No-IMG

حیاناک پیغمبر صلی الله عليه وسلم

     ابو سعید الخدري رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ له په پرده کې ناستې پېغلې ډېر حیاناک و. عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: كان رسول الله ﷺ أشدَّ حياءً مِن العذراء في خدرها. متفق علیه

     د حدیث دا جمله (في خدرها)، یعني کله چې پېغله واده او په لومړۍ شپه له خپل نابلده خاوند سره په ځانګړې پرده کې یو ځای شي، نو ډېره زیاته شرمېږي. ټولو انسانانو کې پېغله طبعا له هر چا زیاته شرمېږي خو دې ځانګړي حالت کې لا زیاته شرمېږي، رسول الله ﷺ له داسې پېغلې هم زیات حیاناک و!

     البته دا ټوله حیا یې د شرعي حقوقو په چوکاټ کې وه، د حق په دفاع، د حقوقو په ساتنه او په حق بیانولو کې یې داسې حیا نه کوله چې د دې وجیبو د ترسره کولو لاره کې خنډ وګرځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک