No-IMG

علماوو ته

    د فېسبوک ویډیو برخه مې راواړوله، یو ځای د علماوو مناظره وه، دیوبندیان او بریلویان وو، بله  ویډیو کې د سلفیانو او بلې کومې ډلې ملایانو لستوڼې اچول، یوه بله کې پنجپیریان خپلو کې سره نښتي وو، بله ویډیو کې د پاکستان سیاسي ملایانو شیراني او فضل الرحمن د ځان پر ستاینه او بل غندنه بوخت وو، او داسې نور...

    ذهن ته مې د علي رضي الله عنه یو اثر راغی ، چې ځینو حدیث هم ګڼلی، هغه کې راغلي: داسې زمانه به راشي چې له اسمانه لاندې مخلوقاتو کې به ترټولو شریر خلک د هغوی عالمان وي! له دوی به فتنه راوځي او په دوی به ورګرځي. علماؤهم شر مَن تحت أديم السماء ، مِن عندهم تخرج الفتنة وفيهم تعود. رواه ابن عدي في "الكامل" (4/227)، والبيهقي في "شعب الإيمان" (3/317-318)

     د خراسان او نړۍ محدث او امام عبد الله بن المبارک رحمه الله عالمان او قاریان د ښار او وطن مالګه (ملح البلد) بللي. نوموړی عالمان او قراء مخاطبوي او خورا حکیمانه خبره ورته کوي، چې اې د عالمانو ډلې! اې د ښار مالګې! کله چې مالګه خرابه شي هغه بیا نه سمېږي.

يــا معشر القـراء يـا ملح البلد

ما يصلح الملح إذا الملح فسد

     دا خبره امام ابن المبارک رحمه الله تعالی پخپل کتاب "الزهد" کې راخیستې ده او وایي چې دا یې له عیسی علیه السلام نه رانقل کړې ده، یعني دا د هغه وینا ده. د عالمانو او فکري او سیاسي ډلو پلویانو ترمنځ ورځ تر بلې زیاتیدونکي مخالفتونه او کله کله د فزیکي برخوردونو تر پولو رسیدل یې الله مه کړه د بېخونده راتلونکې ... غمازي کوي، د سیمې واکمن او د نړۍ نور پراخي غوښتونکي ځواکونه د مسلمانانو له داسې مخالفتونو ګټې اخلي او د لا تازه کولو هڅې یې کوي. دې حالاتو ته که هوښیار او دردمن عالمان او پوهان متوجه او ځیر نه شي بیا به ارمان کوي. الله دې نه کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک