له لمانځه غفلت او ځنډول
خپله موضوع کې ښایسته او له زړه وتلې کرښې
د لمانځه ناوخته کیدا په دې د شرم خبره راته ښکاري چې د لمانځه لپاره دا وخت ما نه دی ټاکلی او نه زه د وخت ټاکني وړتیا لرم، د لمانځه لپاره دا وخت هغه ذات ټاکلی چې موږ او ټول مخلوقات یې پیدا کړي دي، هغه مخلوقات چې عظمت، پراخې، ژوروالي، ښکلا، ډېرښت، عجیبه محکموالي، نعمتونو او معجزو ته یې؛ انساني عقل هک پک پاتې کیږي! هماغه ذات زما نه غواړي چې حضور ته یې ودریږم، خبرې ورسره وکړم او زارۍ ورته وکړم.
او زه څه کوم؟ زه ډېر ځله د لمانځه لپاره دا ټاکلی وخت له خپلو نورو چارو وروسته کوم! ان تردې چې لمونځ اخیري وخت ته ورسوم! ان ډېر لږ اهمیته او سپک کارونه هم له لمانځه مخته کړم! الله تعالی زما نه غواړي (سره له دې چې زه د هغو په دا ستر جهان کې فقط یوه ذره یم) چې زه یې حضور کې ودریږم، خو زه د دنیا په سپکو چارو او پناه کیدونکې ښکلا بوخت یم!
هغه عظیم ذات زما نه غواړي چې د څو دقیقو لپاره یې حضور کې ودریږم، خو زه مخ اړوم (العیاذ بالله)، زه په یوه بله پلمه د هغه حضور کې دریدا ځنډوم، لیږ وروسته، لیږ وروسته کوم او اخیري وخت ته یې رسوم، له دې بله لویه بدبختې شته؟!
الله تعالی مې ځانګړي او دوه په دوه مجلس ته وربلي، چې یوازې زما او هغه تر منځ یي، اړتیاوې هم زه لرم، هغه له هر چا بې پروا ذات دی، خو زه دا خاص مجلس خلاص او عام وګرځوم! زه له ځان سره د دنیا مختلف فکرونه او اندېښنې ملې کړم! بدن مې حاضر او عقل مې غایب یي!!
هغه ستر ذات رانه غواړي د څو دقیقو لپاره له هر شي ګوښه شم، څو خپل عقل، روح او بدن ارام کړم، د لنډ وخت لپاره د دنیا له بوختیا او شور و غوغا راووځم، خپل شکایتونه، غمونه او غوښتنې یوازې هغه ستر ذات ته وړاندې کړم، هغه ستر خالق ته چې زما او زما عبادت ته هیڅ اړتیا نه لري، ټول زه ورته محتاج یم او زه له هر اړه کمزوری کمزوری یم.
هغه زما غږ اوریدل غواړي، خو زه ځان ځنډوم! یو ګام مخته بل شاته ږدم، بیا چې ورځم تنبل او دروند بدن ورځم! یا په بیړه او منډه ورشم، زه د هغه حضور ته حاضر شم، خو زړه مې غایب یي! هغه خاص مجلس غواړي، زه په غایب او غافل زړه، نه توجه، د ژبي په سر تلاوت او دعا ورته لګیا یم! لکه ورزشي حرکات ښکته پورته کیږم!
د الله د ستر عبادت لمانځه په اړه زما دا ډول مطلق غافلانه چلند؛ لویه او لویه بدمرغې ده! یا الله د داسې لمانځه توفیق راکړه چې ستا له عظیم شان سره مناسب یي او ستا د قبولیت د درشل وړ یي.
یادونه: دا له زړه وتلې کرښې ګڼ شمېر عرب لیکوالانو راخیستې دي، څلورو پینځو وتلیو لیکوالانو ته یې منسوب کړې دي، چې له هغو نه یو هم سید قطب رحمه الله دی، ماته اسلوب هم د هغه ښکاره شو، نور الله اعلم.
