د مسؤلیت احساس
امیر المؤمنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته یو سړی راغی، ورته ویې ویل: ستا حکومت کې څه کار راکړه، عمر ورته وویل: قران لوستلی شې؟ سړي وویل: نه، عمر ورته وویل: څوک چې قران نه شي لوستلی هغه ته زه دولتي وظیفه نه ورکوم، نو سړي د دندې ترلاسه کولو لپاره د قران کریم زده کړه پیل کړه.
کله چې سړي ښه ډېر قران زده او یاد کړ وځنډیدی او عمر ته نه ورغی، یوه ورځ عمر رضي الله عنه هغه چرته ولیدی، ورته ویې ویل: ته ولې ناوخته شوې؟! هغه ورته وویل: قران مې چې زده کړ نو الله له عمره او د عمر له دروازې بې پروا کړم! بیا یې دا ایت ورته تلاوت کړ: { وَمَن يَتَوَكَّل عَلَى اللهِ فَهُوَ حَسْبُه } یعني څوک چې پر الله توکل وکړي هغه یې بس او کافي دی. المحرر الوجيز في تفسير الكتاب العزيز لابن عطية الأندلسي.
پایله: د قران زده کړه انسان دین، الله او اخرت ته متوجه کوي او دا توجه یې مسؤلیت او د مسؤلیت احساس ته متوجه کوي، د کیسې سړی د قران د زده کړې له برکته اخرت ته دومره متوجه شوی چې د دنیا دندې یې طلاق کړي دي. مثلا دین ته دومره متوجه انسان که کومه دنده او مسؤلیت ترسره کوي نو په سمه او کره توګه به یې ترسره کوي، د مسؤلیت احساس چې څوک نه لري د واک او ځواک نشه او مستې یې له ګړنګونو غورځوي او دنیا او اخرت یې دواړه بربادوي.
