د حامد افغان لیکنی
ويډيو: د يوه اندونيشايۍ پېغلې نړۍ ته د عفت درس
دا یوه اندونیشایۍ پېغله ده، د قرانکریم یوه مسابقه کې برخې اخیستلو ته ورغلي، د مسابقې انعام (9500 سعودي ريال) ده. د مسابقې ترتیب کوونکې ادارې ورته وویل چې دې مسابقه کې د برخې اخیستلو پر مهال به مخ لوڅوې او کنه د برخې اخیستلو اجازه نشته. خو هغې مخ لوڅول ونه غوښتل او له مسابقې ووتله! څو د نړۍ مېرمنو ته د عفت، پاک لمني او ثبات درس ورکړي.
له دې وروسته په دې اقدام سره دې پېغلې د اندونیشیایانو په زړونو کې ځای پیدا کړ، د ګڼ شمېر خلکو له خوا د مینې او شفقت پیغامونه ورته ورسیدل، پرېمانه مرستې ورسره وشوې، یو چا کور ورکړ، د عمرې او حج وعدې ورکړل شوې د مسابقې ادارې معذرت ورنه وغوښت او د اندونیشیا وصال نومې تلویزوني چینل (2700 ریاله) ورکړل...
نور ولوله
د ښکاري خوندوره کیسه
ښکاري له سپېده چاود مهال لیږ مخکې د بحر په غاړه کېناست، څنګ ته یې چې پر ځمکه لاس وواهه، په یوه له کاڼو ډکه کڅوړه یې لاس ولګیده، له کڅوړې یې یو کاڼی راواخیست او اوبو ته یې وغورځوه، اوبو کې د کاڼي لویدلو غږ خوند ورکړ، بل کاڼی یې راواخیست اوبو ته یې وغورځوه او داسې اوبو ته د کاڼو په غورځولو بوخت پاتي شو.
ښکاري اوبو کې د کاڼو غورځیدلو له اوازه خوند ! اخیستلو باندې بوخت و چې د لمر راختلو رڼا زیاته کړه، چې ویې کتل کڅوړه کې یو کاڼی پاتي و، نور یې ټول اوبو ته غورخولي وو او چې ښه ځیر شو هغه کاڼی نه بلکي ګران بیه جوهر و! او ورته معلوه شوه چې اوبو ته غورځولي کاڼي ټول قیمتي کاڼي او جواهر وو!! له دې غافلانه کړنې وروسته د سړي پښېماني او آه و پریاد هیڅ ګ...
نور ولوله
د محرم د روژو فضیلت
#رسول_اللهﷺفرمایي: د رمضان له روژو وروسته ترټولو غوره روژې د د الله د میاشتې محرم روژې دي. او له فرض لمانځه وروسته ترټولو غوره لمونځ د شپې لمونځ (تهجد) ده. قَالَ رَسُولُ اللّٰهِ ﷺ : أَفْضَلُ الصِّيامِ، بَعْدَ رَمَضانَ، شَهْرُ اللهِ المُحَرَّمُ، وأَفْضَلُ الصَّلاةِ، بَعْدَ الفَرِيضَةِ، صَلاةُ اللَّيْلِ. مسلم 1163.
یعني د رمضان له فرضي روژو پرته نفلي روژو کې ترټولو غوره نفلې روژې د محرم میاشتې روژې دي. روانه میاشت محرم ده او دې میاشت کې ډېرې روژې نیول مستحب دي.
...
نور ولوله
قومپرستي
چرته کوم قومپرست یوه مشهور هوټل ته ننوت، د هوټل مزدور ته یې پیسې ورکړې ول هوټل کې ټولو ناستو خلکو ته ښه ډوډۍ او مشروبات راوړه، پیسې یې زه پرې کوم، پرته له هغه تورپوستي سړي، چې د هوټل کونج کې ناست دی. مزدور له هغه تورپوستي سړي پرته ټولو ته خوندور خواړه او مشروبات ورووېشل. تور پوستي هغه ته په موسکا وکتل او مننه یې ورنه وکړه!
قومپرست غوسه شو، د هوټل مزدور ته یې بیا پیسې ورکړې، ورته کړه یې له هغه تور سړي پرته نورو ټولو ته فلان او فلان مشروبات ورکړه، هغه ورکړل او تور سړي بیا په موسکا ورته وکتل او مننه یې ورنه وکړه! قومپرست د هغه په دې چلند حیران او نور غوسه شو او د هوټل مزدور ته یې وویل: زه چې هر ځل خلکو ته خوراکي شیان واخلم دا تور سړی نه...
نور ولوله
د مور و پلار خوشالولو اهمیت
رسول_اللهﷺ ته یو سړی راغی، ول یا رسول الله پر هجرت بیعت درسره کوم، خو مور و پلار مې په داسې حالت کې پرېښودل چې دواړو ژړل. هغه ورته وفرمایل: مور و پلار ته دې ورشه، لکه څرنګه چې دې ژړولي دي بېرته یې وخندوه. عن عبد الله بن عمرو قال: جاء رجل فقال: يا رسول الله، إني أريد أن أبايعك على الهجرة، وتركتُ أبويّ يبكيان، فقال: ارجع إليهما، فأضحكهما كما أبكيتهما. رواه ابن حبان في صحيحه
له رسول الله ﷺ سره یو ځای هجرت کول یقینا لوی عبادت دی، خو دې سړي ته رسول الله ﷺ د دې عبادت د کولو لپاره شرط ولګوه او هغه د مور و پلار رضا کول و! نو معلومه شوه چې د مور و پلار خدمت او د هغو راضي او خوشاله لرل دومره ستر عبادت دی چې له ډېرو لویو عبادتونو لوړ مقام لري.
...
نور ولوله
هجري کال ولې په
په عامه توګه ذهن ته دا خبره راځي چې رسول الله ﷺ به د هجري کال د لومړۍ میاشتې (محرم) په لومړۍ ورځ هجرت کړی وي. خو خبر داسې نه ده، بلکې هغه د ربیع الاول په میاشت کې هجرت کړی و. تقریبا ۲۲ د ربیع الاول مدینې منورې ته رسیدلی و.
نو په کار خو دا وه چې هجري کال هم په ربیع الاول پیل کیدلی، خو خبره داسې نه ده، بلکې هجري کال د محرم په میاشت پیل کېږي، د دې دوه مهم لاملونه یاد شوي دي: یو دا چې په محرم کې حاجيان کورونو ته ستنیږي.
د لومړۍ میاشتې د تعین په مشوره کې ځینې صحابه کرامو وویل چې د روژې له میاشتې به کال پیل کړو، خو عمر رضي الله عنه وویل چې نه له محرم نه یې پیل کوو، ځکه...
نور ولوله
د ازادۍ قراني درس
فرعون د بني اسرائیلو له ټول قوم نه ازادې اخیستې وه او غلامان یې ګرځولې وو. پر هغوی د ګڼ شمېر ظلمونو په لړ کې خبره تردې ځایه ورسیدله، چې یو وخت نجومیانو فرعون ته وویل: د بني اسرائیلو د یوه ماشوم له لاسه به ستا واکمني لړزیږي او نسکوریږي، نو فرعون اعلان وکړ چې د بني اسرائیلو هر نوی زېږېدونکی ماشوم به وژل کیږي. او د دې ظالم له خوا پر دې غلام او مظلوم قوم دا له زغمه وتلی ظلم پیل او د تنکیو ماشومانو قتل عام روان شو.
خو د یوې الهي معجزې له برکته د همدې غلام قوم یو نوی زېږېدلی ماشوم په معجزانه طریقه د فرعون کور ته ورسید! لنډه دا چې فرعون او ښځې یې هغه ماشوم خپل زوی وګرځوه، هغه په شاهي نعمتونو کې رالوی او ځلمی شو، هغه له غلامي ازاد او حر انسان پاتي...
نور ولوله
د نبوي حدیثو اهتمام
هجرت نه مخکې مکه مکرمه کې او وروسته مدینه منوره کې، تقریباً څه د پاسه شل کاله، څلور زره نر او ښځې صحابه کرام رضي الله عنهم، رسول الله ﷺ سره یو ځای پاتي شوي دي! دې اوږده موده کې دوی ټولو د ده خبرې او کړنې، د خوب او ويښتيا حالات او د سفر او حضر کیسې؛ یادولې. المدخل الی علم الحدیث للحاکم النیسابوري ص: ۱۱
نن سبا هر علم کې د تخصص لوړه درجه (دکتورا) ترلاسه کول له شل کاله کمه موده نیسي، نو دومره لوی شمېر صحابه و چې دومره زیاته موده له رسول الله ﷺ سره تېره کړې ده؛ حتما به یې نبوي حدیثونه ښه یاد او پوره ضبط کړي وي. دا په داسې حال کې چې د عربو ښه یاد او حفظ تاریخي ثابت دی، هغوی چې امي امت و نو الله د ښه یاد او حفظ نعمت پرې لورولی و.
...
نور ولوله
له سرو زرو ډکه ځمکه نه غواړم
دا خبره سلطان عبد الحمید، یهودو ته کړې وه، راځئ نورو تفصیلاتو ته: د عثماني خلافت وروستی خلیفه سلطان عبد الحميد الثاني رحمه الله پخپلو یادښتونو کې لیکي: کله چې سلطان عبد الحمید الثاني له واکه ګوښه شو په هغه ورځ د یهودو اختر و. ان د دوی اړوند ورځپاڼو کې یې مبارکۍ خپرې کړې! ځکه ده فلسطین کې د اسرائیلي دولت جوړول نه منل، د نړۍوال سهیونیزم سرخېل هرټزل دوه ځله وړاندیز ورته کړی و، خو سلطان هغه رد کړی و.
د سلطان عبد الحمید یادښتونو کې له ده نه داسې روایت شوی: زه په دې نه یم خپه چې له واکه ګوښه شوم، خو د اسعد باشا بې ادبه چلند خپه کړم، هلته چې ما وکتل ایمانویل ګراسو یهودی هم ناست و! ما پوښتنه وکړه چې د خلافت مقام کې دا یهودی څه غواړي؟! دا سړی...
نور ولوله
د بوډا يمني ایمان تازه کوونکې کیسه
یو سعودي مېشتی یمنی کیسه کا چې کفیل مې د زکات پیسې راواخیستلې او په غریبو کورنیو پسي روان شوو، د زکات پیسې یې پنځه پنځه زره په لفافو کې بندې کړې وې، موږ له یوه کلي راووتلو او د جده - جازان په سرک روان شوو، په سپېره دښته کې مو په سرک یو بوډا ولید چې روان و، هغه (70) کلن برېښیدی، خو بدن یې قوي او ښه تکړه و، ملګري مې وویل: دا سړی په دې دښته کې څه کوي؟ ډریور مو وویل: دا به خامخا یمنی وي او په غلا سعودي ته راوښتی دی.
د سړي خوا ته مو موټر ودروه، سلام مو ورته وکړ او ومو پوښتی چې څوک یې؟ هغه وویل: یمنی یم، موږ ول: چرته روان یې؟ ول: بیت الله ته روان یم، ومو پوښتی چې په قانوني توګه راغلی یې؟ ول: نه په غلا راغلی یم، ملګري مې ورته وویل: په قانون...
نور ولوله
خواخوږی نیکه
ول نیکه مو د ژوند وروستۍ شپې ورځې زموږ کره تېرې کړې، زه هغه مهال تنکی ځلمی وم، اول چې نیکه زموږ کره راتلی دایې راباندې کره کړه چې زه زهایمر او د حافظې کمزوري لرم، پنځه وخته به مې لمانځه ته پاڅوې او جومات ته به مې رسوې، هسې نه لار ورکه کړم. ما به همداسې کول، خو هغه به زما له یادونې پرته هر لمانځه ته تیار و او ما ته به انتظار و چې جومات ته ورسره ولاړ شم.
دا مهال زما پلار چرته په سفر تللی و، چې راغی نیکه مو وفات شوی و، کور کې به مو پلار هر وخت د ده خبرې او مجلسونه راته کول، یوه ورځ مې پلار ته د نیکه همدا د زهایمر کیسه وکړه، مال سره له دې به هم هغه هر وخت لمانځه ته تیار او نور زیات لمنځونه به یې هم کول! پلار مې راته موسکی شو، ول زویه هغه هیڅکل...
نور ولوله
بې تبصرې
د خلیج یو #مصری مسافر لیکي: په سفر چې راروانیدلم، له مور و پلاره مې اجازه راواخيستله، هغوی ډېرې دعاګانې راته وکړې او راروان شوم، دوه کاله مې په سفر کې ووتل خو د کار مې سم خوند نشته... په کلي کې یوه ورځ سهار مهال زما مور و پلار بل کلي ته زموږ د خپلوانو کره تللي وو، په دې وخت کې زموږ کور ته غل راغلی و، څه نور شیان او یو زموږ خر ټول یې غلا کړي وو.
څو ورځې وروسته غله زموږ خر بازار ته راوستی، په مېوو او سبزیو یې ښه بار کړی دی، بېرته چې دا زموږ په سیمه تېریدی، هغه مهال زموږ سیمه کې رش او ازدحام و، غل په څه شي بوخت شوی دی، خر ورنه مخکې شوی، خره ته خو خپل کور معلوم و، سیده کور ته راغلی.
&nbs...
نور ولوله
