قران څښل!
رسول الله ﷺ فرمایي: ژر به زما له امته داسې خلک راووځي چې قران به د شیدو په څېر څښي. قال النبي ﷺ : سيَخرُج أقوامٌ من أمّتي يشربون القرآن كشُربهم اللبَن. رواه الطبراني
علامة عبد الرؤف المناوي رحمه الله د دې حدیث مطلب داسې بیانوي: یعنی دوی به د قران معناګانو ته فکر نه کوي او نه به یې د احکامو په کیسه کې یي، بلکي یواځې د قران الفاظ به یې په ژبه داسې تېز تېریږي لکه د څښلو پر مهال چې شیدې تېریږي. فيض القدير 118/4
الله دې زموږ پر حال ورحمیږي، موږ اکثره قران فقط څښو، د حفظ، ترجمو او تفسیر دورې هر ځای روانې دي خو په قران کې د تدبر او په قران د عمل کار ډېر کمزوری ده، د قران حفظ او زده کړه پخپل ځای ستر مطلوب او مهم کار ده، خو د قران په تدبر او په هغه عمل سره تکمیلیږي او له دې پرته نیمکړی ده.
