شیطاني وسوسې
ځیني خلک پوښتنه کوي چې زړه کې یې کفري وسوسې او ناسمې خبرې راتېرېږي، چې په هغو سره تکلیف کېږي او خپه کېږي، دې پوښتنې ته علماء داسې ځواب لیکي: مومن د شیطان په وسوسو او کفري خیالاتو ازمویل کېږي او امتحانېږي، چې په هغه سره یې سینه تنګېږي او خپه کېږي. دا ستونزه صحابه کرامو هم لرله، لکه د هغوی یوه پوښتنه داسې روایت شوې ده: یا رسول الله! کله زموږ کوم یوه په ذهن کې داسې خبرې راشي چې د هغو کول له اسمانه رالویدلو سخت ورته ښکاري. هغه ﷺ ورته وفرمایل: همدا ښکاره ایمان دی. (ذاك صريح الإيمان).
بل روایت کې راغلي چې هغوی وویل هغه خبرې په خوله راوړل ډېر دروند کار ورته برېښي، یعني نه یې شي کولی. هغه ﷺ ورته وفرمایل: الحمد لله، چې د شیطان چل یې د هغه په وسوسه کې رد کړ. او د مومن په زړه کې چې د هغه له وسوسو نه دومره نفرت او کراهیت پیدا شي؛ دا ښکاره او صریح ایمان دی. لکه مجاهد چې جګړه کې پر دښمن غالب شی او لوی جهاد ترسره کړي؛ داراز د شیطان له کفري وسوسو کرکه او نفرت هم لوی جهاد او د شیطان ماتې ده. کتاب الایمان: 147
