No-IMG

د حکمتيار صاحب لومړی درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

چهارشنبه د جوزا ۱۷مه؛ ۱۴۰۲:

د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس د پيل په لړۍ کي خپله لومړنۍ درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ‌شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

 نوموړي خپل نوی درس د صحيح البخاري د کتاب البيوع (پېر پلور) پر عنوان پيل کړ او وئې ويل:

د الله تعالى دا قول: ((فاذا قُضيت الصلاة. . . ))

ښاغلي حکمتيار زياته کړه؛ تر دې وړاندي چي د باب اړوند روايت وڅېړو؛ ښه به وي چي دا آيت او يو ترې وړاندي له نظره تېر كړو؛ آيتونه دا دي:

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِذَا نُودِيَ لِلصَّلَوٰةِ مِن يَوۡمِ ٱلۡجُمُعَةِ فَٱسۡعَوۡاْ إِلَىٰ ذِكۡرِ ٱللَّهِ وَذَرُواْ ٱلۡبَيۡعَۚ ذَٰلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ إِن كُنتُمۡ تَعۡلَمُونَ ٩ فَإِذَا قُضِيَتِ ٱلصَّلَوٰةُ فَٱنتَشِرُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَٱبۡتَغُواْ مِن فَضۡلِ ٱللَّهِ وَٱذۡكُرُواْ ٱللَّهَ كَثِيرٗا لَّعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ ١٠   الجمعة

(اې هغو چي ايمان ئې راوړى! كله چي د جمعې د ورځي د لمانځه أذان وشي نو د الله د ذكر لوري ته تلوار وكړئ او پېر پلور پرېږدئ، همدا ستاسو لپاره غوره دئ كه پوهېږئ؛ او كله چي لمونځ پاى ته ورسېږي په زمكي كي خواره شئ او د الله د فضل لټه وكړئ او الله زيات ياد كړئ چي بريالي شئ.)

د نوموړي پر وينا په دې مباركو آيتونو كي الله تعالى د څو كارونو امر كړى او همدا ئې د انسان د فلاح او سعادت ضامن گڼلي:

 

كله چي د جمعې د ورځي د لمانځه أذان وشي نو د الله د ذكر لوري ته تلوار وكړئ.

 

د أذان له اورېدو سره سم پېر پلور او نور ورځني كارونه پرېږدئ؛ همدا ستاسو لپاره غوره دئ كه پوهېږئ.

 

كله چي لمونځ پاى ته ورسېږي په زمكي كي خواره شئ او د الله د فضل تر لاسه كولو لټه وكړئ

 

او الله زيات ياد كړئ چي بريالي شئ.

 

قدرمن مشر وايي لكه چي گورئ دلته كه له يوې خوا مؤمنانو ته د لمانځه او د الله د زيات يادولو لوري ته د تلوار او اهتمام سپارښتنه شوې او د جمعې د أذان له اورېدو بيا د لمانځه تر پاى له تجارت او نورو ورځني كارونو لاس اخيستلو او جومات ته د تگ امر ورته شوى؛ له بلي خوا ورته امر شوى چي له لمانځه وروسته خواره شئ او د حلال رزق تر لاسه كولو په لټه كي شئ؛ دا ښيي چي حلال رزق لټول د لمانځه په څېر يو عبادت دئ او الله تعالى موږ پرې مكلف كړي يو؛ الله تعالى هغه عابد بنده خوښوي چي د حلال رزق لټه كوي، بل ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي، د نورو د اوږو پېټى نه وي، له حلالو لارو روزي تر لاسه كوي، له هغه څه چي تر لاسه كوي ئې يوه برخه د الله په لار كي لگوي او د مسكينانو لاس نيوى كوي

 

نوموړي د خپل وضاحت په دوام دا هم وويل چي د جمعې د لمانځه په اړه دا خبري هم په پام كي ولرئ: د جمعې لمونځ په همدې ورځ د ماسپښين د لمانځه ځاى ناستى دئ، پر هغو فرض دئ چي ورته حاضرېدى شي، مېرمني تري معافي دي، وخت ئې همغه د ماسپښين د لمانځه وخت دئ، د پېر پلور حرمت د لومړي أذان له اورېدو سره سم پيل كېږي او د لمانځه تر پاى پوري دوام كوي، كه چا په دې وخت كي پېر پلور وكړ د گناه مرتكب شوى؛ خو مبايعه ئې باطله او فاسده نه گڼل كېږي، د جمعې لمونځ د هر كلي په جومات كي نه بلكي د ښار په لوى او جامع جومات كي كېدى شي؛ د دې لمانځه يو حكمت دا دئ چي ډېر خلك په يوه ځاى كي راغونډ شي، البته د لمونځ كوونكو د شمېر زياتوالى ئې شرط نه دئ؛ د امنيت شتون ئې يو شرط دئ؛ د مسلمانانو امير يا د هغه نائب يا هغه چي د اسلامي حكومت له لوري ټاكل كېږي؛ بايد د دې لمانځه امامت وكړي، په هر هغه چا دا لمونځ فرض گرځي چي أذان ئې اوري كه څه هم له ښار بهر اوسي؛ په داسي ځاى كي تر سره كېدى شي چي هر چا ته د ورتلو اجازه وي، مسافر، بندي، داسي ناروغ او معذور چي جومات ته نه شي تللى، هغه ړوند چي په خپله جومات ته نه شي تللى او لارښود نه مومي، هغه چي د دښمن له لوري د خطر احساس كوي، يا د باران او چكړو له كبله جومات ته تگ ورته گران وي؛ دوى ټول معذور او معاف گڼل كېږي، له چا چي د جمعې لمونځ فوت شي په هغي سيمي كي د ماسپښين لمونځ په جمع ورته مكروه دئ چي خلك ئې د جمعې پر لمانځه مكلف وي؛ دوه خطبې ئې د لمانځه د صحت لپاره شرط دئ؛ كله چي امام خطبې ته ودرېږي؛ بيا د خطبې تر پاى هر ډول خبري او حتى لمونځ كول ممنوع دي.

984 ـ عَنْ عَبْدِالرَّحْمَنِ بْنُ عَوْفٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: لَمَّا قَدِمْنَا الْمَدِينَةَ آخَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَيْنِي وَبَيْنَ سَعْدِ بْنِ الرَّبِيعِ، فَقَالَ سَعْدُ بْنُ الرَّبِيعِ: إِنِّي أَكْثَرُ الأَنْصَارِ مَالاً فَأَقْسِمُ لَكَ نِصْفَ مَالِي، وَانْظُرْ أَيَّ زَوْجَتَيَّ هَوِيتَ نَزَلْتُ لَكَ عَنْهَا فَإِذَا حَلَّتْ تَزَوَّجْتَهَا، قَالَ: فَقَالَ لَهُ عَبْدُالرَّحْمَنِ: لا حَاجَةَ لِي فِي ذَلِكَ، هَلْ مِنْ سُوقٍ فِيهِ تِجَارَةٌ؟ قَالَ: سُوقُ قَيْنُقَاعٍ، قَالَ: فَغَدَا إِلَيْهِ عَبْدُالرَّحْمَنِ فَأَتَى بِأَقِطٍ وَسَمْنٍ، قَالَ: ثُمَّ تَابَعَ الْغُدُوَّ، فَمَا لَبِثَ أَنْ جَاءَ عَبْدُالرَّحْمَنِ عَلَيْهِ أَثَرُ صُفْرَةٍ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «تَزَوَّجْتَ»؟ قَالَ: نَعَمْ، قَالَ: «وَمَنْ»؟ قَالَ: امْرَأَةً مِنَ الأَنْصَارِ، قَالَ: «كَمْ سُقْتَ»؟ قَالَ: زِنَةَ نَوَاةٍ مِنْ ذَهَبٍ أَوْ نَوَاةً مِنْ ذَهَبٍ، فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَوْلِمْ وَلَوْ بِشَاةٍ». (بخاري: 2048)

(له عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: کله چي موږ مدينې ته راغلو رسول الله صلى الله عليه و سلم زما او سعد بن رَبِيع تر منځ د ورورۍ تړون وکړ؛ بيا سعد بن ربيع وويل: زه د انصارو تر ټولو شتمن يم؛ اوس خپل نيمايي مال تا ته درکوم او وگوره چي زما له دوو مېرمنو کومه يوه خوښوې؛ ستا لپاره ترې تېرېږم؛ كله له عدت ووځي واده ورسره وکړه. راوي وايي: عبدالرحمن بن عوف ورته وويل: دې ته ضرورت نه لرم؛ آيا داسي بازار شته چي سوداگري په کي کېږي؟ وئې ويل: هو؛ د قَيْنُقَاع بازار؛ وايي: سهار عبدالرحمن ورغى؛ او څه كورت او غوړي ئې راوړل؛ بيا ئې همداسي هر سهار تگ ته دوام وركړ؛ لا لږ وخت نه وو پرې تېر شوى چي عبدالرحمن په داسي حال كي راغى چي د واده عطر زېړ أثر (بوى يا رنگ) پرې ښكارېدو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وفرمايل: «واده دي كړى»؟؛ وئې ويل: هو؛ وئې فرمايل: «له چا سره»؟ وئې ويل: د انصارو له يوې مېرمني سره؛ وئې فرمايل: ((څومره مهر دي ورکړ؟)) وئې ويل: د يوې خرما يا د هغې د زړي په اندازه سره زر؛ يا د سرو زرو يوه دانه؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وفرمايل: ((وليمه برابره کړه که څه هم يو پسه وي)). 

 

نوموړي همداراز د ياد کتاب په ٢م باب کي د (حلال او حرام څرگند دي او تر منځ ئې شکي شيان دي) پر عنوان هم تفصيلي بحث وکړ، هلته چي فرمايي:

985 ـ عَنِ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «الْحَلالُ بَيِّنٌ وَالْحَرَامُ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا أُمُورٌ مُشْتَبِهَةٌ، فَمَنْ تَرَكَ مَا شُبِّهَ عَلَيْهِ مِنَ الإِثْمِ، كَانَ لِمَا اسْتَبَانَ أَتْرَكَ، وَمَنِ اجْتَرَأَ عَلَى مَا يَشُكُّ فِيهِ مِنَ الإِثْمِ أَوْشَكَ أَنْ يُوَاقِعَ مَا اسْتَبَانَ، وَالْمَعَاصِي حِمَى اللَّهِ، مَنْ يَرْتَعْ حَوْلَ الْحِمَى يُوشِكُ أَنْ يُوَاقِعَهُ». (بخاري: 2051)

له نعمان بن بشير رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((حلال شيان څرگند دي او حرام شيان څرگند دي؛ او د دواړو تر منځ څه شيان شکي دي؛ كه څوک د گناه هغه څه پرېږدي چي دى ئې شكمن كړى؛ نو د هغه څه به ډېر پرېښودونكى وي چي څرگند وي؛ او كه څوک د هغو شيانو په اړه جرأت کوي چي په هغه كي د گناه شبهه وي؛ نو كېدى شي په څرگنده گناه کي ولوېږي؛ گناهونه د الله تعالى ممنوعه پولي دي؛ څوک چي د دې پولو خوا ته څري؛ كېدى شي په كي ننوځي)).

 

نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 52 - 2051 -؛ دوه پنځوسم روايت د حكمة البارئ لومړي جلد كي راغلى او تر دې مفصل او جامع دئ؛ د دواړو لومړى راوي نعمان بن بشير دئ؛ روايت دا دئ:

52 - عَنْ النُّعْمَانِ بْنِ بَشِيرٍ، يَقُولُ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: " الحَلاَلُ بَيِّنٌ، وَالحَرَامُ بَيِّنٌ، وَبَيْنَهُمَا مُشَبَّهَاتٌ لاَ يَعْلَمُهَا كَثِيرٌ مِنَ النَّاسِ، فَمَنِ اتَّقَى المُشَبَّهَاتِ اسْتَبْرَأَ لِدِينِهِ وَعِرْضِهِ، وَمَنْ وَقَعَ فِي الشُّبُهَاتِ: كَرَاعٍ يَرْعَى حَوْلَ الحِمَى، يُوشِكُ أَنْ يُوَاقِعَهُ، أَلاَ وَإِنَّ لِكُلِّ مَلِكٍ حِمًى، أَلاَ إِنَّ حِمَى اللَّهِ فِي أَرْضِهِ مَحَارِمُهُ، أَلاَ وَإِنَّ فِي الجَسَدِ مُضْغَةً: إِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الجَسَدُ كُلُّهُ، وَإِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الجَسَدُ كُلُّهُ، أَلاَ وَهِيَ القَلْبُ "

(له نعمان بن بشير رضي الله عنه روايت دئ چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: (هم حلال څرگند دي او هم حرام څرگند دي؛ او د دواړو تر منځ داسي مشبهات (د شبهې وړ شيان) دي چي ډېر خلک ئې نه پيژني؛ چا چي له شبهاتو ځان وساتو نو هغه د خپل دين او عزت په اړە احتياط کړى (خپل دين او عزت ئې ساتلى) او څوک چي په شبهاتو کي ولوېد؛ هغه داسي شپانه ته ورته دئ چي (خپله رمه) د ساتل شوي (ممنوعه) پټي خوا كي څروي، احتمال لري چي په كي ورگډي ئې كړي، پام چي هر پاچا ممنوعه پولي او حدود لري او پام چي د الله تعالى ممنوعه پولي د ده په زمكي کي د ده محارم (هغه څه چي ده حرام كړي) دي؛ او پوه شئ چي په بدن کي داسي يوه ټوټه غوښه ده چي که روغه وي نو ټول بدن روغ وي؛ او که دا فاسده او خرابه شي نو ټول بدن خراب او فاسد شي؛ او پوه شئ چي دا ټوټه غوښه زړە دئ.)

 

ښاغلی حکمتيار د پورتني روايت په اړه وايي چي دلته حلال، حرام او مشبهات په ډېر ښكلي او جالب انداز سره بيان شوي، حلال او حرام ئې داسي څرگند گڼلي چي تر منځ ئې واضح او څرگنده پوله ده؛ خو د دوى تر منځ د همدې پولي خوا ته داسي څه دي چي انسان د هغه د حل او حرمت په اړە په شك كي لوېږي؛ انسان ته په كار ده چي له دې پولي ځان لږ لري وساتي، كه دا كار ونه كړي نو كېدى شي له پولي واوړي او له حدودو تېرى وكړي؛ كوم شپون چي خپله رمه د پټي خوا ته پيايي؛ ډېر ځلي ئې رمه پټي ته ننوځي. په قرآن كي به تاسو وگورئ چي وايي: گناه ته مه نژدې كېږي؛ يعني تر هغه ځايه مخكي مه درومئ چي كه يو گام بل واخلئ نو په گناه كي پرېوځئ

 

ورته مهال نوموړي په ٣م باب کي بيا (د مشبهاتو بيان) پر عنوان بحث وکړ؛ لکه چي وايي:

986 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ: كَانَ عُتْبَةُ بْنُ أَبِي وَقَّاصٍ عَهِدَ إِلَى أَخِيهِ سَعْدِ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ أَنَّ ابْنَ وَلِيدَةِ زَمْعَةَ مِنِّي فَاقْبِضْهُ قَالَتْ: فَلَمَّا كَانَ عَامَ الْفَتْحِ أَخَذَهُ سَعْدُ بْنُ أَبِي وَقَّاصٍ وَقَالَ: ابْنُ أَخِي قَدْ عَهِدَ إِلَيَّ فِيهِ، فَقَامَ عَبْدُ ابْنُ زَمْعَةَ فَقَالَ: أَخِي وَابْنُ وَلِيدَةِ أَبِي وُلِدَ عَلَى فِرَاشِهِ، فَتَسَاوَقَا إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَقَالَ سَعْدٌ: يَا رَسُولَ اللَّهِ ابْنُ أَخِي كَانَ قَدْ عَهِدَ إِلَيَّ فِيهِ، فَقَالَ عَبْدُ بْنُ زَمْعَةَ: أَخِي وَابْنُ وَلِيدَةِ أَبِي وُلِدَ عَلَى فِرَاشِهِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هُوَ لَكَ يَا عَبْدُ بْنَ زَمْعَةَ» ثُمَّ قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «الْوَلَدُ لِلْفِرَاشِ وَلِلْعَاهِرِ الْحَجَرُ». ثُمَّ قَالَ لِسَوْدَةَ بِنْتِ زَمْعَةَ زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «احْتَجِبِي مِنْهُ»، لِمَا رَأَى مِنْ شَبَهِهِ بِعُتْبَةَ، فَمَا رَآهَا حَتَّى لَقِيَ اللَّهَ. (بخاري: 2053)

(د رسول الله صلى الله عليه و سلم له مېرمني؛ عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي وايي: عُتْبَه بن ابي وقاص خپل ورور سعد بن ابي وقاص ته وصيت وکړ چي د زَمْعَه د وينځي زوى زما زوى دئ؛ هغه ترې واخله. عائشه رضي الله عنها وايي: د مکې د فتحي په کال سعد بن ابي وقاص هغه هلک راونيو او وئې ويل: دا زما وراره دئ چي ورور مي د هغه په اړه وصيت راته کړى؛ عبد بن زَمْعَه پورته شو او وئې ويل: دا زما ورور دئ دا زما د پلار د وينځي زوى دئ؛ په داسي حال كي ترې زېږېدلى چي زما له پلار سره وه؛ بيا دواړو يو بل رسول الله صلى الله عليه و سلم ته بوت؛ سعد وويل: يا رسول الله! دا زما وراره دئ؛ ورور مي په دې اړه وصيت راته کړى؛ عبد بن زمعه وويل: دا زما ورور او زما د پلار د وينځي زوى دئ؛ د هغه پر بستر پيدا شوى؛ نو نبي صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((اې عبد بن زمعه! دا ستا دئ))؛ ورپسې ئې وفرمايل: ((ماشوم د بستر د خاوند (مېړه يا مالک) وي او د زنا کار لپاره کاڼي (هيڅ څه)؛ وروسته ئې خپلي مېرمني سوده بنت زمعه ته وفرمايل: ((له ده پرده کوه))؛ دا ځکه چي هغه ئې عتبه ته ورته وموند؛ نو تر هغه ورسره مخامخ نه شوه چي وفات شوه.)

 

د نوموړي پر وينا دا روايت په بخاري كي 6 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2053 - 2533 - 2745 - 4303 - 6749 - 7182 -

 

هغه زياتوي چي په روايت كي د دې وضاحت نه دئ شوى چي دا د كوم وخت پېښه ده؛ د عتبه بن ابي وقاص تر مسلمانېدو وړاندي كه وروسته؛ او دا چي ولي ئې عبد بن زمعه ته ويلي دا ماشوم ستا دئ؛ آيا معنى ئې دا ده چي دا ستا ورور دئ او كه دا چي د مرييتوب د دود له مخي د وينځي اولاد د مالك غلامان گڼل كېږي؛ نو په تا پوري تعلق لري؟

شارحينو د دې وضاحت كړى چي دا د جاهليت د دور پېښه وه؛ ماشوم عتبه ته ورته وو؛ خو رسول الله صلى الله عليه و سلم عبد بن زمعة ته ځكه سپارلى چي د وينځي زوى د مالك گڼل كېږي؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ سوده رضي الله عنها ته ځكه ويلي ((له ده پرده کوه))؛ چي هغه ئې عتبه ته ورته وموند؛ او سوده تر هغه ورسره مخامخ نه شوه چي وفات شوه.

 

نوموړي دا هم وويل چي د دې روايت په اړه يوازي دغه توجيه معقوله برېښي؛ خو دا پوښتنه بې ځوابه پاته كېږي چي په دې كي د شك او شبهې ځاى كوم دئ؟ ولي روايت د شبهاتو تر باب لاندي راغلى؟ مگر دا چي ووايو: د شباهتونو له مخي قضاوت؛ ظني او غير يقيني وي؛ له همدې امله رسول الله صلى الله عليه و سلم سوده ته ويلي: ((له ده پرده کوه)). 

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير همداراز په ٤م باب کي پر دې عنوان بحث وکړ (څوک چي وسوسې مشبهات نه بولي) هلته چي فرمايي:

987 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا: أَنَّ قَوْمًا قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّ قَوْمًا يَأْتُونَنَا بِاللَّحْمِ لا نَدْرِي أَذَكَرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهِ أَمْ لا، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «سَمُّوا اللَّهَ عَلَيْهِ وَكُلُوهُ». (بخاري: 2057)

(عائشه رضي الله عنها وايي: ځينو خلکو وويل: يا رسول الله! ځيني خلک غوښه راته راوړي او موږ نه پوهېږو چي د حلالولو په وخت ئې د الله تعالى نوم پرې ياد کړى؛ که نه؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((بسم الله پرې ووايئ او وئې خورئ)).

 

د ښاغلي حکمتيار پر وينا دا روايت په بخاري كي همدا يو ځل راغلى؛ او يوازي په بخاري كي راغلى په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ عمدة القاري ليكلي: دا هم يو له هغو رواياتو دئ چي امام بخاري په كي منفرد او يوازي دئ؛ قرآن په صراحت سره فرمايي

وَلا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْهِ... 121  الأنعام 

(هغه مه خورئ چي د ذبح په وخت كي د الله نوم نه وي پرې ياد شوى؛ ...)

البته هغه ترې مستثنى ده چي سهواً او په هېره بسم الله نه وي پرې ويل شوې. ځيني د دې روايت په اړه وايي چي دا د اسلام په ابتداء كي او تر هغه وو چي دا آيت نازل شو؛ او ځيني وايي: د مسلمان په اړه حسن ظن او دا باور چي د ذبح په مهال حتماً د الله نوم يادوي؛ كافي او جائزه ده چي په بسم الله ويلو سره وخوړل شي.  

 

نوموړي د خپل وضاحت په دوام زياته کړه؛ چي دا هم په پام كي ولرئ چي په بخاري كي ډېر داسي روايات شته چي د دغه روايت په څېر يوازي په بخاري كي راغلي او نورو كتابونو د راوړلو وړ نه دي گڼلي؛ 414 ئې داسي دي چي د ده شاگرد امام مسلم هم په خپل كتاب كي نه دي راوړي؛ او د حديث نورو كتابونو تر دې هم زيات شمېر روايات نه دي راوړي؛ هغو ته حيران يو چي مبالغه كوي او وايي: ټولو محدثينو په دې اجماع كړې چي د بخاري ټول روايات صحيح دي؛ په داسي حال كي چي د يوه محدث نوم هم نشي اخيستلى؛ چا چي تر امام بخاري رحمه الله وروسته د حديث كتابونه ليكلي؛ يوه هم دا خبره نه ده كړې او عملاً ئې صحيح بخاري كافي نه ده گڼلې او بېل كتاب ئې ليكلى؛ امام مسلم همدا كار كړى او ټولو نورو همدا كار كړى

 

په ٥م باب کي نوموړي بيا پر دې عنوان تفصيلي رڼا واچوله (څوک چي د دې پروا نه کوي؛ شتمني له کومه مومي) او وئې ويل:

988 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «يَأْتِي عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ لا يُبَالِي الْمَرْءُ مَا أَخَذَ مِنْهُ أَمِنَ الْحَلالِ أَمْ مِنَ الْحَرَامِ». (بخاري: 2059)

(له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((په خلکو به داسي زمانه راشي چي څوك به د دې پروا نه لري چي څه ئې تر لاسه كړي؛ له حلال دي که له حرام)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ او د حديث په نورو معروفو كتابونو كي نه دئ راوړل شوى؛ د صحاح سته د نورو كتابونو په شمول.

 

ښاغلي حکمتيار همداراز په٦م او ۷م باب کي د لاندېنيو روایتونو پر استناد (په وچه کي سوداگري) او (د تجارت لپاره سفر) پر عناوينو مفصل بحث درلود؛ هلته چي فرمايي:

989 ـ عَنْ الْبَرَاءَ بْنَ عَازِبٍ وَزَيْدَ بْنَ أَرْقَمَ قَالا: كُنَّا تَاجِرَيْنِ عَلَى عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَسَأَلْنَا رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الصَّرْفِ. فَقَالَ: «إِنْ كَانَ يَدًا بِيَدٍ فَلا بَأْسَ، وَإِنْ كَانَ نَسَاءً فَلا يَصْلُحُ». (بخاري: 2061)

(له براء بن عازب او زيد بن ارقم روايت دئ چي وايي: موږ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په زمانه کي تاجران وو؛ له رسول الله صلى الله عليه و سلم مو د صرف (سره او سپين زر يو په بل بدلول)؛ په اړه پوښتنه وکړه؛ وئې فرمايل: ((که لاس په لاس وي پروا نه لري؛ خو که نسيه (په ځنډ سره) وي؛ نو سمه نه ده)).

 

هغه زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ په ځينو نورو كتابونو كه هم راغلى خو هغوى ټولو په دې صيغه راوړى: «إِنْ كَانَ يَدًا بِيَدٍ فَلَا بَأْسَ بِهِ؛ وَإِنْ كَانَ نَسِيئَةً فَلَا يَصْلُحُ»:

د دې معنى دا ده چي كه سكه لاس په لاس بدلېږي، د بازار د عام او معمول نرخ مطابق؛ نو اشكال نه لري او سود نه گڼل كېږي؛ خو كه په تبادله كي ئې ځنډ رامنځته كېږي ځكه جائز نه دئ چي د هري سكې په بهاء كي د تغيير امكان او احتمال شته؛ يوه ته د گټي او بل ته د تاوان احتمال؛ نو ځكه شريعت هغه جائز نه گڼي.

خو دا روايت په وچه كي د تجارت تر باب لاندي راوړل شوى؛ په داسي حال كي چي په روايت كي د وچي تجارت هيڅ يادونه نه ده شوې. د مسلم او ترمذي په څېر كتابونو كي نه دئ راوړل شوى.

 

٧ باب: د تجارت لپاره سفر

990 ـ عَنْ أَبَي مُوسَى الأَشْعَرِيَّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أنه اسْتَأْذَنَ عَلَى عُمَرَ بْنِ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ فَلَمْ يُؤْذَنْ لَهُ، وَكَأَنَّهُ كَانَ مَشْغُولاً فَرَجَعَ أَبُو مُوسَى، فَفَرَغَ عُمَرُ، فَقَالَ: أَلَمْ أَسْمَعْ صَوْتَ عَبْدِاللَّهِ بْنِ قَيْسٍ ائْذَنُوا لَهُ، قِيلَ: قَدْ رَجَعَ، فَدَعَاهُ فَقَالَ: كُنَّا نُؤْمَرُ بِذَلِكَ، فَقَالَ: تَأْتِينِي عَلَى ذَلِكَ بِالْبَيِّنَةِ، فَانْطَلَقَ إِلَى مَجْلِسِ الأَنْصَارِ، فَسَأَلَهُمْ. فَقَالُوا: لا يَشْهَدُ لَكَ عَلَى هَذَا إلَّا أَصْغَرُنَا أَبُو سَعِيدٍ الْخُدْرِيُّ، فَذَهَبَ بِأَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، فَقَالَ عُمَرُ: أَخَفِيَ هَذَا عَلَيَّ مِنْ أَمْرِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، أَلْهَانِي الصَّفْقُ بِالأَسْوَاقِ، يَعْنِي الْخُرُوجَ إِلَى تِجَارَةٍ. (بخاري: 2062)

(له ابو موسى اشعري رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له عمر رضي الله عنه ئې د ليدو اجازه وغوښته؛ خو اجازه ورنکړل شوه؛ داسي ښکارېده چي هغه مصروف وو؛ نو ابو موسی ستون شو؛ نو عمر فارغ شو او وئې ويل: آيا د عبدالله بن قيس غږ مي نه دئ اورېدلى؛ اجازه ورکړئ؛ وويل شول: هغه ستون شوى؛ نو راوئې غوښت او ابو موسی ورته وويل: موږ په همدې گمارل شوي وو؛ نو ورته وئې ويل: د دې خبري د اثبات لپاره دليل راوړه. نو ابو موسی روان شو او د انصارو يوه مجلس ته ورغی او ترې وئې پوښتل؛ هغوى وويل: په دې كي به ستا لپاره يوازي زموږ تر ټولو كشر؛ ابو سعيد خدري شاهدي وايي، نو ابو سعيد خدري ئې له ځان سره بوت؛ عمر وويل: آيا د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا امر له ما پټ پاته شوى وو! په بازارونو كي پېر پلور مصروف كړى وم!!)

 

نوموړی وايي دا روايت په بخاري كي دوه ځلي په دغو شمېرو 2062 - 7353  او يو ځل بې شمېرې راغلى. دوو نورو كتابونو سنن ابي داؤد او مسند البزاز كي هم راغلى خو په إسنادو كي ئې له ملاحظاتو سره؛ په مسند البزاز كي راغلي: وَلَا نَعْلَمُ رَوَى عُبَيْدُ بْنُ عُمَيْرٍ عَنْ أَبِي مُوسَى إِلَّا هَذَا الْحَدِيثَ

د سنن ابو داؤد په روايت كي د ابن جريج يادونه شوې چي په اړه ئې ويل شوي: قال البخارى: لا يُتَاَبع على حديثه. او معنى ئې دا ده: وصف للراوي يدل على ضعف حفظه، وتفرده برواية أحاديث لا يشاركه فيها غيره من الرواة: د راوي هغه وصف چي ښيي حفظ ئې ضعيف دئ، په روايت كي يوازي دئ او بل راوي ورسره شريك نه دئ.

په إسنادو كي د ضعف تر څنگ؛ په متن كي هم كافي ستونزي لري؛ تر دې وړاندي چي متن ئې وڅېرو؛ د قرآن دا آيت بايد له نظره تېر كړو

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ 27 فَإِنْ لَمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِنْ قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ 28 النور 

اې مؤمنانو! داسي كورونو ته مه ننوځئ چي ستاسو خپل كورونه نه وي؛ تر هغه چي موافقه (اجازه) وغواړئ او پر خاوندانو (هستوگنو) ئې سلام واچوئ؛ همدا درته غوره دئ؛ ښايي پند واخلئ؛ او كه په هغه كي هيڅوك ونه مومئ نو تر هغه مه ورننوځئ چي اجازه دركړى شي؛ او كه درته وويل شي: ستانه شئ؛ نو ستانه شئ؛ همدا درته ښه پاكيزه (طريقه) ده؛ او الله په هغه څه ښه پوهېږي چي تاسو ئې كوئ.

 

ښاغلی حکمتيار وايي چي مؤمنانو ته ويل شوي: داسي كورونو ته مه ننوځئ چي ستاسو خپل كورونه نه وي؛ تر هغه چي موافقه (اجازه) وغواړئ؛ او پر هستوگنو ئې سلام واچوئ؛ همدا درته غوره دئ؛ يعني د بل كور ته د ننوتلو لپاره به دوه خبري په پام كي لرئ: لومړۍ دا چي د كور د خاوند او هستوگن موافقه او اجازه به تر لاسه كوئ؛ دلته د استئذان (اجازه غوښتلو) پر ځاى د تستأنسوا صيغه كارول شوې چي رضايت او موافقه افاده كوي او معنى ئې دا ده چي د بل كور ته په هغه صورت كي ننوځئ چي هغه ستاسو له ورتلو سره موافق وي او د اجازې وركولو ته اړ شوى نه وي؛ داسي نه چي هغه اجازې وركولو ته اړ شوى وي، په وار وار او تر هغه دي دروازه ورټكولې وي چي ناچار درته پرائې نيزي او د ننوتلو اجازه دركړي او يا د ده له خوښي او موافقې پرته ورننوځې؛ دوهمه دا چي پر اوسېدونكو به سلام اچوئ؛ دا سلام يوازي د معاشرتي آدابو يوه بېلگه نه ده چي له اخلاقي پلوه ئې مراعات ضروري دئ او يوازي يوه دعاء هم نه ده؛ بلكي دا هستوگن ته د ځان له لوري د سلامتيا پيغام او د تاوان نه رسولو ډاډ وركول او له هغه سره ژمنه هم ده؛ له همدې پيغام سره به د بل كور ته ننوځئ، همدا ستاسو لپاره غوره دئ، دا د ډېرو ناخوالو مخنيوى كوي، هم له اخلاقي پلوه او هم له معاشرتي پلوه. خو دې ته مو پام وي چي دا نه يوازي د ټولني د افرادو تر منځ معاشرتي دود او ادب دئ بلكي د ټولني په كچه او د دولت او وگړو تر منځ د يوه قانون او الهي لارښووني حيثيت لري؛ نه يوازي اشخاص حق نه لري د بل كور ته ننوځي، د دروازې له چاك او چاود، يا د بام له سر او له كومي لوړي د بل د كور منځ ته وگوري، يا خپل كور داسي جوړ كړي چي د بل پر كور مشرف وي او منځ ئې ترې وليدى شي؛ بلكي د اسلامي حكومت هيڅ چارواكى حق نه لري د چا كور ته د شرعي محكمې له پرېكړي او د كور خاوند له موافقې پرته داخل شي؛ كه دا د پلټني په موخه وي او كه د كوم مجرم د نيوني په موخه.

كه په كوم كور كي هيڅوك ونه مومئ نو تر هغه مه ورننوځئ چي اجازه دركړى شي؛ يعني تشو كورونو ته مه ننوځئ؛ كه ننوتو ته اړ شوئ نو له اجازې وروسته ورننوځئ.

كه د كوم كور دروازې ته ودرېدئ، د ننوتلو اجازه مو وغوښته او د كور له منځه مو د ننوتلو اجازه تر غوږ نه شوه او يا درته وويل شول چي ستانه شئ؛ نو ستانه شئ؛ په دروازې كي له مزيد ودرېدا او تر درې واري زيات د دروازې له ټكولو او د اجازې له غوښتلو ډډه وكړئ، په دې مه ناراضه كېږئ چي د ننوتلو اجازه درنه كړى شي، يا درته وويل شي چي اوس ستون شه او بل وخت راشه؛ همدا درته ښه پاكيزه او د پاكوالي ضامنه طريقه ده؛ الله تعالى ستاسو پر ټولو كړنو او ښو او بدو پايلو او اغېزو ئې ډېر ښه پوهېږي؛ د خپل بشپړ علم له مخي تاسو ته لارښوونه كوي چي همداسي وكړئ او په همدې كي ستاسو خير مضمر دئ.

 

د نوموړي پر وينا كه د دې آيتونو په رڼا كي دې رواياتو ته ځير شو؛ څو حقائق مو مخي ته راځي:

 

د روايت الفاظ او تركيب ئې ډېر ابهامات لري؛ د څو فقرو له علاوه كولو پرته ئې مطلب كاملاً مبهم دئ؛ په روايت كي دا نه دي ويل شوي چي عمر رضي الله عنه ولي ابو موسى اشعري ته وويل: شاهد وړاندي كړه؟ او د كومي خبري د ثابتولو لپاره؟ دا هم نه دي ويل شوي چي أبو سعيد خدري څه وويل او په څه ئې شهادت وركړ؟

 

په ډېر زحمت او تكلف سره دا مطلب اخيستى شو چي ابو موسى اشعري په جگ غږ د عمر رضي الله عنه ځاى ته د ننوتلو اجازه غوښتې؛ ځواب ئې نه دئ تر لاسه كړى او ستون شوى؛ عمر رضي الله عنه له فراغت وروسته ويلي: د هغه غږ مي اورېدلى؛ څه شو؟ ورته ويل شوي؛ هغه ستون شو؛ راغوښتى ئې دئ او د نه انتظار وجه ئې ترې پوښتلې؛ هغه د قرآن د دغو پورتنيو لارښوونو په استناد ورته ويلي: د نه ځواب په صورت كي بايد تللى وى؛ عمر رضي الله عنه د شاهد او دليل غوښتنه ترې كړې؛ داسي شاهد چي د ابو موسى دا ادعاء ثابته كړي او ووايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم همداسي لارښوونه كړې؛ كله چي ابو سعيد خدرى راغلى نو د ابو موسى اشعري خبره ئې تأييد كړې او عمر رضي الله عنه ويلي: آيا د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا امر له ما پټ پاته شوى وو! په بازارونو كي پېر پلور مصروف كړى وم!! 

 

څنگه ومنو چي عمر رضي الله عنه؛ د قرآن له دې څرگندو آيتونو او لارښووني خبر نه وو؟ دا په داسي حال كي چي دى له ابوبكر رضي الله عنه وروسته د امت تر ټولو اعلم او افضل وو؛ نو ځكه صحابه وو په اجماع سره هغه د امير المؤمنين په توگه غوره كړ؟ دا روايت وايي چي د انصارو يو ماشوم له دې خبر وو خو عمر رضي الله عنه نه وو خبر؟!

 

په روايت كي دا هم يو مهم ټكى دئ چي عمر رضي الله عنه له شاهد پرته د ابو موسى اشعري په څېر ستر او پوه صحابي ادعاء هم نه منله. يعني دا د صحابه وو منهج وو چي د يوه چا انفرادي ادعاء او روايت ئې له شاهد پرته نه منلو.  

 

دا يوه شخص ته منسوب روايت دئ؛ داسي روايت چي هم د إسنادو له ستونزي لري او هم د متن له پلوه؛ نه د الله تعالى كلام دئ او نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم حديث؛ د الله تعالى له كلام او د قرآن د يوه آيت له يوه لفظ انكار او د رسول الله صلى الله عليه و سلم صحيح حديث نه منل؛ كفر دئ او له امله ئې انسان د ايمان له دائرې وځي؛ اما له دې آخوا او د كوم انسان خبره منل يا نه منل نه د ايمان جزء ده او نه د كفر سبب، د هغه خبره، رأى او روايت به د قرآن او حديث په رڼا كي څېړو او په اړه به ئې د صحت او عدم صحت پرېكړه كوو؛ د هغو په څېر به نه كېږو چي قرآن ئې په اړه فرمايي

اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلا لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لا إِلَهَ إِلا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ 31 التوبة 

له خپلو ملايانو او پيرانو ئې له الله پرته ارباب او خدايان جوړ كړل؛ او له مسيح د مريمي له زوى هم، په داسي حال كي چي يوازي په دې گمارل شوي وو چي د هغه يوازيني معبود عبادت به كوي چي له ده پرته بل معبود نشته، له هغه څه منزه دئ چي (دوى ئې ورسره) شريكوي.

په دې مبارك آيت كي د شخصيت پالني په اړه دا لارښووني شوې: يهودانو خپل علماء او ملايان (احبار) او نصرانيانو خپل مشائخ او پيران (رهبان) او مسيح عليه السلام په ربويبت ونيول، هغوى ته ئې د رب او معبود په سترگه وكتل، يهودانو د حلال او حرام په اړه د خپلو ملايانو او علماءو خبره وروستۍ خبره وگڼله، چي د الهي معيارونو له مخي همدا شرك او په داسي صفت كي له الله تعالى سره د بل چا شريكول دي چي يوازي له الله تعالى سره ښايي، نصرانيانو خپل مشائخ او پيران په غيب پوه او د حاجتونو تر سره كوونكي وگڼل او په الهي معيارونو كي همدا شرك او په هغه صفاتو كي له الله تعالى سره د بل چا شريكول دي چي د الله تعالى لپاره مختص دي. دا په داسي حال كي چي دوى ته امر شوى وو چي له الله تعالى پرته به د هيچا عبادت نه كوئ

دا مبارك آيت موږ ته د (عبادت) دقيقه معنى راښيي، عبادت يوازي لمانځنه او د چا په وړاندي تندى پر زمكه اېښودل نه دي؛ له قيد او شرط پرته اطاعت، د چا په اړه دا عقيده ساتل چي په غيب پوهېږي او د ده حاجتونه تر سره كولى شي، له همدې باور سره له چا طمع او وېره درلول هم عبادت گڼل شوى. يهودو او نصرانيانو د خپلو علماءو، پيرانو او پيغمبرانو په اړه همدا عقيده درلوده نو ځكه قرآن هغوى ته د مشرك خطاب كوي.

كله چي موږ همدا د قرآن حق خبري كوو؛ ځيني ئې نه يوازي نه مني بلكي له همدې كبله له موږ سره دښمني پالي، ناروا او كركجن تبليغات كوي او په كچه فتوى گانو لاس پوري كوي؛ دوى دا مخالفتونه او فتوى گاني صادرول نه له دين او حق د دفاع په موخه كوي او نه د خپل ايمان او عقل په حكم؛ بس له خپل غلط مذهب او مسلك ئې دكان جوړ كړى، روزي ئې ورپوري تړلې؛ كه خلك په دين سم پوه شي د دوى دكانونه تړل كېږي او خپله گنده روزي له لاسه وركوي. د هر پيغمبر او صادق داعي مقابله او مخالفت د همدغو له لوري او له همدې كبله شوى

 

د ښاغلي حکمتيار پر ټکو؛ كله چي موږ د كمونستانو خلاف مبارزه پيل كړه؛ د وخت مفسد نظام همدا دين پلورونكي وهڅول چي د جوانان مسلمان په خلاف د جمعيت علماء محمدي په نامه يوه ډله تنظيم او زموږ مخي ته ودروي؛ كله چي موږ د شوروي او بيا ناټو په خلاف جهاد پيل كړ؛ له همدغو زموږ خلاف استفاده وشوه؛ هغه چي د حق په لټه كي دي خو د جهالت او ناپوهي له سببه زموږ مخالفت كوي؛ د هغوى په اړه مو دعاء دا ده چي الله تعالى ئې پوه كړي، له سترگو ئې پردې لري كړي او د زړونو دړي ئې د حق منلو ته پرانيزي؛ همغسي چي په تېرو دوو جهادونو كي ئې همداسي خلك زموږ خوا ته ودرول؛ خو هغه چي په غرض او مرض اخته دي او د ډالر او ريال لپاره له موږ سره دښمني كوي؛ الله تعالى ته دعاء كوو چي د دوى له شر مو وژغوري.

 

 د درس په پای کي په اجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک