No-IMG

د حکمتيار صاحب درې دېرشمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د درېيم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د جوزا ۳مه؛ ۱۴۰۲:

 

د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار او د حکمة البارئ د درېيم جلد د تدريس په لړۍ کي د حزب اسلامي افغانستان  قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار خپله ۳۳مه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

 

نوموړي د صحیح البخاري د روژې كتاب په ۹باب کي تر دې عنوان لاندي چي (د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا قول: نه ليک کولی شو او نه حساب) وويل:

931 ـ عن ابْن عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: «إِنَّا أُمَّةٌ أُمِّيَّةٌ لا نَكْتُبُ وَلا نَحْسُبُ الشَّهْرُ هَكَذَا وَهَكَذَا يَعْنِي مَرَّةً تِسْعَةً وَعِشْرِينَ وَمَرَّةً ثَلاثِينَ». (بخاري: 1913)

له ابن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((موږ نالوستي ولس يو، نه ليکل کولى شو او نه حسابول؛ مياشت داسي او داسي وي (د لاسونو گوتو ته ئې اشاره وکړه)؛ چي کله نه ويشت او کله ديرش ورځي وي).

 

هغه زياتوي چي د بخاري دا روايت له هغو دوه وو روايتونو (1907 او 6191) سره تعارض لري چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: مياشت نه ويشت شپې وي؛ د دواړو لومړى راوي هم عبد الله بن عمر رضي الله عنهما دئ؛ كوم يو ئې صحيح دئ؛ بخاري نه دئ په گوته كړى؛ څه به كوو؛ د دوو متعارضو رواياتو له منځه يوازي يو به ئې احتمالاً صحيح وي؛ دې ته په پام سره چي نن علماً ثابته شوې چي قمري مياشتي دقيقاً 29 ورځي 12 ساعتونه، 44 دقيقې او 3 ثانيې وي نو هغمغه روايت صحيح دئ چي دغه خبره كوي.

 

په ١٠ باب کي نوموړي بيا پر دې بحث وکړ چي له رمضان يوه يا دوې ورځي مخکي روژه نشته. هلته چي فرمايي:

932 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لا يَتَقَدَّمَنَّ أَحَدُكُمْ رَمَضَانَ بِصَوْمِ يَوْمٍ أَوْ يَوْمَيْنِ إلَّا أَنْ يَكُونَ رَجُلٌ كَانَ يَصُومُ صَوْمَهُ فَلْيَصُمْ ذَلِكَ الْيَوْمَ». (بخاري: 1914)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((له تاسو دي هيڅوک له رمضان يوه يا دوه ورځي وړاندي روژه نه نيسي؛ مگر هغه چي (په همدغو ورځو کي ئې عادتاً) روژه نيوله؛ نو هغه دي روژه ونيسي)).

يعني د شك روژه نشته؛ خو هغه څوك چي عادتاً د اونۍ په كومو ورځو كي روژه نيسي او همدا ورځي ئې د شك له ورځو سره برابري شي نو كولى شي خپله عادي روژه ونيسي خو نه د روژې د مياشتي په نيت بلكي د د مخكينيو عادي روژو په نيت.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز په ١١ باب کي بيا د الله پر دې قول چي: أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ. تفصيلي بحث وکړ او زياته ئې کړه:

933 ـ عَنِ الْبَرَاءِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَا ل: كَانَ أَصْحَابُ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا كَانَ الرَّجُلُ صَائِمًا فَحَضَرَ الإِفْطَارُ فَنَامَ قَبْلَ أَنْ يُفْطِرَ لَمْ يَأْكُلْ لَيْلَتَهُ وَلا يَوْمَهُ حَتَّى يُمْسِيَ وَإِنَّ قَيْسَ بْنَ صِرْمَةَ الأَنْصَارِيَّ كَانَ صَائِمًا فَلَمَّا حَضَرَ الإِفْطَارُ أَتَى امْرَأَتَهُ فَقَالَ لَهَا: أَعِنْدَكِ طَعَامٌ؟ قَالَتْ لا وَلَكِنْ أَنْطَلِقُ فَأَطْلُبُ لَكَ وَكَانَ يَوْمَهُ يَعْمَلُ فَغَلَبَتْهُ عَيْنَاهُ فَجَاءَتْهُ امْرَأَتُهُ فَلَمَّا رَأَتْهُ قَالَتْ: خَيْبَةً لَكَ فَلَمَّا انْتَصَفَ النَّهَارُ غُشِيَ عَلَيْهِ فَذُكِرَ ذَلِكَ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَنَزَلَتْ هَذِهِ الآيَة: أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْفَفَرِحُوا بِهَا فَرَحًا شَدِيدًا وَنَزَلَتْ: وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ. (بخاري: 1915)

براء رضي الله عنه وايي: د محمد صلى الله عليه و سلم د اصحابو دا عادت وو چي كه به كوم سړي روژه نيولې وه او روژه ماتى به تيار شو او دى به تر روژه ماتولو وړاندي ويده شو؛ نو نه به ئې په همدغه شپه څه خوړل او نه سبا ورځ؛ تر هغه چي بل ماشام به پرې راغى؛ قيس بن صرمه انصاري رضي الله عنه روژه وو، د روژه ماتي وخت شو، خپلي مېرمني ته ورغى او ورته وئې ويل: څه خواړه درسره شته؟ وئې ويل: نه؛ خو ځم چي درته وئې لټوم؛ قيس به د ورځي له لوري کار کولو؛ نو خوب پرې غالب شو؛ (سترگي ئې ويده شوې)؛ نو مېرمن ئې راغله او چي دى ئې وليد؛ وئې ويل: افسوس ستا پر حال؛ سبا چي ورځ نيمايي شوه بې سده شو؛ دا پېښه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ياده شوه؛ نو دا آيت نازل شو: أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ: د روژې په شپه كي له خپلو مېرمنو سره نژدېكت (مباشرت) درته حلال كړى شوى؛ نو ډېر پرې خوشحاله شول او دا آيت نازل شو: وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ: او وخورئ وڅښئ تر هغه چي د سباوون سپينه گاره له توري درته جوته شي

 

ښاغلی حکمتيار د موضوع په دوام وايي؛ له روايت داسي معلومېږي لكه چي يوازي يوه صحابي همدا كار كړى وي او آيت هم د ده په ارتباط نازل شوى وي!! خو د قرآن له آيت په واضح توگه معلومېږي چي د صحابه وو ډېرو همداسي انگېرله.

 

قدرمن مشر همداراز په ١٢ باب کي د الله تعالى دا قول: ((وَكُلُوا وَاشْرَبُوا. . .)) په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ لکه چي وايي:

934 ـ عَنْ عَدِيِّ بْنِ حَاتِمٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: لَمَّا نَزَلَتْ: )حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ( عَمَدْتُ إِلَى عِقَالٍ أَسْوَدَ وَإِلَى عِقَالٍ أَبْيَضَ فَجَعَلْتُهُمَا تَحْتَ وِسَادَتِي، فَجَعَلْتُ أَنْظُرُ فِي اللَّيْلِ فَلا يَسْتَبِينُ لِي فَغَدَوْتُ عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَذَكَرْتُ لَهُ ذَلِكَ فَقَالَ: «إِنَّمَا ذَلِكَ سَوَادُ اللَّيْلِ وَبَيَاضُ النَّهَارِ». (بخاري: 1916)

عدي بن حاتم رضي الله عنه وايي: کله چي دا مبارک آيت نازل شوحَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ...)) نو ما يو تور تار او يو سپين تار راواخيستل او تر بالښت لاندي مي کښېښودل، د شپې مي ورته کتل؛ خو نه راته جوتېدل؛ نو سهار رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورغلم او دا کيسه مي ورته وکړه؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((دا د شپې تياره او د ورځي رڼا ده (يعني د شپې او ورځي هغه دوه كرښي دي چي د سباوون په پيل او د لمرخاته لوري ته ليدل كېږي). 

 

محترم حکمتيار صاحب همداراز ورته مهال په ١٣ باب کي پر دې موضوع (د پېشلمي او سهار لمانځه تر منځ څومره وخت وي؟) هم تفصيلي رڼا واچوله، لکه چي وايي:

935 ـ عَنْ زَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: تَسَحَّرْنَا مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ثُمَّ قَامَ إِلَى الصَّلاةِ قُلْتُ: كَمْ كَانَ بَيْنَ الأَذَانِ وَالسَّحُورِ؟ قَالَ: قَدْرُ خَمْسِينَ آيَةً. (بخاري: 1921)

زيد بن ثابت رضي الله عنه وايي: پېشلمى مو له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره وکړ؛ بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم لمانځه ته پاڅېد. ومي ويل: د آذان او پېشلمي تر منځ څومره وخت وو؟ وئې ويل: د پنځوسو آيتونو (د تلاوت) په اندازه.

 

د ښاغلي حکمتيار په وينا په روايت كي يوازي د 50 آيتونو خبره شوې؛ نه دا ويل شوي چي د 50 آيتونو تلاوت او نه دا چي مراد ئې لنډ، متوسط كه اوږده آيتونه دي او دا هم نه ترې معلومېږي چي دا د گهيځ لمانځه آذان وو او كه د سحري د پاى اعلان. دا مطالب بايد د روايت په شرح كي وويل شي

عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لاَ يَمْنَعَنَّ أَحَدَكُمْ أَذَانُ بِلاَلٍ مِنْ سَحُورِهِ، فَإِنَّهُ يُؤَذِّنُ - أَوْ قَالَ يُنَادِي- لِيَرْجِعَ قَائِمَكُمْ، وَيُنَبِّهَ نَائِمَكُمْ، وَلَيْسَ الفَجْرُ أَنْ يَقُولَ هَكَذَا - وَجَمَعَ يَحْيَى كَفَّيْهِ - حَتَّى يَقُولَ هَكَذَا» وَمَدَّ يَحْيَى إِصْبَعَيْهِ السَّبَّابَتَيْنِ.

 

ورپسي نوموړي په ١٤ باب کي دا عنوان (پېشلمى برکت لري؛ خو واجب نه دئ) په تفصيلي بڼه تشريح کړ، هلته چي فرمايي:

936 ـ عن أَنَس بْنَ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : «تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً». (بخاري: 1923)

له انس بن مالک رضي الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((پېشلمى کوئ ځکه په پېشلمي کي برکت دئ)).

په پېشلمي كي هم له دې كبله بركت وي چي روژه به درته آسانه كړي؛ له تندي او لوږي به نه كړېږې او له دې پلوه هم چي كولى شې څو ركعته لمونځ وكړې يا تلاوت او دعاء.

 

نوموړي همداراز په ١٥ باب کي بيا پر دې عنوان (څوک چي د ورځي د روژې نيت وکړي) هم مفصل معلومات وړاندي کړل، لکه چي وايي:

937 ـ عَنْ سَلَمَةَ بْنِ الأَكْوَعِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعَثَ رَجُلاً يُنَادِي فِي النَّاسِ يَوْمَ عَاشُورَاءَ: «إِنَّ مَنْ أَكَلَ فَلْيُتِمَّ أَوْ فَلْيَصُمْ وَمَنْ لَمْ يَأْكُلْ فَلا يَأْكُلْ». (بخاري: 1924)

له سلمه بن اکوع رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د عاشوراء په ورځ يو سړى ولېږو چي خلکو ته دا پيغام ورسوي: ((چا چي څه خوړلي وي؛ نو پاته ورځ دي بشپړه كړي او يا دا چي روژه دي ونيسي او چا چي څه نه وي خوړلي هغه دي څه نه خوري (د روژې نيت دي وکړي)). 

 

نوموړي همداراز د يادي موضوع په تړاو دا هم وويل چي د دې روايت په اړه لاندي گڼ شمېر پوښتني راولاړېږي چي ځواب ايجابوي:

 

الف: له روايت معلومېږي چي د عاشوراء ورځي له روژې؛ نه رسول الله صلى الله عليه و سلم خبر وو او نه صحابه؛ په همدغه ورځ خبر شوى او د خلكو د خبرولو لپاره ئې څوك لېږلى. كه خبر وى نو ډېر وړاندي به ئې صحابه وو ته ويلي وو؛ له ځينو رواياتو همدا معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په مدينه كي يهودان ليدلي يا چا ورته ويلي چي دوى په دې ورځ روژه نيسي؛ او دا ځكه چي گمان كوي موسى عليه السلام په دې ورځ بريالى شوى او فرعون غرق شوى؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي چي موږ تر دوى ډېر احق يو چي دا ورځ روژه ونيسو؛ ... دا ئې هم ويلي چي له دوى سره د عدم مشابهت لپاره به راتلونكى كال يوه بله ورځ هم پرې علاوه كوو؛ خو تر دې وړاندي ئې رحلت وكړ. او له دې معلومېږي چي دا كار د رسول الله صلى الله عليه و سلم د حيات په آخري كال كي شوى!! دا روايات له هغو سره تناقض لري چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم حتى په مكه كي دا روژه نيوله؛ او قريشو به هم نيوله او گواكي قريشو به همدغه ورځ پر كعبې نوى غلاف غوړولو. كوم يو ئې صحيح دئ؟

 

ب: دا روژه نه فرض ده او نه واجب؛ د فرضيت لپاره هيڅ دليل نه مومو؛ نه په قرآن كي او نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم په لارښوونو كي؛ كه فرض وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به حتماً صحابه پرې خبر كړي وو؛ ولي به ئې له سباوون وروسته څوك لېږلو چي خلك خبر كړې.

 

ج: څوك چي د ورځي په پيل كي څه وخوري؛ او پاته ورځ روژه شي؛ په دې روژې ئې فرضي ذمه نه اداء كېږي؛ بايد قضائي روژه ونيسي؛ خو كه يوازي نيت ترې پاته وي او څه ئې نه وي خوړلي نو په نيت سره ئې روژه مقبوله ده

 

ح: بايد ووايو: عاشوراء هم يوه له هغو مسائلو ده چي په اړہ ئې په امت كي د شديد اختلاف شاهد يو، دا اختلافات يا سياسي جرړي لري او يا له متعارضو او متضادو رواياتو راولاړ شوي. تر دې د مخه چي وگورو د عاشوراء اړوند روايات څه وايي، كوم يو ئې صحيح او د اعتبار وړ دئ او كوم ئې جعلي، موضوعي، ضعيف او بې اعتباره، د قرآن او سنت په رڼا كي د عاشوراء په اړہ څه ويلى شو او په دې ورځ څه كول جائز او څه ناجائز گڼلى شو؛ بايد هغو كركجنو او د اسلام د بنسټيزو اصولو خلاف او د اسلام د روح او مزاج ضد اعمالو ته اشاره وكړو چي ځيني خلك ئې د مذهب تر نامه لاندي په دې ورځ ترسره كوي او هغه د ثواب كار او جنت ته د رسېدو وسيله بولي؛ داسي اعمال چي نه په قرآن كي ورته جواز موندلى شو، نه په سنت كي او نه د صحابه وو په منهج كي، نه له عقل سره اړخ لگوي او نه د يوه سليم الفطرت انسان له مذهبي احساس سره

 

نوموړی زياتوي چي د عاشوراء ورځ او مراسم ئې يهودي بنسټ لري؛ دوى معتقد دي چي د كال د لومړۍ مياشتي لسمه هغه ستره ورځ ده چي موسى عليه السلام او بني اسرائيل د فرعون له سلطې ژغورل شوي او فرعون غرق شوى؛ سپيڅلې ئې گڼي او لمانځى ئې. په بايبل كي د فصح عيد په نامه يو باب دئ چي همدې ورځي ته ځانگړى شوى؛ د فصح عيد تر عنوان لاندي داسي كاږي:

