No-IMG

جدال د هلاکت نښه

     د خلکو ترمنځ ډېر جدالونه او د خپل نظر حق ثابتولو لپاره جنجالونه د هغوی د ګمراهي او سرکشي نښې دي. حدیث کې راغلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : کوم خلک چې په جدال او د خپل نظر حق ثابتولو لپاره شخړو باندې اخته شي هغوی له هدایت وروسته ګمراه شول. وروسته هغه ایت تلاوت کړ، دوی یواځې جدال شخړیېزه خبره درته وکړه بلکې دوی جګړه مار قوم دی. عَنْ أَبِي أُمَامَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ : مَا ضَلَّ قَوْمٌ بَعْدَ هُدًى إِلَّا أُوتُوا الْجَدَلَ ثُمَّ قَرَأَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ : مَا ضَرَبُوهُ لَكَ إِلَّا جَدَلًا بَلْ هُمْ قَوْمٌ خَصِمُونَ. رواه الترمذي وابن ماجة والحاکم

    د دوو کسانو له یوه بل سره د دلیل پر اساس په قول، عمل او حالت کې مغایرة ته "اختلاف " یا "خلاف" وایي. که د دوو مخالفو تر منځ مخالفت زیات شي او هر یو کوښښ کوي خپل نظر قوي ثابت کړي او په مقابل لوري خپل نظر ومني دېته "مجادله" او "جدل" وایي، (ادب الاختلاف لـ طه جابر العلواني) حدیث کې هم همدا جدال مراد ده، چې څوک پرې اخته شي هغوی د ګمراهي پر لاره روان دي. الله دې زموږ اختلافات یواځې او یواځې د حق د اثبات لپاره وګرځوي، نه د ځان غوښتنې او نورو موخو لپاره.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک