فضل مولا توره کی
د فضل مولا توره کی لیکنی
ربه!
ربه! زمونږ په عملونو باندې مه کړه حساب
رانه کړې لېرې په دنيا او آخرت کې عذاب
مونږه يو هم د بنده ګۍ حق پوره کړی نه دی
بخښنه غواړو مستحق يو ستا د هر يو عِتاب
مونږه ده سمه لار پرېښودې په کږو روان يو
مونږ کې ورک شوی تصور دی د ګناه او ثواب
د ميم زورما ټوله زما سوکت مو ښه زده کړی
خپل جرم نه وينو دبل جرم ته ګورو کتاب
زمونږ نيکونو به اسلام ته رابلل وګړي
مونږ له اسلام خلک اوباسو په سرعت او شتاب
مونږه د يو بل پر وژلو بانډې ستړي نه شو
مونږ د هابیل او د قابیل دغې قصې کړو خراب
مونږ د تقوا جامه ويستلې ده له خپلې غاړې
ربه په نر او ښځو واچوه پرده او حجاب
پاس د دوستۍاو يارانې ساتو له ډېرو سره
...
نور ولوله
کچکول
سوله را واچوئ کچکول کې قلنګ چاسره دی
وخت يې دی نن ګوره سبا بيا ملنګ چاسره دی
مرغيو کړي دي بچي ددغه چم ځالو کې
ډزې دې نه کوي هېڅوک چې تفنگ چاسره دی
چې انسانان وي نو پو هېږي د انسان په ژبه
څنګه به پوه شي دڅاروي چې فرهنګ چا سره دی
بېګاه نږدې کلي کې ډزې وې لوګي راختل
يو ورور بل ورور ته بم اېښودې ؤجنګ چا سره دی
د وينو سیند مو د پردو دښتې خړوبې کړلې
نور پرې بندونه را تړمه کلنګ چا سره دی
قلبه کومه دغه شاړې د خپل لاس په ګوتو
کوکنار پرې نه کرمه نور ۔ لونګ چاسره دی
زه د افغان دکړېدلي ژوند تاريخ پرې ليکم
قلم وچ شوی راته وايه چې رنګ ...
نور ولوله
نننی مسلمان
چې له لومړۍ نه کړي دفاع له دويمې هم نه کوې
يهود که نيسي مدينه بیا به هم غم نه کوې
ستا د ايمان ارزښت به څومره وي په خپله وايه
چې يوه ذره کار په قرآن او سنت سم نه کوې
نفوس دې نن سبا له دريوو ملياردونو اوړي
هسې د خولې غږ خو کوه که کار د بم نه کوې
ډزېږي نۀ پر دې وسلو دې الله اور پورې کړه
چې پرې دفاع د لومړنۍ قبلې حرم نه کوې
نه قذافي شته نه صدام چې يې ځواب ووايي
عرب نر ښځو نه به طمعه د پرتم نه کوې
فلسطين سوځي ته يې اور ته تودوې لاسونه
غلام واکمنه ! ولې سوچ د جهنم نه کوې
مسلمه پاڅه! دا زنځير او زولنې ماتې کړه
نور به باور د واکمنانو په کرم نه کوې
ټول اسلامي امت په شان دی د يو تن او وجود...
نور ولوله
د دستار سړي
سرونه ډېر دي ربه ډېر کړې د دستار سړي
سړي کم نه دي, درنه غواړو څو د کارسړي
چې په ليدلو يې الله او رسول ياد شي چاته
په کلي کور کې مو را زيات شه د وقار سړي
لکه گلونه ترې ورېږي خوشبويي په لاره
ربه زمونږ مالت ته راولې بهار سړي
مړه شوي زړونه په صحبت را ژوندي کېږي ددوی
په معنويت باندې درانده لکه د پلار سړي
خير به يې څه وي چې په ويښه باندې خوب وړی وي
په کار دي نن دغې امت ته څو بیدار سړي
چې تورې شپې د معنويت په رڼا لمر روڼوي
پلوشې شيندي له مشرق نه هر سهار سړي
چې سپين ته سپين او تور ته تور وايي د دار د پاسه
په دې امت کې بلها ډېر شته دي سردار سړي
د شفاعت لوی امتياز دې مبارک وي ورته
د ...
نور ولوله
زما وطنه !
زما وطنه د بلوسګرو په بټۍ کې پروت يې
نينه نينه وريته وريته شوې په تبۍ کې پروت يې
د چا خاطر درباندې دروند نه شولو ګوري درته
څه دبې رحمه بې وجدانو په زندۍ کې پروت يې
پردي لا څوک دي چې به ستا لاسونه پښې وتړي
ته خو مړژواندی دخپلوانو په خپلوۍ کې پروت يې
نه دې پخپله جوړوي او نه دې بل ته پرېږدي
نن دا د څرنګه دوستانو په دوستۍ کې پروت يې
څوک دې آرام ته نه پرېږدي هر دم شهيد وطنه
دير غلګرو شريرانو په سیالۍ کې پروت يې
چا چې پر تا لاس اوچت کړی بيا يې خیر نشته دی
لکه اغزی د هر خوړونکي په مرۍ کې پروت يې
که ( شپږ مرغومي) په (پنځلس تلو) دروند و خېژي
سپک د ( اوو ۔...
نور ولوله
د کرسمس رخصتي
نور دکرسمس په رخصتي ولاړل مېلې به کوي
خو افغان نوې وسلې واخيستې جګړې به کوي
زمونږ دعقل او تميز اندازه ګوره کنه !
چې د خير کار ته څوک ور ولېږو پلمې به کوي
په شپه به پُل او جوماتونو ته بمونه کېږدي
ورځ کې به دوه غوږونه نیسي او توبې به کوي
لاس يې څنګلو پورې سره دي دخپل قام په وينو
چې ورته ګورې په لومړي صف کې سجدې به کوي
مړي مو ځکه بې کفنه شول تر خاورو لاندې
چې په کفن پسې کس ولېږو نو شپې به کوي
افغانان ځکه همېشه په اوداسه کې ګرځي
چې دلته اوسي پنځه وخته ځنازې به کوي
کار او روزګار ور په کې نيمه پېړۍ سر خوړلی
څوک وزګارېږي نه لر بر کې فاتحې به کوي
چې د کوم قام د ورکېدلو...
نور ولوله
مونږ د جنګ پلويان نه يو
مونږ د جنګ ميينان نه يو
مونږ د جنګ پلويان نه يو
جګړه مار مو بد ايسېږي
جګړه مار مو نه خوښېږي
جګړه ټوله بدمرغي ده
جګړه ټوله تباهي ده
جګړه کلي ورانول دي
جګړه زړونه ماتول دي
جګړه ځان په اور سېځل دي
جګړه دار ته ورختل دي
جګړه ځان پورې خندل دي
جګړه ځان رسوا کول دي
جګړه ميندې بورول دي
جګړه خويندې ورارول دي
جګړه ښځې کاندي کونډې
چګړه ميندې کاندي شنډې
جګړه ډېر ډېر يتيمان کړي
جګړه ډېر کورونه وران کړي
جګړه ژوند لکه زندان کړي
خلک له ژونده پښېمان کړي
د جګړې تور نوم دې ...
نور ولوله
د وطن غم
د وطن دغم لوی بارمې په سر پروت دی
سورغمی يم خو غبار مې په سر پروت دی
پرڅپاند څپاند سيندو يې نور خړوب دي
ګوټ اوبوته انتظار مې په سر پروت دی
دغاټول او د نرګس جامونه راکړئ
د مودو مودو خمار مې په سر پروت دی
لاس مروړم او د پرون ورځې ارمان کړم
څه وم څه شوم تش يادګار مې په سر پروت دی
زه ويده يم ۔ته ويده يې خو نور ويښ دي
د پردو چې اختيار مې په سر پروت دی
د ړندو ۔ کڼو ۔ شلیانو او ګونګيانو
په مالت کې يم لوی کار مې په سر پروت دی
د لعلونو خزانه افغانستان يم
ښه راګوره تور ښامار مې پ...
نور ولوله
دوړېدلي ګلان
چې ستا په مبارکو لاسو کوم ګلان زرغون شي
ولس پرې خجالته ملامته سرنګون شي
بې فکره او بې سوچه بې خلتې هر ځای ډزېږي
هرڅه ترېنه ګډوډشي چې هرچېرته يې ګډون شي
چې خوله کړي کله خلاصه له پخې نه شي خامې ته
ګړبا شي او لړزا شي حالات سم دلېونتون شي
يو کس کړئ مقرر چې لازم وخت کې پړی کش کړي
بريکونه بيا کار نه کوي چې کوم خوا ته يې يون شي
دا خپل سلاکاران په ډله ولېږه زندان ته
بایللی حیثیت دې ګوندې بیا بېرته راستون شي
بد نامه دې ملاله دميوند کړه په جهان کې
ستا ارګ دې چې کارونه يې د سپينې خولې په شتون شي
له مخې د کاغذ چې په لوستلو کې بندېږي
پښتو به کوي څنګه چې تش نوم يې د پښتون شي
خپسه دې د سر دپاسه ناس...
نور ولوله
بابري شهيد جومات
دبابري شهيد جومات تپوس چا ونه کړلو
(مودي) بامبړ ته چا تريخ لفظ هم ونه ويلو
ای دکعبې او مدينې واکداره وايه کنه
په غبرګو ړونده دغه ظلم دې ونه کتلو ؟
ای د (ازهر) د مدرسې لوی خېټه پاله مفتي
تا د جومات د ړنګېدو آواز وانه ورېدلو ؟
(آيا صوفيا) چې شو جومات۔ ډېر ورته وغپېدې
جومات مندر چې شو هډوکی تاکې ونښتلو
ای د څلور پنځوس ملکونو بوسلمان واکمنو
ننګ او غیرت مو له کوپړيو ولې ووتلو ؟
ټول زهر وخورئ چې دعمر له عذابه خلاص شئ
خپل آخرت خو مو په لوي نجاست ولړلو
بل (معتصم) (ابن قاسم) در په کې نه شو پيدا
د(ناهيد) خور له سر پړونی (داهر) واخيستلو
ای د (محمود غزنوي) په دين ميينو بچو
بل(سومنات) پ...
نور ولوله
شاهین نظر
شاهین نظر دې زلزلې په هر پرنګ راوړي
ستا قربانۍ به عاقبت د فتحې رنګ راوړي
چې د ملالې تاریخ بیا ببا تکراریږي په کې
مؤمن زلمي دې سر آسمانه پورې د نګ راوړي
د (برایډن )او (ګروموف )تاریخ لیکلی پروت دی
څنګه به نه تښتي،ځوانان چې پرې غور ځنګ راوړي
شیر شاه سوري او خوشحال خان زامن دې شته وطنه
له کټه پرېوزي چې پرې باد د تورې شرنګ راوړي
چې د غلیم شوبلو جهازونو سره غېږې نیسي
د آزادۍ ناوې به هغه تر پالنګ راوړي
د وطن پېغلې مې نکریزې په لاسونو نه ږدي
خپل سپین لاسونه د غلیم په وینو رنګ راوړي
مکار د ښمن د عدالت او آرامۍ په نا مه
زمونږ کورونو ته غمونه راوړي جنګ راوړي
چې حاکمیت له امت وتروړي غلام یې جوړ ...
نور ولوله
په نصاب کې اصلاحات
(الف) (الله) وو د (الف) نه مو انار جوړکړلو
(ج)هم جهاد وو تاسو (ج) څخه جوار جوړ کړلو
په يو الله باور لرل افراطيت راولي
ستا ستراتيژيک انسټيټيوټ دغه انکار جوړکړلو
(ټ) هم ټوپک وو له وطن به پرې دفاع کېدله
تاسو له (ټ) نه راته ټال د لوړ چينار جوړکړلو
حمد اوهم نعت دې له درسي کتابووويستل شي
وطندوستي ۔حق پرستي دې عبث کار جوړ کړلو
ملي سرود نه د ( وطن) او( الله )نوم وباسئ
د ترقۍ او مدنيت مو دا معيار جوړ کړلو
تاسو دښځو د حقوق او آزادۍ په نامه
دبې شرمۍ ۔ بې حيايۍ لوی کاروبار جوړکړلو
تاسې سلګونه بې تهذیبه رسنۍ جوړې کړې
دبې لارۍ او د ډمتوب مو لوی بازار جوړ کړلو
کال کې سلګونه ډمان ډمې جوړوئ وطن کې...
نور ولوله
