خلک حمام کې ولې سندرې وایي؟!
په حقیقت کې دا پوښتنه په ډېرو څېړنو کې رامنځته شوې ده، خو تر اوسه مناسب او په زړه پوري ځواب نه دی ورته پیدا شوی...
خبره له سندرو اوښتې ده، ویل کیږي د تشناب کاغذ د اختراع فکر هم په تشناب او حمام کې رامنځته شوی و، اډیسون هم وای حمام کې ناست و چې د برېښنا ګروپ جوړولو فکر یې په ماغذو کې راوټوکیده. ان تر دې چې د فزیک ځینې مهم قواعد له حمامونو راوتلي دي، ویل کیږي ارسطو به ډېر ځله په منډه له حمامه راووت او نارې به یې کړې، چې دغه ده دلته مې پیدا کړه...
حمام کې نور نوادر او عجایب هم رامنځته شوي دي، دا خبره موږ ټول په یوه خوله منو، زموږ اکثره فکرونه او پرېکړې حمام کې ترسره کیږي، موږ چې حمام کې یواځې شو سندرې هم وایو او له ځانه سره خبرې هم کوو، کله په خوله او لاسونو عجیبه او چټي نغوتې هم کوو! ځیني خو ودونو او ښادیو کې نه ګډیږي خو چې حمام ته شي اتڼ هم کوي!
ګواکې حمام د شخصي لیونتوب ځانګړی ځای دی! که موږ هر یو له ځانه سره چروت ووهو، پوه به شو چې موږ حمام کې خپل شخصي لیونتوب رابرسیره کوو! لکه هیندارې ته مخامخ له ځانه سره چټي خبرې کول، یا ناڅاپه عجیبه او غریب حرکات پیل کول، فکر کیږي خلک ځکه داسې کوي چې حمام کې د مکملې ازادۍ احساس راپورته شي، هلته سړی له ټولو قیودو او د چاپېریال له هر ډول بندیزه ازاد شي.
حمام یواځنی ځای دی چې انسان پخپل ماهیت او حقیقت راښکاره شي، هلته زموږ په تفکیر، پرېکړو او خاصه نړۍ کې هیڅوک مداخله نه شي کولی، هلته هیڅ خارجي قید او بست زموږ مخه نه شي نیولی، هلته که څه هم کمه موده یي؛ انسان ځان په امن او له باندنۍ نړۍ بې اندېښنې احساسوي، ځکه هلته د پوره ارام او مکمل راحت او نېکمرغۍ احساس کوي. نو ځکه هلته هر ډول ښه او غوره فکرونه راوریږي.
زه پوهیږم ما ستاسو هر یوه د زړه خبره راښکاره کړه او تاسو ته به یې پوره خوند درکړی وي، نو شیطان به اندېښنه درواچوي چې ګواکې زه یې هم له حمام او تشنابه درلیکم... خو تاسې باور وکړئ چې داسې هیڅکله نه ده، دا خبرې بل ځوان له حمامه لیکلې وې، ما ایله راوژباړلې...
الله مو تل عزتمن او شتمن لره
