل: موږ ته (د رسول الله صلى الله عليه و سلم له لوري دا) امر شوى؛ او ورته وئې ويل: بايد دليل او شاهد وړاندي كړې؛ او هغه مجبور شو ابوسعيد خدري د شاهد په توگه وړاندي او دى قانع كړي. يعني عمر رضي الله عنه د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اړه د يوه ژوندي ستر صحابي انفرادي ادعاء؛ له شاهد پرته نه منله؛ موږ به ولي په څلورم او پنځم نسل كي د يوه داسي راوي غريب روايت منو چي څو پېړۍ وړاندي وفات شوى او د دې لپاره هيڅ يقيني دليل او شاهد نه مومو چي ده يا رسول الله صلى الله عليه و سلم دا خبره كړې كه نه؟   

 

قدرمن مشر د خپل وضاحت په دوام وايي؛ ډېره ډېره عجيبه ده چي د داسي څرگندو لارښوونو په شتون كي څوك غريب روايات نه يوازي مني بلكي د قرآن تر څرگندو آيتونو زيات پرې ټينگار كوي او هغه څوك د حديث منكر گڼي چي د ده مجروح او مرجوح روايات ورسره نه مني؛ عجيبه لا دا چي له دغه غلط اسلوب ځان ته مذهب جوړوي!  

دا هم په يادولو ارزي چي د حكمة البارئ درېيم جلد؛ ليكنه او درسونه مو د روژې په مياشت كي پيل كړل؛ 36 درسي ناستي مو درلودې او دوه نيمي مياشتي ئې ونيولې؛ په 500 صفحو كي تنظيم شوى، د يو شمېر خبيرو وروڼو له نظره هم؛ تر يو ځل زيات تېر شوى؛ دا دروند كار د كمپيوټر په مرسته او په دومره لنډه موده كي تر سره شوى؛ ويلى شم چي له كمپيوتر پرته به دا كتاب په دوه كلونو كي هم نه وو بشپړ شوى. د بخاري 297 غير مكرر روايات په كي څېړل شوي؛ دا د تجريد الصريح مُصَنِّف د 654 رواياتو له منځه غوره كړي او د بخاري په دې مختصر كتاب كي ئې راوړي؛ په حكمة البارئ كي د دغو رواياتو تكراري متنونه له شمېرو سره په گوته شوي او په الفاظو او محتوى كي ئې موجود توپيرونه هم ښودل شوي؛ په ډېرو مواردو كي دا هڅه هم شوې چي وگورو دا روايات د حديث په نورو كتابونو كي راغلي كه نه؛ كه راغلي نو په متن او راويانو كي ئې توپيرونه شته كه نه؛ چا چي دا درسونه دلته يا د بريا تلويزيون له لاري اورېدلي؛ په ښه توگه پوهېږي چي دا كار ډېر گران او كافي وخت ئې ايجابولو او تر كمپيوټر وړاندي شبه محال وو. د نن درس ته راگرځو:

 

له پورتني تفصيلي وضاحت وروسته نوموړي د صحیح البخاري کتاب البيوع (د پېر پلور کتاب) اتم باب (د روزي د پراخي هيله) په تفصيلي توگه تشريح کړ، هلته چي فرمايي:

 991 ـ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ؛ او يُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ». (بخاري: 2067)

له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: ((که څوک غواړي روزي ئې پراخه او يا ئې عمر اوږد شي؛ نو خپلوي دي پالي)).

 

نوموړی د ياد روايت په اړه وايي چي دا روايت له دوو اړخونو تفصيلي بحث ايجابوي:

د رزق د قلت او وفرت په اړه الهي سنن څه دي؛ الله تعالى په څه پوري مربوط كړي؟ آيا د خپلوانو په اړه زړه سوى درلودل هم د انسان پر رزق څه اغېز لري؟

دې پوښتني ته سم ځواب چي آيا د انسان اجل بدلېدى شي؟ آيا هغه رزق چي الله تعالى ورته مقدر كړى زياتېدى شي؟

ځيني داسي فكر كوي چي فقط په اورادو او اذكارو سره او له زيار زحمت پرته بايد رزق تر لاسه كړي او الله تعالى ئې حاجتونه پوره كړي؛ ځيني بيا د يوې غير اسلامي ټولني ظالمانه اقتصادي حالت او د فقير او غني تر منځ موجود وېش او پراخ توپيرونه؛ داسي تعبيروي چي الله تعالى همدا حالت مسلط كړى او پرې راضي دئ. هغو عواملو او اسبابو ته هيڅ اعتناء او التفات نه لري چي الله تعالى؛ رزق ورپوري تړلى او قلت او وفرت ئې په هغوى پوري مشروط كړى او دې ته هم چي د الله تعالى وېش بېل دئ او د انسانانو بېل؛ د انسانانو وېش اكثراً په ظلم او بې عداتۍ ولاړ دئ او د الله تعالى وېش د عدل او فضل له مخي

 

د نوموړي پر وينا چي په قرآن كي گڼ شمېر آيتونه مومو چي د رزق زيادت او كمښت په اړه الهي ثابت سنن بيانوي؛ لكه دا:

... وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا 2  وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ... 3   الطلاق

... او څوك چي له الله تقوى وكړي؛ د نجات لار به ورته پرانيزي؛ او له داسي لاري به رزق او روزي وركړي چي گمان ئې هم نه كوي؛ او څوك چي پر الله توكل وكړي نو هغه ورته كافي دئ ...

يعني څوك چي د تقوى لار غوره كړي؛ الله تعالى به هغه ته له ستونزو او كړاوونو د وتلو لار پرانيزي او له هغي لاري به رزق او روزي وركړي چي گمان ئې هم نه كوي، په خيال كي ئې نه گرځي او تصور ئې هم نه شي كولى.

او څوك چي پر الله تعالى توكل وكړي نو هغه ورته كافي دئ.

د دې تقوى او توكل يوه بېلگه په هغه روايت كي زموږ په وړاندي او د عملي مثال په توگه انځور شوه چي عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه د خپل ديني ورور دا وړانديز ونه منلو چي خپل مال ورسره نيمايي كړي؛ له له طمعي او له دې ئې ډډه او ځان ساتنه (تقوى) وكړه چي له بل مرسته وغواړي؛ پر الله تعالى ئې توكل وكړ؛ وئې ويل: د بازار لورى راوښيه؛ تجارت ئې له كورت او غوړو پيل كړ او لنډه موده وروسته لوى شتمن ترې جوړ شو؛ حتماً پوهېږئ چي دى د عشره مبشره له له لسو تنو يو دئ.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز د موضوع په دوام زياته کړه چي په دې ارتباط د قرآن دغو آيتونو ته هم ځير شئ:

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ 7  إبراهيم

او هغه مهال چي ستاسو رب اعلان كړه چي كه شكر وكړئ درته زيات به ئې كړم او كه ناشكري وكړئ نو يقيناً چي زما عذاب ډېر كلك او سخت دئ.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير په وينا؛ شكر دې ته وايي چي څوك د نعمت قدر وكړي، په همغه توگه ئې وكاروي چي منعم ئې خوښوي او د داسي موخو لپاره ئې وكاروي چي منعم پرې راضي كېږي؛ كه نعمتونو ته ارزښت وركړى شي او په سمه استفاده ترې وشي نو الله تعالى ئې زياتوي او كه ئې څوك په غلطه او ناسمه توگه وكاروي؛ نه يوازي گټه به ورونه رسوي بلكي همدا نعمت به ئې د الله تعالى له شديد عذاب سره مخ كړي.

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ وَلَكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ 96  الأعراف

كه كليوالو ايمان راوړى وى او تقوا ئې درلودى نو موږ به حتماً د آسمانونو او د زمكي د بركاتو (دروازې د دوى پر مخ) پرانيستې وې؛ خو دوى دروغ وگڼلو؛ نو په هغه څه مو ونيول چي دوى كول.

يعني دا هم يو بل ثابت او نه بدلېدونكى الهي سنت چي:

كه خلك ايمان راوړي، د تقوى لار غوره كړي نو الله تعالى به د آسمانونو او زمكي د بركاتو دروازې د دوى پر مخ پرانيزي، دواړه به په سخاوت او پراخ لاس سره خپل بركات د دوى مخي ته ږدي، آسمان به له بركته ډك ورښتونه پرې وروي او زمكه به له بركت ډكي مېوې او دانې ورته راټوكوي.

خو كه دوى د الهي دين د تكذيب لار اختيار كړي، د ايمان پر ځاى د كفر او د تقوى پر ځاى د ظلم، فسق او فساد لار؛ نو د خپلو كړنو په وجه به په الهي عذاب اخته كېږي.

وَلا تُؤْتُوا السُّفَهَاءَ أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ قِيَامًا وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُوا لَهُمْ قَوْلا مَعْرُوفًا 5  النساء

او كمعقلو ته خپل هغه مالونه مه سپارئ چي الله ستاسو لپاره د قيام ذريعه گرځولې، نه؛ په هغه كي ئې د رزق، روزي او جامو انتظام وكړئ او غوره وينا ورته وكړئ.

يعني دا مالونه چي په حقيقت كي د ټولو گډ مال دئ؛ كه څه هم ځيني په يوه پوري او ځيني په بل پوري مربوط دي؛ ستاسو د ژوندانه د قيام او سمبالولو ذريعه ده، كمعقلو ته ئې مه سپارئ، تر هغه ئې يتيم ته له سپارلو ډډه وكړئ چي هغه بلوغ او د عقل پوخوالي ته ورسېږي، تر هغه د دوى اموال په داسي غوره طريقه په كار واچوئ چي له گټي ئې د يتيمانو د خرڅ، خوراك او جامو انتظام وكړئ. په دې دوران كي د دوى روزني ته خاصه توجه وكړئ، نېكي خبري او نېك كارونه ورښيئ، كه هغوى د خپل مال تر لاسه كول غوښتل او تاسو ئې تنگولئ؛ نو په ښه توگه ئې پوه كړئ، زور زياتى ورسره مه كوئ؛ د نامناسبو خبرو له كولو ځان وساتئ.

په آيت كي د يتيمانو پر ځاى د سفهاءو له راوړو معلومېږي چي نه يوازي ماشوم يتيم ته به د دوى مال نه سپارئ بلكي هغو ته به ئې هم نه سپارئ چي د كمعقلۍ له كبله مال ترې ضائع كېږي، يا مبذر دئ او په غلطو لارو ئې مصرفوي.

وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلا قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِنْ كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُوا يَصْنَعُونَ 112  النحل

او الله د هغه كلي مثال بيان كړى چي خوندي او ډاډه وو او رزق ئې له هر ځاى تازه او پرېمانه ورته راتو؛ خو دوى د الله د نعمتونو ناشكري وكړه؛ نو الله د لوږي او وېري په جامو د پټېدو خوند وروڅاكو؛ د هغه څه په سبب چي دوى كول.

دلته الله تعالى د يوه ښكلي مثال په ترڅ كي يو ستر حقيقت انځور كړى او يوه جامع لارښوونه ئې زموږ په وړاندي ايښې؛ دا حقيقت چي كله يو قوم د الله تعالى د نعمتونو ناسپاسي وكړي، د نعمتونو د شكر اداء كولو پر ځاى د منعم په وړاندي د بغاوت لار غوره كړي؛ نو له دوو سترو مصيبتونو سره مخامخ شي او دوه ستر نعمتونه ترې واخيستل شي:

1- د (پراخ رزق) نعمت.

2- د (امن نعمت). په بدل كي ئې (لوږه) او (وېره) خپل تور وزر پرې وغوړوي. په پورتني مثال كي داسي كلى او كليوال ئې انځور شوي چي په هغه كي امنيت او اطمئنان وو او رزق ئې له هر لوري ورته راروان؛ خو دوى كفران او ناسپاسي وكړه؛ چي د دې له كبله لومړى (فقر) پرې مسلط شو او بيا (خوف او وېري) خپل تور وزر پرې وغوړاوو.

 

نوموړی وايي چي په دې مبارك آيت كي د انساني ټولني دوو سترو سترو آفتونو ته اشاره شوې: (لوږه او وېره) چي دواړه ئې څنگ په څنگ او يو وخت راځي. كله ئې يو مخكي راشي او لاره بل ته پرانيزي او كله ئې بل، كله يو وځي او بل له ځان سره بيايي او كله ئې بل، كله گورو چي وېره او بې امني پر ټولني خپل تور وزر وغوړوي او له دې سره سم اقتصادي فعاليتونه متوقف شي، اقتصادي تأسيسات له منځه ولاړ شي، د تجارت بازار سوړ شي، تاجر او بډاى له هېواد ووځي، خپلي شتمنۍ نورو ملكونو ته انتقال كړي، بندونه وران شي، نهرونه وچ شي، زراعتي زمكي شاړي او بائر پاته شي، فابريكي تخريب شي، بزگر خپل بېل لري واچوي او كارگر خپل څټك؛ توري او ټوپك ته لاس كړي، جگړه ئې كسب او پېشه شي او په دې ترتيب فقر او لوږه ټولني ته مخه كړي او خپل سيورى پرې وغوړوي؛ او كله بيا گورو چي لومړى فقر او لوږه ټولني ته مخه كړي، غيرعادلانه او ظالمانه اقتصادي نظام پر ټولني مسلط شي، د ټولني ثروت او شتمنۍ د محدود شمېر بډايانو او واكمنو په لاس كي پرېوځي، د ټولني اكثريت له فقر او محروميت سره مخامخ شي؛ كله چي د ټولني اكثريت دا گوري چي پر ټولني د مسلط ظالمانه نظام تر سيوري لاندي هيڅكله آرام او سوكاله ژوند نه شي تر لاسه كولى، له اقتصادي ستونزو نه شي وتلى او كه دا نظام وي نو دوى به تل په محروميت كي ژوند كوي؛ ناچار د نورو لارو په لټه كي شي، د خپلي بقاء لار، د دې نظام د نسكورولو لار، د هغو زندانونو د ړنگولو او د هغو زنځيرونو د شلولو لار چي د دې نظام بقاء تضمينوي، د جنگ او مسلحانه قيام لار. همدا راز په ټولني كي فقر هغو داخلي او خارجي ځواكونو ته په ارزانه بيع د جنگياليو د استخدام موقع په لاس وركوي چي غواړي د جگړو له لاري خپل اهداف تر لاسه كړي او خپله لويي او برلاسي پر نورو ومني؛ دغسي حالت چي افغانان نن ورسره مخامخ دي. قرآن په دې آيت كي امن او اطمئنان د رزق او روزي تر وفرت او كثرت مخكي يادوي د قريش په سوره كي لومړى له لوږي ژغورنه يادوي او ورپسې له وېري او خوف نجات. تفصيل ئې د قريش د سورې په تفسير كي ولولئ.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي؛ چېري چي عدالت وي، ترحم او عاطفه وي، نه پر چا ظلم او تېرى كېږي، نه ئې حق تر پښو لاندي كېږي؛ واك ئې د داسي حكامو په لاس كي وي چي له خداى وېرېږي او پر خلكو زړه سوى او ترحم لري؛ هلته به د شتمنيو او نعمتونو وېش عادلانه وي او د رزق او روزي پراخوالى او وفرت؛ او هلته چي ظلم دې پړاو ته رسېدلى وي چي حتى څوك پر خپلو نږدې خپلوانو هم زړه سوى نه لري؛ دا له نفرتونو او ظلمونو ډكه ټولنه به لومړى له شخړو او جگړو سره مخامخ كېږي او متصل ئې له فقر او لوږي سره؛ خونړۍ جگړي له همدې راټوكېږي او فقر او لوږه له همدې زېږي.

 

د هغه پر وينا په دې آيتونو كي د رزق او روزي د وفرت او قلت په اړه د الله تعالى ثابت او دائمي سنن بيان شوي؛ مقدرات د دغو ثابتو سننو مطابق ټاکل شوي؛ كه كوم ولس د ايمان او تقوى لار غوره كړي، په خپلي ټولني كي عدالت پلي كړي، اقتدار مؤمن، صالح او متقي اشخاصو ته وسپاري؛ الله تعالى به ئې په رزق كي بركت واچوي او كه د إيمان او تقوى له لاري كاږه شول، اقتدار ئې د ظالمانو او مفسدينو په لاس كي پرېوت؛ نو له فقر او لوږي سره به مخامخ كېږي او د زمكي او آسمان د بركتونو دروازې به د دوى په وړاندي تړل كېږي

اما دا چي صله رحم د عمر پر زياتوالي څه اغېز لري؛ او آيا اجل بدلېږي كه نه؟ د قرآن دا آيتونه زموږ لارښوونه كوي:

قُلْ لا أَمْلِكُ لِنَفْسِي ضَرًّا وَلا نَفْعًا إِلا مَا شَاءَ اللَّهُ لِكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَلا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلا يَسْتَقْدِمُونَ 49  يونس

ووايه (اې پيغمبره!): خپل ځان ته نه د ضرر (دفع كولو) واك لرم او نه د گټي (رسولو اختيار)؛ پرته له هغه څه چي الله غوښتي؛ د هر امت لپاره ثابته نېټه ټاكل شوې؛ كله چي د دوى اجل (نېټه) راورسېږي؛ نه يوه شېبه وروسته كېږي او نه مخكي كېږي.

دلته رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوي: خپلو مخاطبينو ته څو خبري وكړه:

نه يوازي د عذاب پرېكړه زما په واك كي نه ده؛ بلكي زه نه له خپل ځان د ضرر دفع كولو واك لرم او نه د گټي رسولو واك، د گټي او زيان واكمن الله تعالى دئ، پرېكړه ئې د هغه له لوري كېږي، زه يوازي هغه څه كولى شم چي الله تعالى غوښتي.

د هر امت لپاره ثابته نېټه ټاكل شوې، همداسي لكه چي د هر انسان او حتى د هر مخلوق لپاره ټاكل شوې؛ كله چي د دوى اجل راورسېږي؛ نه يوه شېبه وروسته كېږي او نه مخكي كېږي، د يوه ولس د زوال نېټه نه د چا په خوښه او هيله وروسته كېدى شي او نه ئې څوك رامخكي كولى شي

 

قدرمن مشر زياتوي؛ بايد متوجه وو چي امت په فكري بنسټونو جوړ شوي ولس ته ويل كېږي؛ نه په قومي او ژبني بنسټ جوړ شوي ولس ته، هر امت؛ كه دا د ايمان پر بنسټ جوړ شوى وي او كه د شرك او كفر پر بنسټ، په خپل خپل وخت؛ د خاصو الهي سننو مطابق راپيدا كېږي، عروج ته رسي او زوال مومي.

لكه څنگه چي هر انسان د پيدايښت او مرگ ثابته نېټه لري؛ همداسي هر امت د پيدايښت او زوال ثابته نېټه لري، په خپل وخت راپيدا كېږي او په خپل وخت درومي، نه ئې د پيدايښت نېټه وروسته كېدى شي او نه ئې د زوال نېټه رامخكي كېدى شي. دا نېټې د چا د هوى او هوس په حكم مخكي يا وروسته كېږي نه؛ د الهي ثابتو سننو مطابق په خپل خپل وخت تر سره كېږي.

گورئ چي قرآن پيغمبر عليه السلام ته وايي: په خپله خوله خلكو ته ووايه چي د تاوان او گټي پرېكړه زما په واك كي نه ده، ثابتي الهي نېټې نه شم بدلولى، د گټي او تاوان پرېكړه الله تعالى كوي او د هر چا نه بدلېدونكى اجل هغه ټاكلى!!

دا مطلب په قرآن كي په وار وار او په بېلو بېلو الفاظو بيان شوى او دا د دې لپاره چي د ټولو هغو ټگمارانو او دوكه مارانو مخه ونيسي چي خلكو ته وايي: راشئ په يوه تعويذ، دم او دعاء سره ستاسو تقدير بدلولى شو، مرگ مو ځنډولى شو، عمر مو زياتولى شو، تاوانونه او مصيبتونه دفع كولى شو، مرادونو ته د رسېدلو لارې درته پرانيستلى شو!! حاجتونه مو پوره كولى شو؛ فقط د يوې شكرانې او نذرانې په بدل كي!! په همدې سره كمعقله خلك غولوي او خپل جيبونه ډكوي!!

قرآن همدا راز فرمايي: الهي سنن ثابت او نه بدلېدونكي دي، هيڅوك نه شي كولى د الله تعالى هغه ثابت سنن بدل كړي چي په دې عالم كي ئې وضع كړي؛ هر څه د دغو سننو په وړاندي منقاد او تسليم دي او هر څه د هغوى مطابق تر سره كېږي، عادي انسانان خو پرېږده؛ د محمد عليه السلام په څېر د الله تعالى جليل القدر پيغمبران عليهم السلام هم د الله تعالى ثابت سنن نشي بدلولى، نه د الله تعالى پرېكړي ځنډولى شي او نه ئې رامخكي كولى شي. د انسان د پيدايښت او مرگ نېټه، عمر او رزق هم د دغو سننو مطابق ټاكل كېږي؛ او دا هر څه په لوح محفوظ كي ليكل شوي؛ الله تعالى چي زما او ستا د پيدايښت او عمر په اړه دا نن څومره پوهېږي؛ تر پيدايښت وړاندي او حتى د آدم عليه السلام تر پيدايښت وړاندي؛ همدومره پوهېدو؛ او په لوح محفوظ كي ئې ليكلي؛ د الله تعالى او انسان په علم كي توپير همدا دئ؛ د انسان علم كسبي دئ؛ ورو ورو ئې كسبوي او زياتېږي؛ خو د الله تعالى علم ذاتي، ازلي او ابدي دئ؛ په ماضي، حال او مستقبل پوهېږي؛ نه په زمان پوري محدود دئ او نه مكان پوري.

اما په دې او دې ته ورته نورو رواياتو کي دا مومو چي عمر او رزق زياتېدى شي؛ دا به څنگه توجيه كوو؟ ځيني داسي توجيهات وړاندي كوي چي موضوع مزيد پيچلې كړي؛ صحيح او څرگند ځواب دا دئ: الله تعالى په دې عالم كي ثابت او نه بدلېدونكي سنن ايښي؛ هر څه د همدغو ثابتو سننو مطابق تر سره كېږي؛ او الله تعالى د همدې سننو مطابق له هر چا سره مناسبه او عادلانه معامله كوي؛ د انسان پيدايښت او مرگ هم د همدغو سننو مطابق دئ؛ پيدايښت ئې له مور او پلار دئ؛ الله تعالى پوهېږي چي د ده مور او پلار به څوك وي، كله به واده كوي، كله به دى ترې پيدا كېږي، په څنگه شرائطو كي به پيدا كېږي، روغ كه بېمار، په شتمني كورنۍ كي كه غريبي كي، كه په بېماري اخته شي دواء به ئې په لاس ورشي كه نه؛ ... دا هر څه د ده پر ژوند او مرگ كي خپل اغېز لري؛ دا خو پرېږدئ حتى د ده اخلاق او افكار، عادتونه او خصلتونه، قساوت او ترحم، غم او خوشحالي، ژر او زيات غصه كېدل او صبر او زغم درلودل؛ د ژمي او دوبي تودې او سړې جامې هم د ده په عمر؛ لنډوالي او اوږدوالي اغېز لري؛ د ده اجل دغو ټولو عواملو او اسبابو ته په پام سره ټاكل شوى؛ لكه چي دواء او غذاء د ده په صحت او مرض، قوت او ضعف؛ اغېز لري؛ همدا راز نېك او بد عمل، فساد او تقوى، د خپل انساني فطرت مطابق او خلاف كړني ئې؛ هم د ده په اجل اغېز لري او هم په رزق او روزي؛ او عالم الغيب رب ئې د ده اجل او رزق د همدغو ټولو له مخي ټاكلى؛ نو ځكه هيڅ تغيير او تبديلي نه شي په كي راتلى. د تغيير احتمال خو به هغه مهال متصور وو چي د يوه عالم الغيب ذات له لورى نه وى ټاكل شوي.

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ په كومي انساني ټولني كي چي صِله رَحِم پاى ته رسېدلى وي؛ همدا د دې نښه ده چي په هغې كي قساوت، بې رحمۍ او ستم انتهاء ته رسېدلى؛ د صله رحم نه شتون په حقيقت كي د قساوت او بې رحمۍ انتهاء ده؛ كه په يوه هېواد كي عدالت او ترحم پاى ته ورسېږي؛ ځاى ئې ظلم او تېرى ونيسي، انساني روابط وشلېږي؛ عداوتونه او نفرتونه خواره شي؛ په نتيجه كي ئې ناامني او جگړي رامنځته شي؛ نو همدا د ډېرو د مرگ ژوبلي باعث شي؛ كه وبا، طاعون او كرونا خوره شي؛ ډېر په كي ومري؛ د دغو ټولو د مرگ نېټه همدغو عواملو ته په پام سره ټاكل شوې؛ داسي عليم ذات ټاكلې چي په غيب پوه دئ؛ الله تعالى ته د كمونيزم د پيدايښت او زوال نېټه معلومه وه، د پيدايښت او زوال عوامل او اسباب ئې هم؛ د همدغو ثابت او نه بدلېدونكو سننو له مخي ئې د هغه د پيدايښت او زوال ثابته نېټه ټاكلې وه؛ د شوروي زور او ځواك دا نېټه بدله نه كړى شوه.

 

د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک