کچکول
سوله را واچوئ کچکول کې قلنګ چاسره دی
وخت يې دی نن ګوره سبا بيا ملنګ چاسره دی
مرغيو کړي دي بچي ددغه چم ځالو کې
ډزې دې نه کوي هېڅوک چې تفنگ چاسره دی
چې انسانان وي نو پو هېږي د انسان په ژبه
څنګه به پوه شي دڅاروي چې فرهنګ چا سره دی
بېګاه نږدې کلي کې ډزې وې لوګي راختل
يو ورور بل ورور ته بم اېښودې ؤجنګ چا سره دی
د وينو سیند مو د پردو دښتې خړوبې کړلې
نور پرې بندونه را تړمه کلنګ چا سره دی
قلبه کومه دغه شاړې د خپل لاس په ګوتو
کوکنار پرې نه کرمه نور ۔ لونګ چاسره دی
زه د افغان دکړېدلي ژوند تاريخ پرې ليکم
قلم وچ شوی راته وايه چې رنګ چاسره دی
د( توره کي) ځواني لمبه شوه دجګړو په اورکې
امن به نه ويني په خوب چې پيرنګ چاسره دی
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
