No-IMG

د عمر رضي الله عنه د عدل یوه نادره کیسه

   انس رضي الله عنه روایت کوي چې موږ له عمر رضي الله عنه سره ناست وو، چې د مصر يوه قبطي فریاد ورته وكړ، ده پوښتنه ورنه وکړه ، نو هغه ورته وویل چې عمرو بن العاص رضي الله عنه ( د مصر والي) په مصر کې د اس ځغلونې لوبه کوله، په هغه کې زما اس تر ټولو مخکې شو او دا حالت ټولو خلکو هم ولید ، خو د عمرو بن العاص  زوی محمد وویل چې په الله قسم کوم چې دا زما اس دی، اس چې رانږدې شو نو ما هغه وپېژاند او ومې ویل نه په الله قسم چې دا زما اس دی ، په دې سره هغه زه په دورو ووهلم او راته ویې ویل چې ته نه يې خبر چې زه ابن الاکرمین (شریف زاده ) يم.

    په دې سره عمر رضي الله عنه هغه ته وویل چې ښه ته کښېنه ! بیا یې عمرو بن العاص ته ولیکل چې کله زما لیک در ورسیږي نو ته او ستا زوی محمد ما ته حاضر شئ! راوي وایي چې عمرو بن العاص خپل زوی وروغوښت او پوښتنه یې ورنه وکړه چې ایا تا څه جرم کړی؟ هغه ورته وویل : نه، ده ورته وویل چې بیا نو عمر رضي الله عنه ته ولې غوښتی يې؟ له دې وروسته هغوی عمر رضي الله عنه ته حاضر شول.

انس رضي الله عنه وایي چې مونږ له عمر رضي الله عنه سره ناست وو چې عمرو بن العاص په یوه پټکي او څادر کې راښکاره شو ، نو عمر وويل : تاسو وګورئ چې زوی يې هم ورسره شته او که نه ! زوی يې په ده پسې شاته را روان ؤ، عمر رضي الله عنه وویل چې مصری چېرته دی ؟ هغه ورته وویل : زه دلته یم، عمر رضي الله عنه هغه ته حکم وکړ چې دره درواخله او د ابن الاکرمین (شریف زاده) کار وکړه.

   راوي وايي چې مصري هغه ښه وډباوه ، بیا عمر ورته وویل چې عمرو (والي) ته هم يو څو درې ورکړه، ځکه د ده په زور سره هغه ته وهلی يې ، مصري ورته وویل چې بس ما هغه څوک وواهه چې زه يې وهلی وم. عمر ورته وویل : که تا تر هر څومره هغه وهلی او په خپله دې پرې ايښی نه وی ، نو ما به څه نه و درته ویلي.

    بيا يې د مصر والي ته وویل : عمرو ! تا له کله نه خلک د ځان مریونه ګرځولي دي په داسې حال کې چې هغوی خپلو مېندو ازاد زېږولي دي؟! بیا یې مصري ته وویل چې په ډاډه زړه سره ولاړ شه، که بیا څه خبره رامنځته کېده نو ماته لیک رالېږه .  (سيرت عمر بن الخطاب لإبن الجوزي : مخونه ۸۶-۸۷) د "پر تهذیب او تمدن د اسلام اغېزې" په حواله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک