د عمر او معاذ رضي الله عنهما دلچسپه کیسه
عمر بن الخطاب رضي الله عنه معاذ بن جبل رضي الله عنه، یو ځای ته د زکات راټولولو لپاره ولیږه، هغه د هغه ځای له شتمنو زکات واخیست او پر غریبانو یې تقسیم کړ او د ځان لپاره یې هیڅ شی هم وروانخیستل، د ورتګ پر مهال چې څه ورسره و له هغه شي سره بېرته کورته ولاړ!
معاذ رضي الله عنه چې تش لاسونه کور ته ولاړ مېرمن یې ورته غوسه شوه، ورته ویې ویل: دا ټول زکات راټولوونکي معلوم اجرت اخلي، تا ولې هیڅ شی نه دې اخیستي او نه دې کور ته کومه ډالۍ راوړې ده؟! ده ورته وویل: زما سره یې څارونکی لیږلی و. د معاذ مطلب دا و چې زه الله تعالی څارلم او مېرمني یې دا وفهموله چې ګواکي خلیفة کوم سړی ورسره لیږلی و او د هغه کارونه یې څارل.
نو د معاذ مېرمن د وخت خلیفة عمر رضي الله عنه ته غوسه شوه، معاذ ته یې وویل: پر تا رسول الله صلى الله عليه وسلم هم باور کاوه، د هغه په نزد امین وې او ابو بکر هم باور درباندې کاوه، اوس عمر ستا سره څارونکی لیږي؟! نو د معاذ مېرمني د نورو ښځو منځ کې له عمر نه شکایتونه پیل کړل، چې زما له خاوند سره یې څارونکی لیږلی و! ان دا شکایتونه یې عمر ته ورسیدل.
بله ورځ عمر رضي الله عنه معاذ وروغوښت، عمر ورته غوسه و، چې ما پورې دې دروغ ویلي دي! نو ورته ویې ویل: ایا ما ستا سره څارونکی لیږلی و؟! معاذ ورته وویل: بله چاره نه وه، په همدې بهانه مې له خپلي مېرمني ځان خلاص کړ! نو عمر ورته وخندل، څه شی یې ورکړل او ورته ویې ویل: په دې دې مېرمن خوشاله کړه. الأموال لأبي عبید 528
دې خوندوره کیسه کې څو د ګټي خبرې دي چې هغه یو د معاذ رضي الله عنه پاکي او د رسول الله او صاحبینو په نزد د ده ستر مقام راښيي او بله د معاذ په زړه پورې توریة او بهانه او بل د مېرمنو د مجالسو اغېز! چې له برکته یې د معاذ مېرمني له عمر نه څه ترلاسه کړل او بله دا چې صحابه کرامو هم له مېرمنو سره اتیات کوه ... لکه ملا صاحبان چې په شخصي ژوند کې اتیات ورسره کوی، که څه هم سیاسي ژوند کې د هیواد په سطحه مېرمنې ورنه خپه دي.
