که څنګ سیکولره؟
بېګا شپه به سیکولرې نړۍ د نوي کال لومړۍ شپې په مناسبت د اور په لوبو ټریلون ډالره لولپه کړي یي!
هغه سیکولر چرته دی چې موږ ته وایي: له سلو جوماتونو جوړولو غریب ته یوه ګوله ډوډۍ ورکول غوره دي؟!
هغه سیکولر چرته دی چې موږ ته وایي: پر کعبه طوافونه مه کوئ، د غریبانو په کورونو وکرځئ او له حاله یې ځانونه خبر کړئ؟!
هغه سیکولر چرته دی چې موږ ته وایي: د اختر قربانۍ مه کوئ، دا پیسې غریبانو ته ورکړئ؟!
دوی ولې چوپ دي! دا نرم زړی! سیکولر ولې غربیانو او د غرب پر ګامونو روانو ته نه وایي چې د ډالرو امبارونه چټي مه سوځوئ، د اور پر لوبو یې مه خرابوئ، بلکې د نړۍ پر بې شمېره غریبانو یې ولګوئ، په یوه شپه په دې بې معنا مناسبت او د کریسمیس په ونو دومره زیات لګښت د کوم عقل غوښتنه ده؟!
د دومره ستر خرابات او خرمستیو پر مهال ولې سیکولر ته غریب او فقیر نه وریادیږي چې یواځې د مسلمانانو د حج، اختر، جوماتونو وغیره په مناسبت وریادیږي، که څنګه سیکولره؟!
