دوړېدلي ګلان
چې ستا په مبارکو لاسو کوم ګلان زرغون شي
ولس پرې خجالته ملامته سرنګون شي
بې فکره او بې سوچه بې خلتې هر ځای ډزېږي
هرڅه ترېنه ګډوډشي چې هرچېرته يې ګډون شي
چې خوله کړي کله خلاصه له پخې نه شي خامې ته
ګړبا شي او لړزا شي حالات سم دلېونتون شي
يو کس کړئ مقرر چې لازم وخت کې پړی کش کړي
بريکونه بيا کار نه کوي چې کوم خوا ته يې يون شي
دا خپل سلاکاران په ډله ولېږه زندان ته
بایللی حیثیت دې ګوندې بیا بېرته راستون شي
بد نامه دې ملاله دميوند کړه په جهان کې
ستا ارګ دې چې کارونه يې د سپينې خولې په شتون شي
له مخې د کاغذ چې په لوستلو کې بندېږي
پښتو به کوي څنګه چې تش نوم يې د پښتون شي
خپسه دې د سر دپاسه ناسته ده ښه کلکه
له دې سپينې بلا نه به دې کله راخلاصون شي
چې هوش دجوش پرځای ټولو کارونو کې رواج شي
پر ځمکه دوطن به ( توره کيه ) بيا بدلون شي