"خداى موسى او هارون ته وويل: له دې وروسته به ستاسو لپاره دا مياشت د كال لومړۍ او تر ټولو مهمه مياشت وي... هر كال به د دې مياشتي په لسمه هره كورنۍ يو ورى تياروي، كه د كورنۍ شمېر كم وي؛ نو په خپل گاونډ كي له بلي وړې كورنۍ سره دي گډ شي، دا ورى يا سېرلى به نر، بې عيبه او يو كلن وي، د همدې مياشتي د څوارلسمي په مازديگر دي ټول اسرائيليان دا وري قرباني كړي او د هغوى ويني دي د دروازو د ولاړو تيرانو او د هغو خونو د دروازو پر سر وشيندي چي د وري غوښه په كي خوړل كېږي... په همدې شپه دي دا غوښه وريته كړي او له پتيري ډوډۍ او ترخو سابه سره دې وخوري، غوښه به اومه او په اوبو كي پخه شوې نه خوري، بلكي ټوله به د سر، پښو، زړه او ينې په شمول وريته او ټوله به د همدې شپې تر سهاره خوري، كه څه پاته شوه هغه به سوزوي (د دې لپاره چي غير يهودي ته ئې تر پاته كېدو سوزول غوره دي)، د وري له خوړلو مخكي به خپلي څپلۍ په پښو كوئ، خپله عصا به په لاس كي نيسئ او د سفر لپاره به تيارېږئ...دا مراسم به د خداى فصح په نامه يادېږي، دا ځكه چي زه خداى يم او نن شپه به د مصر له سيمي تېرېږم او د مصريانو ټول مشران زامن او د دوى د څارويو لومړي پيدا شوي بچيان به وژنم او د دوى خدايانو ته به سزا وركوم، كومي ويني چي تاسو د دروازو پر تيرانو شيندلې دا به د دې نښه وي چي دا كورونه ستاسي دي، زه به ئې په همدې سره پېژنم، له هغوى به تېرېږم او يوازي مصريان به وژنم!!! هر كال به د دې ورځي په ياد جشن نيسئ، په دې جشن كي چي اوه ورځي به وي يوازي پتيره ډوډۍ خورئ، په لومړۍ ورځ به خميره له كوره بهر وړئ... ځكه كه څوك په دغو ورځو كي د خميره شوو وړو ډوډۍ وخوري له اسرائيليانو به شړل كېږي، په لومړۍ او اومه ورځ به ټول په گډه د خداى عبادت كوئ، په دغو دوو ورځو كي به د خوراك له برابرولو پرته بل هيڅ كار نه كوئ!! بايبل دلته دا خبره درې ځلي تكراروي چي په دغو اوه ورځو كي به يوازي پتيره ډوډۍ خورئ، په كور كي به خميره نه ساتئ، چا چي خميره ډوډۍ وخوړله له اسرائيليانو به طرد كېږي!!! دا به تر ابده پر تاسو واجب وي... دا د دې لپاره چي په دغي ورځي ما له مصر وژغورلئ!!! "   

راشئ وگورو چي په رواياتو كي د عاشوراء په ارتباط څه راغلي. په دې اړہ د بخاري يو روايت دا دئ

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، قَالَتْ: «كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِي الجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَصُومُهُ فَلَمَّا قَدِمَ المَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ رَمَضَانُ الفَرِيضَةَ، وَتُرِكَ عَاشُورَاءُ، فَكَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ» فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ رَمَضَانُ الْفَرِيضَةَ وَتُرِكَ عَاشُورَاءُ فَكَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ. بخاري

له عائشې (رضي الله عنها) روايت دئ چي وايي: قريشو به د جاهليت په زمانه کي د عاشوراء په ورځ روژہ نيوله او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به هم په دې ورځ روژہ نيوله او کله چي ئې مدينې ته هجرت وکړ نو بيا ئې هم دا ورځ روژہ نيوله او نورو ته ئې د روژې نيولو امر وکړ خو کله چي د رمضان روژہ فرض شوه نو د عاشوراء د ورځي روژہ ئې پرېښوده بيا د هر چا خپله خوښه وه چي په دې ورځ ئې روژہ نيوله او که نه

 

د ښاغلي حکمتيار په وينا دا روايت په بخاري كي شپږ ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 1592، 1893، 2001، 2002، 3831، 4502، د دغو رواياتو تر منځ جدي او ژور توپيرونه او تعارضات تر سترگو كېږي، دومره چي يو په هغه صورت كي ترې غوره كولى شو چي نور ټول رد كړو، په ځينو كي ويل شوي كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ په بل كي كَانُوا يَصُومُونَ عَاشُورَاءَ قَبْلَ أَنْ يُفْرَضَ رَمَضَانُ، وَكَانَ يَوْمًا تُسْتَرُ فِيهِ الْكَعْبَةُ، په بل كي صَامَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ. فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ، په بل كي أَنَّ قُرَيْشًا كَانَتْ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، ثُمَّ أَمَرَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم بِصِيَامِهِ حَتَّى فُرِضَ رَمَضَانُ په بل كي كَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم أَمَرَ بِصِيَامِ يَوْمِ عَاشُورَاءَ، فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ كَانَ مَنْ شَاءَ صَامَ، وَمَنْ شَاءَ أَفْطَرَ. په بل كي كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تَرَكَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ، فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ. په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يَوْمًا تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ لاَ يَصُومُهُ په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يَصُومُهُ أَهْلُ الْجَاهِلِيَّةِ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ قَالَ « مَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ » په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يُصَامُ قَبْلَ رَمَضَانَ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ قَالَ «مَنْ شَاءَ صَامَ، وَمَنْ شَاءَ أَفْطَرَ» په بل كي قَدِمَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ، فَرَأَى الْيَهُودَ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ، فَقَالَ « مَا هَذَا ». قَالُوا هَذَا يَوْمٌ صَالِحٌ، هَذَا يَوْمٌ نَجَّى اللهُ بَنِى إِسْرَائِيلَ مِنْ عَدُوِّهِمْ، فَصَامَهُ مُوسَى. قَالَ «فَأَنَا أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْكُمْ». فَصَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ. په بل كي قَالَ كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَعُدُّهُ الْيَهُودُ عِيدًا، قَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم «فَصُومُوهُ أَنْتُمْ» په بل كي لَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ وَجَدَهُمْ يَصُومُونَ يَوْمًا، يَعْنِى عَاشُورَاءَ، فَقَالُوا هَذَا يَوْمٌ عَظِيمٌ، وَهْوَ يَوْمٌ نَجَّى اللهُ فِيهِ مُوسَى، وَأَغْرَقَ آلَ فِرْعَوْنَ، فَصَامَ مُوسَى شُكْرًا لِلَّهِ. فَقَالَ « أَنَا أَوْلَى بِمُوسَى مِنْهُمْ ». فَصَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ. په بل كي أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم بَعَثَ رَجُلاً يُنَادِى فِى النَّاسِ، يَوْمَ عَاشُورَاءَ «أَنْ مَنْ أَكَلَ فَلْيُتِمَّ أَوْ فَلْيَصُمْ، وَمَنْ لَمْ يَأْكُلْ فَلاَ يَأْكُلْ په بل كي أَرْسَلَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم غَدَاةَ عَاشُورَاءَ إِلَى قُرَى الأَنْصَارِ «مَنْ أَصْبَحَ مُفْطِرًا فَلْيُتِمَّ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ، وَمَنْ أَصْبَحَ صَائِمًا فَلْيَصُمْ». قَالَتْ فَكُنَّا نَصُومُهُ بَعْدُ، وَنُصَوِّمُ صِبْيَانَنَا، وَنَجْعَلُ لَهُمُ اللُّعْبَةَ مِنَ الْعِهْنِ، فَإِذَا بَكَى أَحَدُهُمْ عَلَى الطَّعَامِ أَعْطَيْنَاهُ ذَاكَ، حَتَّى يَكُونَ عِنْدَ الإِفْطَارِ. په بل كي قَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم يَوْمَ عَاشُورَاءَ «إِنْ شَاءَ صَامَ» په بل كي أَمَرَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم رَجُلاً مِنْ أَسْلَمَ أَنْ أَذِّنْ فِى النَّاسِ « أَنَّ مَنْ كَانَ أَكَلَ فَلْيَصُمْ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ، وَمَنْ لَمْ يَكُنْ أَكَلَ فَلْيَصُمْ، فَإِنَّ الْيَوْمَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ» په بل كي أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلى الله عليه وسلم قَالَ لِرَجُلٍ مِنْ أَسْلَمَ «أَذِّنْ فِى قَوْمِكَ أَوْ فِى النَّاسِ يَوْمَ عَاشُورَاءَ أَنَّ مَنْ أَكَلَ فَلْيُتِمَّ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ، وَمَنْ لَمْ يَكُنْ أَكَلَ فَلْيَصُمْ » په ځينو كي ويل شوي: مَا رَأَيْتُ النَّبِىَّ صلى الله عليه وسلم يَتَحَرَّى صِيَامَ يَوْمٍ فَضَّلَهُ عَلَى غَيْرِهِ، إِلاَّ هَذَا الْيَوْمَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَهَذَا الشَّهْرَ. يَعْنِى شَهْرَ رَمَضَانَ !! په ځينو كي قَالَ دَخَلَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَإِذَا أُنَاسٌ مِنَ الْيَهُودِ يُعَظِّمُونَ عَاشُورَاءَ وَيَصُومُونَهُ فَقَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم « نَحْنُ أَحَقُّ بِصَوْمِهِ ». فَأَمَرَ بِصَوْمِهِ. په بل كي قَالَ لَمَّا قَدِمَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَجَدَ الْيَهُودَ يَصُومُونَ عَاشُورَاءَ، فَسُئِلُوا عَنْ ذَلِكَ، فَقَالُوا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِى أَظْفَرَ اللهُ فِيهِ مُوسَى وَبَنِى إِسْرَائِيلَ عَلَى فِرْعَوْنَ، وَنَحْنُ نَصُومُهُ تَعْظِيمًا لَهُ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم « نَحْنُ أَوْلَى بِمُوسَى مِنْكُمْ ». ثُمَّ أَمَرَ بِصَوْمِهِ. په بل كي قَدِمَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَالْيَهُودُ تَصُومُ عَاشُورَاءَ فَقَالُوا هَذَا يَوْمٌ ظَهَرَ فِيهِ مُوسَى عَلَى فِرْعَوْنَ. فَقَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم لأَصْحَابِهِ « أَنْتُمْ أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْهُمْ، فَصُومُوا ». په بل كي لَمَّا قَدِمَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ، وَالْيَهُودُ تَصُومُ عَاشُورَاءَ، فَسَأَلَهُمْ، فَقَالُوا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِى ظَهَرَ فِيهِ مُوسَى عَلَى فِرْعَوْنَ، فَقَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم « نَحْنُ أَوْلَى بِمُوسَى مِنْهُمْ فَصُومُوهُ » په بل كي قَالَ صَامَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ. فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ. وَكَانَ عَبْدُ اللهِ لاَ يَصُومُهُ، إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ. په بل كي د دې خلاف ويل شوي: كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَعُدُّهُ الْيَهُودُ عِيدًا، قَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه وسلم « فَصُومُوهُ أَنْتُمْ » يعني يهودانو دا ورځ د عيد په توگه لمانځله او رسول الله صلى الله عليه و سلم له هغوى سره د مخالفت ښودلو په توگه وويل چي تاسو روژہ ونيسئ؛ او دا د ټولو نورو رواياتو خلاف دئ. په يوه روايت كي دا هم ويل شوي: وَكَانَ عَبْدُ اللهِ لاَ يَصُومُهُ، إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ: عبد الله بن مسعود داسي وو چي په دې ورځ به ئې روژه نه نيوله؛ مگر دا چي د ده له عادي نفلي روژو سره به برابره شوه؛ په دې اړه د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه دريځ او منهج بايد تر نورو غوره او دلائل ئې مضبوط وگڼو؛ دا ځكه چي هغه د رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه زوړ يار او ملگرى وو چي هم په مكه كي ورسره وو او هم په مدينه كي؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم د مكې له حالت هم ښه خبر وو او د مدينې له حالت او وضعيت هم؛ نور مهم راويان؛ عبد الله بن عباس، ابن عمر، ابوهريره او انس رضي الله عنهم؛ يا د مدينې په وروستيو كلونو كي بلوغ ته رسېدلي او يا ئې همدا مهال ايمان راوړى؛ ولي به د عبد الله بن مسعود روايت او منهج نه منو؟

 

نوموړي دا هم وويل چي موږ پر الله تعالى، رسول او قرآن ئې ايمان لرو؛ له قرآن او لارښوونو ئې پوه شوي وو چي د دې ستر او عظيم كتاب حامل حتماً د الله تعالى رسول دئ؛ څه چي له هغه موږ ته په امانت سره رارسېدلي؛ د ثقه او معتبرو راويانو په لاس او پر صحت ئې د قرآن لارښووني شهادت وركوي؛ له ځنډ او تعلل پرته ئې منو او عمل پرې كوو؛ خپل شخصي افكار، آراء، سليقه او مزاج په دېوال وهو او لري ئې غورځوو. د صحت لپاره ئې دا كافي گڼو چي په قرآن كي ورته شاهد ومومو يا لږ تر لږه له قرآن سره تعارض ونه لري؛ حتى كه راوي ئې ضعيف هم وي؛ متن ته ئې په پام سره هغه منو؛ د قرآن په احترام ئې منو؛ د قرآن مطابق خبره چي د هر چا له لوري وي؛ په منلو كي ئې ځنډ نه كوو. هيڅكله به رسول الله صلى الله عليه و سلم ته متعارضي ويناوي منسوب نه كړو او له هيچا به ئې ونه منو؛ نه په قرآن متعارض آيتونه شته او نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ويناوو كي؛ هغه د الله تعالى رسول دئ؛ شأن ئې تر دې ډېر ډېر لوړ چي په ويناوو او لارښوونو كي ئې تعارض وي؛ د يوه روايت د ضعف لپاره دا كافي ده چي مطالب ئې متعارض او يو د بل خلاف وي

 

نوموړی همداراز د موضوع په دوام وايي چي د دغو متعارضو رواياتو تر منځ؛ اجمالاً تعارضات او توپيرونه دا دي:

ځيني ئې وايي چي د عاشوراء روژہ قريشو هم نيوله او رسول الله صلى الله عليه و سلم هم له همغه مهاله نيوله او گواكي قريشو به په دغي ورځ پر كعبې نوى غلاف غوړاوو!! ځيني ئې وايي كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته راغى يهودان ئې وليدل چي په دې ورځ روژہ نيسي وئې پوښتل چي ولي په دې ورځ روژہ نيسئ؟ هغوى وويل: دا يوه ستره ورځ ده، فرعون په كي غرق شوى او موسى عليه السلام ته برى ورپه برخه شوى، موږ د دغي ورځي د درناوي لپاره روژہ نيسو، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل چي موږ تر يهودانو زيات د دې وړ يو چي د دې ورځي درناوى وكړو، نو په خپله ئې هم د روژې نيول پيل كړل او نورو ته ئې هم امر وكړ، ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رحلت لږ وړاندي د دې روژې نيول پيل كړل، چا ورته وويل: دا خو له يهودانو سره شباهت راځي، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د شباهت ختمولو لپاره به راتلونكى كال يوه ورځ مخكي هم روژہ نيسم، خو هغه د دغي ورځي تر بيا رارسېدو وړاندي رحلت وكړ!! ځيني ئې وايي: يهودانو به دغه ورځ د عيد او خوشحالۍ د ورځي په توگه لمانځله، رسول الله صلى الله عليه و سلم له يهودو سره د مخالفت په موخه وفرمايل: چي تاسو په دې ورځ روژہ ونيسئ!! ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د عاشوراء د ورځي سحر مهال اعلان وكړ او كليو ته ئې څوك ولېږو چي خلك خبر كړي او ورته ووايي: چا چي څه نه وي خوړلي روژې ته دي دوام وركړي او چا چي څه خوړلي وي تر ماښامه دي څه نه خوري!! ځيني ئې وايي چي د روژې تر فرضېدو پوري دا روژہ نيول كېده خو د روژې له فرضېدو وروسته پرېښودل شوه او ځيني ئې د دې خبري تر څنگ دا هم علاوه كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د هر چا خپله خوښه چي په دې ورځ روژہ نيسي كه نه!! په يوه كي دا هم ويل شوي چي قريشو به په دغي ورځ د روژې تر څنگ د كعبې غلاف هم بدلولو!! 

د دغو متعارضو رواياتو له منځه د يوه انتخاب محال او ناممكن دئ، امام بخاري هم نه دي ويلي چي په دغو متعارضو او متضادو رواياتو كي كوم يو ئې د متن، محتوى او اسنادو له پلوه صحيح او تر نورو غوره دئ؛ او په كوم دليل، د بخاري هيڅ شارح هم نه ويلي او نه ويلى شي چي كوم روايت تر نورو غوره دئ!!

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ دا د يوه اصل په توگه په پام كي ولرئ چي كله د يوې موضوع په اړہ متعارض روايات مومو داسي چي تر منځ ئې نه تلفيق ممكن وي او نه داسي دليل موندلى شو چي يوه ته پر بل ترجيح وركړو، په قرآن كي كوم شاهد ورته ونه مومو، په خپله دغو رواياتو كي هم د ترجيح وجه پيدا نه كړو نو په كار دا ده چي ټول يوې خوا ته پرېږدو، نه استناد پرې وكړو، نه ئې نورو ته ووايو او نه كوم يو د خپلي سليقې له مخي غوره كړو.

 

د درس په پای کي قدرمن مشر دعاء وکړه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان  د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک