د حامد افغان لیکنی
د وزیر ژبه پرې کړئ
پاچا خره او غوایان ولیدل چې پاده کې منظم! او کتار روان وو، پاده وان ته یې وویل: دا خره او غوایي دې څنګه په لاره برابر کړي دي؟ پاده وان وویل: کوم خر یا غویی چې کتار خرابوي سخته سزا ورکوم او د هیچا مراعت نه کوم. او د سزا له وېرې ټول سم روان دي. پاچا ورته وویل: تا ته زه حکومت کې لوړه چوکۍ درکوم، څو زما د هیواد ګډوډې منظم کولو کې مرسته راسره وکړې او هغه ومنله.
پاچا هغه ته لوی قدرت وسپاره او د غلا، ګډوډې او اداري فساد پر خلاف یې مکمل واک ورکړ. د پاده وان د واک کمې شپې ورځې وتلې وې چې یو غل یې ورته راوست، هغه د غلا له کره ثبوت ترلاسه کولو وروسته امر وکړ چې د غله لاسونه پرې کړئ. جلاد د سزا له پلي کېدا مخکې پاده وان ته ورو وویل چې غل د پاچا د ځانګ...
نور ولوله
سپک قلمه لیکوال مه لولئ
مصري ادیب عباس محمود العقاد وایي: که د سپکو او پوچو خبرو په لوستلو عادت شوې، نو د هغو په ډېر ځله لوستلو سره به دې له هغو کرکه کمه شي، هغه چې مخته درځي لولې به یې، اخیر به ورسره روږدی شې، وروسته به ښې درلګېږي او خوند به درکوي! مطالعات في الکتب والحیاة لعباس محمود العقاد
الله دې العقاد وبښي، دا خبره یې لکه نن زمانه کې زموږ د ځیني سپکو قلموالو او د هغو د ځوانو لوستوالو په اړه کړې وي، د سوشل میډیا په زمانه کې ځیني مستعار او پټ مخي لیکوالان په دلاوري! سره پوچ او سپک الفاظ کاروي، بربنډ ښکنځل په اساني سره لیکي او ځیني خو یې د روایښت دلایل! هم بیانوي، نو د دوی لیکنې، شعرونه او پوسټونه چې عام خلک او تش ذهنه ځوانان لولي، هغه یې د مطالعې برخه ګرځي، ماغزو کې یې نقش کېږي او ...
نور ولوله
دېته مینه وایي!
یو صحابي ربیعة بن کعب رضي الله تعالی عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت کوي، د اوداسه اوبه ورته برابروي او نور کار ورته کوي، په دې وخت کې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه ته فرمایي: که څه اړتیا او ضرورت لرې راته ووایه، هغه د مینې مجسمه یواځې یو شی غواړي، نور هیڅ نه غواړي او هغه جنت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرتیا! لاندې د دوی دواړو لنډه خو له مینې ډکه مرکه لوستلی شئ:
رسول الله صلی الله عليه وسلم : راته وایه څه غواړې؟
ربیعة بن کعب: جنت کې ستا ملګرتیا غواړم
رسول الله صلی الله عليه وسلم: نور څه غواړې؟
ربیعة بن کعب: بس همدا غواړم...
رسول الله صلی الله عليه وسلم: وبه شي، خو ډېرې سجدې لګوه.
صحيح مسلم رقم: 48...
نور ولوله
له مرګ وروسته مور و پلار پالل
د ابو موسی الأشعري رضي الله عنه زوی ابو بردة وایي: زه مدینې ته ولاړم، نو عبد الله بن عمر رضي الله عنهما راته راغی، هغه راته کړه: ته پوهېږې زه ولې درته راغلم؟ ما ورته وویل: نه، هغه راته وویل: ما له رسول الله ﷺ نه اوریدلي، هغه فرمایل: څوک چې مینه لري په قبر کې خپل پلار سره خپلوي وپالي نو له پلار وروسته دې د هغه له وروڼو او خپلوانو سره خپلوي وپالي. (ابن عمر زیاته کړه) او زما د پلار عمر او ستا د پلار (ابو موسی الاشعري) ترمنځ ورورګلوي او مینه وه، نو زه مینه لرم چې هغه وپالم.
عَنْ أَبِي بُرْدَةَ قَالَ: أَتَيْتُ الْمَدِينَةَ فَأَتَانِي عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ فَقَالَ: هَلْ تَدْرِي لِمَ أَتَيْتُكَ؟ قَالَ: قُلْتُ: لَا، قَالَ: سَمِعْتُ رَسُ...
نور ولوله
تهلیلي ساګانې
دالان/پخلنځي ته ننوتلم، چې کتل مې نیا مې شیدو کې وریژې پخولې، په یوه لاس یې وریژې لړلې، بل کې یې تسپې وې، په هغو یې شونډې ښورولې، له پخلنځي د مشکو بوی راتلی، غریبې نیا مې مشک ترکومه کول، دا خوشبویي د هغو شیدو وه، چې له تاو سره یې زما د ګرانې نیا پاکیزه او سپېڅلې ساګانې ګډې شوې وې! او د پخلنځي پاکي او نظافت هغه ښایسته بوی تر مشکو خوږ ګرځولی و!
په دې معطر او خوشبویېز چاپېریال کې د ګرانې نیا څنګ ته کېنستلم، هغه مې وپوښتله، مال زما خوږې نیا! د شیدو وریژو پختن څومره وخت نیسي؟ هغې په داسې حالت کې راته وکتل چې له موسکا یې نور او ځلا اوریدله! ول زویه! چې زر ځله (لا إله إلا الله) او زر ځله (الحمد لله) ویل پوره کوې وریژې به دې پخې وي...
&nb...
نور ولوله
هېر شوی سنت
رسول الله ﷺ فرما یي: ستاسو کوم یو چې مجلس ته ورشي سلام دې پرې ووایي. که یې ناسته خوښه شوه کښېني دي، بیا چې ولاړ شي بیا دې سلام وکړي. هغه لومړی سلام له وروستي هغه ډېر مهم نه دی. عَنْ أَبِيْ هُرَیْرَة قَالَ قَالَ رَسُولُ اللّٰهِ ﷺ: إذا انتهَى أحدُكم إلى مجلِسٍ فليسلِّم، فإنَّ بَدا له أن يجلِسَ فليجلِس، ثمَّ إذا قامَ فليسلِّم فلَيسَتِ الأولَى بأحقِّ من الآخرةِ. أخرجه أبو داود (5208)، والترمذي (2706) واللفظ له
یعني مجلس ته د ورتګ پر مهال سلام چې څومره مهم دی، له مجلس نه د تګ پر مهال سلام کول هم دومره لازمي دی. که څه هم نن سبا اول سلام شته، خو له مجلسه د تګ پر مهال سلام به نادر څوک کوي، ګواکې دا سنت خلکو هېر کړی. د دې حدیث له لیدو وروسته باید دا سنت راژوندی کړو، لطفاُ دا حدیث لایک او خلکو ته هم ورسوئ او د دې ه...
نور ولوله
د خپلمنځي خواخوږي نبوي لاره
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایي: د بنو اشعر قوم خلک چې کله په غزا کې غریبان شي، یا یې ښار کې د کورنیو خواړه کم شي، خپل ټول خوراکي توکي په یوه څادر کې یو ځای کړي، بیا یې پخپلو کې په یوه لوښي سره برابر ووېشي، دا خلک زما څخه دي او زه له دوی نه یم، یعني د دوی دا کار په مکمله توګه په شریعت برابر او زما طریقه ده.
عن أبي موسى رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم: إن الأشعريين إذا أَرْمَلُوا في الغزو، أو قلَّ طعام عِيَالهم بالمدينة جمعوا ما كان عندهم في ثوب واحد ثم اقتسموه بينهم في إناء واحد بالسويّة، فهم مني وأنا منهم. صحيح البخاري 1/ 307 رقم 2486. صحيح مسلم 4/ 1944 رقم 2500
د حدیث شرحه او ګټې
1-اشعریین د بنو ال...
نور ولوله
د واټیکان پاپ وایي: همجنسبازان د الله زامن دي! دوی حق لري کورنۍ جوړه کړي!
معاصر عیسایت د غربي کلتور په چوپړ کې د دې کلتور هره ناروا او هره فحاشي تایدوي، خبره تر دې ځایه راورسیدله چې دا دی پاپ مثلیت او همجنسبازی هم په واز کومي تاید کړه. بشریت د هلاکت د پاڼ پر څنډه ولاړ ده، بشریت ته له دې هلاکته نجات ورکوونکی یواځې "اسلام" پاتي دی.
...
نور ولوله
د حسن او حسين رضي الله عنهما مشرانو ته درنښت او هوښياري
روایت_کا چې حسن او حسین رضي الله عنهما چرته بوډا سړی ولید چې اودس یې کوه، خو په سنت طریقه برابر نه و، د نبوت د مدرسې روزلیو ځوانانو مناسب ونه بلله چې مشر او بوډا سړي ته ووایي: اودس دې صحي ونه کړ، باید داسې او هاسې یې وکړې، نو دې مشر ته د صحي اودس ورښودلو لپاره یې د درنښت او هوښیاري لاره برابره کړه.
دوی دواړو بوډا ته وویل موږ دواړه ستا مخکې اوړسونه کوو، ته راته ګوره چې زما اودس په سنت طریقه برابر دی او که زما د ورور، زموږ فیصله به ته راکوې چې د کوم یوه اودس په سنت طریقه برابر ده.
بوډا ورته وویل: سمه ده، تاسو دواړه اودسونه وکړئ، هغوی دواړو یو په بل پسې اودسونه وکړل او بوډا دواړه څارل، هغوی چې کله اودسون...
نور ولوله
د يو ورور مرسته له خپلې بېوزلې خور سره
کیسه_کا
یوه مېرمن کیسه کا چې کله مې کور پاک کړ ورور مې موبایل راته وکړ چې زه او مېرمن مې د کم وخت لپاره ستا لیدو ته درځو. دا زیاتوي زه پخلنځي ته ننوتلم، چې د هغو د مېلمستیا لپاره سمدستې څه شی تیار کړم، لنډه دا چې کور کې نور هیڅ هم نه وو څو دانې مالټې پرتې وې، له هغو نه مې ژر ژر دوه ګیلاسه یخ جوس تیار کړ.
کله چې هغوی راغلل او راننوتل، هغو سره مې د ورور خواښې هم وه! چې د لومړي ځل لپاره زموږ کره راتله، نو ما دوه ګیلاسه جوس مور او لور ته کېښودل او له اوبو ډک ګیلاس مې د ورور مخته کېښود، هغه ته مې وویل، زه پوهیږم چې تا ته سیون اپ خوند درکوي ... هغه چې یو غوړپ وکړ پوه شو چې اوبه دي، په دې وخت کې یې خواښې ورته وویل: زویه سیون اپ ز...
نور ولوله
له علماوو سره د عثماني خلفاوو مینه او اړیکې
عثمان بن أرطغرل (656هـ= 1258م)، د ترکانو د عثماني خلافت پلار او مؤسس بلل کیږې، دا لوړ تاريخ د ده د زیږیدو نيټه ده. او په همدې کال مغولو بغداد ونیو او کاواکه عباسي خلافت یې رانسکور کړ، د عثمان په ژوند د څه لیکلو اراده نه لرم بلکي دلته خپل زوی اورخان ته د ده د وصیت څو خبرې راخلم. په "مأساة بني عثمان" نومي کتاب کې خپلې کورنۍ او زوی ته د عثمان بن ارطغرل اوږد وصیت راغلی ده چې څو جملې یې دا دي:
زویه! د امت له علماوو سره به پام کوې، د هغوی درنښت او احترام به کوې او د دوی په مشورو به کارونه ترسره کوې، ځکه دوی خامخا د ښو او خیر مشوره درکوي، زویه! په کوم کار کې چې د الله رضا نه وي هغه به نه کوې او که کومه موض...
نور ولوله
قرانکریم او د سولې اخلاق
د قرانکریم په یوه کیسه کې یو کس د خپل مدعي په اړه وایي: إِنَّ هٰذَآ أَخِى لَهُۥ تِسْعٌ وَتِسْعُونَ نَعْجَةً وَلِىَ نَعْجَةٌ وٰحِدَةٌ. [سُوۡرَةُ صٓ : 23].دا زما ورور دى، له ده سره نهه نوي (۹۹) مېږې دي او زما سره یوازې يوه مېږه ده.
مدعي به یې یا د ملګرتیا ورور وي او یا سکنی ورور، مطلب دا دی چې خپل مدعي یې "ورور" بللی دی، داسې یې ونه ویل: چې دا ظالم، دا تېری کوونکی وغيره، بلکي ویې ویل: (إِنَّ هٰذَآ أَخِى...) دا قراني اسلوب مومنانو ته دا پیغام ورکوي چې د خپل مخالف او خصم په اړه خوږې او نرمې خبرې غوره کړئ او له سپکو خبرو، ښکنځلو او پېغورونو ځانونه وژغورئ.
د سولې اخلاق او اداب قرا...
نور ولوله
