د فضل مولا توره کی لیکنی
د ميوند غزا د تلين په مناسبت
فضل مولا توره کی
میوندي بيرغونه
بیا په میوند کې بیرغونه رپول دي په کار
بیا ایوبي زلمي له خوبه پاڅول دي په کار
دوطن دښتې انتظار کړي د ملالو پېغلو
بیا غلیمان پخپلو وینو لمبول دي په کار
بیا د وطن د مور له سره ټیکری وغورځېده
بیا د تیري لاس له اوږې نه غوڅول دي په کار
راځئ چېم بیا پسې راوخلو د پلرونو تورې
د مکناټن بچی له ملک نه بیا ویستل دي په کار
راځئ چې بیا کړو صلیب مات په پولادینو مټو
د ایوبي حماسه بیا ژوندي کول دي په کار
بیا راته چم کې غلیمان په هسکه غاړه ګرځي
دا ورمېږونه پر بېخونو ماتول دي په کار
دغه بې خونده کُرت ولله که په خوړلو ارزي
له پچ...
نور ولوله
ورکې سجدې - فضل مولا توره کی
د صوفیا ښکلي مسجدکې راپيدا ورکې سجدې شوې
داسلام د دښمنانو په زړو بلې سرې لمبې شوې
د فاتح يادګار تازه شو دطغرل ارواح شوه ښاده
دغازي عثمان په لاس بيادجهاد تورې تېرې شوې
بیا خپ شوو اذانونو انګازې پر افق وکړې
بيا پر کور د شیطانانو زلزلې شوې غلبلې شوې
دامت هېرشوي برم بيا له خاورو سر اوچت کړو
پرصلیب باندې بیا ځکه دذلت څپې خورې شوې
د اقصیٰ د فتحې زېری به له ځانه سره راوړي
راښکاره دې بیاجهان ته آسمان څکې منارې شوې
دتوحيدله اوچت بانګ دې دطاغوت ماڼۍلړزېږي
پرمسکواوواشنګټن بيارڼاورځې تورې شپې شوې
چې تش نوم دې راپه يادکړم سترګې ډکې شي له اوښکو
اندلسه! ستا په غېږکې رانه ورکې څوقصې شوې
قرطبه اوغرنا...
نور ولوله
د ښځو مشري - فضل مولا توره کی
ښځه دې مشره کړه مړونو ته دې کار وکتو
وزګار سړو ته دې کورونو کې روزګار وکتو
جارو کول لوښي مينځل نور د سړيو کارشو
کالي مينځل اوتو کول دې لا پرې بار وکتو
وړۀ دې د شپې اغږي۔ ډوډۍ دې بيا سهار پخوي
په ځنډن چای دې خوار خاوند ته لوی اخطار وکتو
سهار چې پاڅي دفتري ښځه له خوبه ځنې
وايي سړيه ! څه شوې ماله دې پايزار وکتو ؟
ځان به سینګار کړي ته به وايې چې وادۀ ته درومي
دتګ پر وخت که دې ښارو غوندې رفتار وکتو
جګ يې بوټونه۔ ببر سر لنډ تنګ پطلون يې پرتن
که دې پر لار د لنډغرو لوی قطار وکتو
نو بيا به وايې چې لعنت په نارينه و شه ستا
چې بر بنډتوب يې ستا لپاره افتخار وکتو
تش په نامه يې وي لباس نور بربنډه ګ...
نور ولوله
موډ - فضل مولا توره کی
هلکه ! دادې لا په کوم يو نايي سر جوړ کری
ځان نه دې سم د ګلمرجان د کلي خر جوړ کړی
در پسي څوک خر ګاډی ونه تړي پام کوه لږ
ظالمه ځانته دې په خپله لوی خطر جوړ کړی
د سړیتوب ږيره نو داسې وي د خدای لپاره ؟
ښيښه کې وګوره له ځان دې سم جوکر جوړکړی
چې سپي دې وګوري کوڅه کې له غصې وغاپي
ته لا خوشحاله شې چې ځان دې په هنرجوړکړی
د پلار نيکه له نوم نښانه ډې حيا نه راځي
په کلي کور کې دې له ځان ډيسکو ډانسرجوړ کړی
چې ږیره وخروې په شان د هيجړاګانو ښکارې
د ښځو منځ کې دې خپل ځان لکه سوډرجوړکړی
بې مغزو سرکله ګلپي کله ټېپر غوندې کړې
کله دې چرګ غوندې لکۍ کله قرقر جوړ کړی
کله په سر کوې نخرې کله په ږیره نخرې...
نور ولوله
هر څه په کې آزاد دي خو تعليم ور په کې بند دی
هر څه په کې آزاد دي خو تعليم ور په کې بند دی
حیرت يم ورته وړی د دچا د فکر گند دی
ملت چې له تعليم پوهې ادب ځنې محروم شي
انجام يې هلاکت وي لکه لمر غوندې څرگند دی
خطر نشته دی چاته په بازار او په دفتر کې
پاچا دمکتبونو پوهنتون خطر ته برند دی
چې ړوند د قافلې سرکې روان وي خير يې نه وي
له ډېرو عاقلانو نقل شوی دغه پند دی
مکتب که سوځېدلی ۔ تور دېوال ته به يې کښېني
استاد ورته ور پرېږده دشاګرد په مخ کې ژوند دی
زېور د علم اغوندي وينا لکه طوطيان کړي
خوږې خبرې زده کړي داستاد په خوله کې قند دی
چې يو مکتب خلاصېږي ۔ يو زندان به تړل کېږي
چې هر بچی عالم شي(توره کيه)ډېر يې خوند دی
...
نور ولوله
بې خيري – فضل مولا توره کی
چې حاکم دملک غدار شي خير يې نشته
که دې ورور شي يا دې پلار شي خیر يې نشته
چې د بل په اشارو ټیټ او پاس کېږي
که څښتن د ارگ سپېدار شي خير يې نشته
بیت المال ۔ د غنيمت مال ورته ښکاري
چې کوم ځای کې غل واکدار شي خير يې نشته
که سیندونه شي ښوروا او غرونه غوښې
چې پیشو پرې څوکیدار شي خير يې نشته
چې یې ښځه ۔ بچي بل وطن کې اوسي
که هر څومره وفا دار شي خير يې نشته
چې د بل ملک تذکره لري په جېب کې
که دقام سپه سالار شي خير يې نشته
کړوسي به مو هم خلاص له سوده نه شي
آی۔ام۔اف۔ نه چې قرضدار شي خير يې نشته
خيرات واخلي ستا په نوم خپله يې وخوري
غل ډاکو چې دچا يار شي خير يې نشته
ښځه خ...
نور ولوله
د انجنير مولوی محمد صديق مسلم د غمژن رحلت په مناسبت يو تأثر
د گران ورور او دوست مرحوم انجنير مولوی محمد صديق مسلم د غمژن رحلت په مناسبت يو تأثر
خوږو خبرو ته دې زړونه هوسېږي اشنا
بیادې يادونه د باران غوندې ورېږي اشنا
پردغې تورې سپېرې خاورې مې پېرزو نه راتلې
درب رضا ده مرگ به هر چاته رسېږي اشنا
ډېر کمالونه وو الله ارزاني کړي پرتا
ستا دجمال تصوير مې مخې ته ودرېږي اشنا
د څرخي پله زندان دې هسکه شمله ټيټه نه کړه
قوي ايمان دې لکه لمر غوندې ځلېږي اشنا
(صديقه) ته وې د منبر او د سنگر مېړنی
ستا رسا غږ ډېرو غوږونو کې کړنګېږي اشنا
له تواضع او انکسار دې خاص اوعام خبر د...
نور ولوله
تپوس ؟
زه د خپل څيرې گرېوانه تپوس له چانه وکړم ؟
د دې بې وسه ژوندانه تپوس له چانه وکړم ؟
چې هرخوا ځمه سره اورونه راته بل شي سوځم
دخپل ورک شوي مړستانه تپوس له چانه وکړم
چې اخلم ساه معنیٰ شوه دا چې د ژوند حق لرمه
خو ولې ژوند په ډېرانه ۔ تپوس له چانه وکړم
ليلا وطنه ! دغميو هار دې ورک وو پرون
نن دې د ورک سره پېزوانه تپوس له چانه وکړم
د غزنوي او ابدالي په ميراث کاندي دعوې
د نا بللي مېلمانه تپوس له چانه وکړم
پاچا ! چې ته د هرناکس مخکې ټيټ سر ولاړ يې
زه د تاجک او پښتانه تپوس له چا نه وکړم
د (ملالۍ) له سر ټيکری اخلي( اکبر) ورک کوي
د تالا شوي ميراثه تپوس له چا نه وکړم
خصي مخلوقه! نارينتوب به دې ښکار...
نور ولوله
