د عثماني والي اسعد پاچا ګټوره کیسه
کیسه_کا د عثماني خ.لافت وتلي امیر د دمشق والي اسعد پاچا (پیدا: 1117هـ) رحمه الله، یو وخت پیسو ته ضرورت شو، ځکه د دمشق ولایت په خزانه کې خورا زیات کمښت رامنځته شوی و، نو مشاورینو یې وړاندیز ورته وکړ چې باید په رخت جوړوړنکو کارخانو زیاته مالیه ولګول شي. اسعد پاچا ورته وویل: له دې مالیې به موږ څومره ګټه ترلاسه کړو؟ هغوی وویل: تقریبا 50/40 کڅوړې سره زر.
اسعد پاچا ورته وویل: دا کارخانې کمه او محدوده ګټه لري، دوی به دومره مالیې له کومه پیدا کوي؟! مشاورینو یې وویل: پاچا سلامت! هغوی کولی شي د خپلو مېرمنو د ګېڼو او سرو زرو خرڅولو له لارو یې پوره کړي! اسعد پاچا ورته وویل: تاسو ورته ګورئ، زه به دا مالیه په ډېره ښه طریقه راټوله کړم.
بله ورځ اسعد پاچا د ښار قاضي صاحب ته لیک ولیږه، چې ماخوستن ورسره وویني، قاضي چې د شپې ورغی اسعد پاچا ورته وویل: زه خبر شوی یم ته رشوتونه خورې او خپل منصب د شخصي ګټو لپاره کاروې او پر تا شوي باور کې خیانت کوې، قاضي پوه شو چې کیسه خراپه ده، نو له پاچا نه د ځان خلاصولو لپاره یې عاجزي او زارۍ پیل کړې.
له قاضي وروسته یې په همدې توګه د دولت نور لوی لوی خاین مسؤلین وروغوښتل، لکه لوی محتسب، د پوځ نقیب، د تاجرانو مشران او مشهور تاجران او داسې نور ... د قاضي په شمول له هغو ټولو نه یې په همدې توګه مختلف مقدارونه سره زر واخیستل، وروسته یې خپل مشاورین وروغوښتل، هغوی ته یې وویل: تاسو چې په کمزورو تاجرانو او د کارخانو مالکانو د مالیو راته ویلی و، ماله هغو پرته، د 50/40 کڅوړو سرو زرو پر ځای 200 کڅوړې سره زر راټول کړل.
هغوی حیران شول چې څنګه یې پر عامو خلکو له مالیه لګولو پرته دومره سره زر راټول کړي دي؟! اسعد پاچا ورته وویل: خلکو نه د څرمنو ایستلو پر ځای، د لویو خاینانو چپنې څیرل؛ ډېر غوره دي! یعني په عامو خلکو مالیې لګول نه دې په کار، باید فاسد او خاین شتمن او واکمن راونیول شي، هغوی چې له ولس نه په ناحقه او ناروا پیسې تروړلې دي؛ هغه دې ورنه واخیستل شي او د دولت خزانو ته دې حواله کړل شي.
دلته د اسعد پاچا یوې جملې ته تم کیږو چې قاضي ته وایي: "او خپل منصب د شخصي ګټو لپاره کاروې" یو خو رشوت او بډې دي، دا ټولو ته معلومه ده چې حرام او لوی ناروا عمل دی، اما خپل دولتي منصب او چوکۍ د شخصي ګټو لپاره کارولو ته زیات خلک توجه نه کوي، په داسې حال کې چې په دې توګه هم نادرې غوړې ډوډۍ ګانې، ډالۍ او نورې ګټې ترلاسه کیږي او شرعا دا ټولې حرامې دي.
