No-IMG

د حکمتيار صاحب شپږ دېرشمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د جوزا ۱۴مه؛ ۱۴۰۲:

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله شپږ دېرشمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو‌.

نوموړي د خپل مخكيني درس په دوام وويل:

د مؤمن انسان درايت او عقل ته چي كوم ارزښت او اعتبار وركړى شوى؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم چي په دې ارتباط كومي لارښووني كړې؛ ځيني ئې دا دي:

23443- عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عُبَيْدِ اللهِ الثَّقَفِيِّ، قَالَ: لَمَّا بَعَثَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُعَاذًا إلَى الْيَمَنِ، قَالَ: يَا مُعَاذُ بِمَ تَقْضِي؟ قَالَ: أَقْضِي بِكِتَابِ اللهِ، قَالَ: فَإِنْ جَاءَك أَمْرٌ لَيْسَ فِي كِتَابِ اللهِ؟ قَالَ أقضي بما قضى به نبيه صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: فَإِنْ جَاءَك أَمْرٌ لَيْسَ فِي كِتَابِ اللهِ وَلَمْ يَقْضِ فِيهِ نَبِيُّهُ وَلَمْ يَقْضِ فِيهِ الصَّالِحُونَ؟ قَالَ: أَؤُمُّ الْحَقَّ جَهْدِي؛ قَالَ: فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي جَعَلَ رَسُولَ رَسُولِ اللهِ يَقْضِي بِمَا يَرْضَى بِهِ رَسُولُ اللهِ.  مُصَنَّف ابن ابي شيبه

امام شافعي وايي:

19765 - قَالَ الشَّافِعِيُّ:... فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَمَرَهُمْ بِطَاعَةِ اللَّهِ، ثُمَّ رَسُولِهِ، ثُمَّ الِاجْتِهَادِ، فَيُرْوَى أَنَّهُ قَالَ لِمُعَاذٍ: «بِمَ تَقْضِي؟» قَالَ: بِكِتَابِ اللَّهِ قَالَ: «فَإِنْ لَمْ تَجِدْ فِي كِتَابِ اللَّهِ؟» قَالَ: فَبِسُنَّةِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «فَإِنْ لَمْ يَكُنْ؟» قَالَ: أَجْتَهِدُ قَالَ: «الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي وَفَّقَ رَسُولَ رَسُولِهِ» معرفة السنن و الآثار

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي د دې دواړو رواياتو خلاصه دا ده: كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ مُعاذ بن جبل يمن ته د والي يا قاضي په توگه لېږلو نو هغه ته ئې وفرمايل: د څه له مخي به قضاوت او پرېكړي كوې؟ وئې ويل: د الله په كتاب سره؛ وئې فرمايل: كه ئې د الله په كتاب كي ونه مومې؟ وئې ويل: د پيغمبر عليه السلام د سنت مطابق به پرېكړه كوم؛ وئې فرمايل: كه داسي څه درته راشي چي نه ئې د الله په كتاب كي ومومې او نه د پيغمبر په سنت كي؟ وئې ويل: خپله اجتهاد او هڅه به له حق سره برابروم. نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: الحمد لله چي د پيغمبر استازي ته ئې توفيق وركړى او داسي ئې گرځولى چي پرېكړه ئې د رسول الله د رضايت مطابق وي.

دې ته مو بايد پام وي چي هيڅوك به له داسي پېښي او قضيې سره مخامخ نه شي چي په قرآن او سنت كي ئې په اړه داسي لارښوونه نه وي چي له ده سره ئې په حل و فصل كي مرسته وكړي؛ حتماً به يا په بشپړ صراحت سره واضح لارښووني ومومي او يا داسي اشارې چي له ده سره د حق په موندلو كي مرسته كولى شي؛ په روايت كي دا فقره (كه ئې ونه مومې) همدې ظريف ټكي ته اشاره كوي؛ يعني كه ته ئې د الله په كتاب يا د رسول الله په سنت كي ونه مومې؛ لارښوونه به وي خو ته به ورته متوجه شوى نه وې؛ بيا به څه كوې؛ او هغه ويلي: هڅه به كوم چي د حق مطابق رأى وړاندي كړم.

په دې ارتباط؛ په دغه روايت كي لا زيات واضح هدايات مومو:  

16058 - عَنْ أَبِي حُمَيْدٍ، وأَبِي أُسَيْدٍ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا سَمِعْتُمُ الْحَدِيثَ عَنِّي تَعْرِفُهُ قُلُوبُكُمْ، وَتَلِينُ لَهُ أَشْعَارُكُمْ، وَأَبْشَارُكُمْ، وَتَرَوْنَ أَنَّهُ مِنْكُمْ قَرِيبٌ، فَأَنَا أَوْلَاكُمْ بِهِ، وَإِذَا سَمِعْتُمُ الْحَدِيثَ عَنِّي تُنْكِرُهُ قُلُوبُكُمْ، وَتَنْفِرُ أَشْعَارُكُمْ، وَأَبْشَارُكُمْ، وَتَرَوْنَ أَنَّهُ مِنْكُمْ بَعِيدٌ فَأَنَا أَبْعَدُكُمْ مِنْهُ»  مسند احمد

له ابي حُميد او ابي اُسيد روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: كه مو ما ته منسوب داسي حديث واورېد چي ستاسو زړونه ئې خوښوي او پېژني، ستاسو وېښتان او پوستكي ورته نرم شي؛ او داسي ئې مومئ چي تاسو ته نژدې دئ؛ نو زه تر تاسو هغه ته اولى يم؛ او كه مو ما ته منسوب داسي حديث واورېد چي ستاسو زړونه ئې نه خوښوي او نه ئې پېژني، ستاسو وېښتان او پوستكي ترې نفرت كوي؛ (ورته ځيږ شي) او داسي ئې مومئ چي له تاسو لري دئ؛ نو زه تر تاسو زيات له هغه لري يم

دا روايت د مسند احمد او صحيح إبن حبان تر څنگ په ځينو نورو كتابونو كي هم راغلى؛ راويان ئې ثقه او صادق گڼل شوي؛ او محققينو ويلي: رجاله رجال الصحيح: راويان ئې د صحيح رواياتو معيار مطابق دي.

يعني چي الله تعالى مؤمن بنده ته داسي درايت او فراست وركوي چي په مرسته ئې كولى شي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د يوه منسوب روايت په اړه سم قضاوت وكړي او پوه شي چي دا به پيغمر عليه السلام ويلي وي كه نه. همغسي چي قرآن فرمايي:

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِن تَتَّقُواْ ٱللَّهَ يَجۡعَل لَّكُمۡ فُرۡقَانٗا وَيُكَفِّرۡ عَنكُمۡ سَيِّ‍َٔاتِكُمۡ وَيَغۡفِرۡ لَكُمۡۗ وَٱللَّهُ ذُو ٱلۡفَضۡلِ ٱلۡعَظِيمِ ٢٩   الأنفال

اې مؤمنانو! كه تقوى وكړئ؛ الله تعالى به فرقان دركړي، بدي به مو له منځه يوسي او بخښنه به درته وكړي او الله د لوى فضل خاوند دئ.

 

نوموړي دا هم وويل چي دلته د تقوى څو نتائج په گوته شوي:

1: الله تعالى به د تقوى په نتيجه كي داسي فرقان، فراست او بصيرت ستاسو په برخه كړي چي په هغه سره د حق او باطل تر منځ ژر او په آسانۍ سره توپير كولى شئ، يعنى تقوى تاسو ته داسي روڼ څراغ، دقيق محك او معيار، ژور بصيرت او فراست دركوي چي كولى شئ په هغه سره په پوره آسانۍ د حق او باطل، ښه او بد، مفيد او مضر، دوست او دښمن تر منځ توپير وكړئ، په هر وخت او هر حالت كي مناسبه فيصله وكړئ او گټور تصميم ونيسئ. د ژورو حقائقو ادراك، د نظر وسعت، په پيچليو مسائلو او پداسي قضاياوو پوهېدل چي د سطحي نظر خاوندان ئې نه شي درك كولى؛ د تقوى نتيجه ده. رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي

عَنْ أَبِى سَعِيدٍ الْخُدْرِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم "اتَّقُوا فِرَاسَةَ الْمُؤْمِنِ، فَإِنَّهُ يَنْظُرُ بنورِ اللَّهِ" ثُمَّ قَرَأَ: إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِلْمُتَوَسِّمِينَ.  رواه الترمذي

له ابو سعيد خدري رضى الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د مؤمن د فراست پروا كوئ؛ ځكه چي هغه د الهي نور په رڼا كي ليدل كوي. بيا ئې دا آيت ولوست: يقيناً چي په دې كي د فراست خاوندانو ته څرگندي نښي دي.

 

2: د قرآن دا آيتونه او د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا لارښووني كافي دي چي باور وكړو الله تعالى مؤمن او متقي بنده ته داسي درايت و فراست ورپه برخه كوي چي په مرسته ئې حق او باطل پېژندى او په توپير ئې پوهېدى شي.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز په ۴۲م باب کي د عاشوراء پر روژه هم تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:

970 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِي الْجَاهِلِيَّةِ وَكَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَصُومُهُ فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تَرَكَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ. (بخاري: 2002)

970 – عائشه رضي الله عنها وايي: قريشو به د جاهليت په زمانه کي د عاشوراء په ورځ روژه نيوله او رسول الله صلى الله عليه و سلم به هم په دې ورځ روژه نيوله او کله چي ئې مدينې ته هجرت وکړ؛ نو بيا ئې هم دا ورځ روژه نيوله او نورو ته ئې د روژې نيولو امر وکړ؛ خو کله چي د رمضان روژه فرض شوه؛ د عاشوراء د ورځي روژه ئې پرېښوده؛ بيا د هر چا خپله خوښه وه چي په دې ورځ ئې روژه نيوله او که نه

971 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: قَدِمَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ فَرَأَى الْيَهُودَ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ فَقَالَ: «مَا هَذَا؟» قَالُوا: هَذَا يَوْمٌ صَالِحٌ، هَذَا يَوْمٌ نَجَّى اللَّهُ بَنِي إِسْرَائِيلَ مِنْ عَدُوِّهِمْ فَصَامَهُ مُوسَى، قَالَ: «فَأَنَا أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْكُمْ» فَصَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ.  بخاري: 2004

971 – له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته راغى؛ يهودان ئې وليدل چي د عاشوراء په ورځ روژه نيسي؛ وئې فرمايل: ((دا څه دي؟)) يهودانو وويل: دا غوره ورځ ده؛ په دې ورځ الله تعالى بني اسرائيل له خپل دښمن ژغورلي؛ نو له همدې امله موسى عليه السلام په دې ورځ روژه نيوله. وئې فرمايل: ((زه د موسى عليه السلام په متابعت كي تر تاسو زيات وړ او احق يم))؛ بيا ئې (په دغه ورځ) روژه ونيوله او د نيولو امر ئې وکړ.

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا لكه چي گورئ په دې دواړو رواياتو كي؛ د عاشوراء د ورځي او په هغې كي د روژې نيولو په ارتباط ژور تعارض مومو؛ يو ئې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته له تگ وروسته او هغه مهال چي يهودان ئې ليدلي په دې ورځ ئې روژه نيولې؛ پوښتنه ئې ترې كړې چي دا ولي؛ د دوى له ځواب پوه شوى چي دا د عاشوراء ورځ ده او موسى عليه السلام په كي بريالى شوى او له همدې امله ئې روژه نيولې؛ نو ده هم د روژې نيولو پرېكړه كړې او نورو ته ئې هم د روژې نيولو امر كړى؛ خو بل روايت وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم حتى په مكه كي هم دا روژه نيوله او په مدينه كي هم؛ په بخاري كي به د دې دواړو رواياتو خلاف دا هم وگورئ چي وايي: يهودان ئې داسي ليدلي چي دا ورځ د عيد په توگه لمانځي او خوشحالي كوي؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم له نورو پوښتلي: دا د څه عيد دئ؛ كله چي پوه شو نو وئې ويل: موږ به له يهودانو سره د عدم مشابهت لپاره په دې ورځ روژه نيسو؛ او بيا په بل كي ويل شوي: د دې ورځي تر راسېدو وړاندي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم رحلت وكړ!!!

څوک شته چي دا څرگند او ژور تعارض توجيه او تلفيق كړي؟!؛ ما داسي شارح نه دئ موندلى چي په توجيه ئې توانېدلى وي. له همدې كبله مي د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه رأيه غوره گڼلې چي په دې ورځ به ئې روژه نه نيوله

 

نوموړی وايي چي په ځينو ناپوه متعصبينو دا خبره ښه نه لگېږي؛ په ناپړيتو سر شي؛ داسي بده دفاع كوي چي د مخالفينو تر بد اعتراض هم ډېره بده وي؛ د ځينو دفاع فقط دا وي: صحيح البخاري د الله تعالى تر كتاب وروسته اصح كتاب دئ او ټول امت پرې اجماع كړې!!؛ دا په داسي حال كي چي محققين د قرآن او سنت په رڼا كي وايي: يوازي د الله كتاب كامل او له عيب منزه دئ؛ هر انسان خطأ كار دئ؛ په شخصي آراء او افكارو كي ئې هم او په ليكنو كي ئې هم خطأ او اشتباه د ده د فطرت جزء ده؛ ځيني فيسبوكي ښاغلي وايي: مسلم، ابو داؤد، نسائي، ترمذي، ابن ماجه، نووي، ابن منده... ويلي چي بخاري د الله تعالى له كتاب وروسته تر ټولو اصح كتاب دئ!! راشئ وگورو چي دا ادعاء څومره سمه ده او حقيقت لري كه نه؟:

الف: د دې فيسبوكي ښاغلي د غلطي ادعاء خلاف؛ امام نووي د صحيح مسلم د شرحي په مقدمه كي ليكي: (ما تحت أديم السماء كتاب أصح من كتاب مسلم): تر آسمان لاندي هيڅ كتاب د مسلم تر كتاب زيات صحيح نه دئ؛ إبن منده او أبو علي النيشاپوري؛ همدا خبره كړې. شوكاني د سنن الترمذي په ستايني كي ليكي: د ترمذي كتاب تر ټولو نورو كتابونه غوره، تر ټولو زيات مفيد؛ تر ټولو په ښه او مضبوط ترتيب كي، او تر ټولو لږ تكراري رواياتو كتاب دئ؛ په ترمذي كي هغه څه شته چي په نورو مذاهبو او استدلالي وجوهاتو كي نشته: يقول الشوكاني مثنيـًا على سنن الترمذي: كتاب الترمذي أحسن الكتب وأكثرها فائدة ، وأحكمها ترتيبـًا ، وأقلها تكرارًا ، وفيه ما ليس في غيره من المذاهب ووجوه الاستدلال

 

ب: امام مسلم تر نورو ټولو محدثينو امام بخاري ته نږدې او حتى څه موده د هغه شاگرد پاته شوى؛ خو په بخاري ئې اكتفاء ونه كړه او بېل كتاب ئې وليكلو؛ كه ئې بخاري د اصح كتاب په توگه منلى وى نو هيڅكله به ئې صحيح مسلم نه وو ليكلى؛ انسان هغه مهال د يوې موضوع په اړه نوې ليكنه كوي چي مخكينۍ ليكنه كافي ونه گڼي؛ امام مسلم يوازي په 1519 رواياتو كي له امام بخاري سره موافق دئ؛ چي محققينو د متفق عليه په نامه ياد كړي؛ يعني امام مسلم د بخاري له پاته 6000 مكرر او غير مكرر رواياتو سره ئې توافق نه لري؛ يا د إسنادو له پلوه، يا د الفاظو له پلوه او يا د محتوى له پلوه ورسره موافق نه دئ؛ ځيني روايات په صحيح بخاري كي مومو خو په صحيح مسلم كي نه؛ او ځيني د دې عكس؛ د هغو رواياتو شمېر چي بخاري راوړي خو مسلم نه دي راوړي 414 دي او د مسلم دا ډول روايات 574.  ټول هغه محدثين چي له امام بخاري وروسته ئې د احاديثو كتابونه ليكلي؛ د مُسْنَد، سُنَن، جامع، مُصَنَّف او په نورو نومونو؛ صحيح بخاري ئې كافي نه دئ موندلى او په ځينو رواياتو كي ورسره موافق نه وو؛ عدم توافق ئې هم تر امام مسلم ډېر زيات؛ له همدې امله هر محدث د بېل كتاب ليكلو پرېكړه كړې؛ له صحيح بخاري سره د دوى د كتابونو د عدم توافق كچه؛ تر صحيح مسلم ډېره لوړه ده

 

ج: بايد دې ته متوجه وو چي دا د (صحيح) نوم؛ دغو محدثينو خپل كتاب ته په خپله نه دئ غوره كړى؛ وروستنيو په دې نامه ستايلي او يوازي په شپږو كي نه دي خلاصه شوي؛ د صحيح ابن حبان، صحيح إبن خزيمه په شمول نور هم په دې نامه ياد شوي؛ دا ټولي نومَوَني او توصيفونه د منفردو اشخاصو له لوري شوي؛ نه د كومي ثابتي او منل شوې مجمع او هيئت له لوري؛ هر چا د خپلي خوښي، سليقې، فهم او مذهب له مخي يوه ته پر بل ترجيح وركړې؛ له قرآن پرته د بل كتاب د بشپړ صحت په اړه د امت اجماع؛ هسي تبليغاتي او د امت د عملي وضعيت خلاف ادعاء ده؛ د امت عملي وضعيت داسي دئ چي نژدې اويا سلنه ئې احناف دي؛ چي په ډېرو مواردو كي له امام بخاري سره موافق نه دي؛ كه د نورو مذاهبو پلويان هم ورسره يو ځاى كړو نو په يقين سره ويلى شو چي د ټول اسلامي امت نږدې 96% د صحيح بخاري له ډېرو رواياتو؛ مخصوصاً د لمانځه اړوند رواياتو سره موافق نه دي؛ د لمانځه د څرنگوالي په اړه دا 96% سلنه؛ په جهري لمونځونو كي په امام پسي قرائت (قرائت خلف امام)، د ركوع تكبيراتو كي لاسونه لوړول (رفع اليدين)، په قيام كي لاس پر سينه او پښې ډېري لري ايښودل، له طاق ركعتونو وروسته لنډه ناسته، ... دې ټولو كي په هغو رواياتو عمل كوي چي په بخاري كي نه دي راوړل شوي

 

ح: دغو جنابانو ته وايو: له غلو او مبالغو ډډه وكړئ؛ هم د خپل محبوب په اړه او هم د معتوب په اړه؛ په پټو سترگو نښي مه ولئ او تيږي مه شړئ؛ راشئ د دې لپاره ملا وتړو چي د حديث په اړه واقعي اجماع رامنځته كړو؛ اجماع يعني دا چي په دغه مجلس كي ټول په يوې قضيې كي د توافق لاسونه اوچت كړي او هيڅوك مخالفت ونه كړي؛ خو كه دوه درې مخالف وي؛ دې ته شبه اجماع وايي؛ موږ داسي اجماع رامنځته كول غواړو چي د حديث موجود 435 كتابونه په يوه جامع، صحيح او ټول امت ته مقبول كتاب كي راغونډ شي؛ چي په هغه كي به ضعيف، غريب، له قرآن سره متصادم او متعارض، د علم او عقل خلاف هيڅ روايت نه وي؛ او له تكراري رواياتو به هم منزه وي.      

 

له پورتنيو تفصيلي توضيحاتو وروسته ښاغلي حکمتيار د صحيح البخاري ٣٢م کتاب او لومړي باب کي د تروايح پر لمونځ تفصيلاً بحث وکړ او زياته ئې کړه:

١ باب: په روژه کي د شپې لمونځ كوونكي فضيلت

972 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ لَيْلَةً مِنْ جَوْفِ اللَّيْلِ فَصَلَّى فِي الْمَسْجِدِ، وَصَلَّى رِجَالٌ بِصَلاتِهِ، تقدم هذا الحديث في كتاب الصلاة وبينهما مخالفة في اللفظ وقال في آخر هذه الرواية فَتُوُفِّيَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَالأَمْرُ عَلَى ذَلِكَ. (بخاري: 2012)

له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم يو ځل نيمه شپه له کوره ووت، په جومات کي ئې لمونځ وکړ او څو کسانو هم لمونځ ورپسې وکړ؛ دا حديث د لمانځه په کتاب کي له څه لفظي اختلاف سره تېر شوى او د دې روايت په آخر کي راغلي چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم رحلت وکړ او دا مسئله په همدې شکل پاته وه

دا روايت په بخاري كي همدا يو ځل راغلى، له بخاري پرته يوازي د بيهقي السنن الكبرى كي راغلى او په نورو معروفو كتابونو كي نه دئ راوړل شوى.

د تراويح په اړه د (سلفي شم كه مذهبي پاته شم؟) كتاب كي تر دې عنوان لاندي (تراويح اته ركعته دي كه شل؟) تفصيلي بحث شوى؛ ټول اړوند روايات؛ د پورتني روايت په شمول راوړل شوي او څېړل شوي؛ او نتيجه ئې دا چي هم رسول الله صلى الله عليه و سلم شل ركعته كړي، هم صحابه وو او همدا تر موږ پوري؛ په عملي تواتر سره رارسېدلي؛ شل ركعته تراويح په تېرو نژدې 14 پېړيو كي په ټولو مسلمانانو او د ټولو مذاهبو پلويانو كي عموميت درلود، د صحابه وو له دور بيا تر نن پوري، شيخ الحديث مولوي حسن جان شهيد به ويل: يو هغه سنت او روايت چي تر موږ پوري په تواتر رارسېدلى؛ همدا شل ركعته تراويح دي؛ خو په وروستيو څو لسيزو كي يوه داسي ډله راپيدا شوه چي وايي: تراويح اته ركعته دي او پيغمبر عليه السلام يوازي اته ركعته كړي!! ادعاء ئې بې بنسټه او هغه روايت ئې ضعيف چي دوى پرې استناد كوي. هيله ده تفصيلات ئې په نوموړي كتاب كي ولولئ.

عَنِ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ لِرَمَضَانَ: «مَنْ قَامَهُ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»

له ابوهريره رضي الله عنه روايت دئ چي وئې ويل: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي د روژې په اړه ئې فرمايل: څوک چي د ايمان په حکم او د ثواب په نيت (د شپې) لمونځ په کي وكړي؛ ټول مخکيني گناهونه ئې بخښل کېږي.

 

نوموړی د خپل وضاحت په دوام وايي چي په دې ارتباط دا مطالب په پام كي ولرئ:

1- ځيني گناهونه داسي دي چي الله تعالى ئې نه بخښي او د بخښلو حق او واك ئې نورو ته سپارلى؛ لكه د بل حق خوړل، په عزت او سر مال ئې تېرى كول، د بل غيبت، تور او اتهام پرې لگول، له هغه سره په زړه كي كينه او حسد ساتل او له مخي ئې يا تبليغات پسي كول او يا ضرر وررسول.... الله تعالى دا گناهونه تر هغه نه بخښي چي مظلوم او متضرر بنده ئې وبخښي.

 

2- دا روايت په سنن نسائي كي په دې صيغه مومو: (فَمن صَامَهُ وقامه إِيمَانًا واحتسابا خرج من ذنُوبه كَيَوْم وَلدته أمه): څوك چي د روژې مياشت كي (د ورځي) روژه ونيسي او (د شپې ئې) لمونځ وكړي؛ د إيمان په حكم او د اجر په موخه؛ له خپلو گناهونو به داسي ووځي لكه هغه ورځ چي خپلي مور زېږولى

 

3- دا روايت په دغو مهمو كتابونو كي هم راوړل شوى: شُعَبُ الْإِيمَانِ للبيهقي، سنن إبن ماجه، صحيح إبن خزيمه، مسند ابي يعلى، مسند احمد، سنن ابي داؤد؛ د بخاري له روايت سره ئې توپير دا دئ چي په دې كي د روژې تر څنگ د لمانځه يادونه هم شوې او په بخاري كي يوازي د لمانځه.  

 

نوموړي همداراز د روژې کتاب په ٢ باب کي د رمضان په وروستيو اوو شپو کي د ليلة القدر په لټون تفصيلي بحث وکړ او وئې ويل:

973 ـ عَنِ ابنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رِجَالاً مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُرُوا لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِي الْمَنَامِ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَرَى رُؤْيَاكُمْ قَدْ تَوَاطَأَتْ فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ فَمَنْ كَانَ مُتَحَرِّيهَا فَلْيَتَحَرَّهَا فِي السَّبْعِ الأَوَاخِرِ». (بخاري: 2015)

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم له اصحابو؛ څو کسانو ته د رمضان په وروستيو اوو شپو کي ليلة القدر په خوب کي وښودل شوه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((فکر کوم ستاسو خوبونه (د رمضان) له وروستيو اوو شپو سره مطابقت لري؛ نو که څوک د قدر شپې په لټه کي وي؛ په وروستيو اوو شپو کي دې ولټوي)).

له دې روايت داسي معلومېږي چي ځينو صحابه وو د قدر شپه په خوب كي ليدلې؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې خپل خوبونه تېر كړي؛ د دوى خوبونه ئې داسي موندلي چي د قدر شپه به د رمضان په وروستيو اوو شپو كي وي؛ نو د همدې خوبونو له مخي ئې هغوى ته دا سپارښتنه كړې.

خو د قرآن دا آيت بايد په پام كي ولرو چي د قدر د شپې په اړه ئې فرمايلي: (إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ): موږ (دا قرآن) د قدر په شپه نازل كړ؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته به حتماً هغه شپه په ياد وه چي د حراء څمڅي كي لومړي آيتونه پرې نازل شول؛ خو وروسته دقيقه نېټه ترې هېره شوې او وئې فرمايل: د رمضان وروستۍ لسيزي په طاق شپو كي ئې ولټوئ.

974 ـ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: اعْتَكَفْنَا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْعَشْرَ الأَوْسَطَ مِنْ رَمَضَانَ فَخَرَجَ صَبِيحَةَ عِشْرِينَ فَخَطَبَنَا وَقَالَ: «إِنِّي أُرِيتُ لَيْلَةَ الْقَدْرِ ثُمَّ أُنْسِيتُهَا أَوْ نُسِّيتُهَا فَالْتَمِسُوهَا فِي الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ فِي الْوَتْرِ، وَإِنِّي رَأَيْتُ أَنِّي أَسْجُدُ فِي مَاءٍ وَطِينٍ فَمَنْ كَانَ اعْتَكَفَ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلْيَرْجِعْ». فَرَجَعْنَا وَمَا نَرَى فِي السَّمَاءِ قَزَعَةً فَجَاءَتْ سَحَابَةٌ فَمَطَرَتْ حَتَّى سَالَ سَقْفُ الْمَسْجِدِ وَكَانَ مِنْ جَرِيدِ النَّخْلِ وَأُقِيمَتِ الصَّلاةُ فَرَأَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَسْجُدُ فِي الْمَاءِ وَالطِّينِ حَتَّى رَأَيْتُ أَثَرَ الطِّينِ فِي جَبْهَتِهِ. (بخاري: 2016)

له ابو سعيد رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: د رمضان په منځنۍ لسيزه کي مو له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره اعتکاف وکړ، د روژې په شلم سهار رسول الله صلى الله عليه و سلم راووت؛ موږ ته ئې خطبه وويله او وئې فرمايل: ((ما ته په خوب کي ليلة القدر راوښودل شوه؛ بيا رانه هېره کړى شوه؛ يا مي هېره شوه، نو هغه د وروستيو لسو په طاق شپو کي ولټوئ؛ او په خوب كي مي وليدل چي زه په اوبو او خټو کي سجده کوم؛ نو چا چي له رسول الله (صلى الله عليه و سلم) سره اعتکاف پيل کړى؛ هغوى دي بېرته راستانه شي)). موږ خپلو ځايونو ته ستانه شوو؛ په آسمان کي مو هيڅ ورېځ نه ليدله؛ ناڅاپه ورېځ راغله او دومره وورېده چي د جومات له چت اوبه وڅڅيدې؛ چت د خرما له څانگو او پاڼو جوړ شوى وو؛ بيا لمونځ ودرېد او ومې ليدل چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په اوبو او خټو کي سجده کوي؛ دومره چي د خټو اثر مي د هغه پر تندي (ټنډه) وليد.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي د دې روايت په اړه څو مطالب توجه غواړي:

1- معمولاً به رسول الله صلى الله عليه و سلم د رمضان په درېيمي لسيزي كي اعتكاف كولو او صحابه وو ته به ئې ويل چي د قدر شپه د درېيمي لسيزي په طاق شپو كي ولټوئ. خو دا روايت وايي چي اعتكاف ئې په منځنۍ لسيزي كي وو. عائشه رضي الله عنها وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به د رمضان په درېيمي لسيزي كي اعتكاف كولو؛ تر هغه چي الله تعالى وفات كړ او مېرمنو ئې له ده وروسته همداسي اعتكاف كولو

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، كَانَ يَعْتَكِفُ العَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ» 

 

2- دا روايت په صحاح سته كي يوازي په صحيح بخاري كي او همدا يو ځل راغلى؛ يعني چي امام مسلم، نسائي، ابو داؤد، ترمذي او ابن ماجه د اعتبار وړ نه دئ گڼلى او په خپلو كتابونو كي ئې له راوړلو ډډه كړې!! خو پر بخاري علاوه په دغو كتابونو كي هم راوړل شوى: مسند ابو يعلى، سنن الكبرى للنسائي، مسند ابي عوانه، صحيح ابن حبان؛ په دريو طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: يَحْيَى، أَبو سَلَمَةَ او أَبو سَعِيد؛ په څلورمه طبقه كي دا دي: هِشَام او أَوْزَاعِي.

 

3- دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خوب كي د قدر شپه ليدلې او تر څنگ ئې د باران ورېدا؛ او بيا په همغه شپه ئې د باران ورېدا عملاً ليدلې؛ داسي مه انگېرئ چي گواكي دا به د قدر د شپې نښه وي؛ بلكي دا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته يوه نښه وه چي خوب ئې رښتينى دئ

 

ورته مهال قدرمن مشر په ٣ باب کي هم په وروستۍ لسيزه کي د ليله القدر په لټون بحث وکړ او زياته ئې کړه:

975 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «الْتَمِسُوهَا فِي الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ لَيْلَةَ الْقَدْرِ فِي تَاسِعَةٍ تَبْقَى فِي سَابِعَةٍ تَبْقَى فِي خَامِسَةٍ تَبْقَى». (بخاري: 2021)

له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((د قدر شپه د رمضان په وروستۍ لسيزه کي ولټوئ، چي نه ورځي پاته وي(يوويشتمه شپه)، چي اوه پاته وي (دري ويشتمه شپه)، چي پنځه پاته وي (پنځه ويشتمه شپه)). 

976 ـ عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هِيَ فِي الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ هِيَ فِي تِسْعٍ يَمْضِينَ أَوْ فِي سَبْعٍ يَبْقَيْنَ يَعْنِي لَيْلَةَ الْقَدْرِ». (بخاري: 2022)

له ابن عباس رضي الله عنهما په بل روايت کي راغلي چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((ليله القدر په وروستۍ لسيزه کي ده، چي نه شپې تېرې شي (نه ويشتمه شپه) او يا اوه پاته شي(دري ويشتمه شپه)).

 

نوموړی زياتوي چي د دې دواړو رواياتو الفاظ داسي دي چي ښيي د درېيمي لسيزي طاق شپې محدود كړى شوې؛ خو نور روايات د ټولو طاق شپو يادونه كوي.

 

نوموړي همداراز په ٤ باب کي په وروستۍ لسيزه کي د عبادت پر موضوع بحث وکړ، هلته چي فرمايي:

977 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا دَخَلَ الْعَشْرُ شَدَّ مِئْزَرَهُ وَأَحْيَا لَيْلَهُ وَأَيْقَظَ أَهْلَهُ. (بخاري: 2024)

2024 - عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ: «كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا دَخَلَ العَشْرُ شَدَّ مِئْزَرَهُ، وَأَحْيَا لَيْلَهُ، وَأَيْقَظَ أَهْلَهُ»

له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: كله چي به دا (د رمضان وروستۍ) لسيزه داخله شوه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به خپله بډه (ملا) كلكه تړله، خپله شپه به ئې په ويښه او عبادت تېروله او خپل عيال به ئې ويښولو

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي دا روايت په صحيح مسلم كي په دې صيغه راغلى

2757- عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا؛ قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، إِذَا دَخَلَ الْعَشْرُ، أَحْيَا اللَّيْلَ، وَأَيْقَظَ أَهْلَهُ، وَجَدَّ وَشَدَّ الْمِئْزَرَ.

له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي وو: كله چي به دا لسيزه داخله شوه؛ شپه به ئې په ويښه او عبادت تېروله، خپل عيال به ئې ويښولو، زيار به ئې ايستلو او بډه (ملا) به ئې كلكه تړله)).

 

د هغه پر وينا لكه چي گورئ د دواړو رواياتو لومړى راوي عائشه رضي الله عنها ده؛ خو په لفظي تركيب كي ئې توپيرونه مومو؛ د مسلم روايت كي مطالب په مناسبه توگه بيان شوي؛ لومړى د شپې احياء، بيا عيال راويښول، بيا زيار ايستل او ملا كلكه تړل راغلي؛ خو د بخاري روايت كي دا مناسب ترتيب نه دئ مراعات شوى

 

د روژې کتاب له تشريح وروسته ښاغلي حکمتيار د صحيح البخاري د اعتکاف پر کتاب هم په تفصيلي توگه رڼا واچوله او وئې ويل

١ باب: اعتکاف په وروستۍ لسيزه کي 

978 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ. (بخاري: 2026)

د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمن؛ عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د رمضان په وروستۍ لسيزي کي اعتکاف کاوو؛ تر هغه چي الله تعالى وفات كړ؛ بيا ئې مېرمنو تر ده وروسته اعتکاف کاوو.

 

نوموړي همداراز د ياد کتاب په ٢ باب کي بيا پر دې عنوان تفصيلي بحث وکړ چي (اعتکاف کوونکی دي بې ضرورته کور ته نه ځي)

979 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا - زَوْجَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَتْ: وَإِنْ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ «لَيُدْخِلُ عَلَيَّ رَأْسَهُ وَهُوَ فِي المَسْجِدِ، فَأُرَجِّلُهُ، وَكَانَ لاَ يَدْخُلُ البَيْتَ إِلَّا لِحَاجَةٍ إِذَا كَانَ مُعْتَكِفًا» (بخاري: 2029)

له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: كه څه هم كله چي به رسول الله صلى الله عليه و سلم په جومات کي معتکف وو؛ خپل سر به ئې (زما خوني ته) را دننه کاوو او ما به ورږمنځولو؛ خو هغه داسي وو چي له ضرورت پرته به كور ته نه ننوتلو.

د عائشې رضي الله عنها خونه له جومات سره جوخته وه او يوه كړكۍ ئې هم د جومات لوري ته وه.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز په ٣م باب کي بيا (په شپې کي اعتکاف) پر موضوع بحث وکړ او زياته ئې کړه:

980 ـ عَنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ سَأَلَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: كُنْتُ نَذَرْتُ فِي الْجَاهِلِيَّةِ أَنْ أَعْتَكِفَ لَيْلَةً فِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ؟ قَالَ: «فَأَوْفِ بِنَذْرِكَ». (بخاري: 2032)

980 – له عمر رضي الله عنه روايت دئ چي له رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ئې وپوښتل: د جاهليت په زمانه کي مي دا نذر ايښى وو چي يوه شپه به په مسجد حرام کي اعتکاف کوم؟ وئې فرمايل: ((په خپل نذر دي وفا وکړه)).

 

نوموړی زیاتوي لكه چي گورئ؛ په دې روايت كي پوښتنه د نذر په اړه ده؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم په ځواب كي ورته ويلي چي خپل نذر اداء كړه؛ خو امام بخاري (په شپې کي اعتکاف) تر باب لاندي راوړى؛ امام مسلم له دې صيغې سره توافق نه دئ كړى او دا روايت ئې تر دې باب لاندي راوړى: باب من نذر في الجاهلية ثم أسلم: چا چي د جاهليت په زمانه كي كوم نذر منلى؛ بيا مسلمان شوى؛ روايت او شماره ئې دا ده:

4304- عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، أَنَّ عُمَرَ ، قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ ، إِنِّي نَذَرْتُ فِي الْجَاهِلِيَّةِ أَنْ أَعْتَكِفَ لَيْلَةً فِي الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ ، قَالَ: فَأَوْفِ بِنَذْرِكَ.

 

نوموړي همداراز په ٤م باب کي بيا په جومات کي د خيمې په درولو بحث وکړ او وئې ويل:

981 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا: أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَرَادَ أَنْ يَعْتَكِف، فَلَمَّا انْصَرَفَ إِلَى الْمَكَانِ الَّذِي أَرَادَ أَنْ يَعْتَكِفَ إِذَا أَخْبِيَة: خِبَاءُ عَائِشَةَ وَخِبَاءُ حَفْصَةَ وَخِبَاءُ زَيْنَبَ، فَقَالَ: «أَلْبِرَّ تَقُولُونَ بِهِنَّ»؟ ثُمَّ انْصَرَفَ، فَلَمْ يَعْتَكِفْ حَتَّى اعْتَكَفَ عَشْرًا مِنْ شَوَّالٍ. (بخاري: 2034)

له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د اعتکاف اراده وکړه؛ خو کله چي هغه ځاى ته ورغى چي غوښتل ئې اعتکاف په کي وکړي؛ خيمې ئې وليدې: د عائشې خيمه، د حَفْصې خيمه، د زينب خيمه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((آيا تاسو د دوى دا کار نېکي گڼئ؟!))؛ نو ستون شو او اعتکاف ئې ونه کړ؛ بيا ئې د دې پر ځاى په شوال کي لس ورځي اعتکاف وکړ.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا روايت يوازي په بخاري او مُوَطَّأ كي راغلى؛ نورو كتابونو نه دئ راوړى؛ البته د بيهقي السنن الكبرى كي هم د بخاري په حواله راغلى خو د روايت د إسناد په اړه ئې ويلي: رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ فِي الصَّحِيحِ عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ يُوسُفَ عَنْ مَالِكٍ وَهَذَا مِنْ طَرِيقِ مَالِكٍ مُرْسَلٌ: دا بخاري له عبد الله بن يوسف تر لاسه كړى چي هغه له مالك روايت كړى؛ مرسل دئ؛ يعني امام مالك دا روايت مرسل گڼي؛ مرسل هغه روايت ته وايي چي سند ئې په تابعي يا تبع تابعي پاى ته رسېدلى او تر رسول الله صلى الله عليه و سلم پوري نه دئ رسېدلى.

 

په ٥م باب کي نوموړي بيا پر دې عنوان بحث وکړ چي (آيا معتکف د جومات تر دروازې وتلى شي؟) هلته چي فرمايي:

982 ـ عَنِ صَفِيَّةَ زَوْجَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَنَّهَا جَاءَتْ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تَزُورُهُ فِي اعْتِكَافِهِ فِي الْمَسْجِدِ فِي الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ مِنْ رَمَضَانَ، فَتَحَدَّثَتْ عِنْدَهُ سَاعَةً، ثُمَّ قَامَتْ تَنْقَلِبُ، فَقَامَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَعَهَا يَقْلِبُهَا، حَتَّى إِذَا بَلَغَتْ بَابَ الْمَسْجِدِ عِنْدَ بَابِ أُمِّ سَلَمَةَ، مَرَّ رَجُلانِ مِنَ الأَنْصَارِ فَسَلَّمَا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ لَهُمَا النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «عَلَى رِسْلِكُمَا، إِنَّمَا هِيَ صَفِيَّةُ بِنْتُ حُيَيٍّ». فَقَالا: سُبْحَانَ اللَّهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَكَبُرَ عَلَيْهِمَا، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ الشَّيْطَانَ يَبْلُغُ مِنَ الإِنْسَانِ مَبْلَغَ الدَّمِ، وَإِنِّي خَشِيتُ أَنْ يَقْذِفَ فِي قُلُوبِكُمَا شَيْئًا». (بخاري: 2035)

د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمني صَفِيې رضي الله عنها روايت دئ چي هغه په داسي حال كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم ليدو ته ورغله چي هغه د رمضان په وروستۍ لسيزه کي په جومات كي معتكف وو؛ څه وخت ئې خبري ورسره وکړې، بيا پاڅېده چي ستنه شي؛ نو نبي صلى الله عليه و سلم هم ورسره پاڅيد چي کور ته ئې ورسوي؛ او کله چي د جومات هغي دروازې ته ورسېدو چي د ام سلمه رضي الله عنها دروازې ته نژدې وه؛ دوه انصاريان تېر شول او پر رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې سلام واچاوو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وفرمايل: ((لږ مو تگ سوكه كړئ؛ دا صَفِيَّة بِنْت حُيَيٍّ ده)) هغوى وويل: سبحان الله؛ يا رسول الله! پرې گرانه تمامه شوه؛ (چي څنگه به د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اړه بد گماني كوو)؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: «إِنَّ الشَّيْطَانَ يَبْلُغُ مِنَ الإِنْسَانِ مَبْلَغَ الدَّمِ، وَإِنِّي خَشِيتُ أَنْ يَقْذِفَ فِي قُلُوبِكُمَا شَيْئًا». يقيناً چي شيطان د بني آدم د ويني په بهير كي درومي او زه ووېرېدم چي داسي نه ستاسو زړونو كي كومه وسوسه واچوي

 

نوموړي همداراز په ٦ باب کي بيا د رمضان په منځنۍ لسيزه کي د اعتکاف موضوع ته تفصيلاً اشاره وکړه او وئې ويل:

983 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَعْتَكِفُ فِي كُلِّ رَمَضَانٍ عَشْرَةَ أَيَّامٍ، فَلَمَّا كَانَ الْعَامُ الَّذِي قُبِضَ فِيهِ، اعْتَكَفَ عِشْرِينَ يَوْمًا. (بخاري: 2044)

٩٨3 – ابو هريره رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به هر رمضان لس ورځي اعتکاف کاوو؛ خو د رحلت په کال ئې شل ورځي اعتکاف وکړ.

 

ښاغلی حکمتيار زياتوي چي راشئ د اعتكاف موضوع ته د هغو له نظره هم وگورو چي وايي: قرآن له روايت پرته ناقص دئ؛ (نعوذ بالله من ذلك)؛ دا هم وايي: داسي قضايا شته چي احكام ئې په قرآن كي نه مومو خو په احاديثو كي ئې مومو!! دوى ته وايو: ستاسو ادعاء په هغه صورت كي وزن او اعتبار لرلى شي چي:

1- هغه امور وښيئ چي په قرآن كي ئې اړوند لارښووني او احكام نشته او په صحيح رواياتو كي شته.

2- دا ادعاء له هغه چا منل كېدى شي چي په واقعي معنى په قرآن او رموزو ئې او په حديث پوه وي؛ يوې داسي معتبري مرجع د هغه د ښې پوهي تصديق كړى وي چي د ټول امت په كچه معتبره او منلې مرجع وي؛ نه دا چي د كومي دولتي مؤسسې او مدرسې له لوري د دكتورا او شيخ القرآن و الحديث سند وركړى شوى وي

 

نوموړی زياتوي چي روايت ځپلو او هغو ته چي د رواياتو غلات دي او غريب روايات به د قرآن د څرگندو او صريح آيتونو په پرتله درانه تلي؛ وايو: اعتكاف يوه معروفه موضوع ده؛ په بخاري كي يو كتاب له 6 بابونو سره ورته مختص شوى؛ راشئ وگورو چي آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په دې اړه مستقله وحي شوې او كه د قرآني لارښوونو په رڼا كي ئې په ارزښت او اهميت پوه شوى؛ په خپله ئې پرې عمل كړى او امت ته ئې هم سپارښتنه كړې؟ راشئ وگورو چي قرآن د اعتكاف په اړه څه ويلي؛ دې آيت ته ځير شئ

... وَلا تُبَاشِرُوهُنَّ وَأَنْتُمْ عَاكِفُونَ فِي الْمَسَاجِدِ ... 187  البقرة 

... او كله چي په جوماتونو كي معتكف وئ؛ نو له خپلو مېرمنو سره نژدېكت (مباشرت) مه كوئ... 

له دې الهي لارښووني څو خبري معلومېږي:

الف: اعتكاف د روژې مياشتي د بحث په ضمن كي ياد شوى او دا ښيي چي په روژې پوري تړلى دئ او وخت ئې فقط همدا د روژې مياشت دئ.

 

ب: دا آيت د روژې د اړوند احكامو په پاى كي راغلى؛ او په دې كي يوه ظريفه اشاره دا ده چي اعتكاف د روژې مياشتي د پاى عمل دئ؛ ښايي همدې ته په پام سره رسول الله صلى الله عليه و سلم د روژې مياشتي په وروستۍ لسيزي كي اعتكاف كولو

 

ج: په آيت كي دا هم ويل شوي: د اعتكاف حالت كي له خپلو مېرمنو سره نژدېكت (مباشرت) مه كوئ.

 

ح: اعتكاف د مؤمنانو خپل كار گڼل شوى؛ يعني د الهي امر يا سپارښتي په صيغه نه دئ ياد شوى؛ بلكي فقط داسي يادونه ئې شوې چي ښيي الله تعالى تأييد كړى؛ نو حكم ئې هم د سنت او مستحب دئ

 

خ: له روايت ځپلو پوښتنه كوو: آيا د اعتكاف په اړه داسي څه پاته دي چي په رواياتو كي شته او په قرآن كي نشته؟  

د ښاغلي حکمتيار پر وينا په پاى كي دا هم بايد وويل شي چي ولي به اعتكاف كوو؟ اغېز او اهميت ئې څه دئ؟ په ځواب كي وايو: كله كله ورځني مصروفيتونه انسان داسي مشغول كړي چي په مهمو مسائلو د فكر كولو فرصت او مجال هم ترې سلب شي؛ بس له جرياناتو سره او د خپلو عادتونو په حكم خوځي او شپه سبا كوي؛ نه د خپلو ناسمو عادتونو په اړه د تجديد نظر فرصت تر لاسه كوي او نه د خپلو ناسمو افكارو او باورونو د تصحيح او د نويو او رغنده افكارو او تگلارو د خپلولو او غوراوي مجال مومي؛ د ټولني حاكم او مسلط چاپيريال د ده په هر څه خپل سيوري غوړولى وي؛ له دې زندان د وتلو لپاره يوه داسي آرام، له لانجو، شور ځوږ فارغ، له معنوي پلوه رغوونكي مناسب فرصت ته ضرورت لري چي وكولى شي د خپلو باورونو او كړنو په اړه سم فكر وكړي او مناسب تصميمونه ونيسي؛ اعتكاف موږ ته همداسي مجال او فرصت برابروي؛ انسان د تفكر لپاره فراغت او له ازدحام او مصروفيتونو گوښه كېدو ته ضرورت لري؛ همغسي چي قرآن فرمايي

قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ أَنْ تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَى وَفُرَادَى ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا مَا بِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ إِنْ هُوَ إِلا نَذِيرٌ لَكُمْ بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ 46  سبأ 

ووايه: يوازي په يوې خبري پند دركوم چي د الله لپاره دوه دوه او يو يو ودرېږئ بيا له ځان سره فكر وكړئ، ستاسو ملگرى په كوم لېونتوب نه دئ اخته شوى، هغه فقط تاسو ته تر يوه سخت عذاب وړاندي خبردارى دركوونكى دئ

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو دا دئ گورئ چي قرآن معاندو مخالفينو ته دا پيغام لري: د الله لپاره دوه دوه او يو يو ودرېږئ بيا له ځان سره فكر وكړئ؛ پوه به شئ چي ستاسو مخالفت هيڅ معقوله وجه نه لري، عدم غور او عدم تفكر د دې سبب شوى چي زما او زما د دعوت مخالفت وكړئ؛ لږ له خپلو ناسمو مشغولتياوو، دود پالنو، تعصباتو او جاهلانه حميت گوښه شئ او په سړه سينه او شفاف ذهن زما د بلني په اړه غور وكړئ. حتماً به پوه شئ چي ستاسو ملگرى (رسول الله صلى الله عليه و سلم) نه پېريانى شوى او نه په لېونتوب اخته دئ؛ تاسو د كينې او رخې له مخي هغه ته دا نسبتونه كوئ، وجه ئې دا ده چي هغه ستاسو په تگلارو او كړنلارو نيوكي كوي او پايلي ئې خطرناكي گڼي، تاسو ته د هغه سخت عذاب راتلو خبردارى دركوي چي ستاسو د تگلارو طبيعي سزا او پايله ده.

د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک