د حکمتيار صاحب څلور دېرشمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د جوزا ۷مه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار او د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار څلور دېرشمه درسي حلقه دائره شوه چي گڼشمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د صحيح البخاري(د روژې كتاب) او
د عاشوراء اړوند مخكيني درس په دوام وويل:
د عاشوراء په اړه متعارضو رواياتو ته په پام سره؛ زه دې نتيجې ته رسېدلى يم چي نه په خپله په دې ورځ روژہ نيسم او نه بل ته د روژې نيولو مشوره وركوم، دا راته غوره برېښي چي نفلي روژې يوازي په دې توگه وي: د عرفې ورځ، د شوال مياشتي شپږ ورځي، ايام بيض (د هري مياشتي ديارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمه)، هره دوشنبه او پنجشنبه او يوه ورځ تر منځ. خو دې ته مو پام وي چي د دې ورځو هره روژہ په ثواب كي يوه مسكين ته د يوې ورځي خوراك وركولو حد ته نه رسېږي، د هغو واعظانو له مبالغو ډكو ويناوو ته ارزښت مه وركوئ چي داسي روژې د جنت كيلي گڼي او له ټولو مخكينيو او وروستنيو گناهونو د پاكېدو وسيله!! او مقام ئې دومره لوړ ښيي چي نه په جهاد سره تر لاسه كېدى شي، نه په شهادت سره او نه په زكات او نورو فرائضو سره.
ښاغلي حکمتيار زياته کړه چي په دې ورځ خيراتونه مه كوئ، دا ځكه چي نه رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي خيراتونه كړي او نه صحابه وو، داسي روايت نه مومو چي كوم صحابي دي د مړو لپاره خيرات كړى وي، هو؛ د خپلوانو مړو لپاره داسي خيريه كارونه كول چي ثواب ئې هغوى ته ورسېږي؛ جائز دئ؛ د عاشوراء د ماتم غونډو او جلسو ته مه ورځئ؛ كه ورځئ نو بايد خپل شرعي مسئوليت اداء كړئ او هلته چي كوم غير شرعي كار او وينا گورئ او اورئ؛ بايد په اړہ ئې خلكو ته حق وينا وكړئ؛ لكه ځانونه په زنځيرونو وهل، ماتم كول، مذهبي رقصونه او نور خرافات او د دين، مذهب او عقل ضد حركات. كه داسي ونه كړئ نو له دوى سره به په گناه كي شريك وئ. د داسي جلسو په ضد؛ مسلحانه اقدامات، چاودني او انتحاري عمليات؛ هغه څه دي چي هيڅ عقلي او مذهبي توجيه ورته نشو موندلى؛ نه رسول الله صلى الله عليه و سلم د كومي مذهبي ډلي په خلاف داسي كار كړى او نه صحابه وو؛ د مكي دور په 13 كلونو كي ئې ډېر خرافات، شركي ويناوي او حركات، د بتانو لمانځنه، د كعبې لوڅ طوافونه، په طواف كي شپېلكي او لاسونه پړكول ليدلي؛ خو له حكيمانه وعظ پرته ئې د هغوى خلاف هيڅ؛ پټ يا څرگند وسله وال غبرگون نه دئ ښودلى. هغه واكمنان له اسلام او اسلامي امت سره ستر ظلم كوي چي دغسي جلسو او جلوسونو ته اجازه وركوي او تسهيلات ورته برابروي، هغه حكام دا كار كوي چي پردي پال دي او دنده ئې په اسلامي امت كي د اختلافاتو اور ته لمن وهل دي، مگر نه گورئ چي په افغانستان او عراق كي دغو غونډو او مظاهرو هغه مهال زور واخيست چي صليبي ځواكونو اشغال كړل، همدا ځواكونه داسي حركاتو ته هڅوني كوي او تسهيلات ورته برابروي هدف ئې د سني او شيعه تر منځ اختلافاتو ته لمن وهل وي.
له پورتنيو توضیحاتو وروسته ښاغلي حکمتيار د روژې کتاب ١٦ باب او دا عنوان (که په جُنُب روژتي سهار شي) په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ هلته چي فرمايي:
938 ـ عَنْ عَائِشَةَ وَأُمِّ سَلَمَةَ رضي الله عنهما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم كَانَ يُدْرِكُهُ الْفَجْرُ وَهُوَ جُنُبٌ مِنْ أَهْلِهِ ثُمَّ يَغْتَسِلُ وَيَصُومُ. (بخاري: 1925)
عائشه رضي الله عنها او ام سلمه رضي الله عنها وايي: كله كله به پر رسول الله صلى الله عليه و سلم له خپلو ميرمنو سره د نږدېكت له امله غسل لازم شوى وو او ورباندي سهار به شو، بيا به ئې غسل كولو او روژه به ئې نيوله.
يعني كه پر چا غسل لازم شوى وي؛ د روژې نيت وكړي، غسل وكړي او روژه ونيسي؛ دا ورته جائز دي.
نوموړي همداراز په ١٧ باب کي بيا د لانديني روايت په استناد په دې عنوان (په روژه کي خپله مېرمن په غېږ کي نيول) بحث وکړ او وئې ويل:
939 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُقَبِّلُ وَيُبَاشِرُ وَهُوَ صَائِمٌ وَكَانَ أَمْلَكَكُمْ لإِرْبِهِ. (بخاري: 1927)
عائشه رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به په روژه کي هم ښكولول كول او هم په غېږ کي نيول؛ او هغه د خپل هوس مهارولو كي تر تاسو ډېر زيات واكمن وو.
د پورتنيو عناوينو له تشريح وروسته ښاغلي حکمتيار بيا د صحيح البخاري د روژې کتاب له ۱۸م باب تر ۳۱م باب پوري بابونه او عناوين په پرلهپسي توگه تشريح کړل او زياته ئې کړه:
١٨باب: که څوک په هېره څه وخوري يا وڅښي
940 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا نَسِيَ فَأَكَلَ وَشَرِبَ فَلْيُتِمَّ صَوْمَهُ فَإِنَّمَا أَطْعَمَهُ اللَّهُ وَسَقَاهُ». (بخاري: 1933)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((که ترې هېر وو او خوراك او څښاك ئې وكړل؛ نو خپله روژه دي بشپړه کړي؛ دا ځکه چي الله تعالى پرې خوراك او څښاک كړى)).
يعني په روژه كي په هېره سره څه خوړل او څښل؛ روژې ته زيان نه رسوي.
١٩ باب: که چا په روژه کي جماع وکړه ...
941 ـ عَنِ أبي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: بَيْنَمَا نَحْنُ جُلُوسٌ عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذْ جَاءَهُ رَجُلٌ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ هَلَكْتُ، قَالَ: «مَا لَكَ؟» قَالَ: وَقَعْتُ عَلَى امْرَأَتِي وَأَنَا صَائِمٌ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «هَلْ تَجِدُ رَقَبَةً تُعْتِقُهَا؟» قَالَ: لا، قَالَ: «فَهَلْ تَسْتَطِيعُ أَنْ تَصُومَ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ؟» قَالَ: لا، فَقَالَ: «فَهَلْ تَجِدُ إِطْعَامَ سِتِّينَ مِسْكِينًا؟» قَالَ: لا، قَالَ: فَمَكَثَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَبَيْنَا نَحْنُ عَلَى ذَلِكَ أُتِيَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِعَرَقٍ فِيهَا تَمْرٌ وَالْعَرَقُ الْمِكْتَلُ قَالَ: «أَيْنَ السَّائِلُ؟» فَقَالَ: أَنَا، قَالَ: «خُذْهَا فَتَصَدَّقْ بِهِ» فَقَالَ الرَّجُلُ: أَعَلَى أَفْقَرَ مِنِّي يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ فَوَاللَّهِ مَا بَيْنَ لابَتَيْهَا ـ يُرِيدُ الْحَرَّتَيْنِ ـ أَهْلُ بَيْتٍ أَفْقَرُ مِنْ أَهْلِ بَيْتِي، فَضَحِكَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حَتَّى بَدَتْ أَنْيَابُهُ ثُمَّ قَالَ: «أَطْعِمْهُ أَهْلَكَ».
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وئې ويل: موږ له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ناست وو چي يو سړى راغى او وئې ويل: يا رسول الله! هلاک شوم؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((څه درباندي شوي؟)) وئې ويل: په داسي حال كي چي روژه وم له خپلي مېرمني سره مي نژدېكت کړى؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((آيا کوم مريى مومې چي آزاد ئې کړې؟)) وئې ويل: نه؛ وئې فرمايل: ((کولى شې دوې مياشتي پر له پسې روژه ونيسې؟)) وئې ويل: نه؛ وئې فرمايل: ((آيا شپېتو مسکينانو ته د خوړو ورکولو وس لرې؟)) وئې ويل: نه؛ راوي وويل: نو رسول الله صلى الله عليه و سلم څه درنگ وكړ؛ موږ لا همداسي وو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته يوه غټه ټوکرۍ راوړل شوه چي خرما په كي وې ( عَرَق هغي پيمانې ته وايي چي 15 صاع وي او هره صاع نژدې دوه كيلوگرامه كېږي او ځيني ئې 30 صاع بولي)؛ يا خو يوه پنډه خرما وې؛ وئې فرمايل: هغه سائل چېري دئ؟ وئې ويل: دغه يم؛ وئې فرمايل: ((وائې خله او صدقه ئې کړه)) هغه سړي وويل: يا رسول الله! آيا تر ما زيات فقير ته؟ قسم په خداى چي د مدينې د د دوو شگلنو او له ډبرو ډكو بېدياوو تر منځ؛ زما تر ټبر زيات فقير نشته؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي مسكى شو چي د انياب غاښونه ئې ښکاره شول؛ بيا ئې وفرمايل: ((د خپلي كورنۍ پر غړو ئې وخوره)).
نوموړي وويل دلته څو خبري بايد په پام كي ولرو:
1- رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرآن د لارښووني مطابق هغه سړي ته ويلي چي د روژې د قصدي خوړلو كفاره؛ يا د يوه غلام آزادول دي، يا پر له پسې شپېته روژې او يا شپېته مسكينانو ته خواړه وركول دي.
2- د خرما دغه پيمانه يا پنډه به دومره وه چي د 60 تنو د يوه ورځني خوراك لپاره كافي وې. نن كه څوك د قصدي روژې خوړلو فديه وركوي نو همدومره به وركوي.
3- صدقه كول ئې پر مسكينو خپلوانو جائز دي.
٢٠ باب: په روژه کي ښکر لگول
942 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ احْتَجَمَ وَهُوَ مُحْرِمٌ وَاحْتَجَمَ وَهُوَ صَائِمٌ. (بخاري: 1938)
له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي حال كي هم ښکر لگولى چي په احرام کي وو او په داسي حال کي هم چي روژه وو.
د حديث مطلب دا دئ چي نه د احرام حالت كي د ويني ايستل منع دي او نه د روژې حالت كي. خو كه په روژه كي د ويني ايستل؛ د روژتي د ضعف او كسالت باعث كېږي او روژه پرې سخته كوي؛ نو ځنډول ئې غوره دي.
٢١ باب: د مسافر روژه
943 ـ عَنِ عبدالله بنِ أَبِي أَوْفَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كُنَّا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ فَقَالَ لِرَجُلٍ: «انْزِلْ فَاجْدَحْ لِي» قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ الشَّمْسُ قَالَ: «انْزِلْ فَاجْدَحْ لِي» قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ الشَّمْسُ قَالَ: «انْزِلْ فَاجْدَحْ لِي» فَنَزَلَ فَجَدَحَ لَهُ فَشَرِبَ ثُمَّ رَمَى بِيَدِهِ هَا هُنَا ثُمَّ قَالَ: «إِذَا رَأَيْتُمُ اللَّيْلَ أَقْبَلَ مِنْ هَا هُنَا فَقَدْ أَفْطَرَ الصَّائِمُ». (بخاري: 1941)
له عبدالله بن ابي اوفى رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: موږ له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره په يوه سفر کي وو چي يوه سړي ته ئې وفرمايل: ((کوز شه او زما لپاره ستوان (د اوربشو دلده په اوبو كي يا شيدې په اوبو كي) برابر کړه؛ هغه وويل: يا رسول الله! لمر لا شته؛ وئې فرمايل: ((کوز شه او ستوان راته جوړ کړه)) هغه بيا وويل: يا رسول الله! لمر لا شته؟! وئې فرمايل: ((کوز شه او ستوان راته جوړ کړه)) نو له اوښ کوز شو او ستوان ئې جوړ کړ؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم وڅښل؛ بيا ئې په خپل لاس سره اشاره وكړه چي هلته (د مشرق لوري ته) او وئې فرمايل: ((کله چي تاسو شپه وليده چي له دې لوري راښکاره شوه؛ نو همدا مهال دي روژتي افطار وكړي)).
يعني د لمر له لوېدو او د شپې د نښي له راڅرگندېدو سره سم د روژه ماتى وخت رارسېږي.
ښاغلی حکمتيار زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1941 – 1958- 5297 او تر منځ ئې توپيرونه شتون لري:
په يوه كي كُنَّا مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ فَقَالَ لِرَجُلٍ: «انْزِلْ فَاجْدَحْ لِي» په بل كي كُنْتُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ، فَصَامَ حَتَّى أَمْسَى قَالَ لِرَجُلٍ: «انْزِلْ فَاجْدَحْ لِي» په يوه كي قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ الشَّمْسُ؟ په بل كي قَالَ: لَوِ انْتَظَرْتَ حَتَّى تُمْسِيَ؟ په بل كي قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ لَوْ أَمْسَيْتَ، إِنَّ عَلَيْكَ نَهَارًا، په يوه كي ثُمَّ رَمَى بِيَدِهِ هَا هُنَا، ثُمَّ قَالَ: «إِذَا رَأَيْتُمُ اللَّيْلَ أَقْبَلَ مِنْ هَا هُنَا، فَقَدْ أَفْطَرَ الصَّائِمُ» په بل كي إِذَا رَأَيْتَ اللَّيْلَ قَدْ أَقْبَلَ مِنْ هَا هُنَا، فَقَدْ أَفْطَرَ الصَّائِمُ» په بل كي ثُمَّ أَوْمَأَ بِيَدِهِ إِلَى المَشْرِقِ، فَقَالَ: «إِذَا رَأَيْتُمُ اللَّيْلَ قَدْ أَقْبَلَ مِنْ هَا هُنَا، فَقَدْ أَفْطَرَ الصَّائِمُ»
دا روايت په صحيح مسلم کي په دې صيغه راغلى:
52 - وحَدَّثَنَا يَحْيَى بْنُ يَحْيَى، أَخْبَرَنَا هُشَيْمٌ، عَنْ أَبِي إِسْحَاقَ الشَّيْبَانِيِّ، عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ أَبِي أَوْفَى رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، قَالَ: كُنَّا مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ فِي شَهْرِ رَمَضَانَ، فَلَمَّا غَابَتِ الشَّمْسُ قَالَ: «يَا فُلَانُ، انْزِلْ فَاجْدَحْ لَنَا» قَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّ عَلَيْكَ نَهَارًا، قَالَ: «انْزِلْ فَاجْدَحْ لَنَا» قَالَ: فَنَزَلَ فَجَدَحَ، فَأَتَاهُ بِهِ، فَشَرِبَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، ثُمَّ قَالَ: بِيَدِهِ «إِذَا غَابَتِ الشَّمْسُ مِنْ هَا هُنَا، وَجَاءَ اللَّيْلُ مِنْ هَا هُنَا، فَقَدْ أَفْطَرَ الصَّائِمُ»
له عَبْدِ اللهِ بْنِ أَبِي أَوْفَى رَضِيَ اللهُ عَنْهُ روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره د روژې په مياشت كي په سفر كي وو؛ كله چي لمر پرېوت؛ وئې فرمايل: اې فلانيه! كوز شه او موږ ته ستوان (په اوبو يا شيدو كي وربشي، غنم يا وريځي گډول) جوړ كړه؛ هغه وويل: يا رسول الله! لا تا باندي ورځ ده؛ وئې فرمايل: كوز شه او موږ ته ستوان جوړ كړه؛ نو كوز شو جوړ ئې كړ او ورئې كړ او رسول الله صلى الله عليه و سلم وڅښلو؛ بيا ئې وفرمايل: او په لاس سره ئې اشاره وكړه: كله چي لمر له دې ځاى غائب شو او شپه له دې ځاى راغله؛ نو همدا د روژتي د روژه ماتى وخت دئ.
د ښاغلي حکمتيار په وينا لكه چي گورئ په صحيح مسلم كي دا روايت نسبت صحيح بخاري ته په واضح توگه راغلى او په كي ويل شوي چي دا سفر د روژې مياشت كي وو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د لمر له لوېدو سره سم له يوه صحابي سَوَيق غوښتي خو د جمع په صيغه (لنا) يعني چي نور هم روژه وو او د ټولو لپاره ئې خواړه غوښتي؛ د بخاري په روايت كي دا وضاحتونه نه مومو.
944 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ حَمْزَةَ بْنَ عَمْرٍو الأَسْلَمِيَّ قَالَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : أَأَصُومُ فِي السَّفَرِ؟ وَكَانَ كَثِيرَ الصِّيَامِ فَقَالَ: «إِنْ شِئْتَ فَصُمْ وَإِنْ شِئْتَ فَأَفْطِرْ». (بخاري: 1943)
د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمني عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: حمزه بن عمرو اسلمي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وويل: آيا په سفر کي روژه ونيسم؟ او دى ډېر روژه نيوونكى وو؛ وئې فرمايل: ((که دي نيول غوښتل وئې نيسه او که دي نه نيول غوښتل وئې خوره)).
٢٢ باب: د روژې په دوران کي سفر
945 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَرَجَ إِلَى مَكَّةَ فِي رَمَضَانَ فَصَامَ حَتَّى بَلَغَ الْكَدِيدَ. أَفْطَرَ فَأَفْطَرَ النَّاسُ. (بخاري: 1944)
٩٤5 – له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د رمضان په مياشت کي د مکې په لوري روان شو؛ روژه ئې نيولې وه؛ تر هغه چي (کديد) ته ورسېد؛ روژه ئې ماته کړه او خلکو هم ماته کړه.
نوموړی د خپل وضاحت په دوام وايي چي دا روايت هم په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 1944 - 2953 - 4276 –
توپيرونه: په يوه كي خَرَجَ إِلَى مَكَّةَ فِي رَمَضَانَ په بل كي خَرَجَ فِي رَمَضَانَ په بل كي خَرَجَ فِي رَمَضَانَ مِنَ المَدِينَةِ په يوه كي فَصَامَ حَتَّى بَلَغَ الكَدِيدَ، أَفْطَرَ فَأَفْطَرَ النَّاسُ په بل كي فَصَامَ حَتَّى بَلَغَ الكَدِيدَ أَفْطَرَ په بل كي وَمَعَهُ عَشَرَةُ آلاَفٍ، وَذَلِكَ عَلَى رَأْسِ ثَمَانِ سِنِينَ وَنِصْفٍ مِنْ مَقْدَمِهِ المَدِينَةَ، فَسَارَ هُوَ وَمَنْ مَعَهُ مِنَ المُسْلِمِينَ إِلَى مَكَّةَ، يَصُومُ وَيَصُومُونَ، حَتَّى بَلَغَ الكَدِيدَ، لكه چي گورئ وروستى روايت جامع دئ او د سفر تفصيلات په كي راغلي؛ خو دوه لومړني روايات ډېر مجمل او غير واضح دي؛ په داسي حال كي چي د ټولو لومړى راوي يو او عبد الله بن عباس رضي الله عنهما دئ!! د جامع روايت په شتون كي د ناقص او مجمل روايت راوړل كله كله د گټي په ځاى تاوان كوي؛ اصولاً بايد په جامع روايت اكتفاء وشي.
٢٣ باب:
946 ـ عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ رضي الله عنه قَالَ: خَرَجْنَا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي بَعْضِ أَسْفَارِهِ فِي يَوْمٍ حَارٍّ حَتَّى يَضَعَ الرَّجُلُ يَدَهُ عَلَى رَأْسِهِ مِنْ شِدَّةِ الْحَرِّ وَمَا فِينَا صَائِمٌ إلَّا مَا كَانَ مِنَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَابْنِ رَوَاحَةَ. (بخاري: 1945)
٩٤6 – ابو درداء رضي الله عنه وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره په يوه سفر کي پداسې گرمه ورځ روان شوو چي سړي به له ډېري تودوخي لاس پر سر ايښود او له رسول الله صلى الله عليه و سلم او ابن رواحه پرته هيچا هم روژه نه وه نيولې.
دا روايت په صحيح مسلم كي په دې صيغه راغلى:
عَنْ أُمِّ الدَّرْدَاءِ، عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ، قَالَ: «خَرَجْنَا مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي شَهْرِ رَمَضَانَ فِي حَرٍّ شَدِيدٍ، حَتَّى إِنْ كَانَ أَحَدُنَا لَيَضَعُ يَدَهُ عَلَى رَأْسِهِ مِنْ شِدَّةِ الْحَرِّ، وَمَا فِينَا صَائِمٌ، إِلَّا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَبْدُ اللهِ بْنُ رَوَاحَةَ»
د دواړو تر منځ توپيرونه دا دي:
په بخاري كي داسي راغلي: وَمَا فِينَا صَائِمٌ إلَّا مَا كَانَ مِنَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَابْنِ رَوَاحَةَ او په مسلم كي داسي: وَمَا فِينَا صَائِمٌ، إِلَّا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَبْدُ اللهِ بْنُ رَوَاحَةَ؛ د مسلم صيغه ډېره غوره او واضح ده؛
٢٤ باب: (په سفر کي روژه غوره کار نه دئ)
947 ـ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِاللَّهِ رضي الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفَرٍ فَرَأَى زِحَامًا وَرَجُلاً قَدْ ظُلِّلَ عَلَيْهِ فَقَالَ: «مَا هَذَا؟» فَقَالُوا: صَائِمٌ، فَقَالَ: «لَيْسَ مِنَ الْبِرِّ الصَّوْمُ فِي السَّفَرِ». (بخاري: 1946)
٩٤7 – له جابر بن عبدالله رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په يوه سفر كي وو؛ چي يوه گڼه گوڼه ئې وليده او يو سړى چي سيورى پرې جوړ شوى؛ وئې فرمايل: ((دا څه دي؟)) هغوى وويل: دا روژه دئ؛ نو وئې فرمايل: ((په سفر کي روژه نيول؛ د ښېگڼو له زمرې؛ نه ده)).
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير زياتوي چي داسي سفر كي چي له تندي او لوږي سره د مخامخ كېدو اندېښنه وي؛ صحيح نه ده چي څوك نفلي روژه ونيسي؛ دا ځكه چي الله تعالى هسي هم مسافر او مريض د روژې له نيولو معاف كړى او د قضائي نيولو سپارښتنه ئې ورته كړې؛ كه په فرضي روژو كي الله تعالى موږ ته دا رخصت راكړى؛ ولي به په نفلي روژو كي ترې استفاده نه كوو؛ الله تعالى زموږ لپاره سوكالي او آساني خوښوي؛ زموږ د كړولو اراده نه لري؛ (... وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ ...) البقرة 185
... او څوك چي بېمار او په سفر وي؛ نو له نورو ورځو دي شمېر پوره كړي؛ الله ستا لپاره آسانتيا غواړي او كړاو نه غواړي...
٢٥ باب: په سفر کي د روژه خوړلو او نيولو په اړه..
948 ـ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كُنَّا نُسَافِرُ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَلَمْ يَعِبِ الصَّائِمُ عَلَى الْمُفْطِرِ وَلا الْمُفْطِرُ عَلَى الصَّائِمِ. (بخاري: 1947)
له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره به مو سفرونه کول؛ نه به روژتي پر بې روژې نيوکه کوله او نه بې روژې پر روژتي.
يعني نه به روژتي هغو ته په ټيټه سترگه كتل چي روژه به ئې نه وه نيولې؛ او نه به بې روژې د روژه والو په اړه داسي انگېرل چي غلط كار ئې كړى. خو دا هم بايد په پام كي ولرو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د هغه چا روژه نيول سم كار نه دئ گڼلى چي په سخته گرمي كي ئې روژه نيولې وه او بېهوشي پرې راغلې وه.
٢٦ باب: څوک چي مړ شي او روژه ورباندي قرض وي
949 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ مَاتَ وَعَلَيْهِ صِيَامٌ صَامَ عَنْهُ وَلِيُّهُ». (بخاري: 1952)
٩٤9 – له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((څوک چي مړ شي او روژه ورباندي قرض وي؛ نو د هغه ولي دي؛ د ده په عوض روژه ونيسي)).
950 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ أُمِّي مَاتَتْ وَعَلَيْهَا صَوْمُ شَهْرٍ أَفَأَقْضِيهِ عَنْهَا قَالَ: « نَعَمْ، فَدَيْنُ اللَّهِ أَحَقُّ أَنْ يُقْضَى». (بخاري: 1953)
950 – له ابن عباس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: يو سړى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغى او وئې ويل: يا رسول الله! مور مي مړه شوې او يوه مياشت روژه پرې قرض وه؛ نو آيا زه ئې د هغې لپاره قضائي راوړم؟ وئې فرمايل: ((هو؛ د الله تعالى قرض اداء کول تر نورو زيات وړ دئ)).
٢٧ باب: روژتي به څه وخت روژه ماتوي
951 ـ حَدِيثُ عَبْدِاللَّهِ بْنَ أَبِي أَوْفَى رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ وَقَوْلُ النَّبِيِّ: «انْزِلْ فَاجْدَحْ لَنَا» تقدَّمَ قَرِيبًا وَفِي هَذِهِ الرِّوَايَةِ: «إِذَا رَأَيْتُمُ اللَّيْلَ أَقْبَلَ مِنْ هَا هُنَا فَقَدْ أَفْطَرَ الصَّائِمُ» وَأَشَارَ بِإِصْبَعِهِ قِبَلَ الْمَشْرِقِ. (بخاري: 1956)
951 – د ابن ابي اوفى رضي الله عنه هغه حديث او د نبي صلى الله عليه و سلم هغه قول تېر شو چي فرمايلي ئې وو: ((کوز شه او زما لپاره خواړه برابر کړه))؛ او په دې روايت كي: ((کله چي وگورئ شپه له دې ځاى رابره شوه؛ نو همدا د روژه ماتي وخت دئ)) او په خپلي گوتي سره ئې د مشرق لوري ته اشاره وکړه.
٢٨ باب: په روژه ماتي کي بيړه
952 ـ عَنْ سَهْلِ بْنِ سَعْدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا يَزَالُ النَّاسُ بِخَيْرٍ مَا عَجَّلُوا الْفِطْرَ». (بخاري: 1957)
له سهل بن سعد رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((خلک تر هغه په خير دي چي په روژه ماتي کي بيړه کوي)).
يعني له بې ځايه تقوى؛ او په دين كي له څه زياتولو ډډه كول او له خپل ځان څه نه پرې علاوه كول؛ د دې نښه ده چي دوى خپل دين پېژندلى؛ د حلال او حرام پولي مراعاتوي؛ نه څه پرې زياتوي او نه ئې كموي.
حقيقت دا دئ چي په دين كي د انحراف لړۍ هغه مهال پيل كېږي چي دوكه مار مذهبى مشران؛ په دې موخه په دين كي لاسوهني كوي؛ حلال حراموي چي وښيي دوى ډېر متقي دي؛ لكه دا چي په روژې كي د ماښام اذان څو دقيقې وروسته كوي او پېشلمى تر نورو او تر خپل آخري وخت ډېر وړاندي كوي؛ په دې توگه د خلكو د ديني وجائبو پېټى درنوي او آزادى ئې محدودوي؛ دا په حقيقت كي تقوى نه؛ بلكي انحراف او رياء ده؛ قرآن د پيغمبرانو عليهم السلام په اړه فرمايي: يوه دنده ئې دا وي چي دا اضافي پېټي د خلكو له اوږو كوز او زنځيرونه مات كړي:
... وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَائِثَ وَيَضَعُ عَنْهُمْ إِصْرَهُمْ وَالأَغْلالَ الَّتِي كَانَتْ عَلَيْهِمْ فَالَّذِينَ آمَنُوا بِهِ وَعَزَّرُوهُ وَنَصَرُوهُ وَاتَّبَعُوا النُّورَ الَّذِي أُنْزِلَ مَعَهُ أُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ 157 الأعراف
... او پاك شيان ورته حلال او ناولي ورته حرام گرځوي او بارونه ئي د دوى له اوږو راكوزوي او هغه زنځيرونه (شلوي) چي د دوى په لاسونو او پښو كي لوېدلي وو، نو چا چي پر هغه (پيغمبر) ايمان راوړ، د ده مرسته ئې وكړه او په هغي رڼا پسي ولاړل چي پر ده نازله شوې، همدا كسان برلاسي او بريالي دي.
گورئ چي پيغمبر د خلكو بارونه سپكوي، زنځيرونه شلوي، انسانان آزادوي، ټول پاك شيان چي پخوا د دوى ټگمارو مذهبي مشرانو يوه برخه ورته حرام كړي وو؛ حلال گرځوي او ټول ناولي شيان حرام شمېري، خلكو ته داسي نور او څراغ وركوي چي له تيارو او خرافاتو ورباندي ووځي او د حقيقت روښانه دنيا ته لاړ شي. د قرآن له دې وينا په ډېر صراحت سره معلومېږي چي د مخكينيو امتونو مذهبي مشرانو په دين كي زيادت كړى، له خپل لوري ئې مذهبي مراسم راايستلي، ډېر حلال شيان ئې پر خلكو حرام كړي، د خلكو آزادي ئې محدوده كړې، نوي قيود ئې وضع كړي او دا ئې د الله تعالى د دين برخه معرفي كړې. د ډېرو انحرافي مذاهبو خرافات او له ځانه جوړ شوي حلال او حرام به د قرآن د دغي وينا مصداق ومومئ.
٢٩ باب: له لمر لوېدو مخکي روژه ماتول
953 ـ عَنْ أَسْمَاءَ بِنْتِ أَبِي بَكْرٍ الصِّدِّيقِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَتْ: «أَفْطَرْنَا عَلَى عَهْدِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ غَيْمٍ، ثُمَّ طَلَعَتِ الشَّمْسُ» (بخاري: 1959)
اسماء بنت ابي بکر رضي الله عنها وايي: د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه کي مو يوه ورځ چي ورېځ وه روژه ماته کړه؛ وروسته بيا لمر را ښکاره شو.
قدرمن مشر د پورتني روايت په اړه وايي؛ لكه چي گورئ دا روايت ناقص دئ؛ دا مطلب نه دئ په كي راغلى چي د لمر له څرگندېدو وروسته ئې څه كړي؛ روژه ئې نيولې كه نه؛ او دا روژه ئې صحيح او منل شوې ده كه قضائي به ئې نيسي؟. د دغي ستونزي حلولو لپاره تر روايت وروسته دا مطلب راغلى: قِيلَ لِهِشَامٍ: فَأُمِرُوا بِالقَضَاءِ؟ قَالَ: «لاَ بُدَّ مِنْ قَضَاءٍ» وَقَالَ مَعْمَرٌ: سَمِعْتُ هِشَامًا لاَ أَدْرِي أَقَضَوْا أَمْ لاَ: هشام ته وويل شول: آيا په قضائي روژې وگمارل شول؟ وئې ويل: قضاء ئې حتمي ده؛ او مَعْمَر وويل: له هِشام مي اورېدلي: نه پوهېږم چي قضائي ئې ونيوله كه نه.
خو څه چي په دې اړه ويل کېدى شي؛ هغه دا دي: د ورځي پاته برخه به روژه نيسي او بيا به د همدې ورځي قضايي راوړي.
٣٠ باب: د ماشومانو روژه
954 ـ عَنِ الرُّبَيِّعِ بِنْتِ مُعَوِّذٍ قَالَتْ: أَرْسَلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ غَدَاةَ عَاشُورَاءَ إِلَى قُرَى الأَنْصَارِ: «مَنْ أَصْبَحَ مُفْطِرًا فَلْيُتِمَّ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ وَمَنْ أَصْبَحَ صَائِمًا فَليَصُمْ» قَالَتْ: فَكُنَّا نَصُومُهُ بَعْدُ وَنُصَوِّمُ صِبْيَانَنَا وَنَجْعَلُ لَهُمُ اللُّعْبَةَ مِنَ الْعِهْنِ فَإِذَا بَكَى أَحَدُهُمْ عَلَى الطَّعَامِ أَعْطَيْنَاهُ ذَاكَ حَتَّى يَكُونَ عِنْدَ الإِفْطَارِ. (بخاري: 1960)
٩٥4 – له رُبَيِّع بنت مُعَوِّذ رضي الله عنها روايت دئ وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم د عاشوراء په سهار د انصارو کليو ته خبر ولېږو چي: ((که چا سهار څه خوړلي وي؛ نو پاته ورځ دي بشپړه كړي (څه دي نه خوري) او څوك چي روژتي پاڅېدلى (څه ئې نه وي خوړلي)؛ نو روژه دي بشپړه کړي))؛ هغې وويل: موږ به له دې وروسته د عاشوراء په ورځ روژه نيوله او په ماشومانو به مو هم نيوله؛ له وړيو به مو يوه نانځکه ورته جوړوله؛ که به کوم يوه له لوږي وژړل؛ نو هغه به مو ورکړه؛ تر هغه چي د روژه ماتي وخت به شو.
ښاغلی همداراز د عاشوراء په اړه وايي چي د دې ورځ روژې په اړه مو تفصيلي بحث كړى؛ په اړوند رواياتو كي ئې دومره ژور او پراخ تقابل او تعارض دئ چي يو ترې غوره كول او صحيح ئې گڼل ناشونى دئ؛ عبد الله بن مسعود رضي الله عنه په دې ورځ روژه نه نيوله؛ مگر دا چي د ده له نفلي روژو سره به برابره شوه؛ خو دا به د ده عادي نفلي روژه وه؛ نه د عاشوراء د ورځي په نيت روژه؛ دې ته په پام سره هغه روايت صحيح گڼلى شو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته له تگ وروسته او هغه مهال چي يهودان ئې داسي ليدلي چي دغه ورځ د جشن په توگه لمانځي او دا ځكه چي گمان ئې كولو په دغي ورځ فرعون غرق شوى او دوى د موسى عليه السلام په مشرۍ بريالي شوي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: له موږ سره دا ښايي چي د موسى عليه السلام د بريا يادونه وكړو؛ خو چي روژه فرض شوه؛ وئې فرمايل: د هر چا خپله خوښه چي په دې ورځ روژه نيسي يا ئې نه نيسي.
٣١ باب: د پيشلمي تر وخته د روژې دوام
955 ـ عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «لا تُوَاصِلُوا فَأَيُّكُمْ إِذَا أَرَادَ أَنْ يُوَاصِلَ فَلْيُوَاصِلْ حَتَّى السَّحَرِ». (بخاري: 1963)
له ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي: ((د يوې ورځي روژه له بلي سره مه وصلوئ؛ که څوک غواړي وصل ئې کړي؛ تر پېشلمي پوري دې وصل کړي)).
له روايت داسي معلومېږي چي له يوې خوا رسول الله صلى الله عليه و سلم د داسي روژې له نيولو ممانعت كړى چي دوه ورځي سره وصل شي؛ په يوه پېشلمي دوه روژې ونيول شي؛ خو له بلي خوا ويل شوي چي كه څوك ئې وصلول غواړي نو تر پېشلمي پوري دې وصل کړي؛ يعني د دوو پېشلميو تر منځ دي څه نه خوري.
د قدرمن مشر په وينا چي د پورتني روايت په اړه څو پوښتني راولاړېږي:
1- ولي به دا كار كوي؛ دا خو د ثواب كار نه دئ؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ترې ممانعت كړى او دا ئې هم فرمايلي چي په افطار كي عجله وكړئ؟
2- الله تعالى فرمايي چي روژه د شپې تر پيل (ماښام) پوري بشپړه كړئ ((.... ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ...) البقرة 187؛ يعني د روژې اتمام او بشپړېدا د شپې تر پيل پوري ده؛ او موږ ئې په اتمام گمارلي يو؛ تر ماښام وروسته روژې ته دوام وركول؛ د (أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ) له امر مخالفت دئ؛ او داسي دئ لكه چي موږ د فجر په دوه ركعته فرض لمونځ مكلف شوي يو او څوك دوه ركعته نور هم پرې علاوه كړي؛ ولي به د دې الهي لارښووني مخالفت كوو؛ او دا به د ثواب كار گڼو؟
3- دا روايت غريب دئ او په صحابه وو كي يوازي يو راوي لري چي أبو سعيد خدري دئ؛ آيا كولى شو دا روايت په داسي حال كي معتبر وگڼو او عمل پرې وكړو چي هم د قرآن له صريح آيت سره تعارض لري او هم د رسول الله صلى الله عليه و سلم له نورو احاديثو سره؟
د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ مخكينى روايت په افطار كي د تلوار سپارښتنه كوي او ورپسې روايت د روژو له وصلولو ممانعت كوي.
د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
