د حکمتيار صاحب درېيمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د جوزا ۲۴مه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار او د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله درېيمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس او د صحيح البخاري د کتاب البيوع (پېر پلور) د ٩م باب په دوام وويل:
(د رسول الله صلى الله عليه و سلم له خوا په قرض پېرل) هلته چي فرمايي:
992 ـ عَنْ قَتَادَةَ، عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ مَشَى إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِخُبْزِ شَعِيرٍ، وَإِهَالَةٍ سَنِخَةٍ، وَلَقَدْ «رَهَنَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ دِرْعًا لَهُ بِالْمَدِينَةِ عِنْدَ يَهُودِيٍّ، وَأَخَذَ مِنْهُ شَعِيرًا لِأَهْلِهِ» وَلَقَدْ سَمِعْتُهُ يَقُولُ: «مَا أَمْسَى عِنْدَ آلِ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَاعُ بُرٍّ، وَلاَ صَاعُ حَبٍّ، وَإِنَّ عِنْدَهُ لَتِسْعَ نِسْوَةٍ» (بخاري: 2069)
له قتاده روايت دئ چي له انس رضي الله عنه ئې اورېدلي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته مي وربشينه ډوډۍ او ويلي شوي ځنډمن غوړي؛ وروړل؛ او يقيناً چي رسول الله صلى الله عليه و سلم خپله زغره له يوه يهودي سره گرو ايښې وه او د خپل اهل لپاره ئې وربشي ترې اخيستې وې؛ قتاده وايي: له انس مي واورېدل چي ويل ئې: د رسول الله صلى الله عليه و سلم په كورنۍ كي؛ نه يوه پيمانه غنم، نه وربشي يا بلي غلې شپه تېره کړې؛ په داسي حال کي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم نهه مېرمني وې.
ښاغلی حکمتيار همداراز په ١٠م باب کي بيا (د لاس گټه او کار کول) پر عنوان تفصيلي بحث وکړ، لکه چي وايي:
993 ـ عَنِ الْمِقْدَامِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَا أَكَلَ أَحَدٌ طَعَامًا قَطُّ خَيْرًا مِنْ أَنْ يَأْكُلَ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ، وَإِنَّ نَبِيَّ اللَّهِ دَاوُدَ عليه السلام، كَانَ يَأْكُلُ مِنْ عَمَلِ يَدِهِ». (بخاري: 2072)
له مقدام رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((هيچا تر هغه غوره طعام هيڅكله نه دئ خوړلى چي د خپل لاس له كار او كسب ئې وخوري؛ او د الله تعالى نبي داؤد (عليه السلام) داسي وو چي د خپل لاس له كار ئې خوړل)).
نوموړی زياتوي چي دا روايت په همدې صيغه په بخاري كي يو ځل راغلى او له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راغلى. په سند كي ئې خَالِدِ بْنِ مَعْدَانَ دئ چي الذهبي د ده په اړه وايي: مرسل روايات ئې ويل (كان يرسل ويُدَلِّس)؛ پرته له دې چي د كوم صحابي نوم ياد كړي مخامخ به ئې خپل روايت رسول الله صلى الله عليه و سلم ته منسوبولو او د روايت او إسناد عيبونه به ئې پټول.
همدا راز د عمدة القاري مصنف ليكلي: وَفِيه انْقِطَاعًا بَين خَالِد والمقدام، وَبَينهمَا جُبَير ابْن نفير يحْتَاج إِلَى تَحْرِير. وَفِيه: أَن الْمِقْدَام لَيْسَ لَهُ فِي البُخَارِيّ غير هَذَا الحَدِيث.... وَفِيه: أَن ثَوْر بن يزِيد الْمَذْكُور من أَفْرَاد البُخَارِيّ. والْحَدِيث أَيْضا من أَفْرَاده.
يعني د روايت په إسناد كي د خالد او مقداد تر منځ؛ انقطاع ده؛ د دوى تر منځ جبير بن نفير دئ چي بايد ليكل شوى وى؛ او په دې كي بله ملاحظه دا ده چي په بخاري كي له دې روايت پرته بل روايت له مقداد نه دئ نقل شوى؛ او بله دا چي ثور بن يزيد هغه راوي دئ چي له بخاري پرته بل چا ترې روايت نه دئ راوړى او دا حديث هم له بخاري پرته بل چا نه دئ راوړى!! دا د بدر الدين عيني وينا ده؛ د بخاري كلك مدافع دئ؛ د روايت پر سند ملاحظات لري؛ سره له دې چي د روايت متن او محتوى ډېره ښكلې او كاملاً صحيح ده؛ د داسي رواياتو راوړل او منل؛ د سند له ضعف سره سره؛ هيڅ مانع او اشكال نه لري.
دا يوه جدي ستونزه ده چي ځيني همداسي شاذ روايات له همداسي معلول او مجروح اسنادو سره نه يوازي راوړي بلكه منل ئې فرض گڼي او نه منل ئې له صحيح حديث انكار؛ دا په داسي حال كي چي بل هيڅ محدث؛ نه له ده سره دا روايت مني او نه ئې راويان!! ولي به داسي روايات منو چي هيڅ بل محدث د اعتبار وړ نه دئ گڼلي؟! يوازي داؤد عليه السلام نه بلكي ټول پيغمبران همداسي وو چي هر يوه خپل كسب او كار درلود او همدا ئې د خپل معيشت د تأمين وسيله وه او قرآن د ټولو په اړه فرمايي چي خپلو مخاطبينو ته به ئې ويل:
وَمَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِيَ إِلا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ 109 الشعراء
او له تاسو هيڅ اجر نه پرې غواړم؛ زما اجر يوازي پر رب العالمين دئ.
او همدا د يوه ټگمار او صادق داعي د پېژندو دقيق معيار او ملاك دئ؛ هغه چي له دين دكان جوړوي او له خلكو اجوره او شكرانه پرې تر لاسه كوي؛ نه يوازي د پيغمبرانو عليهم السلام په لار نه دئ روان؛ بلكي دوكه مار او ټگمار دئ.
مگر الله تعالى موږ ته دا لارښوونه نه ده كړې چي فرمايي:
وَمَا اخْتَلَفْتُمْ فِيهِ مِنْ شَيْءٍ فَحُكْمُهُ إِلَى اللَّهِ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبِّي عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَإِلَيْهِ أُنِيبُ 10 الشورى
او په هر هغه څه كي چي تاسو اختلاف كړى؛ نو حكم ئې د الله لوري ته (راجع) دئ، همدا زما رب دئ، پر هغه مي توكل كړى او د هغه لوري ته انابت كوم.
دا مبارك آيت د توحيد يو ستر او مهم اصل زموږ مخي ته ږدي او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته لارښوونه كوي چي خپلو مخاطبينو ته ووايي:
په هر هغه څه كي چي تاسو اختلاف وكړئ؛ نو پرېكړه به ئې د الله تعالى كتاب (قرآن) ته راجع كوئ، يعني هر اختلاف؛ كه دا فكري او اعتقادي وي، كه حقوقي او اجتماعي، كه كوم روايت او رأى وي؛ د حل و فصل لپاره به (قرآن) ته مراجعه كوئ او پرېكړه به ئې وروستۍ پرېكړه گڼئ. د دې الهي ارشاد او حكم معنى او تقاضى دا ده چي د ژوند په ټولو برخو كي هر ډول اختلاف او نزاع بايد قرآن ته راجع شي او د قرآن پرېكړه نهائي او وروستۍ پرېكړه وگڼل شي؛ يعني د انسان په ټول ژوند كي داسي اختلاف او نزاع نشو موندلى چي په قرآن كي ئې د حل و فصل حكم نه وي؛ مسلمانان بايد قرآن وروستى ملاك او معيار وگڼي او د هري قضيې په اړه د هغه حكم او پرېكړي ته غاړه كښېږدي.
همدا زما رب دئ، همدا د اختلافاتو د حل وروستۍ مرجع گڼم، پر هغه مي توكل كړى، هغه ته مي ځان سپارلى، په هر څه كي د هغه لوري ته انابت او رجوع كوم.
قدرمن مشر زياتوي چي د يوه راوي روايت او د يوه انسان رأى به هغه مهال منو چي په قرآن كي شاهد ورته ومومو او لږ تر لږه له قرآن سره تعارض او مغايرت ونه لري؛ همدا روايت كه د قرآن په تله وتلو نو دواړه برخي ئې صحيح دي: يقيناً چي تر ټولو غوره طعام هغه دئ چي انسان ئې له حلالي لاري او د خپل كار او كسب په نتيجه كي تر لاسه كوي؛ داؤد عليه السلام همداسي وو او ټول پيغمبران همداسي ول.
رسول الله صلى الله عليه و سلم موږ ته همدا لارښوونه كړې:
... أَيُّهَا النَّاسُ، قَدْ تركت فيكم ما إن اعْتَصَمْتُمْ بِهِ لَنْ تَضِلُّوا: كِتَابَ اللَّهِ:
اې خلكو! په تاسو كي مي هغه څه پرېښود چي كه منگولي پرې ټينگي كړئ هيڅكله به بې لاري نه شئ: د الله كتاب.
حتماً پوهېږئ چي دا ئې په هغي خطبې كي ويلي چي تر يو لك زيات خلك په حج كي راغونډ شوي وو؛ او د رسول الله صلى الله عليه و سلم آخري خطبه ئې اورېدله؛ او لنډه موده وروسته ئې له دې نړۍ رحلت وكړ. او دا هغه روايت دئ چي د إسناد له پلوه دومره دروند او معتبر دئ چي لږ روايات ورسره برابري كولى شي او له بخاري پرته د حديث ټولو كتابونو بلا استثناء راوړى. آيا عجيبه نه ده چي په بخاري كي دومره معتبر او مهم روايت نه دئ راوړى؟!! په داسي حال كي چي له بخاري پرته ټولو محدثينو بلا استثناء په خپلو كتابونو كي راوړى!!! د امام بخاري رحمه الله استادانو هم راوړى او شاگردانو ئې هم؛ هغو چي تر ده وړاندي ئې د حديث كتابونه تصنيف كړي يا تر ده وروسته ټولو راوړى؛ حتماً به ده ته هم رسېدلى وي؛ باور مو دا ده چي ښايي ده هم په صحيح بخاري كي راوړى وي؛ خو هغو ترې حذف كړى چي وروسته ئې صحيح بخاري تنظيم كړې؛ دا ځكه چي دا روايت د هغو مسلك او اسلوب په بشپړه توگه نفي او ردوي چي قرآن كافي نه گڼي، د وروستۍ او نهائي مرجع په توگه ئې نه مني او تر څنگ ئې د روايت يادونه حتمي بولي!!!
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ورته مهال په ١١م باب کي بيا (په پېر، پلور کي آساني) پر عنوان بحث وکړ او وئې ويل:
994 ـ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «رَحِمَ اللَّهُ رَجُلاً سَمْحًا إِذَا بَاعَ وَإِذَا اشْتَرَى وَإِذَا اقْتَضَى». (بخاري: 2076)
له جابر بن عبدالله رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((الله تعالى دي پر هغه سړي رحم وکړي چي په پلورلو، پېرلو او د خپل حق په غوښتلو کي نرمي او آساني کوي)).
نوموړی وايي چي دا روايت په بخاري كي همدا يو ځل راغلى؛ او په نورو كتابونو كي له مسند احمد پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راغلى؛ د سند په اړه ئې عمدة القارئ كي داسي راغلي: وَعلي بن عَيَّاش؛ هُوَ من أَفْرَاده: او په راويانو كي ئې علي بن عياش دئ چي يوازي بخاري ترې دا روايت تر لاسه كړى؛ نورو محدثينو له هغه كوم روايت نه دئ نقل كړى. په سند كي له اشكال سره سره د روايت متن مقبول دئ.
ښاغلي حکمتيار همداراز په ١٢م باب کي د لاندېنيو روایتونو په استناد (د وس خاوند ته پر مهلت) ورکولو بحث وکړ، لکه چي وايي؛
995 ـ عن حُذَيْفَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «تَلَقَّتِ الْمَلائِكَةُ رُوحَ رَجُلٍ مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ قَالُوا: أَعَمِلْتَ مِنَ الْخَيْرِ شَيْئًا؟ قَالَ: كُنْتُ آمُرُ فِتْيَانِي أَنْ يُنْظِرُوا وَيَتَجَاوَزُوا عَنِ الْمُوسِرِ، قَالَ: قَالَ: فَتَجَاوَزُوا عَنْهُ». (بخاري: 2077)
له حذيفه رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((ملائکو له هغو چي تر تاسو وړاندي وو؛ د يوه سړي روح وليده او ورته وئې ويل: آيا د خير كوم کار دي کړى؟ هغه وويل: ما به خپلو خادمانو ته امر کاوو چي له شتمنو (وس لرونکو) قرضدارانو سره نرمي وکړي او مهلت ورکړي؛ راوي وايي: وئې فرمايل: نو ترې تېري شوې)).
دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ په صحابه او تابعينو كي يو يو راوي لري چي رِبْعِي بْنَ حِرَاشٍ او حُذَيْفَةَ دي؛ يعني تر غريب اوښتى او اغرب دئ؛ په صحيح مسلم كي له همدې راويانو په دې صيغه راوړل شوى:
3995- عَنْ حُذَيْفَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: تَلَقَّتِ الْمَلاَئِكَةُ رُوحَ رَجُلٍ مِمَّنْ كَانَ قَبْلَكُمْ، فَقَالُوا: أَعَمِلْتَ مِنَ الْخَيْرِ شَيْئًا؟ قَالَ: لاَ، قَالُوا: تَذَكَّرْ، قَالَ: كُنْتُ أُدَايِنُ النَّاسَ فَآمُرُ فِتْيَانِي أَنْ يُنْظِرُوا الْمُعْسِرَ، وَيَتَجَوَّزُوا عَنِ الْمُوسِرِ، قَالَ: قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ: تَجَوَّزُوا عَنْهُ.
له حذيفه روايت دئ چي وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((ملائکو له هغو چي تر تاسو وړاندي وو؛ د يوه سړي روح وليده او ورته وئې ويل: آيا د خير كوم کار دي کړى؟ هغه وويل: نه؛ هغوى وويل: درياد ئې كړه؛ وئې ويل: ما به خلكو ته پور وركولو او خپلو زلمكيو ته به مي ويل: په ستونزو كي اخته ته مهلت وركوئ او سوكاله ته له يوه څه ورتېرېږئ؛ الله تعالى ملائكو ته وفرمايل: تاسو له ده تېر شئ.
ورپسي ئې په ١٣م باب کي دا عنوان تشريح کړ؛ (د مال عيب دي ښکاروي) هلته چي فرمايي:
996 ـ عَنْ حَكِيمِ بْنِ حِزَامٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «الْبَيِّعَانِ بِالْخِيَارِ مَا لَمْ يَتَفَرَّقَا». أَوْ قَالَ: «حَتَّى يَتَفَرَّقَا، فَإِنْ صَدَقَا وَبَيَّنَا بُورِكَ لَهُمَا فِي بَيْعِهِمَا، وَإِنْ كَتَمَا وَكَذَبَا مُحِقَتْ بَرَكَةُ بَيْعِهِمَا». (بخاري: 2079)
له حکيم بن حزام رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((پېرونکى او پلورونکی تر هغه اختيار لري چي سره بېل شوي نه وي؛ که دواړو رښتيا وويل او د مال كيفيت ئې بيان کړ؛ نو په سودا كي به ئې برکت واچول شي؛ خو که دروغ ئې ويلي وو او د مال عيب ئې پټ کړى وو؛ نو د بيعي برکت به ئې له منځه ځي)).
تكرار: دا روايت په بخاري كي 6 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2079 - 2082 - 2108 - 2109 - 2110 - 2114 – نژدې ټولو كتابونو كي راوړل شوى.
توپير: په يوه كي أَوْ يَقُولُ أَحَدُهُمَا لِصَاحِبِهِ اخْتَرْ «أَوْ يَكُونُ بَيْعَ خِيَارٍ» راغلي په نورو كي نه؛ همدا راز په يوه كي دا راغلي وَإِنْ كَذَبَا وَكَتَمَا فَعَسَى أَنْ يَرْبَحَا رِبْحًا، وَيُمْحَقَا بَرَكَةَ بَيْعِهِمَا او په نورو كي نه.
د احتياط غوښتنه دا ده چي پېرونكي دا شرط وضع كړي چي يوه دوه ورځي ئې امتحانوم كه ئې كوم عيب نه درلود زما شو؛ كه نه نو بېرته ئې درسپارم؛ قرآن دا سپارښتنه هم كوي: (... وَلا تَسْأَمُوا أَنْ تَكْتُبُوهُ صَغِيرًا أَوْ كَبِيرًا إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِنْدَ اللَّهِ وَأَقْوَمُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلا تَرْتَابُوا إِلا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلا تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوا إِذَا تَبَايَعْتُمْ ... 282) البقرة:
... او په دې كي اهمال مه كوئ چي تر خپلي خاصي نېټې يو پور وليكئ، لږ وي كه ډېر؛ دا (ليكل) مو د الله په نزد كي ډېر عادلانه دئ او د شهادت مضبوطوونكى او دې ته ډېر نژدې چي په خپلو كي شك ونه كړئ؛ مگر دا چي هغه حضوري او مخامخ تجارت وي چي په خپلو كي ئې لاس په لاس كوئ؛ نو بيا پر تاسو د دې گناه نشته چي وئې نه ليكئ او كله چي مو په خپلو كي بيع كوله نو شاهدان ونيسئ...
يعني د پور معامله كي؛ لږ وي يا ډېر؛ هم ئې وليكئ او هم شاهدان ونيسئ؛ خو لاس په لاس پېر پلور كي ليكل حتمي نه دي خو شاهدان ونيسئ.
997 ـ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كُنَّا نُرْزَقُ تَمْرَ الْجَمْعِ، وَهُوَ الْخِلْطُ مِنَ التَّمْرِ، وَكُنَّا نَبِيعُ صَاعَيْنِ بِصَاعٍ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لا صَاعَيْنِ بِصَاعٍ وَلا دِرْهَمَيْنِ بِدِرْهَمٍ». (بخاري: 2080)
له ابو سعيد رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: موږ ته به گډي شوې كجوري راكول كېدې؛ او موږ به بيا دوه صاع په يوه صاع پلورلې؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((دوه صاع په يوه صاع مه پلورئ او مه دوه درهمه په يوه درهم)).
امام مسلم دا موضوع تر دې باب لاندي راوړې چي مناسبت ئې څرگند دئ: بَابُ بَيْعِ الطَّعَامِ مِثْلًا بِمِثْلٍ او د بخاري باب دا دئ: د مال عيب دي ښکاروي؛ د روايت او باب تر منځ هيڅ مناسبت نشته؛ په روايت كي دا نه مومو چي د مال عيب بايد ښكاره كړى شي؛ د روايت مطلب دا دئ چي خرما به له خرما سره برابر بدلېږي؛ نه يوه پيمانه د دوه پيمانو په مقابل كي او لږ په ډېر؛ كه څوك دې ته اړ شي نو گډي كجوري دي سره بېلي كړي او بيا دې برابر تبادله كړي؛ د مسلم روايت دا مطلب په واضح توگه بيان كړى:
عَنْ مَعْمَرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ، أَنَّهُ أَرْسَلَ غُلَامَهُ بِصَاعِ قَمْحٍ، فَقَالَ: بِعْهُ، ثُمَّ اشْتَرِ بِهِ شَعِيرًا، فَذَهَبَ الْغُلَامُ، فَأَخَذَ صَاعًا وَزِيَادَةَ بَعْضِ صَاعٍ، فَلَمَّا جَاءَ مَعْمَرًا أَخْبَرَهُ بِذَلِكَ، فَقَالَ لَهُ مَعْمَرٌ: لِمَ فَعَلْتَ ذَلِكَ؟ انْطَلِقْ فَرُدَّهُ، وَلَا تَأْخُذَنَّ إِلَّا مِثْلًا بِمِثْلٍ، فَإِنِّي كُنْتُ أَسْمَعُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: «الطَّعَامُ بِالطَّعَامِ مِثْلًا بِمِثْلٍ»، قَالَ: «وَكَانَ طَعَامُنَا يَوْمَئِذٍ الشَّعِيرَ»
له مَعْمَر بن عبد الله روايت دئ چي خپل غلام ئې له يوې پيمانې غنمو سره ولېږو او وئې ويل: وئې پلوره بيا وربشي پرې واخله؛ غلام ولاړ او يوه پيمانه او د پيمانې يوه برخه پرې اضافه ئې تر لاسه كړه؛ كله چي معمر ته ورغى پرې خبر ئې كړ؛ معمر ورته وويل: ولي دي دا كار وكړ؟ ولاړ شه او ورمسترد ئې كړه؛ له دې پرته ئې په بله توگه مه اخله چي سره ورته وي؛ ما له رسول الله صلى الله عليه و سلم اورېدلي چي فرمايل ئې: خوراكي توكي به په برابره توگه سره بدلېږي. راوي وايي: هغه مهال زموږ خوراك وربشي وې.
كه څه هم ځيني د وربشو او غنمو تبادله له زيادت سره جائز گڼي خو د احتياط تقاضى دا ده چي د معمر رضي الله عنه له سپارښتني سره سم عمل وشي.
ښاغلي حکمتيار همداراز په ١٥م باب کي بيا د لاندېنيو روایتونو په استناد (سود ورکوونکى) عنوان په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ لکه چي وايي:
998 ـ عَنْ عَوْنِ بْنِ أَبِي جُحَيْفَةَ قَالَ: رَأَيْتُ أَبِي اشْتَرَى عَبْدًا حَجَّامًا فَأَمَرَ بِمَحَاجِمِهِ فَكُسِرَت، فَسَأَلْتُهُ فَقَالَ: نَهَى النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ ثَمَنِ الْكَلْبِ، وَثَمَنِ الدَّمِ، وَنَهَى عَنِ الْوَاشِمَةِ، وَالْمَوْشُومَةِ، وَآكِلِ الرِّبَا وَمُوكِلِهِ، وَلَعَنَ الْمُصَوِّرَ. (بخاري: 2086)
له عَون بن ابي جُحَيفه روايت دئ چي وايي: پلار مي وليد چي يو حَجَّام (وينه ايستونكى) غلام ئې وپېرو او امر ئې وکړ چي د حَجامت (ويني ايستلو) وسائل ئې مات شي، نو مات شول، پوښتنه مي ترې وکړه؛ وئې ويل: (رسول الله صلى الله عليه و سلم د سپي له بيي، د ويني له بيي (په حجامت مزدورۍ)، له خال وهونكو او خال وهل شوو او سود خوړلو او سود ورکولو؛ نهي کړې ده او پر مصور (تصوير جوړوونکي) ئې لعنت ويلى دئ.
تكرار: دا روايت په بخاري كي 5 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2086 - 2237 - 5346 - 5347 - 5761 –
توپيرونه: په يوه كي دا راغلي فَأَمَرَ بِمَحَاجِمِهِ فَكُسِرَت په نورو كي نه دي راغلي؛ په يوه كي ثَمَنِ الكَلْبِ وَثَمَنِ الدَّمِ، وَنَهَى عَنِ الوَاشِمَةِ وَالمَوْشُومَةِ، وَآكِلِ الرِّبَا وَمُوكِلِهِ، وَلَعَنَ المُصَوِّرَ په بل كي نَهَى عَنْ ثَمَنِ الكَلْبِ، وَمَهْرِ البَغِيِّ، وَحُلْوَانِ الكَاهِنِ او په بل كي الوَاشِمَةَ وَالمُسْتَوْشِمَةَ، وَآكِلَ الرِّبَا وَمُوكِلَهُ، وَنَهَى عَنْ ثَمَنِ الكَلْبِ، وَكَسْبِ البَغِيِّ، وَلَعَنَ المُصَوِّرِينَ
په صحيح مسلم کي دا روايت په دې صيغه راغلى:
4014- عَنْ أَبِي مَسْعُودٍ الأَنْصَارِيِّ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَهَى عَنْ ثَمَنِ الْكَلْبِ، وَمَهْرِ الْبَغِيِّ، وَحُلْوَانِ الْكَاهِنِ.
4020- عَنْ أَبِي الزُّبَيْرِ، قَالَ: سَأَلْتُ جَابِرًا، عَنْ ثَمَنِ الْكَلْبِ وَالسِّنَّوْرِ؟ قَالَ: زَجَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ ذَلِكَ.
له ابو زبير روايت دئ چي وايي: له جابر مي وپوښتل: آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم د سپي او پښۍ له بهاء مخنيوى كړى؟ وئې ويل: له دې ئې رټل كړي.
د فقهاءو تر منځ په دې اړه اختلاف دئ چي د سپي او پښۍ پېر پلور جائز دئ كه نه؛ ځيني د تعليمي سپي پېرل جائز گڼي؛ ځيني وايي: په سر كي ئې ممانعت شوى او وروسته اجازه وركړى شوې؛ د فاحشو ساتل او پيسې پرې تر لاسه كول، كاهن ته اجوره او شكرانه وركول، پر بل خالونه وهل او پر ځان ئې وهل، سود خوړل، سود وركول، ليكل او شاهد كيدل ئې او په لاس د انسان او ژوو تصوير (رسامي) كول تحريم شوي؛ او په اړه ئې د فقهاءو تر منځ شبه اجماع ده؛ خو په دې اړه اختلاف دئ چي آيا دا اوسنۍ عكاسي او له كامرې په استفادې سره د چا تصوير اخيستل جائز دي كه نه؛ ځيني د دې دواړو تر منځ په توپير قائل دي او ځيني نه؛ خو حقيقت دا دئ چي په كامرې تصوير اخيستل نوې قضيه ده او نوې فتوى ايجابوي؛ رسامي د لاس كار دئ او عكاسي د كامرې؛ د كامرې په عكس كي انسان او لاس ئې هيڅ اغېز نه لري؛ د كامرې عكس دقيقاً داسي دئ لكه چي ته خپل تصوير په هنداري او اوبو كي گورې؛ تفاوت ئې يوازي په دې كي دئ چي كامره ستا تصوير ثبتوي؛ خو هنداره او اوبه ئې نه شي ثبتولى؛ رسامي تصوير د واقعيت يوه لږه سلنه انتقالولى شي او عكس د واقعيت پراخه او دقيقه برخه؛ عكس او تصوير كه د تعظيم لپاره وي په حرمت كي ئې اختلاف نشته. د قرآن دې آيت ته ځير شئ چي د سليمان عليه السلام په اړه فرمايي:
يَعۡمَلُونَ لَهُۥ مَا يَشَآءُ مِن مَّحَٰرِيبَ وَتَمَٰثِيلَ وَجِفَانٖ كَٱلۡجَوَابِ وَقُدُورٖ رَّاسِيَٰتٍۚ .... ١٣ سبأ
هغه څه به ئې ورته جوړول چي ده غوښتل؛ لكه لوړي جنگي كلاگاني، تماثيل (انځورونه)، د حوضونو په څېر طشتونه او تم شوي ثابت دېگونه...،
الله تعالى هغه پېريان ورته مسخر كړي ول چي د الله په حكم به د سليمان عليه السلام په وړاندي؛ په ډول ډول كارونو لگيا ول، سرغړاوى ئې نشو كولى، كه د دوى كوم چا به سرغړاوى او كوږوالى وكړ نو سزا به ئې لمبه ناك عذاب وو، هغه څه به ئې جوړول چي ده غوښتل، لكه جنگي كلاگاني، تماثيل او انځورونه، د حوضونو په څېر ستر ستر طشتونه او ځاى پر ځاى ولاړ ستر ستر دېگونه.
دلته د هغو كارونو په ضمن كي چي پېريانو به سليمان عليه السلام ته كول د (تماثيل) جوړول هم راغلي؛ تمثال هغه تصوير او انځور ته ويل كېږي چي انسان، حيوان، بوټى، يا كوم بل څه تمثيلوي، لسان العرب د تمثال په اړه ليكي: التمثال اسم للشىء المصنوع مُشَبَّهاً بخلق من خلق الله: تمثال د هغه مصنوع نوم دئ چي د الله تعالى له مخلوقاتو كوم مخلوق ته ورته وي، د كشاف تفسير وايي: كل ما صور على صورة غيره من حيوان و غيرحيوان: تمثال هر هغه تصوير ته ويل كېږي چي د كوم حيوان يا غير حيوان په بڼي كي انځور شوى وي. متأسفانه ځيني دا د مجسمې په معنى تعبيروي او وايي: په مخكينيو اديانو كي د مجسمې جوړول جائز وو؛ او گواكي پېريانو سليمان عليه السلام ته مجسمې جوړولې، دا رأيه ئې د بايبل د غلطو ويناوو تر اغېز لاندي وړاندي كړې؛ خو دا يوه ستره اشتباه او غلطه رأيه ده، د مجسمې جوړول په ټولو الهي اديانو كي تحريم شوي، سليمان عليه السلام ته د مجسمو درلودلو غلطه خبره منسوبول د هغه چا كار دئ چي د بايبل خبره ئې په پټو سترگو منلې او دا په داسي حال كي چي د بايبل په گڼ شمېر نورو ځايونو كي د مجسمو له جوړولو جدي ممانعت تر سترگو كېږي، بايبل وايي: خداى د هر ډول مجسمو له جوړولو او د دوى په وړاندي د عبادت له كولو ممانعت كړى او فرمايلي ئې دي: بُت مه جوړوئ او بُتان مه لمانځئ، مجسمه، د ډبرو څلي او تراشلې ډبري د لمانځني لپاره مه جوړوئ... همدا راز وايي: نو بيا خداى له موسى وغوښتل چي بني اسرائيلو ته ووايه: تاسو وليدل چي څنگه مي له آسمانه له تاسو سره خبري وكړې!!! نو له دې وروسته له سرو او سپينو زرو ځان ته بتان مه جوړوئ او عبادت ئې مه كوئ...
مجسمې جوړول او ساتل يا د هغه چا دود دئ چي مشرك شوى او د الله تعالى تر څنگ د بل چا او بل څه لمانځنه كوي، يا د هغه ذليل انسان چي د شخصيتونو او د ځان په څېر يوه انسان په لمانځني او ستايني كي مبالغه كوي؛ او دا هم اكثراً د مادي اغراضو په طمع؛ يا د هغه چا چي په خرافاتو كي غرق دئ، په بېهوده كارونو او مشغولتياوو كي ښكېل شوى او خپل وخت او امكانات په بېهوده، عبث او بې گټي شيانو او امورو كي ضائع كوي. د سپېڅلو توكيو په نامه داسي مجسمې او هغوى ته ورته شيان ساتل او هغوى ته په درواغو كرامات منسوبول په ټولو جاهلو قومونو كي شته، له چا سره سپېڅلې ډبري، له چا سره سپېڅلې جنډې، له چا سره سپېڅلې جامې، له چا سره سپېڅلې مجسمې، له چا سره سپېڅلي هډوكي؛ په تارونو كي پېيل شوي هم او په قبرونو كي وراسته شوي هم او ... هر يو يا خلك پرې غولوي، يا خپل ځواكمن دښمن پرې ماتوي او يا خپل غرض او مراد پرې تر لاسه كوي!! د احد په جنگ كي د قريشو فوځ درې زره او د مسلمانانو شمېر اوه سوه وو؛ خو دوى خپله بريا د هُبَل او عُزَّى په طفيل گڼله او د هبل او عُزَّى مجاورانو دا بريا د دغو بتانو كرامت ته منسوبوله!!
د ښاغلي حکمتيار پر وينا چي ځينو درنو مفسرينو د دې آيت په تفسير كي د تصوير او انځور په اړه هم تفصيلي بحثونه كړي؛ چا ليكلي چي تصوير په مطلقه توگه حرام دئ، چا ليكلي چي يوازي د ژوو انځورونه جوړول حرام دي، چا ليكلي چي د تعظيم او درناوي په توگه د انځورونو ساتل حرام دي؛ له تعظيم پرته ئې ساتل شرعي مانع نه لري؛ دا اختلاف هم له متعارضو او متضادو رواياتو راولاړ شوى. په قرآن كي نه يوازي د عكس او انځور د حرمت په اړه كوم واضح او صريح حكم نه مومو بلكي ځيني فقهاء د دې آيت په استناد وايي چي كه سليمان عليه السلام د پېريانو په لاس تماثيل جوړ كړي نو داسي تماثيل جوړول څه مانع نه لري؛ ممكنه نه ده چي يو څه دي په الهي شريعت كي د يوه پيغمبر په دوران كي حلال وي او په بل دور كي حرام؛ په داسي مواردو كي د ټولو پېغمبرانو شريعت په بشپړه توگه سره ورته دئ.
زه د تحقيق په ترڅ كي د تصوير او انځور په اړه دې نتيجې ته رسېدلى يم چي:
الف: نانځكي ساتل هيڅ مانع نه لري، كه څه هم مجسمو ته ورته وي. نور خو پرېږده حتى عائشې رضى الله عنها نانځكي درلودې؛ نه ابوبكر رضى الله عنه ترې منع كړې او نه رسول الله صلى الله عليه و سلم.
ب: د غير ذي روح شيانو انځورونه جوړول او ساتل څه مانع نه لري؛ دې ته مو پام وي چي نن د صنعت يوه اساسي او ضروري برخه انځور دئ، هره فابريكه چي څه جوړوي كه دا موټر وي، يا طياره يا رېل، يا موټر سيكل، يا كمپيوټر يا بل هر څه؛ نو انجنيران ئې لومړى تصوير جوړوي او بيا د همدې تصوير له مخي هغه شى، يوه انجنير ته له مخكيني انځور پرته د يوه شي جوړول تقريباً شبه محال دئ.
د تعظيم او درناوي په توگه د انسان انځورونه جوړول او ساتل حرام دي.
ج: په خپل لاس د داسي انځورونو جوړول او دا ځان ته يوه حرفه، كسب او دنده گرځول ناجائز دي.
ح: په خپل لاس او د رسامي له لاري انځورنه له اوسنۍ عكاسي او فيلم سره ژور توپيرونه لري، روايات ټول د رسامي په اړه دي، پر اوسنۍ عكاسي او فيلم ئې اطلاق نه شي كېدى. هغه چي د دغو رواياتو په استناد عكاسي حرام گڼي؛ دوى اوسنۍ عكاسي په مخكنۍ رسامي قياسوي، خو دا په بشپړه توگه قياس مع الفارق دئ، د دې او هغه تر منځ ژور توپير دئ، هغه د انسان د لاس او ذهن زېږنده رسم او تصوير وو، اكثراً د واقع خلاف؛ او په دې كي نه د انسان ذهن څه اغېز لري او نه لاس، دا داسي دئ لكه په هنداري او اوبو كي د چا انځور، كامره له دې پرته بل څه نه كوي چي دغه د هنداري انځور كاغذ او فيلم ته انتقالوي. دې ته بايد متوجه وو چي په دې اړه علماء په دوو ډلو وېشل شوي: هغه چي عكاسي په رسامي قياسوي؛ او هغه چي له دې قياس سره موافق نه دي. د يوه څه د حل و حرمت په اړه حكم صريح نص ته ضرورت لري، د رسامي په اړه روايات د عكاسي په اړه صريح نص نشو گڼلى، ځكه د دې دواړو تر منځ ژور توپيرونه شته؛ دې ته مو هم بايد پام وي چي د هر حرمت تر شا يو حكمت مضمر وي؛ مجسمې او د تعظيم لپاره انځورونه؛ د دې لپاره تحريم شوي چي په شرك او بُتپالني منتج كېږي، كه داسي نه وى نو هم به د نانځكو جوړول او ساتل تحريم شوي وو او هم داسي انځورونه چي پر فرش وي.
خ: د ضرورت په صورت كي او د پېژندگلوۍ په موخه د تصوير ساتل او د روا مقاصدو لپاره او په گټورو چارو كي له فيلم استفاده مانع نه لري؛ د تبليغ، روزني، تربيت او لارښووني په ډگر كي فيلم داسي مهمه او ارزښتناكه وسيله ده چي هيڅ خبير داعي او مصلح ترې انكار نشي كولى، متأسفانه اوس دا وسيله د شريرو او مفسدو ځواكونو په لاس كي پرېوتې او د خلكو د بې لاري كولو په اړه ترې پراخه استفاده كېږي. د نانځكو په بڼي كي هم دين دښمنه ځواكونه ماشومانو ته د بې عفتۍ او بربنډټوب تلقين كوي.
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ هغو ته حيران يو چي له يوې خوا سليمان عليه السلام ته د پېريانو په لاس د مجسمو جوړولو ادعاء كوي او گواكي په مخكيني شريعت كي مجسمې جوړول او ساتل جائز وو؛ له بلي خوا د عكس په اړه داسي فتوى وركوي چي گواكي په بشپړه توگه حرام دي، فتوى ئې هم د هغو رواياتو په استناد چي د رسم په اړه دي؛ حال دا چي عكس په رسامي انځور قياسول غلط قياس دئ.
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
