No-IMG

یو بل زغمل

    عبد القاهر الجرجاني اشعري و، خو د (معتزلي) جاحظ علم یې پوره ترلاسه کړ، د جاحظ علم به د عبد القاهر په څېر هیچا نه یې لوستی. وروسته سخت متعصب معتزلي الزمخشري راغی، هغه د اشعري عبد القاهر علم ترلاسه کړ، د عبد القاهر علم به هیچا د الزمخشري په څېر نه یې لوستی. د اعتزال او اشعريتوب توپیرونو هیڅکله له یوه بله علمي ګټې ترلاسه کول حرام نه ګرځول. ځکه کله چې د خلکو پوهه او ثقافت لوړ شي نو خپلو کې یو بل مني، خو زموږ زمانه کې د یوه بل زغمل نشته، ځکه د خلکو د پوهې او ثقافت کچه ټیټه ده. شيخ البلاغيين #محمد_أبوموسى

    زموږ زمانه کې د یوه بل زغملو خبره خو پریږده له محرابونو ، منبرونو او د قران او حدیثو له درسونو د ښکنځلو، یو بل ترټلو، تکفیرولو او تفسیق باړونه چلوي! دا خلک مسلمان امت کې د تفرق او اختلاف زیاتولو سرچینې دي، دوی د فتنو او فساد دروازې پرانزي، دوی پسې روان او دوی ته میلان لرونکي هم له دوی سره د امت پاشلو او تفرق په ګناه ککړ دي. الله دې موږ او دوی اصلاح او د سړیتوب لاره راووښیي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک